ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


په پاکستان کې اوس خلک کولی شي چې د فېس بک د لارې کاروبار وکړي

د پاکستان د وزيراعظم د تجارت سلاکار رزاق داود وايي د ايمازون نه پس اوس فېس بک هم په پاکستان کې د مارکيټ پلېس يا د روزګار اسانتيا جوړه کړه، د نړۍ په نورو 100 هېوادونو کې د فېس بک مارکېټ پلېس يا روزګار د کال 2016 نه کیږي.

31.07.2021 ډیوه

جنوبي وزیرستان: په امنيتي پوسته بريد کې يو سرتيری وژل شوی پينځه ټپي شوي

د افغانستان سره په پوله د جنوبي وزیرستان په تیارزه تحصيل کې د امنيتي سرتيرو په پوسته بريد شوی چې پکې یو د ملېشې ځواک سرتيري وژل شوي او پینځه نور ټپي شوي. او په بله پېښه کې یو ځايي تن د ماین چاودنې په نتیجه کې ژوبل شوی دی.

31.07.2021 ډیوه

د پاکستان او افغانستان د اړيکو او د سولې د خرابوونکي په ګوته کولو کې د ميډيا کردار، د جنرل باجوه بيان ته د څيړونکو نظر

څيړونکي وايي د پاکستان د پوځ مشر چې افغان جرنلسټانو يا مطبوعاتو ته ويلي چې د دواړو هېوادونو کلتوري، ټولنيزو او د خلکو ترمنځ اړیکو ته د ودې ورکولو په لړ کې د پل کردار ادا کولی شي او د سولې د عمل خرابوونکي په ګوټه کولی شي، د پاکستان مطبوعاتو له هم پکار ده چې دغه رنګ مثبت کردار ادا کړي.

31.07.2021 ډیوه

هرات کې د ملګرو ملتونو په دفتر د حکومت ضد عناصرو بريد کړی، يوناما

د افغانستان په هرات ولايت کې د ملګرو ملتونو (يوناما) د دفتر په ودانۍ برید شوی، يو ساتونکی پوليس پکې وژل شوی او څو نور پوليس افسران پکې ټپيان شوي دي.

31.07.2021 ډیوه

پاکستان کې دخپل کور جوړؤلو دپاره بېنکونو نه پور باید څنګه ترلاسه کړئ؟

دپاکستان دننه وخت په وخت حکومت اؤ بانکونه بیلابیلو څانګو کې خلکو ته دپورونو ورکولو اعلانونه کوي خو زیاتره خلک دبینکونو نه دپور اخستو په جنجالي چارو نه پوهیږي چې دا پورونه څنګه ترلاسه کړي؟

30.07.2021 ډیوه

خارجه ویاند:اسلام اباد کابل سره دخپلو سفارتي اړیکو خرابولو هیڅ اراده نلري

پاکستان ویلي افغانستان سره د ډيپلوماټیکي اړیکو دخرابولو هیڅ پلان نه لري،او دا چې په ګاونډي هیواد کې د ځینو عناصرو لخوا منفي څرګندونو ته اجازه نه شي ورکول کیدای چې مهمو اړیکو باندې اغېز وکړي.

30.07.2021 ډیوه

دعمران خان څرګندونو ته پاکستان کې دمیشت افغان کډوالو چټک غبرګون

دپاکستان د وزیراعظم عمران خان هغه دعوې ته پاکستان کې میشت افغان کډوالو خپل سخت غبرګون ښودلی چې ویلي یې وؤ  پاکستان کې میشت افغان کډوال دطالبانو خواخوږي دي.

30.07.2021 ډیوه

پاکستان وایي افغانستان کې ګډ حکومت ته زمینه برابروي

دپاکستان داطلاعاتو مرکزي وزیر چوهدري فواد وایي اسلام اباد کابل کې دهیڅ یوې ډلې ملاتړ نه کوي بلکې دداسې زمینې برابرؤلو هڅه کوي چې پکې دافغانستان ټولې ډلې یو ګډ حکومت جوړ کړی شي.

30.07.2021 ډیوه

پاکستان: په 2 اګست په 68 ضلعو کې د پوليو ضد څاڅکو کمپاين پېل کيږي

د خېبرپښتونخوا د 18 ضلعو په ګډون د پاکستان په 68 ضلعو کې د 2 اګست څخه د پولیو ضد څاڅکو څلور ورځنی کمپاين پېل کيږي، چې پکې به 23.6 ملينه ماشومانو ته څاڅکي ورکول کيږي.

