ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


شمالي وزیرستان: وسله والو سره نښته کې د پاکستان یو پوځي وژل شوی

د افغانستان سره په پوله پرته د خېبر پښتونخوا ناکراره قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان کې ترهګرو سره په نښته کې د پاکستاني پوځ یو عسکر وژل شوی اؤ پوځ دعوه کوي چې یو ترهګر یې په ژوبل حالت کې نیولی دی.

09.01.2024 ډیوه

د افغانستان کرکټ بورډ نوې فیصله: نوین، مجیب او فضل الحق کولی شي په تجارتي لیګونو کې لوبه وکړي

د کرکټ بورډ د تازه فیصلې په بنیاد، د دغو دریو لوبغاړو د تنخوا څخه به یو څه پیسې ګرځول کیږي، او په کمرشل لیګونو کې به یې هم لوبېدل محدود وي او اجازت لیکونه به اخلي.

09.01.2024 ډیوه

امریکن یونیورسېټي په افغانستان کې د هائی سکول جېنکو ته د تعلیم سهولیات برابر کړي

د غه تعلیمي پروګرام د هغو جېنکو طالبعلمانو دپاره دی چې د نهم او لسم جماعت نه فارغه شوې وي مګر یوولسم جماعت یې ندی پیل کړی.

09.01.2024 ډیوه

د بنګله دېش د جنجالي انتخاباتو وروستو، ملګرو ملتونو په هغه هېواد غږ کړی چې تګلارې بدلې کړي

ډله ییزې ګرفتارۍ، ګواښونه، جبري لادرکۍ، بلېک مېل کول او په خلکو نظر ساتل ټول هغه چالونه دي چې ویل کیږي د بنګله دېش د قانون د انفاذ چارواکو د ټولټاکنو نه مخکې څو میاشتو کې عملي کړي و.

08.01.2024 ډیوه

د پاکستان سپریم کورټ پارلېمنټ دپاره د سیاستدانانو د ټول عمر د نااهلۍ سزا ختمه کړه

په ۲۰۱۸ کې د سپریم کورټ د هغه وخت مشر جسټس ثاقب نثار په مشرۍ کې پينځه کسیزه بېنچ فېصله کړې وه چې د ایین د ۶۲ ون اېف مادې دلاندې پارلېمنټ دپاره نااهل ټاکل شوی سیاستدان به د ټول عمر دپاره نااهل وي. د دې فېصلې په ضد سپریم کورټ ته ګڼ شمېر درخواستونه ورکړی شوي وو

08.01.2024 ډیوه

رپورټ: د عمران خان د ګوند د چندې جمع کولو د کېمپېن په مهال په پاکستان کې انټرنېټ ځنډېدلی و

د نېټ بلاکس مشر ای اېف پي خبري ادارې ته ویلي په دغه طریقه د یو سیاسي ګوند د هلو ځلو مخنیوي دپاره د انټرنېټ د تړل کېدو مثال نه موندل کېږي او د دې نه وړاندې یوازې وینزویلا داسې هیواد و چې د سیاسي مخالفینو مخه نیولو د پاره یې دا کار کړی و

08.01.2024 ډیوه

د بلوچستان په ۳۶ ضلعو کې د پوليو ضد اووه ورځنی کېمپېن پيل شو

کيمپېن په مهال به شاوخوا شپږويشت لکه ماشومان چې عمرونه يې ترپينځو کلونو پوري دی، د پوليو ضد قطرې ورکول کېږي

08.01.2024 ډیوه

د بوئېنګ جهاز د سوري کېدو نه پس، امریکا د یو نیم سل نه د ډېرو جهازونو فعالیت وځنډولو

د جمعې ورځې ناوخته، د الاسکا ائیرلاین یو مسافر وړونکې طیاره د امریکا د اورېګن ریاست په سر چې کله ارتفاع یې قریب پنځه زره مټرو ته ورسېده، نو دروازې سره یې یوه برخه د باد سره والوتله او لوی سوری په کې پیدا شو.

07.01.2024 ډیوه

بلېنکن په منځني ختيځ کې دی او د جګړې د خورېدو وېره زیاته شوې ده

د اسرایل د پوځ یو ترجمان د خالي/شنبې په ورځ دعوه وکړه چې د هغو ځواکونو د غزې په شمالي علاقو کې د حماس ډلې "پوځي اډانه" ورماته کړې ده.

