دطالبانو مرسته اؤ چین پخلا ساتل به په یو ځائ پاکستان ته ګران شي،څېړونکي
څيړونکي وايي پاکستان د افغان طالبانو د لارې په افغانستان کې د هند داثر کمولو او د خپل پلوي حکومت راتلو هڅې کوي خو ورسره بيا ددغسې وسله والو داثر زياتيدو سره د افغانستان ګاونډي هېوادونه او په خاصه توګه چين دپاره مشکلات زياتولی شي.
دکرونا وبا له بندیزونو تنګ په لکونو سیلانیان خېبر پښتونخوا ته ورمات شوي
نه يوازې دخليجي هېوادونو دبندېزونو له امله د پاکستان نه هم بهر هېوادونو ته دسېلانيانو تګ راتګ ودرېدلی دی بلکې دې سره سم پاکستان نه بهر ته تګ هم يوه لویه ستونزه جوړه شوې ده.
بلينکن د هند او کوېت په سفر روان شوی په افغانستان او نورو موضوعاتو به خبرې کوي
د امریکې د بهرنيو چارو وزیر انتوني بلينکن ويلي د هند او کوېت په سفر روان شوی دی، هغه ویلي په هند پېسفک او منځني ختيځ که به د خپلو همکارانو سره په شريکو ګټو د مرستو او ملاتړ دپاره مشورې او خبرې وکړي.
K2 غره ته د ختونکو پاکستاني سدپاره او نورو مړي موندل شوي
د پاکستان 45 کلن محمد علي سدپاره، د اييس لينډ 47 کلن جان سنوري او د چيلي 33 جان پېبلو موهر چې K2 غره ته ختل په پينځمه فرورۍ يې د بېس کېمپ سره اړیکه قطع شوې او بې درکه شوي وو.
جوبايډن په عراق کې د امریکايي پوځ د جنګي ماموريت ختمولو اعلان وکړو
د امریکې صدر جوبايډن د ګل/ دوشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د عراق د وزيراعظم مصطفی الکاظمي سره د ليدو په مهال اعلان کړی چې امريکا په عراق کې پوځي جنګي ماموریت ختموي.
افغانستان د پاکستان هغه دعوه رد کړې چې ګنې افغان عسکر پاکستان ته اوښتي
د افغانستان د وسله والو ځواکونو ویاند اجمل عمر شینواري د پاکستان د پوځ هغه ادعا رد کړه چې ګنې لسګونه افغان سرتېري له کونړ ولایته افغانستان ته اوښتي دي.
پي ټي اېم وايي په نور ملک کې جلسې کيږي يواځې دوی ته اجازه نه ورکړی کيږي
د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشران وايي سبا د نهې/ سه شنبې په ورځ (27 جولايۍ) د جنوبي وزيرستان په مکين کې جلسه کوي اجازه يې غوښتې خو اجازه ورته نه دی ورکړی شوې باوجود د دې چې په ملک کې نورې جلسې او غونډې راجوړيږي.
پاکستان وايي، 65 افغان سرتيرو ته يې پناه او خوندي لار ورکړې
د پاکستان پوځ ویلي، د افغان ملي اردو په خواست يې د چترال په اروند سېکټر 46 افغان سرتيرو ته پناه او خوندي لار ورکړې ده.
د خېبرپښتونخوا په پينځه ضلعو کې د 28 جولايۍ نه د کرونا ويکسينو کور په کور کمپاېن پېل کيږي
د خېبر پښتونخوا حکومت ويلي د صوبې په پينځه ضلعو کې د 28 جولايۍ څخه د کرونا ضد ويکسينو لګولو کور په کور کمپېن پېل کوي. حکومتي چارواکي وايي د لسم اګست وروسته به دا کمپاين نورو ضلعو ته غځول کیږي.
افغانستان: په شپږو مياشتو کې 5183 ملکي وګړي وژلي او ژوبل شوي، د 64فيصده پېښو زمه وار طالبان او داعش دی، يوناما
دافغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ديبرا لاينز ویلي "دا رپوټ ښکاره خبرداری وړاندې کوي چې که د زياتيدونکي تاوتريخوالي مخه ونه نيول شي، نو سږکال به بې شميره ملکي افغانان ټپيان او ووژل شي."
امریکا: د افغان ځواکونو هوايي ملاتړ ته دوام ورکوو
د امریکې د مرکزي قومندانۍ قوماندان (سېنټکام) مشر جنرل کېنت مېک کنزي ویلي د افغان ځواکونو هوايي ملاتړ ته به دوام ورکوو. نوموړي دغه خبره د کابل د سفر په مهال خبريالانو سره په خبرو کې کړې ده.
معید یوسف:دپاکستان په ضد ګامونو لپاره هند افغانستان نه خپل مرکز جوړ کړی
د يو هندي خبريال سره مرکه کې د وزير اعظم عمران خان د قامي سلامتيا سلاکار ډاکټر معيد يوسف تور لګولى هند قصدي دپاکستان اؤ چين اقتصادي پروژه په نخښه کوي او د کرايې دترهګرو دلارې پاکستان کې چينايي پروژو ته زيان رسوي.
پاکستان اؤ چین افغانستان کې په اوربند ټینګار کړی
پاکستان اؤ چین افغانستان کې په اوربند ټینګار کړی اؤ وایي چې دافغان شخړې هواری دسوله ییزې لارې راویستل پکار دي.
دپاکستان د واک لاندې کشمیر کې دټاکنو په مهال نښتو کې دوه کسان وژل شوي
دپاکستان د واک لاندې کشمیر کې دقانون سازې اسمبلۍ داستازو ټاکلو دپاره دسخت تاؤ تریخوالي اؤ ټاکنو کې دټګۍ دتورونو په جریان کې د رایې ورکولو عمل روان دی اؤ دغلته د دوؤ مخالفو سیاسي ګوندونو ترمنځ نښته کې دوه تنه وژل شوي اؤ دوه نور ژوبل شوي دي.
پاکستان کې دکرونا وایرس خوریدو کچه بیا په بره روانه شوې،45 کسان مړه
پاکستان کې د کرونا وایرس د خوریدو لړۍ یو وارې بیا چټک شوې اؤ سرکاري شمیرې ښایي چې دتیر یو شواروز دننه نور 2819 کسان په دې وایرس اخته شوي اؤ 45 پرې مړه شوي دي.