افغانستان: طالبان وايي د ټولو بنديوانو خوشي کېدو په شرط د اختر وروسته خبرو ته تيار دي
طالبانو ويلي که د افغانستان حکومت د طالبانو ټول بنديوان خوشي کړي په دې شرط به طالبان هم حکومتي بنديوان خوشي کړي
اسدعمر: که په لوی اختر او محرم کې احتياط ونه شو کرونا سېوا کېدی شي
د پاکستان د پلاننګ او پرمختيا مرکزي وزير ويلي، که د لوی اختر او محرم په مهال خلک د کرونا وایرس څخه احتياط ونه کړي نو د کرونا وايرس به نور خواره شي.
په امریکا کې په کورونا اخته کسان له څلورو میلیونو زیات شو
واشنګټن – په امریکا کې په کورونا د اخته کسانو شمېر له څلورو میلیونو واوخت، په لکونو نورو کسانو د بې کارۍ له امله د حکومتي مرستو غوښتنه کړې او وکیلان د اقتصادي مرستو پر نوې بستې غور کوي. د زیارت یا پنجشنبې د ورځې وروستۍ شمېرې ښيي چې په امریکا کې په کورونا باندې د اخته کسانو شمېر له څلور میلینو، یو لک او ۶۷۰۰۰ څخه زیات شوی. په امریکا کې په کورونا باندې د مړو شویو کسانو شمېر له ۱۴۷۰۰۰ څخه اوختی دی او ورپسې برازیل د ۸۴۰۰۰ کسانو له مړینې سره دوهم ځای لري. په ټوله نړۍ کې په کورونا باندې تر اوسه پورې له ۱۵.۶ میلیونو زیات کسان اخته شوي او له ۶۳۵۰۰۰ څخه زیات کسان مړه شوي دي. په امریکا کې د کورونا د پېښو له زیاتوالي سره د بې کارۍ له امله د حکومتي مرستو د غوښتونکو شمېر هم زیات شوی. د امریکا د کار وزارت د زیارت یا پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په تېره اونۍ کې کابو ۱.۴ میلیونو کسانو د بې کارۍ له امله د حکومتي مرستو غوښتنه کړې. په امریکا کې د بې کارۍ دغه نوې شمېره په داسې حال کې اعلان شوې ده چې په سېنېټ کې د اکثریت مشر میچ مکانل تیاری نیسي چې د یو ټریلین په اندازه د کوېډ ۱۹ له امله نوې اقتصادي مرسته په ډاګه کړي. د امریکا ولسي جرګې یا هاوس اف ریپرېزینټیټیو دوه میاشتې مخکې د ۳.۵ ټریلینه اقتصادي مرستې بسته پاس کړې وه او د سیمیزو حکومتونو سره د نورو مرستو غږ یې کړی وو. د ریپلېکنز تر اکثریت لاندې سېنټ ټینګار کوي چې دغه مرستې دې یو ټریلیون ته راکمې شي او هغه دې هم د ښونځیو، کاروبارونو او د خیریه پروګرامو په بیا پرانېستلو باندې ولګول شي. په ورته وخت کې په امریکا کې د شورو یا چهارشنبې او د زیارت یا پنجشنبې په ورځو کې هره ورځ له کورونا څخه د مړو شمېر له زرو څخه اوختی وو. کالیفورنیا د کورونا د زیاتو پېښو له امله له نیویارک څخه اړولې ده. په دغه ایالت کې په کورونا د اخته کسانو شمېر له ۴۲۲۰۰۰ څخه زیات شوی دی چې ی۱۲۱۰۰ پېښې یې یواځې د شورو یا چهارشنبې په ورځ رپوټ شوې دي.