07.01.2024 ډیوه

کورمه: د مسافرو په ګاډو د وسله والو ډزو کې د دوؤ پوځيانو په ګډون څلور کسان وژل شوي،شپږ تنه ژوبل

په برید کې د دوؤ پوځیانو اؤ د طب د یوې طالبعلمې په ګډون څلور کسان وژل شوي او  د یو کم عمره ماشوم  اؤ دریوؤ پوځیانو په ګډون شپږ تنه نور ژوبل شوي دي.

07.01.2024 ډیوه

بنګله دیش کې نن عام انتخابات کیږي خو اپوزیشن ګوندونو ترې پرېکون اعلان کړی

په بنګله دېش کې نن د اتوار یا  یکشنبې په ورځ پارلیماني ټاکنې په داسې حال کې کېږي اپوزیشن ګوندونو له دې ټاکنو د پرېکون یا بایکاټ  اعلان کړی دی.

07.01.2024 ډیوه

د ټي ټي پي په ستونزه افغان طالبانو سره د خبرو لپاره مولانا فضل الرحمان نن کابل ته ولاړ

مولانا فضل الرحمان ته ددې سفر بلنه په افغانستان کې دطالبانو حکومت ورکړې ده خو هغه وایي د پاکستان ریاست هم د خپل دریځ اؤ غوښتنو نه خبر کړی دی اؤ په دې سفر کې به افغان طالبانو سره د ټي ټي پي په معامله هم وغږیږي.

07.01.2024 ډیوه

د کابل په دشتِ برچي سیمه کې چاودنې دوه تنه وژلي او 14 یې ټپیان کړي دي

واشنګټن — د بل په مشهوره دشتِ برچي سیمه کې نن ماښام بیا چاودنه شوې ده چې د طالبانو د چارواکو په وینا لږ تر لږه دوه تنه پکې وژل شوي او تر لسو زیات ټپیان شوي دي. په دې سیمه کې په تېرو څو کلونو کې ګڼ شمېر چاودنې شوې دي چې ذمه واري یې داعش ډلې منلې ده. عیني شاهدانو د شنبې- خالي په ورځ وویل دغه چاودنه ماښام مهال د دشت برچي د «ناظر کلا» په سیمه کې شوې ده. د کابل د پولیسو ویاند خالد ځدراڼ پر ایکس [مخکیني ټویټر] په یو پوسټ کې وایي، د کابل ښار په دشت برچي سیمه کې دا چاودنه د سپرلۍ په یو کاسټر موټر کې شوې ده: "د لومړنیو معلوماتو له مخې په یاد موټر کې ناست دوه تنه عام وګړي شهیدان شوي او 14 تنه نور ټپیان شوي دي. ټپیان په بیړه روغتونونو ته وړل شوي او د پیښې په اړه د پولیسو له لوري پلټنې روانې دي". بلې خواته د دې چاودنې عيني شاهدان وايي، د بريد هدف کاسټر ډوله ښاري بس وو، وایي چاودنه په موټر کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو موادو له امله شوې ده، خو پولیسو لا په دې اړه څه نه دي ویلي. د کريم په نامه يو دوکاندار چې چاودنه يې له دوکان سره نیژدې د سړک پر غاړه شوې، وويل چې له چاودنې وروسته د کاسټر موټر اور واخیست. پر ټولنیزو رسنیو په خپره شوې ویډو کې هم لیدل کېږي چې پر کاسټر موټر اور بل دی. تر اوسه کومې ډلې د دغه برید ذمه واي نه ده منلې،‌ خو په دې سیمه کې چې په تېرو کلونو کې کوم بریدونه شوي اکثر هزاره توکمه شیعه مسلمانان پکې وژل شوي او د داعش خراسان څانګې یې تل د بریدونو ذمه واري پر غاړه اخیستې ده. د 2021م کال په اګست کې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي له هغه وروسته امنیتي پېښې د پام وړ کمې شوي، خو د داعش خراسان څانګه لا هم په افغانستان کې د یو امنیتي ګواښ په توګه پاتې ده او له دوو کلونو راهیسې یې د ډېرو چاودنو او نورو امنیتي پېښو ذمه وارۍ پر غاړه اخیستې دي. د تېر کال د اکتوبر پر 26مه هم د کابل ښار د دشتِ برچي په پل سوخته سیمه کې په یو ورزشي کلب کې چادونې څلور تنه وژلي او نهه تنه ټپیان کړي وو. د هغې چاودنې ذمه واري هم داعش ډلې پر غاړه اخیستې وه. د شمالي ولایت بغلان په مرکز پلخمري ښار کې هم  د اکتوبر پر 13مه په یوه جومات کې د چاودنې له امله لږ تر لږه 10 تنه شیعه لمونځ کوونکي وژل شوي او 15 نور ټپیان شوي وو. د داعش خراسان ددغه برید ذمه واري هم پر غاړه اخیستې وه.

