شاته

کرکټ: پاکستان د انګلېنډ د 200 رنزونو هدف پوره کړی په 10 وکټو يې ماتې ورکړې

د پاکستان او انګلېنډ د کرکټ لوبډلو ترمنځ د شل اووريزو [ټي ټوينټي] سیاليو د سيريز دوېمه لوبه پاکستان ګټلې، د انګلېنډ د لوبډلې ټاکلی هدف 199 رنزونه يې بې د کوم لوبغاړي سوځېدو په وروستي اوور کې پوره کړي دي.

د پاکستان په کراچۍ ښار کې تېره شپه ناوخته ترسره شوې دې سیالۍ ټاس/پچه د انګلېنډ لوبډلې ګټلې او لومړی بېټنګ يې کړی وو.

د انګلېنډ لوبډلې په ټاکلو 20 اوورونو کې په پينځه لوبغاړو سوځېدو 199 رنزونه جوړ کړي وو.

د انګلېنډ په لوبډله کې زیات 55 رنزونه معين علي او بيا 43 رنزو بين ډکټ جوړ کړي وو.

پاکستاني بالرانو کې شانواز دني او حارث روف دوه، دوه او محمد نواز يو لوبغاړی اوټ کړی وو.

د انګلېنډ په د 199 رنزونو په ځواب کې د پاکستان لومړو دوه لوبغاړو کپتان بابر اعظم او محمد رضوان بېټنګ کړی او ټاکلی هدف يې پوره کړی دی.

بابر اعظم په 66 بالونو په 11 چوکو او 5 چهکو سره 110 رنزونه او محمد رضوان په 51 بالونو په پينځه چوکو او څلور چهکو سره 88 رنزونه جوړ کړي دواړه نه دي اوټ شوي او په وروستي 20 اوور کې يې سيالي ګټلې ده.

له دې وړاندې په 20 ستمبر ترسره شوې سيالي د انګلېنډ لوبډلې ګټلې وه.

د پاکستان او انګلېنډ ترمنځ د ټي ټوينټي اووه سيالۍ ټاکل شوي چې پکې به څلور په کراچۍ او درې په لاهور کې کيږي.

د انګلېنډ کرکټ لوبډله 17 کاله وروسته پاکستان ته راغلې ده.

دغه لوبډله په وروستي ځل په 2005م کال کې پاکستان ته تللې وه او ټاکل شوې وه چې تېر کال بیا پاکستان ته د لوبو لپاره ورشي خو د امنیتي اندېښنې له کبله یې هغه سفر ځنډولی وو.

په 2009م کال کې چې د پاکستان په لاهور ښار کې د سریلنکا پر کرکټ لوبډله برید وشو، تر هغه وروسته د انګلېنډ په ګډون اکثرو بهرنیو کرکټ لوبډلو دې ملک ته د امنیتي ستونځو له کبله سفر نه کاوه.

خو په تېرو پینځو کلونو کې بیا بهرنۍ لوبډلې پاکستان ته د لوبو لپاره تیارې شوې دي، د روان کال په فرورۍ میاشت کې هم د اسټرېلیا لوبډله 24 کاله وروسته پاکستان ته د لوبو لپاره تللې وه.