شاته

پاکستان اسرایل ته د پلاوي دسفر په هکله رپورټونه په کلکه رد کړي

دپاکستان د بهرنیو چارو وفتر د یو بیان د لارې اسرايل ته د پاکستاني پلاوي د سفر په اړه خپاره شوي رپورټونه په کلکه رد کړي او ويلي يې دي چې په دې لړ کې د پاکستان په پاليسۍ کې کوم بدلون نۀ دى راغلى-

دبهرنۍ ميډيا رپورټونه وایي چې د پخواني حکومت د وزير په شمول يو "پاکستاني پلاوي" په بيت المقدس کې د اسرايلو د بهرنيو چارو له وزير سره ليدلي دي-

دخارجه دفتر وياند عاصم افتخار په يو بيان کې ويلي دي چې دغه ليدنه د يوې بهرنۍ اين جي او لخوا تنظيم شوې وه چې پاکستان پسې اړه نه لري-

بل پلو ته د څیړونکو وینا ده پاکستان په څرکنده د فلسطین په اړه پخپل دریځ ولاړ دی، څه خلک د اسرایل سره د ښو اړیکو په هځه کې هم دي البته دغه هځې په ډیرې ښکته کچه کیږې چې نه ګڼې نزدیو کې به څه پايلې ولري-

د نړیوالو چارو پوهه پروفیسر اعجاز خټک وایي په داسې حال کې چې پاکستان په څرکنده د فلسطین په اړه خپل پر دریځ ولاړ دی څه خلک د اسرایل سره د ښو اړیکو په هځه هم دی البته دغه هڅې په ډیرې ښکته کچه کیږي چې نه ګڼي په دې اړه په نزدیو کې څه پايلې رابرسیره شي-

ایسوسیټیډ پریس خپل یو رپوټ کې د اسرایل ته د سفر تنظیموونکو له خولې ویلي چې په دې پلاوي کې د امریکا د مسلمانو او څو اړخیزو ښځو د واکمنۍ دکونسل او د ابراهم تړون وروسته په امریکا کې دجوړې شوې یوې غیر دولتي موسسې استازو ګډون کړی-

د ابراهم تړون په ۲۰۲۰م کال کې د امریکا د هغه وخت دصدر ډونلډ ټرمپ په منځګړیتوب د څلورو عرب هېوادونو متحده عرب امارات، بحرین، سوډان او مراکش سره د اسرایلو د اړیکو د ټینګولو د پاره لاسلیک شوی و-

رپورټونه ددغه پلاوي د مشر نسیم اشرف په حواله وایي چې دغه پلاوي بیت المقدس ته د مذهبونو ترمنځ دهمغږي د ودې لپاره سفر کړی دی-

نسيم اشرف دپاکستان د پخواني پوځي امر پرویز مشرف د واکمنۍ دوره کې د پاکستان وفاقي وزير او د پاکستان د کرکټ بورډ (پي سي بي) مشر هم پاتې شوى دى-

تر دې څو میاشتې وړاندې پاکستاني خبریال احمد قریشي هم بیت المقدس ته د مذهبونو ترمنځ دهمغږۍ د ودې لپاره سفر کړی و، چې په نتیجه کې یې دپاکستان حکومت هغه د سرکاري ټيلې ویژن د چوکې څخه لرې کړی و-

د اسلام اباد د اسلامې پوهنتون د نړیوالو چارو پریوفیسر منظور اپریدی وي او ای ډیوه ته وایي" په امریکا کې بیلابیلې ډلې ددې د پاره کار کوي ،چې خپلې ګټې هم لري خو تر ځو چې د پاکستان لخوا داسرایل د یو هیواد په توګه دمنلو او ورسره د اړیکو ساتلو تعلق دی نو دا به ډیره ګرانه وي ځکه چې په دې اړه ډیر خنډونه شتون لري"

د پاکستاني پلاوي اسرایل ته د سفر د وروستیو راپورونو په اړه د پخواني وزیراعظم عمران خان په ګډون د مختلفو حلقو لخوا سختې نیوکې شوي او د پاکستان مسلم لیګ نواز ډلې په مشرۍ له وفاقي حکومت څخه دوضاحت غوښتنې هم شوې دي-

د خارجه دفتر وياند البته د بیان د لارې څرګنده كړه چې "د فلسطين د مسلې په اړه د پاكستان دريځ واضحه دى، او په دغه تګ لاره کې څه بدلون نه دى راغلى"

پاکستان اسرايل په رسميت نه پېژني، له همدې امله ډيپلوماټيکې اړيکې نه لري، خو د دې ترڅنګ، د سږ کال په پیل کې، پاکستان او یو شمیر نورو هیوادونو د سعودي عرب، عمان، جیبوتي، سومالیا او یمن ، چې د اسرایل سره ډیپلوماټیکې اړیکې نه لري، د امریکا د پنځمې بیړۍ په مشرۍ په سور سمندر کې په لویه پیمانه په سمندري تمرینونو کې برخه اخستې وه-