ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د نېټو مشر: افغانستان نه د انخلا وروسته به هم د افغان پوځ تربیه او مالي مرستې جاري ساتوو

د نېټو سېکرټري جنرل ویلي دي چې نړیوال اتحاد د افغانستان د امنیتي ادارو صلاحیت زیاتولو، مالي مرستو او لارښونو د پاره د نوي کردار تعین کړی دی او منصوبه مو دا جوړه کړې ده چې افغان ځواکونو او په خاصا توګه خصوصي ځواکونو ته به ددغه هېواد نه بهر د تعلیم او تربیت انتظام کوو

21.05.2021 ډیوه

پاکستان وايي خارجه وزیر یې د یهودیانو په ضد خبرې نه دي کړي

د زیارت په ورځ د سي اېن اېن کوربنې بې یانه ګولاډریګا سره خبرو کې شاه محمود قرېشي وویل چې د "روابطو باوجود" اسرایل د مطبوعاتو جنګ بېلي. د سي اېن انې کوربنې بیا زر د شاه محمود قریشي نه وضاحت وغوښتلو چې هغه د "کنکشنز" یا د روابطو نه څه مطلب دی

21.05.2021 ډیوه

پاکستان کې داحتساب په ملي اداره حکومت اؤ اپوزیشن دواړه ټکونه کوي

دپاکستان وزير اعظم عمران خان ويلي د احتساب اداره غبن یا بدعنوانۍ په مخنيوي کې ناکامه شوې ده.

21.05.2021 ډیوه

دایمازون دپلورونکو نوملړ ته دپاکستان ننوتل به دې هیواد ته څه ګټې ولري؟

دتجارت او سرمایه کارۍ دپاره دپاکستان د وزیراعظم سلاکار عبدالرزاق داؤد دیوه ټویټ د لارې اعلان کړی چې د شیانو خرڅولو او اخستلو تر ټولو لویې نړیوالې کمپنۍ ایمازون د  پاکستان نوم خپل دشیانو خرڅونکو په نوم لړ کې اچولی دی.

21.05.2021 ډیوه

چمن:دمذهبي ډلې په کاروان بمي برید کې شپږ تنه وژل شوي،اته ژوبل

دبلوچستان ایالت په سرحدي ښار چمن کې دیوې مذهبي ډلې په کاروان بمي برید شوی چې پکې شپږ تنه وژل شوي اؤ اته نور ژوبل شوي دي.

21.05.2021 ډیوه

کرونا: پښتونخوا کې به په 23 ضلعو کې د 7 جون پورې پوهنتونونه/ کالجونه بند وي

د خېبرپښتونخوا د اعلا تعليم محکمې نن د جمعې په ورځ (21 مې) اعلان کړی چې د صوبې په ټولو 35 کې په 23 ضلعو کې به پوهنتونونه او کالجونه د کرونا له امله د جون د اوومې نېټې پورې تړلي وي، خو انلاين کلاسونه به پکې روان وي.

21.05.2021 ډیوه

بلوچستان:امنیتي عسکر په ډزو خپل نور شپږ عسکر ملګري وژلي،اووه ژوبل

دبلوچستان په شمال کې دکیچ ضلعې په دشت تحصیل کې دامنیتي ځواکونو د کیمپ دننه یو عسکر پخپلو نورو عسکرو ملګرو ډزې کړې چې پکې شپږ عسکر وژل شوي اؤ اووه نور ژوبل شوي دی.

21.05.2021 ډیوه

خليلزاد: د افغانستان نه د ځواکونو د ويستلو پس په راولاړېدونکو اندېښنو لرې کولو کار روان دی

د امریکا مهمو سفارتکارو او د دفاع چارواکو د افغانستان نه د ځواکونو په ويستو اندېښنې څرګندې کړي چې هسې نه افغانستان بيا د امریکا پرضد د ترهګرۍ دپاره وکاريږي.

21.05.2021 ډیوه

اڅکزی: په افغانستان کې نسل کشي روانه ده طالبه تر کومې به افغان وژنې کيږي

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وايي، د افغانستان جنګ د نسل کشۍ شکل اخستی دی، د افغانستان جنګ د نړۍ يواځيني جنګ دی چې د نړۍ ټولوانسانو پکې برخه اخستې د جهان ټول ملکونه پکې ګډ شوي دي، اوس د طالبانو مشرانو ته وايو چې هر څوک دي دا نسل کشي دې بند کړي.

21.05.2021 ډیوه

اسراییل او د فلسطینیانو حماس ډلې په ډزبندۍ اتفاق وکړ

حماس ویلي چې د هوکړې له مخې، ډزبندي د جمعې ورځې د شپې دوه بجو نه پس شروع شوې ده، او تر هغو چې اسراییل د ډزبندۍ خیال وساتي، فلسطیني ډلې به هم ساتي.

20.05.2021 ډیوه

ملګرو ملتونو د اسرایل او فلسطینیانو ترمنځ په سمدستي ډول د اوربند غوښتنه وکړه

د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي هم د ملګرو ملتونو په خصوصي غونډه کې شرکت وکړو او د ډان ورځپاڼې د رپورټ ترمخه شاه محمود قرېشي غوڼدې ته وویل چې د فلسطیني ولس غږ په خاموشه نه کړی شي او د هغه په قول د اسلامي نړۍ استازي به د فلسطینیانو ترڅنګ او د هغوي دپاره اواز پورته کوي

20.05.2021 ډیوه

‌‌‌‌‌‌ډاکټر سهيل خان: ماشوم وړومبی ژبه زده کوي علم نه

د کال 2017 لانجمنې سرشمېرنې چې د پوځ په مشرۍ کې شوي د درېو صوبو پښتونخوا، سند او بلوچستان د ګڼ شمېر سياستمدارو لخوا رد کړل شوي

20.05.2021 ډیوه

د وزیراعظم عمران خان د کابېنې غړي وايي حکومت ته د جهانګیرترین د فارورډ بلاک نه خطر نیشته

د کورینو چارو وزیر شېخ رشید وایې دغه شان ډلې په هر یو حکومت کې جوړيږي خو موجوده حکومت د پاره جهانګیر ترین ډله به څه خطر نه وي

20.05.2021 ډیوه

په هلمند کې بم چاودنې نهه ملکي کسان وژلي

بلخوا طالبانو په لغمان ولایت کې دولت شاه ولسوالي نیولي. د وي او ای د رپورټ ترمخه ځايي اوسېدونکو او حکومي سرچینو په دولت شاه ولسوالۍ د طالبانو د قبضې تصدیق کړی دی. رپورټونه وايي امنیتي ځواکونه د ولسوالۍ نه په شا شوي وو او څه مزاحمت یې نه و کړی

20.05.2021 ډیوه

پاکستان افغانستان سره خپلې پولې پیاده تګ راتګ دپاره تر نامعلومې مودې وتړلې

پاکستان کې دکرونا دڅار د دولتي ادارې این سي او سي دیوې نوې اعلامیې له مخې د افغانستان اؤ پاکستان تر منځه د عامو خلکو پیدل تګ راتګ تر بل اعلان تړل شوی.

20.05.2021 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more