06.01.2024 ډیوه

یو این ایچ سي آر: له پاکستانه ستنېدو افغان کډوالو د مرستې لپاره 52 میلین ډالرو ته اړتیا لرو

واشنګټن — د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره یو این ایچ سي آر وايي، په افغانستان او پاکستان کې د افغان کډوالو د اړوند چارو د سمبالولو لپاره 51.91 میلین ډالرو ته اړتیا لري. یو این ایچ سي آر د جنورۍ په پینځمه په یو رپوټ کې ویلي په افغانستان او پاکستان کې د کډوالو اړوند نويو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د ملګرو ملتونو د نورو ادارو په ګډون د مرستو لپاره زیاتې بودیجې ته اړتیا ډېره کړې ده. په دې رپوټ کې ویل شوي د کډوالو د بحراني حالت د سمبالولو لپاره 43.48 میلین ډالرو بودیجې ته د تېر 2023م کال له نومبره د 2024م کال تر جولای پورې اړتیا ده. رپوټ وایي د 2023م کال د ستمبر له 15م د روانې جنورۍ میاشتې تر څلورمې له پاکستانه 4,93000 افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي دي چې وایي په دې شمېر کې تر 29000 زیات له دې هیواده په زور شړل شوي دي. د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وایي له پاکستانه افغانستان ته د کډوالو د ستنېدو بهیر ورو شوی او اوس هره ورځ په اوسط ډول د 1,500 په شاوخوا کې کډوال خپل وطن ته ستنېږي، وایي دا شمېر د تېر کال د نومبر له لومړۍ اونۍ په ورځ کې په اوسط ډول 18,200 تنو ته رسېده. یو این ایچ سي آر وایي په تورخم او سپین بولدک کې یو شمېر ستنېدونکو کډوالو ورته ویلي په پاکستان کې د نیول کېدو، بندي کېدو، د ګرځېدو محدودیتونو، د پولیسو له خوا د پیسو د اخیستو رپوټونو او د کورونو د کرایې د قراردادونو د نه غزېدو ګواښونو دې ته اړ کړي چې خپل هیواد ته لاړ شي. د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ټینګار کړی چې په سرحدي سیمو کې د ستنو شویو کډوالو لپاره په لنډمهاله کېمپونو کې علاج، اوبو او د پاکۍ چارو ته اړتیا ډېره زیاته ده. په دې رپوټ کې ویل شوي یو این ایچ سي آر ستنېدونکي کډوال په بایومېټریک توګه رجسټر کړي او له هغو کډوالو او کورنیو سره یې د  د نغدو پیسو مرستې کړې دي چې په پاکستان کې د اوسېدلو پي او آر کارډونه لري: "د 2023 کال د ستمبر له 15مې د 43,400 کسانو په ګډون چې په پاکستان کې د اوسېدلو لپاره پي او آر کارډونه لري، شاوخوا 65,300 ستنېدونکو کسانو نغدې مرستې تر لاسه کړې دي". د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ویلي، د دوی د پاکستان دفتر له پاکستاني چارواکو سره د پي او آر یا د افغان کارډ لرونکو اې سي سي کډوالو د نیولو او شړلو پر اړوند مسلو خبرو ته دوام ورکړی دی. د رپوټونو له مخې د پاکستان امنیتي ادارو په تېر 2023م کال کې 30,667 افغان کډوال نیولي وو چې د نورو کلونو په نسبت په دغه هیواد کې د نیول شویو کډوالو خورا زیات شمېر دی. د پاکستان حکومت د 2023م کال د اکتوبر په درېیمه له دغه هیواده د 1.7 میلین قانوني اسناد نه لرونکو کډوالو د شړلو پرېکړه وکړه، چې په هغوی کې 1.4 میلینه افغان کډوال دي. د دې پرېکړې په بنیاد د نومبر له لومړۍ نېټې له پاکستانه د بې اسناده کډوالو د ایستلو لړۍ پیل شوه، چې په نتیجه کې یې په لکونو افغان کډوال خپل هېواد ته ستنېدو ته مجبوره شول. پاکستان وایي تر اوسه پورې تر څلورنیم لکه زیات کډوال ستانه شوي دي. د پاکستان حکومت دغه پرېکړه د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري حقونو ادارو غندلې او د کډوالو د ایستلو د پلان د ځنډولو غوښتنه یې کړې، خو پاکستان ددغو ادارو غوښتنو ته پاملرنه نه ده کړې او وایي د غیرقانوني کډوالو د شړلو پلان ته به دوام ورکړي.