څېړونکي د امریکا لخوا د چین د کونسلګرۍ تړل د سړې جګړې پیل ګڼي
څېړونکي وايي، چین ښايي د امریکا لخوا د ټکساس ایالت په هیوسټن کې د خپلې کونسلګرۍ د تړلو په غبرګون کې ډېر ژر په خپلو دوو ښارونو شینیانګ او ووهان کې د امریکا کونسلګرۍ وتړي. په چینايي رسنیو او ټوېټر کې له پېګنګ څخه دا غوښتنه هم کېږي چې چین دې په هانګ کانګ کې د امریکا د کونسلګرۍ په تړلو سره پر امریکا لا سخت ګوزار وکړي په داسې حال کې چې ولسمشر ډانلډ ټرمپ ویلي، په امریکا کې به د چین نورې کونسلګریانې هم وتړي. دوه څېړونکو چې له امریکا غږ سره یې خبرې کړي دي ویلي دي، کچېرې د یو او بل په وړاندې د کونسلګریو تړل همداسې دوام وکړي نو د امریکا او چین اړیکې به لا نورې پسې خرابې شي. نوې سړه جګړه: په هانګ کانګ کې یو سیاسي څېړونکی سانګ پا وايي، "دا د سیاسي شخړو زیاتېدل دي. او دا یو نوی سوړ جنګ دی چې د امریکا او چین لخوا پړاو په پړاو پیل شوی." د پېګنګ له ریمن پوهنتون څخه د نړیوالو اړیکو پروفیسر شي ینګهانګ امریکا غږ ته وویل، "د امریکا او چین اړیکې د کورونا د وبا د پیل او په ځانګړې توګه د هانګ کانګ د ملي امنیت د قانون د پلي کېدو راهیسې تر بل هر وخته تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلي." نوموړي اټکل کړی چې "لا تر اوسه هم د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو ته څلور میاشتې او د نوې ادارې د کار پیل ته شپږ میاشتې پاتې دي. په دغه موده کې به له شک پرته چې ټرمپ د دواړو هېوادونو د اړیکو د لا خرابېدو لپاره نور خراب ګامونه هم پورته کړي." د ټاکنو لپاره جواري: پروفیسر شي په دې باور دی چې په هیوسټن کې د چین د کونسلګرۍ تړل یواځې ددې لپاره نه دي چې چین وپاروي بلکه د ټرمپ لخوا هغه جواري ده چې غواړي په ټول پوښتنو کې خپل ټیټ ځای بېرته پورته کړي. هغه وویل، چین د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت لخوا لګول شوي ترونه بې بنسټه بولي که څه هم د ټرمپ ادارې ویلي دي، چې په هیوسټن کې د چین د کونسلګرۍ تړل په بشپړه توګه یو سم کار دی. د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې د ختیځې اسیا او پاسپیک په سیاست نظر ساتونکی ډېوېډ سټېلوېل د شورو یا چهارشنبې په ورځ نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته ویلي دي، چې د هیوسټن په کونسلګرۍ کې په تاریخي توګه په ناسم چلند کې ښکېل دي او په امریکا کې د څېړنو د غلا کولو مرکز ګڼل کېږي. هغه وویل، جنرال کونسل چې وي او دوه نور چینايي ډپلوماټان هغه مهال ونیول شول کله چې یې په غلطو پېژند پاڼو باندې د مې په ۳۱ نېټه چینايي مسافر د هیوسټن په هوايي ډګر کې چارټر الوتکې ته رسول. جاسوسي او د ساینسي معلوماتو غلا د ټایمز ورځپانې د راپور له مخې، سټېلوېل زیاته کړې، چې د چین لخوا د ځینو ساینسي غلاوو هڅې په تېرو شپږو میاشتو کې زیاتې شوې دي چې کېدای شي د کورونا وایرس د واکسین جوړولو هڅو پورې هم تړلي وي. خو خپله جنرال کونسل چې په هیوسټن کې له رسنیو سره دغه ادعا رد کړې ده. هغه وپوښتل چې ددې خبرې لپاره " شواهد چېرې دي." هغه امریکایي چارواکی درواغجن وباله. د سړې جګړې په څېر مخالفتونه: امریکا له چین سره د سوداګرۍ او د علمي معلوماتو د غلا کولو پر مسله بیا بیا شخړې کړي او په هانګ کانګ کې سېنګ وايي، چې دا شخړې به په اسانه پای ته و نه رسېږي ځګه د سړې جګړې په څېر مخالفتونه د دواړو هېوادونو ترمنځ په زیاتېدو دي. داسې انګېرل کېږي چې امریکا به په بل ګام کې د کالیفورنیا په سنفرانسېسکو کې د چین کونسلګرۍ وتړي ځکه د اف بي آی لخوا په یوې چینايي څېړونکې باندې تور پورې شوی چې د چین له پوځ سره اړیکې لري او د یادې کونسلګرۍ دننه یې پناه اخیستې. د چین د بهرنیو چارو وزارت د زیارت یا پنجشنبې په ورځ په غبرګون کې د هېڅ کوم اقدام اعلان نه دی کړی. خو ویاند یې یوې خبري غونډې ته ویلي دي، چې په هیوسټن کې یې کونسلګرۍ د تېرو څلوېښتو کالو راهیسې مثبت کار کړی او د امریکا لخوا په دغه کونسلګرۍ کې د غلطو کارونو خبره یې په بشپړه توګه رد کړې ده. هغه دا هم وویل، چې د کونسلګرۍ تړل د چین او امریکا ترمنځ اړیکې سختې زیانمنوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ پول نړوي.