30.07.2021 ډیوه

پېښور: په پوليس ګاډي د لاسي بم بريد کې يو سپاهي وژل شوی دوه ټپيان شوي

د خېبرپښتونخوا د مرکزي ښار پېښور په کارخانو مارکيټ کې د پوليس په یو ګاډي (وېن) باندې د لاسي بم بريد شوی يو پوليس سپاهي پکې ژوبل شوي او او دوه نور ټپيان شوي دي.

30.07.2021 ډیوه

د امریکې او پاکستان استازو په افغانستان کې د تشدد په کمولو او سياسي جوړ جاړي خبرې کړي

د امریکې او پاکستان امنيتي سلاکارانو ليدلي په افغانستان کې د تشدد د کمولو او د افغان شخړې د سياسي جوړ جاړي په موضوع يې خبرې کړي دي.

30.07.2021 ډیوه

کرونا: امریکې پاکستان ته نور درې ملينه موډرنا ويکسين ورکړي

امریکې پاکستان ته د کرونا ضد نور درې ملينه يا 30 لکه موډرنا ويکسين ورکړي دي له دې وړاندې هم امریکې پاکستان ته 25 لکه ويکسين ورکړي وو.

30.07.2021 ډیوه

د کابل د مستقبل په هکله د اسلام اباد، بیجینگ او طالبانو پټ او ښکاره اهداف څه کیدی شي؟

د اسلام اباد او بیجینگ ترمنځ د افغانستان د سبا په هکله په ورستیو پرمختگونو کې دوه ټکي ډېر په ډاگه دي، چين طالبانو ته وايي چې د وسله والو سره خپلې اړېکې وشوکوي او پاکستان په افغانستان کې د ټولو فریقېنو یو شریک حکومت د تمامو شخړو حل گڼي. خو څېړونکي گڼي ددې دوه ښکاره او په ظاهره نېکو خواهشاتو تر څنگ د بیجینگ او اسلام اباد ځیني پټ مقصدونه هم شته دی. د وي او ډیوه په خپرونه هیلو وي اې کې څېړونکو وویل د افغانستان دا دوه ظاهري خواخوږي هېوداونه خپلو کورنیو گټو ته اولیت ورکوي​. څنگه؟ ددې سوال په جواب کې په سیمه نظر ساتونکي کار پوهان وايي چين د ایسټ ترکستان مومېنټ د لاسه د کورنیو چیلنجونو او په سیمه کې اقتصادي گټو او پاکستان په افغانستان کې خپل سټراټیجیک هدفونه په نظر کې ساتلي دي. د امریکا په اوهایو پوهنتون کې د منځني ختیز د څېړونو مرکز ډایریکټر عالم پایند گڼي که په افغانستان کې خانه جنگي شورو شوه  او بې کراري راغله نو د چين سره ویره ده چې طالبان به په سینکیانگ کې د ویغور مسلمانانو تحریک ته ځان رسوي: "چین دغه ویره لري چې سبا به دغه طالبان راځي د هغو ( ایسټ ترکستان مومینټ) سره به علاقه لري د القا عده سره به علاقه لري، دداعشه سره به لري" که څه هم چين انکار کوي خو د امریکا په گډون نړیوال وايي د بیجینگ حکمرانان په سینکیانگ کې ویغور مسلمانان زوروي. په امریکا کې میشت د سیاسي چارو کار پوه ډاکټر تقي وايي طالبانو چین ته ويلي دي چې د چین معاملات به په چین کې وي خو د هغه په خیال په پاکستان کې د چين ستره اقتصادي منصوبه، (سي پیک) خوندي ساتل د پاکستان او چين دواړو لومړی هدف دی. هغه وايي که په افغانستان کې خبره کورنۍ جگړې پلو ته ځي نو: "د چين د پاره به مشکلات جوړيږي، دا سي پېک الریډیي (له مخه) په مسلې کې دی. تاسو ته پته ده چې په چینیانو باندې په پاکستان کې یو څو بریدونه وشول...... کومو خلکو چې دا  وکړل د ایسټ ترکستان مومینټ سره یې تعلقات لرل" د پاکستان وزيراعظم عمران خان هم نن د جولايي په 29 مه نیټه په اسلام اباد کې افغان خبريالانو ته ويلي: "د افغانستان د مسلې حل پوځي نه دی، چې سياسي جوړ جاړی وشي طالبان او د افغانستان حکومت سياسي جوړ جاړی وکړي او شريک حکومت جوړ کړي دا يواځينی حل دی" چين او پاکستان دواړه د سیمې د یو بل طاقت هند سره زوړ رقابت لري، د څېړونکو په خیال د بیجینگ او اسلام اباد مشران په کابل کې د یو داسې شریک حکومت خوب ویني, یو داسې حکومت چې د نوي ډلي لپاره هر وخت د فکر مندۍ سبب وي. د الم پایند په خیال چین  دا ویره لري چې امریکا، اسټریلیا، جاپان او نور په دغه سیمه کې یو اتحاد جوړوي. دهغه په خیال دغه اِتحاد به نه یواځې اقتصادي وي بلکې نظامي او په امنیتي مسایلو به هم ډېر ژور لري: "چين هم ددغو د کاونټر بیلیسن ( توازن) لپاره دلته فعاله دی" د بیجینگ د مشرانو په ځانگړې بلنه چين ته د طالب مشرانو د سفر په وخت ددغه هیواد مشرانو له طالبانو څخه وغوښتل چې د تمامو ترهگرو ډلو سره خپلې اړېکې وشوکوي.  څېړونکي وايي گویا چین دا مني چې  طالبان او نورې ترهگرې ډلې وس هم خپلو کې ملگري دي. د ډاکټر تقي په اند دا وخت که څه هم طالبان د خپل سیاسي شناخت بحالۍ ته اهمیت ورکوي خو په مستقبل کې ددې امکان شته دی چې طالبان د القاعده او نورو سره ښکاره ملگرتیا وکړي.  د څېړونکو په خیال د اسلام اباد، بیجینگ او د طالبانو  ټرای اینگل (مثلث) که څه هم د افغانستان د امن خبره کوي خو د بیجینگ د حکمرانانو د لاسه د ویغور مسلمانانو زورول او د سي پېک خوندي پاتېکیدل دې مثلث ته په اینده کې پرتې سترې او ښکاره خطرې دي.        