06.01.2024 ډیوه

د امریکا استخبارات وایي ایران کې چاودنې په افغانستان کې مېشتې داعش خراسان کړې دي

واشنګټن — د امریکې استخباراتو ته نیژدې دوو سرچینو ویلي امریکا تایید کړې ده چې د کسانو تر منځ داسې کشف شوې مکالمې یې را غونډې کړې دي چې وایي په ایران کې د جنورۍ په درېیمه غبرګې چاودنې د داعش خراسان افغانستان څانګې کړې دي. ایراني چارواکو لا په دې هکله هم څه نه دي ویلي چې په دغو چاودنو کې د داعش خراسان څانګې لاس دی که نه او نه هم په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر اوسه دغو دعوو ته څه جواب ویلی دی. یوې سرچینې چي ددې استخباراتو په هکله معلومات لري، د جنورۍ په پینځمه یې رویټرز خبري ایجنسۍ ته ویلي چې په ایران کې د دغو چاودنو په هکله استخباراتي معلومات "کره او نه ردېدونکي دي". دغو سرچینو د موضوع د حساسیت له کبله د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، استخباراتي معلومات له هغو خبرو یا مکالمو تر لاسه شوي دي چې دغو ادارو پکې مداخله کړې ده، خو په دې اړه یې نور معلومات نه دي ورکړي. رویټرز وایي تر دې وړاندې د امریکا استخباراتي ادارو له خوا په دې ډول په مواصلاتي مکالمو کې د مداخلې او را غونډولو په اړه رپوټ نه دی ورکړل شوی. په ایران کې د جنورۍ په درېیمه نېټه د سپاه پاسداران د القدس څانګې د مخکیني وژل شوي مشر قاسم سلیماني د څلورم تلین په مراسمو کې غبرګې خونړۍ چاودنې وشوې چې پکې تر نیژدې 100 کسان و وژل شول. رویټرز وایي دا په ایران کې د 1979م کال له اسلامي انقلاب را وروسته تر ټولو خونړي بریدونه وو، چې تر دوه نیم سوه زیات کسان پکې ټپیان شوي، په هغوی کې هم د ځینو حالت مرګونی بلل کېږي. ایراني چارواکو په لومړي سر کې د دغو چاودنو ذمه واري پر امریکا او اسرایل ور اچولې وه خو اسلامي دولت یا داعش ډلې یې د پنجشبې- زیارت په ورځ ذمه واري ومنله او دعوه یې وکړه چې دوو وسلوالو ځانمرګو یې دا بریدونه کړي دي. داعش ډلې دا نه وو ویلي چې د خراسان څانګې یې دا چاودنې کړې دي خو دې لومړۍ سرچینې رویټرز ته ویلي، "امریکا ښه کره استخباراتي معلومات لري، چې داعش خراسان دا بریدونه کړي دي". د امریکې د استخباراتو مرکزي ادارې سي آی اې په دې هکله رویټرز ته له څه ویلو ډډه کړې. د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ویاند مېتیو میلر د جنورۍ په درېیمه ویلي وو، اسرایل او امریکا په دغو چاودنو کې لاس نه لري. د اسرایل د دفاعي ځواکونو له ویاند دنیل هګاري څخه هم په هغه ورځ د ایران د دغه تور په اړه پوښتنه شوې وه چې ګواکې اسرایل پکې لاس لري، هغه ویلي وو، "زموږ پام له حماس سره جګړې ته دی". ایراني چارواکو د جمعې په ورځ ویلي، د چارشنبې- شورو د ورځې د چاودنو په تړاو یې 11 مشکوک کسان، چاودېدونکې آلې او واسکټونه نیولي دي خو دا یې نه دي ویلي چې دا کسان ایرانیان او که بهرنیان دي. قاسم سلیماني د 2020م کال د جنورۍ په درېیمه، د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په امر د عراق بغداد سیمې ته نیژدې د امریکا په یو هوايي برید کې وژل شوی وو. یادونه:- د رپوټ زیات معلومات له رویټرز خبري ایجنسۍ اخیستل شوي.

06.01.2024 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more