تېدروس د پمپیو هغه خبره رد کړه چې ګواکې په چین پلورل شوی
واشنګټن – د روغتیا د نړیوالې ادارې یا ډبلیو اچ او مشر تېدروس ګبریاسس چې د کورونا وبا د سیاسي کېدو په اړه یې خبرداری ورکړی وو د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پمپیو هغه څرګندونې رد کړې چې ګواکې دی په چین باندې پلورل شوی دی. د ټایمز اف لندن لخوا د شورو یا چهارشنبې په ورځ راپور ورکړل شوی وو چې پمپیو ددې اونۍ په سر کې له لندن څخه د لیدنې پر وخت د برتانیې د پارلمان له غړو سره د تړلو دروازو تر شاه خبرې کړې دي. راپور وايي، پمپیو برتانوي وکیلانو ته ویلي وو چې دده له استخباراتي معلوماتو داسې ښکاري چې تېدروس د چین د حکومت لخوا په پيسو باندې اخېستل شوی او په ۲۰۱۷ کال د ډبلیو اچ او د مشر په توګه د هغه د ټاکل کېدو له امله د برتانیې خلک مړه شوي دي. تېدروس د زیارت یا پنجشنبی په ورځ د کورونا په اړه خبري غونډه کې وویل، چې دغه خبرې غلطې، د نه منلو وړ او بې بنسټه دي. هغه وویل، یو له سترګو ګواښونو سره چې مخ یو هغه د کورونا د وبا سیاسي کول دي. تېدروس وویل، د ډبلیو اچ او ټول پام دې ته وو چې د خلکو ژوند وژغوري او په داسې تبصرو سره به دوی له خپلې موخې څخه بې لارې نشي. په ډبلیو اچ او کې د کوېډ ۱۹ تخنیکې مشره مریا ون کرخوب هم د پمپیو تبصرې ته په غبرګون کې ویلي، دی چې دا ددې لپاره د ویاړ ځای دی چې د وبا د پیل راهیسې یې له تېدروس سره کار کړی. وان کرخوف چې یوه امریکايۍ ده وايي، هغې د ډبلیو اچ او لپاره تر لسو زیات کلونه کار کړی او د خپل دغه کار په اړه زیات ویاړ کوي. پمپیو چې د زیارت یا پنجشنبې په ورځ په ډنمارک کې وو ورڅخه ددغو تبصرو په اړه د خبریالانو لخوا پوښتنه و نه شوه. د ټرمپ ادارې په وار وار په ډبلیو اچ او باندې نیوکې کړې چې د پیکنګ په اړه یې د وبا د پیل په مرحو کې توپیري چلند کړی. ولسمشر ډانلډ ټرمپ امر کړی چې امریکا دې له ډبلیو اچ او څخه په راتلونکې کال کې ووځي په داسې حال کې چې د لسیزو راهیسې یې ورسره سیاسي او مالي ملاتړ کړی.
