ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


افغانستان کې دپاکستاني درملو په پرتله دهند جوړو درملو زیات مارکیټ پیدا کړی

دپاکستان دتجارت وزارت چارواکیو ویلي چې په تېرو څو کلونو کې د بېلا بېلو علتونو له کبله دهند دوایانو جوړونکو کمپنيانو د پاکستان په پرتله د افغانستان په مارکېټ خپلې منګولې کلکې کړي دي.

12.03.2021 ډیوه

پاکستان کې دسینیټ دمشر ټاکنه،د رایې اچونې کوټنۍ څخه پټې کیمرې نیول شوي

پاکستان کې دسینیټ دمشر اؤ مرستیال مشر په څوکیو دکېدونکو ټاکنو په مهال مخالف ګوندونه وایي د رایې ورکولو د کوټنۍ یا پولنګ بوتهـ څخه یې دوه پټې لګول شوې کیمرې ترلاسه کړې دي چې ټاکنو کې ټګي اؤ حکومتي ویره ښایي.

12.03.2021 ډیوه

مردان: د سنګ مرمر ډک ټرک په موټر ور اوړېدلی د يوې کورنۍ څلور تنه پکې مړه شوي

د خېبرپښتونخوا په مردان ضلع کې د سنګ مرمرو د ګټو ډک ټرک په سړک دپاسه په يو موټر ور اوړېدلی، موټر ترې د لاندې راغلی چې پکې د د دوه ماشومانو په ګډون څلور تنه مړه شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.

12.03.2021 ډیوه

کوټه:د زهرژن ګیس له امله دکولې درنګ کې دمړو شوؤ شپږو مزدورانو مړي راویستل شوي

د بلوچستان په مارواړ کې دکولې درنګ یا کان کې دمړو شوؤ دشپږو  مزدورانو مړي دشلو ساعتو فعالیتونو وروسته ددغه کان څخه راویستل شوي دي.

12.03.2021 ډیوه

باجوړ کې په وړومبي ځل پوليس بهرتي شوي

د خېبر پښتونخوا د پوليسو مشر (ايي جي) ثناالله عباسي ويلي په باجوړ کې په لومړي ځل 250 پولیس بهرتي شوي، د باجوړ په سفر کې نوموړي ویلي 58 زره کسانو د پوليس بهرتۍ دپاره خواستونه ورکړي وو.

12.03.2021 ډیوه

پېښور هايکورټ د شکيل افريدي قضيه درېو ججانو ته لېږلې، چې قانوني اړخ يې وګوري

پېښور هايکورټ د ډاکټر شکیل افريدي قضيه د درېو نورو ججانو بنچ ته استولې چې وګوري چې هایکورټ د کوم قانون لاندې د دې قضيې اورېدنه کولی شي.

12.03.2021 ډیوه

د دهړکو او تورونو سره د پاکستان د برني اېوان د مشر ټاکنه کيږي

د پاکستان د برني اېوان (سېنېټ) د مشر ټاکنه نن د جمعې په ورځ (12 مارچ) په داسې حال کې کيږي چې مخالفه ګوندونو تور لګوي غړو ته يې دهړکې ورکول کيږي چې حکومتي امېدوار ته ووټ ورکړي.

12.03.2021 ډیوه

نوازشریف: که مريم نواز له څه وشو زمه وار به يې د عمران خان نه علاوه پوځي مشرتابه وي

د پاکستان پخواني وزيراعظم او د مسلم ليګ ن مشر نوازشریف ويلي، "که مريم نواز ته څه قسمه تاوان ورسېدو زمه وار به يې د عمران خان نه علاوه، جنرل قمر جاوېد باجوه، جنرل فېض حميد او جنرل عرفان ملک وي".

12.03.2021 ډیوه

 د افغانستان د تعلیم وزارت د جینکو په ترانه وېلو په پابندۍ تنقید شوی

د مارچ په شپږمه نېټه تعلیمي اداروه ته لیکل شوی د تعلیم وزارت دغه مکتوب د شورو، چهارشنبې، په ورځ پس له هغې مخې ته راغلو چې تصویر یې په سوشل میډیا خپور کړی شو

11.03.2021 ډیوه

امریکا: ایران دې د اېټمي معاهدې شرطونه پوره کړي، کوریا به ورته د تېلو پېسې ورکړي

د تېلو د خرڅ په بدله کې دا پېسې د سویلي کوریا حکومت وروسته له هغې نیولي چې په کال ۲۰۱۸ کې د امریکې پخواني صدر ډانلډ ټرمپ د ایران سره د نړیوالې اېټمي لوظنامې نه د وتلو اعلان وکړو

11.03.2021 ډیوه

 په خېبر پښتونخوا کې فعالان وايي د کرونا وایرس له امله د جینکو په تعلیم منفي اثر شوی

 په پېښور کې د مېرمنو د حقونو د پاره کار کوونکې ګلالۍ وايي چې وخت په وخت د تعليمي ادارو بندېدو سره د جينکو تعليم ډير اغيزمن شوی دی او د تعلیمي ادارو د بيا پرانېستل کېدو باوجود هم زياتره جينکۍ په کورونو کېنول شوي دي

