شاته

روېټرز: د کابل په چاودنه کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي 

د افغانستان سر ښار کابل کې د جمعې په ورځ د وزیر اکبر خان جومات سره نژدې په داسې حال کې چاودنه وشوه چې خلک د لمانځه وروسته د جومات نه وتل او روېټز خبري اداره وايي چاودنې لږ تر لږه څلور کسان وژلي او 10 کسان یې زخمیان کړي دي.

د روېټرز خبري ادارې ترمخه د کابل د پولیس ترجمان خالد ځدران وویل په چاودنه کې وژل شوي او زخمیان ټول ملکي کسان دي.

روېټرز وايي په ورستیو میاشتو کې په کابل کې د جوماتونو سره نژدې ګڼ شمېر چاودنې شوي او داعش خراسان ډلې د ځینو چاودنو ذمه واري منلې ده.

د وي او ای اشنا څانګې په خپل رپورټ کې وویل په کابل کې تازه چاودنه د ښار د لسمې امنیتي حوزې اړوند د وزیر اکبر خان جومات مخ ته وشوه او ابتدايي رپورټونه وايي چاودنه کې مرګ ژوبله شوي ده.

د کابل د امنيه قومندانۍ وياند خالد ځدراڼ د وي او ای اشنا څانګې ته وویل چې دغه چاودنه د وزير محمد اکبر خان جومات کې د جمعې د لمانځه وروسته پر عمومي سړک وشوه.

روېټرز وايي د وزیر اکبر خان جومات د دې نه مخکې هم د حملو هدف و او د طالبانو د بیا واکمنېدو نه مخکې په 2020 کې یوې چاودنه کې د جومات امام ووژل شو او ګڼ شمېر نور کسان زخمیان شول.

روېټرز خبري اداره وايي وزیر اکبر خان مخکې د ګرین زون برخه وه چې نړیوالو ځواکونو پکې د امنیت سخت انتظامات ځای په ځای کړي وو، چې پکې د نېټو دفترې او غیر ملکي سفارتخانې موجود دي. دغه سیمه اوس د طالبانو د انتظام لاندې ده.

په کابل کې د تازه چاودنې ذمه واري لا چا نه ده منلې.

یادونه: د دې خبر معلومات د روېټرز او د وي او ای اشنا څانګې نه اخیستل شوي دي