په هیوسټن کې د چین کونسلګرۍ د تړلو امر وروسته د امریکا او چین ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د شورو یا چهارشنبې په ورځ د امریکا په ټېکساس ایالت په هیوسټن ښار کې د چین کونسلګرۍ د تړلو امر کړی وو.
ملګري ملتونه وايي د داعش وسله والې مېرمنې دې انصاف سره مخامخ کړی شي
سي ټي ايي ډي وویل په عراق او شام کې داعش ته د ماتې ورکېدو وروسته د اعش غړو بیرته خپلو ملکونو ته په تګ کې مېرمنو شمېره تر ټولو کمه ده
ټک ټاک د پي ټی ای د الزام په ځواب کې وايي کمپني د قانون پابندي کوي
ټک ټاک دا هم وویل چې د نامناسبه او غېر اخلاقي موادو د پېژندګلو او په هغې نظرثاني کولو د پاره بېلا بېلې ټېکنالوجې او جديد حکمت عملي کاروي
د پاکستان پوځ وايي هندوستان په کشمېر کې په دوو محاذونو د ښکېلوولو کوښښ نه کوي
د هندوستان د پوځ مشر جنرل منوج موکند نراواني د می په میاشت کې ویلي وو چې د دوو محاذونو د جنګ خبره امکان لري
اسلام اباد هايکورټ د سمندري ځواک دکلب تړلو په اورونه کې ويلي دا قبايلي علاقه نه ده پلازمينه ده
د پاکستان اسلام اباد هايکورټ د سمندري ځواک (نيوي سيلنګ کلب) د ودانۍ د پراخولو جوړول ودرولي، او ويلي يې دي مرکزي کابينه دې دا معامله وګوري.
د طالبانو خلاف جنګیدونکي افغان انجلۍ د غور مرکز ته منتقل کړی شوي ده
قمر ګل د شورو، چهارشنبې، په ورځ په فېروزکوه کې د غور د والي په دفتر کې خبریالانو ته وویل طالبانو یې مور او پلار د دوې په مخکې ی په ډزو ووژل کړل
پاکستان: په مالي کال 2019م 20م کې د کارخانو پېداوار 10 فيصده کم شوی دی، رپوټ
د پاکستان د شمېرنې ادارې ويلي په مالي کال 2019م او 20م کې په 11 مياشتو کې د غټو کارخانو پېداوار د 10 فيصده نه زيات کم شوی دی.
زلمی خليلزاد وايي نزدې ده چې بېن الافغاني خبرې پېل شي
نوموړي ویلي په فرېقېنو غږ کوي چې تشدد قابو کړي، د خلکو ژوند خوند کړي، زغم وکړي ځکه چې په افغانستان کې بېن الافغاني خبرې پېل کېدل رانزدې دي.
په نړۍ کې د کورونا وروستی حال
واشنګټن - په ګرده نړۍ کې له کورونا څخه د مړو شویو کسانو شمېر له ۶۲۵۰۰۰ او په امریکا کې ۱۴۶۰۰۰ څخه زیات شوی دی. همدا ډول په نړۍ کې پرې تر ۱۵ میلیونو زیات او په امریکا کې پرې تر څلورو میلیونو زیات کسان اخته شوي دي. په ورته وخت کې جنوبي افریقا دا مهال په نړۍ کې د کوېډ ۱۹ د خپرېدو په مرکز بدل شوی. ددغه هېواد د روغتیا وزارت ویلي، په دغه هېواد کې نېږدې ۳۸۲۰۰۰ کسان په کورونا اخته او نېږدې ۵۴۰۰ یې مړه شوي دي. د برازیل حکومت د شورو یا چهارشنبې په ورځ وویل چې د ولسمشر په دریم ځل تېسټونو کې هم کورونا مثبت شوې ده. په جایر بولسېنېرو کې کورونا د لومړي ځل لپاره د جولای په اومه نېټه موندل شوې وه. د امریکا حکومت د فایزر او بایوټیک په نامه امریکايۍ او جرمنۍ درمل جوړونکو کمپنیو ته ۱.۹۵ بیلنه ډالره ورکوي تر څو ترې د کورونا سل میلیونه ډوزه واکسین واخلي کچېرې دوی د واکسین په جوړېدو کې بریالي شي. یادو کمپنیو په جلا توګه د شورو یا چهارشنبې په ورځ ویلي دي، چې دوی د امریکا د دفاع او روغتیا وزارتونو سره دې موافقې ته ورسېدل چې دوی ته هغه واکسین ورکړي چې دوی پرې اوس په ګډه کار کوي. د امریکا حکومت دې ته ورته قراردادونه له یوشمېر نورو واکسین جوړونکو کمپنیو سره کړي دي. د امریکا د روغتیا وزارت له فاکس نیوز سره په یوې مرکه وویل، چې امریکا کولای شي ۵۰۰ ډوزه نور واکسینونه هم راونیسي کچېرې دغه واکسینونه خوندي او اغیزناکه وي.