11.03.2021 ډیوه

د ګلګت بلتستان اسمبلۍ غوښتلي سيمې ته دې د صوبې درجه ورکړی شي

د ګلګت بلتستان صوبې د اييني حيثيت په اړه چې دا پريکړه ليک بغير له اختلافه منطور شوی خو د بلورستان قامي تحريک مشر او د ګلګت بلتستان اسمبلۍ غړي نواز خان ناجي ډيوه ته ويلي هغوي د سيمې دپاره دعبوري صوبې د غوښتنې ملاتړ نه کوي

11.03.2021 ډیوه

امریکا به د ۱.۹ ټریلینه منظور شویو مرستو څخه ۱۱ بیلینه نړیوالو ته ورکوي

واشنګټن – د امریکا په کانګرس کې د استازو جرګې د شورو یا چهارشنبې په ورځ د کورونا په ۱.۹ ټریلینه منظور شويو مرستو کې ۱۱ بیلینه بهرنۍ مرسته هم منظور کړې ده.‌ پخوانیو مرستندویه چارواکو وکیلانو ته وویل، دغه ګام د کورونا په وړاندې د امریکا د نړیوال غبرګون پیل ښيي. د یوسېډ یو پخواني اداري مشر او دا مهال د راکفېلر فونډېشن مشر راجیو شا د شورو په ورځ د استازو جرګې ته وویل، "تشه تر اوسه هم شتون لري." هغه زیاته کړه، د امریکا لپاره به چې په نړۍ کې مخکښه ده ددغې تشې ډکول وي. ده دا هم وویل، "مونږ ته به دا کار هم وي چې د نړیوال بانک، آی ام اف او نورو ادارو له لیارې د نړیوالو شریکانو راټول کړو چېرې چې مونږ خپل غږ کارولی شو. کارپوهان ټینګار کاوه چې د امریکا لخوا د کورونا د ژغورلو په دغه پلان کې تر ۲۰ بیلینو ډالرو پورې ځای شي. په امریکا کې د سټراټېژیکو او نړیوالو مطالعاتو په مرکز کې د نړیوالې روغتیا د پالیسې د مرکز پخواني مرستیال سټېفن مورېسن وايي، "دا یو هوښیار ګام و چې په دغه ځای کې ۱۱ بیلینه ډالره ترلاسه شي خو دا د څو څېزونو په رڼا کې اخېستل شوی دی." هغه وویل، "په دې پوهېږو چې د امریکا دننه د کورونا د ستونزې حلول، له وبا څخه خلاصېدل، د ټولنو بیا پرانېستل، د اقتصاد بیا پرانېستل او داسې نور به هغه وخت بریالي وي کله چې دا په ټوله نړۍ کې عملي شي. مونږ داسې نه یو چې موږ ګواکې کوم جلا ټاپوګان یو" ۱۱ بیلینه ډالره به چاته رسېږي؟ مورېسن وویل، په دغو ۱۱ بیلینه ډالرو کې د اېډز، ټي بي او ملاریا له ناروغیو سره د جګړې لپاره لګښتونه او په غریبو هېوادونو کې د کورونا پرضد جګړه هم شامله ده. همدارنګه له دغو پیسو څخه به د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي اداره د روغتیايي تیاریو په پلان باندې هم ولګول شي. امریکا همدارنګه د ډبلیو اچ او لخوا غریبو هېوادونو ته د کورونا د واکسین رسولو د پروګرام یا کواکس لاندې له پلان شویو څلور بیلینو څخه دوه بیلنه ورکړي دي. د کوواکس پروګرام د روس او چین د واکسین له ډپلوماسۍ څخه په جلا توګه د خپل جوړ کړي واکسین له لیارې پلی کېږي. ریپبلېکنز استازي نیکول ملیوتاکېس وايي، دا مهمه وه چې د چین د اغیز د پراخوالي پرضد دا ګام واخېستل شي چې د امریکایانو او امریکا لخوا د یوې تحفې په بڼه وړاندې شي.‌ د امریکا د ژغورلو په نامه د کورونا د مرستو دغه پلان په تېر کال کې پنځم پلان دی چې د کورونا د اقتصادي زیانونو د مهار لپاره د کانګرس لخوا پاس کېږي. دا لا څرګنده نه ده چې ایا امریکايي وکیلان به د مرستو کومه بله دسته هم تصویب کړي او که نه ځکه تر اوسه پورې د لګښتونو له حده زیاتېدو په اړه اندېښنې شته. تمه ده ولسمشر جو بایډن به په کانګرس کې د مرستو دغه پاس شوی بېل ددې اونۍ په پای کې لاسلیک کړي او په یو قانون باندې به بدل شي.

11.03.2021 ډیوه

د قېد سزا خلاف د سعودي فعالې لجین الهذلول اپیل رد شو 

۳۱ کلنه الهذلول په کال ۲۰۱۸ په سعودي عرب کې د مېرمنو په موټر چلولو د پابندۍ په ضد د احتجاج په سر د یو شمېر نورو فعالانو ترڅنګ نیول شوي وه. د هغې د نیول کېدو نه څو هفتې پس سعودي عرب مېرمنو ته د موټر چلولو اجازت ورکړو

11.03.2021 ډیوه

بحرین کې په افغان سوله غونډه،امریکا پاکستان،طالبانو اؤ‌ سیمه ییزو قوتونو نه څه رول غواړي؟

څېړونکي وایي امریکا غواړي چې په روس، چين، پاکستان او ایران چې طالبانو سره ښې اړیکې لري فشار راوړي ترڅو دمعنې ډکې او پایدارې خبرې وکړي او دافغان ستونزې یو غوره هواری راوباسي.

11.03.2021 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more