شاته

اسرائیل صدراعظم: که ایران اتومي بمب جوړ کړ،‌ نړۍ باید له پوځي ځواک کار واخلي

د اسرائیل صدراعظم یایر لاپید د پنجشنبې په ورځ سپتمبر ۲۲ (وږې۳۱) د ملګرو ملتونو په ۷۷مې غونډې کې وویل که ایران خپلې اتومي وسلې پراخوي، نړۍ باید له پوځي ځواک څخه کار واخلي.

ښاغلي لاپید د ملګرو ملتونو په عمومي غونډې کې په خبرو کې وویل: «د اتومي وسلو د ترلاسه کولو څخه د ایران د مخنیوي یوازینۍ لار په میز باندې [خبرو میز کې] د یو معتبر پوځي ګواښ شاملول دي».

نوموړي وویل چې له دې وروسته بیا له ایران سره «په یوې اوږدې او قوي معاملې» باندې بحث کېدای شي. ښاغلي لاپید زیاته کړه: «ضرورت دی چې ایران ته دا واضحه شي که خپل اتومي پروګرام پراخوي، نړۍ به یې ځواب په خبرو نه، بلکې په پوځي ځواک ورکوي.»

د فرانسې خبري اژانس د راپور په اساس نوموړي وویل که اسرائیل له دې پلوه د ګواښ احساس وکړي، لاس په کار به شي. هغه وویل چې ایران به «اتومي وسلې ترلاسه نکړي».

اسرائیل په وروستیو میاشتو کې ډېرې دپلوماتیکې هلې ځلې وکړې چې امریکا او د بریتانیا، فرانسې او جرمني په ګډون د اروپا مهم قوتونه وهڅوي چې له ایران سره د ۲۰۱۵ کال اتومي تړون بیا احیا نکړي.

د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کې له دغه تړون څخه ووت او وویل چې په تړون کې د ایران ګټه زیاته ده.

د ولسمشر بایډن حکومت له تېرو څو میاشتو راهېسې له ایران سره دغه اتومي تړون ته د بیا ورګرځېدو هڅې کوي. د دغه تړون په اساس ایران به د خپل هستوي پروګرام غني کول بندوي ‌او په بدل کې به پرې لګول شوي نړیوال بندیزونه لېرې کېږي، خو تړون ته د بیا ګرځېدو خبرو لا نتیجه نه ده ورکړې.

تېره ورځ ولسمشر بایډن د ملګرو ملتونو په عمومي غونډې کې په ایران کې د مظاهره کوونکو د ملاتړ تر څنګ وویل چې تهران به پرېنږدي اتومي وسلې ترلاسه کړې. هغه د ایران د هستوي پروګرام د بن بست په دپلوماتیک حل ټېنګار وکړ.