د بدها د مجسمو ماتولو په شا کومه مفکوره ده ؟
په تخت بهاي کې د ګندهارا تهذيب د امن د څېرې مهاتما بده د مجسمې د ماتولو تازه پېښه د روانې صدۍ قيصه نه بلکې دا عمل ډېر زوړ دی او دا دا کار په تاريخ کې د مسلمانانو لخوا د عقيدې په بنياد کيږي. لرغون پوها استاد پرويش شاهين وي او ای ډيوه ته وايي دا شتمنۍ د پښتونخوا د مذهبي سيلګرۍ او مذهبي زغم لويه زريعه ده خو د هغه په وينا د چا چې خپل تاريخ او تهذيب نشته لا دومره شاندار نه دی نو د دې په ورانولو پښتون د تهذيبي سيالۍ نه اوباسي او ځکه ورته دغه خپل تاريخ او تهذيب دښمن جوړوي. بل خوا په سيمه کې د مذهبي کرکې او د دې په وجوهاتو يو بل د لرغونو اثارو ماهر ډاکټر رفيع الله خان ډيوه ته وويل هند ته د انګرېز د راتلو پورې د سومنات مندر او د محمود غزنوي د بت شکنۍ قيصې د ځايي خلکو په مذهبي وير کې په لويو مذهبي پېښو کې تاريخي حافظه کې او داسې کومو نورو ثبوتونو کې نه موندل کيږي خو د هند په يوه لويه برخه کې محمود غزنوي او بت شکني لازم ملزم ګرځېدلې دي او د دې مفکورې يوه منظمه روزنه شوې ده. ډاکټر رفيع الله خان وايي په هند کې د هندوتوه اکثريت طاقت غوښتونکو او په پاکستان د رياستي مذهبي غلبې بيانيه د بابري مسجد او د سوات د جان اباد د ناست بدها د ماتولو په شان پېښو سوب ګرځي او زياتوي چې د دواړو د مذهبي تندلارۍ او خپلمنځي دښمنۍ زور تر افغانستانه هم رسي چرته چې د طالبانو په وخت کې د مهاتما بده مجسمه په کال 2001 کې په بارودو الوزول کيږي. ډاکټر خان وايي د محمود غزنوي او سومنات قيصه د انګرېز په افغانستان د قبضې د وخت نه رابرڅېره شوې ده کله چې وړومبی اينګلو افغان جنګ په کال 1839-42 کې وشو او د انګرېزانو په مټ شاه شجاع د کابل واک واخستلو. د تاريخي حوالو تر مخه چې کله امير دوست محمد خان د انګرېز کېنولي امير شاه شجاع نه واک بيرته واخست او انګرېز پوځ د افغانستان نه په 1842 کې وتلو نو د برطانوي هند د هغه وخت ګورنر جنرل لارډ ايلېن بورو په افغانستان کې د برطانوي پوځ مشر جنرل ناټ ته حکم وکړو چې په راتلو کې د غزني نه هغه دروازې چې د غزنوي په مزار لګېدلي دي بيرته هند ته راوړي ځکه چې ده اورېدلي دي دا محمود غزنوي د سومنات د مندر نه غزني ته وړي دي. ډاکټر رفيع الله خان وايي دا هغه نقطه ده چې تاريخ پوهان او سياست پوهان ګڼي په هند کې د هندو او مسلمان په منځ کې د مذهبي کرکې بنياد ګرځي چې د هغه په وينا هيڅ تاريخي ثبوت نه لري بلکې د وخت نقادانو د ګورنر جنرل لارډ ايلېن بورو دعوه د نورو دليلونو سره سره په دې هم رد کړې ده چې د