شاته

امریکا او متحدینو یې افغانستان کې بشري حقونو په سرغړونواو د تروریستانو په حضور اندیښنه ښودلې

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د اروپايي ټولنې، فرانسې، جرمني، ناروې، برتانیا، امریکا، جاپان، قطر او سویس استازو د سپټمبر په ۱۵مه په یوه ګډه غونډه کې افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو دوام او د تروریستي ‌ډلو د فعالیتونو په زیاتیدو اندیښنه ښودلې ده.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې د ورځې ناوخته د سپټمبر ۲۲ ( وږې ۳۱) په یوه پنځلس مادیزه خبرپاڼه کې ویلي، چې په واشنګټن کې په دې جوړه شوې غونډه کې ګډونوالو افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو څخه د سرغړونو او پر هغوی د محدودیتونو لګول او هم مذهبي او قومي اقلیتونه څنډې ته ټیل وهل په کلکه غندلي دي.

د دغې خبرپاڼې له مخې امریکا او متحدینو یې ددغو محدودیتونو په لغوه کیدو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې طالبان باید نجونو ته ددې اجازه ورکړي چې له شپږم ټولګي څخه پورته ښوونځیو ته لاړې شي.

ددې غونډې ګډونوالو ویلي، چې طالبانو په تیر یو کال کې د بیان د ازادۍ، د رسنیو د ښځینه او نارینه خبریالانو د ځپلو لپاره زیات محدودیتونه لګولي دي چې حتی افغان او بهرني خبریالان یې نیولي او په زندان کې اچولي هم دي.

ترورویستي ډلو حضور په اړه اندیښنې

په دې غونډه کې د امریکا، اروپايي ټولنې او د ځینو نورو هیوادونو استازو افغانستان کې د القاعده د ډلې په ګډون د ځینو تروریستي ډول په حضور او په دغه هیواد کې د بریدونو په دوام باندې خپله ژوره اندیښنه څرګنده کړې ده او ویلي یې دي چې کابل کې د القاعدې د ډلې د مشر ایمن الظواهري حضور د تروریزم پر وړاندې د طالبانو د ژمنوڅخه د په شاکیدو په برخه کې څرګند مثال دی.

د امریکا جمهور رئیس جو بايډن د روان کال د اګست په لومړۍ ورځ کابل کې د یوې بې پیلوټه امریکايي الوتکې په برید کې د القاعدې د ډلې د مشر ایمن الظواهري د وژل کیدو خبر ورکړی و.

دمخه د ملګروملتونو امنیت شورا په یو راپور کې ویلي و، چې طالبان لا هم د القاعدې له ډلې سره اړیکې لري او ددغې ډلې مشر د طالبانو له مشر ملا هبت‌الله آخندزاده سره خپل بعیت بیرته تازه کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د اسلامي دولت یا دداعش ډلې په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې پر ملکي غونډو، دیپلوماتیکو ادارو او په ځانګړي ډول عبادت ځایونو باندې بریدونه کړي چې په کار دي چې طالبان ددغسې بریدونو مخه ونیسي.

ټوشموله حکومت په جوړیدو ټینګار

په دې غونډه کې د امریکا، اروپايي ټولنې او د ځینو نورو هیوادونو استازو افغانستان کې د تلپاتې سولې ټینګیدل په ملي او اعتبار وړ کچه د خبرو او ډیالوګ پورې تړلې ګڼلې او ویلي دي، چې که چیرې د یو معتبر بهیر له لارې یو ټولشموله او ځواب ویوونکي حکومت رامنځ ته نه شي ممکن په دغه هیواد کې وسله والې نښتې نورې هم پراخه شي.

ګډونوالو له طالبانو غوښتي چې باید د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون ته ژمن پاتې شي او د بین الافغاني خبرو له لارې په یوه سیاسي نقشه باندې موافقه وکړي چې په دغه هیواد کې د یو نوي حکومت د رامنځ ته کیدو سبب شي.

له یو کال څخه زیاته موده کیږي چې طالبانو بیا افغانستان کې واک ترلاسه کړی خو تراوسه هیڅ کوم هیواد دغه نوی حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی.

نړیوالې ټولنې د طالبانو د حکومت رسمیت پیژندلو لپاره د یو ټولشموله حکومت د جوړیدو ترڅنګ بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو حقونوته درناوی د لومړنیو شرطونو په توګه یاد کړي دي.

خو طالبانو حکومت ویلي چې افغانستان کې د امنیت ټینګیدل ددغه حکومت لویه لاس ته راوړنه ده. همداشان طالبان وايي، چې د ټولو اوسیدونکو حقونو ته ژمن دي او د ښځو شرعي حقونه به هم هغوی ته ورکړل شي. طالبان افغانستان کې اقتصادي ستونزې مني خو وايي، چې دا ستونزې پر افغانستان د امریکا د حکومت له خوا د لګیدلو بندیزونو له امله زیاتې شوي دي.

بشري مرستو په دوام ټینګار

په دې غونډه کې د امریکا، اروپايي ټولنې او د ځینو نورو هیوادونو استازو افغانانو سره د بشري مرستو په دوام ټینګار کړی او ویلي دي چې د ژمي د موسم د پیل وړاندې دې هغوی سره مرستې وشي.

ګډونوالو افغانستان کې د مرستې رسونې په برخه کې د نړیوالو او خیریه موسسو او ادارو په استقلایت باندې ټینګار کړی او ویلي دي چې اړتیا ده چې د مرستې رسونې ښځینه او نارینه کارکوونکي باید ددغه هیواد ټولو برخو ته لاس رسی ولري او خپل کار ته دوام ورکړي.

همداشان په دغه خبرپاڼه کې په یو ډول ټولو اړو خلکو ته د مرستې په ویشلو باندې هم ټینګار شوی دی