شاته

د کابل وزیر اکبر خان جومات مخ ته چاودنې مرګ ژوبله اړولې

د طالبانو امنیتي چارواکو د کابل د وزیراکبر خان جومات مخ ته چاودنه تائید کړې او ویلي دي چې په چاودنه کې لمونځ کوونکو ته تلفات هم رسیدلي دي.

نن د جمعې په ورځ سپټمبر۲۳ (تلې اول) د کابل ښار په لسمه امنیتي حوزه کې د وزیر اکبر خان د جومات د دروازې مخ ته شاوخوا دوه بجې چاودنه شوې ده.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور امریکا غږ ته وویل، چې دا چاودنه د جومات سره نږدې په عمومي سړک شوې ده.

ښاغلي ټکور زیاته کړه: " نن د جمعې له لمانځه لږ وروسته د وزیر اکبر خان جامع جومات څخه د خلکو د راوتلو پر مهال د جومات سره د تیریدونکي عمومي سړک په سر چاودنه شوې ده. د پیښې قربانیان ټول ملکي خلک او عام وګړي دي".

د کورنیو چارو وزارت ویاند وویل چې د پیښې د قربانیانو دقیق شمیر او د چاودنې د نوعیت په اړه به وروسته معلومات شریک کړي.

کابل کې د ایمرجینسي روغتون چې د پیښې له ځای سره په ډیره کمه فاصله کې موقعیت لري د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي چې د وزیر اکبرخان د جومات مخې له چاودنې دوی ته ۱۴ ټپیان وروړل شوي چې څلورو یې دغه روغتون ته د رسیدلو وړاندې د ټپونو له امله ساه ورکړې وه.

همداشان د عیني شاهدانو د وینا له مخې ټپیان د وزیر اکبرخان روغتون ته وړل شوي دي.

د پیښې عیني شاهدانو امریکا غږ ته وویل، چې چاودنه هغه مهال وشوه، چې کله لمونځ کوونکي په جومات کې د لمانځه د ادا کولو وروسته د جومات څخه د وتلو په حال کې و. دغو شاهدانو وویل چې د لسو او پنځلسو په شاوخوا کې یې کسان لیدلي چې په چاودنه کې مړه او یا ټپیان شوي و.

په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي ویډیوي تصویرنو کې د چاودنې وروسته خلک په چټکۍ سره د سیمې څخه د وتلو په حال کې لیدل کیږي.

د وزیر اکبر خان په جومات کې دوه کاله دمخه هم یوه چاودنه شوې وه، چې په کې ددغه جومات مشهور دیني عالم ایاز نیازي وژل شوی و. په کابل کې نننۍ چاودنه په تیرو دریو ورځو کې درییمه چاودنه ده چې شوې ده.

د پنجشنبې په شپه سپټمبر۲۲ (وږې ۳۱) د کابل ښار په یوولسمه حوزه کې د پنځه سوه فامیلیو په سیمه کې شاوخوا اوه بجې د پولیسو یوې پوستې سره نږدې یوه چاودنه شوې وه، چې د کابل د پولیسو د وینا له مخې په کې شاته د سر زیان نه و رسیدلی.

همداشان د چهارشنبې ورځ د سپتمبر ۲۱ (وږې۳۰) د کابل ښار په درېیمي حوزې کې د «دهمزنګ» په سیمه کې هم شوې وه چې د طالبانو د امنیتي چارواکو د وینا له مخې څلور تنه وژل شوي راو ۱۳ نور ټپیان شوي و.

په سیمه کې چاودنه د غرمې پر مهال په یو رستورانت کې شوې وه. سیمه ییزو رسنیو د راپور له مخې د دغه روستورانت ډیر مشتریان د بریښنا شرکت کارکوونکي او مامورین دي چې د غرمې ډوډۍ خوړلو لپاره دغه رستورانت ته ورځي. د طالبانو د کابل پولیسوویلي چې چاودنه د ګاز د ډبې د چاودنې له امله پیښه شوې وه.