يادو دروازو ارکېټيکچر لا جوړخت هم هندي نه بلکې افغان او منځنۍ ايشيا ته ورته يې منلی دی. بت شکني او لا د مخالف د توان نخښې نښانې ورانول د قابض قوتونو په بل د راج کولو نفسياتي حربې وي او د ډاکټر رفيع الله خان په وينا داسې په عيسايت کې هم شوي او د بابري مسجد قيصه يې هم يوه بېلګه ده که هر څو هم د دې هيڅ قوي ثبوتونه نشته چې د بابري جماعت په ځای د دې نه وړاندې رام مندر و. ډاکټر رفيغ الله خان د باميان بدها او د سوات د جان اباد بدها ماتول د طالب روزنې د مفکورې سره تړي او وايي د باميان بدها د طالبانو چارواکو په وينا په انتقام کې الوزول شوی دی چې دا دواړه غميزې د طالبانو د واک په وخت کې شوي که هغه سوات و او که افغانستان. ډاکټر خان وايي د باميان د بدها د الوزولو وروستو په پلټنو کې دا مخې ته راغلي چې ځيني پاکستاني او عرب ايکټرز په دې کې لاس لرلو ګني د ملا عمر او نورو طالبانو مشرانو د لويس ډوپري او د هغه مېرمن نينسي ډوپري ته اطمنان ورکړی و چې لرغوني اثار د افغانستان ملي شتمني ده او خودي به يې ساتي. ارواښادو لويس او نينسي ډوپرې چې د افغانستان په نيا هم مشهوره وه تر مرګه پورې د افغانستان په لرغونو اثارو او نورو تهذيبي شتمنو کار او ډېر ليک کړی چې پکې د لويس ډوپري کتاب افغانستان ډېر شهرت لري. د ګندهارا تهذيب د تاريخ په اړه رفيع الله خان وويل د دې تهذيب ځانګړتيا د دې ارټ لا هنر دی چې کله هم ورته د يو خاص نسل تهذيب ځکه نه شي ويلی چې ځينې تاريخ پوهان دې هنر ته د يوناني تهذيب هنر او بدهايي تهذيب د فلسفې شريک انځور وايي خو په دې کې کېدلی شي د نورو سره سره د هندو مت هم څه ډېر څه شريک وي ځکه په لويه ګندهارا لا د محايانه بدمت په اثارو کې د هندو ديوتاګانو مجسمې هم موندل کيږي. يو بل د لرغونو اثارو کارپوه استاد پرويش شاهين صيب د ګندهارا تهذيب په اړه وايي چې د پښتون د خاورې نه اوځې نو بيا د ګندهارا تهذيب څرک په غير پښتنه خاوره نه ليدل کيږي. ښاغلی شاهين د طالباني مفکورې او رياستي پاليسۍ په اړه وايي کله چې يو تهذيب د بل تهذيب نه واک اخلي او حکمراني پرې کوي نو دوه څيزونه د محکوم قام نه اخلي چې يوه يې ژبه ده او بل يې ټولنيز کلتور او ژوند ژواک دی. پرويش شاهين وايي د پښتنو په تهذيب د ډېرو خواو نه حملې روانې دي يوه خوا په هغه خاوره کې د مذهب په نوم بد امني جوړه کړل شوې چرته چې تهذيبونه او مذهبونه تر پېړيو يو ځای په امن پاتې شوي او بل خوا يې د تهذيب نخښې نښانې د مذهبي کرکې سيمبولونه ګرځي چې تازه مثال يې په تخت بهۍ کې د بدها د خوب ناوياته مجسمه ماتول دي.