29.07.2021 ډیوه

غني: د افغانستان د ویجاړي لپاره په بهر کې جوړ شویو پلانونو ته به تسلیم نشو

واشنګټن - افغان ولسمشر اشرف غني طالبانو ته ویلي، څنګه چې تاسو په زور نه تسلمېږئ، مونږ به هم زور ته تسلیم نشو. ولسمشر غني چې د ملي بیرغ د ورځې په مناسبت د زیارت یا پنجشنبې په ورځ په ولسمشرۍ ماڼۍ کې خبرې کولې وویل، خلک غواړي چې په افغانستان کې د وینې تویېدل ودرېږي. هغه وویل، که طالبان جګړې ته دوام ورکړي نو افغان امنیتي ځواکونه دفاع کولو ته تیار دي.‌ ښاغلي غني دا هم وویل، داسې یو پلان تیار شوی چې جګړه بېرته یو بند حالت ته راوستل شي تر څو طالبان وهڅوي چې بېرته د سولې مېز ته راشي.‌ هغه دا هم وویل، چې خلک به ډېر ژر بدلون وویني. ولسمشر غني له طالبانو وپوښتل چې ایا دوی غواړي چې افغانستان هم د سوریې په څېر حالت باندې بدل کړي. غني وویل، طالب مشران باید ولس ته روښانه کړي چې ولې یې اسامه بن لادن د افغانستان له ملي ګټو غوره وګاڼه. افغان ولسمشر وویل، چې افغانستان به بهرنیو دسیسو ته چې له افغانستان څخه بهر د دې هېواد د ویجاړولو لپاره جوړې شوې وي تسلیم نشي. افغانستان هر کله د زمري د میاشتې اومه نېټه چې د جولای له ۲۹ نېټې سره سمون خوري د ملي‌ بیرغ د ورځې په توګه لمانځي. د ملي ‌بیرغ  ورځ په ولایتونو کې هم لمانځل شوې ده. د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت به د زیارت یا پنجنشبې په ماسپښین د کابل ښار په زړه وزیر اکبر خان کې د افغانستان د تر ټولو ستر ملي بیرغ سره یوه غونډه وکړي.‌ له طالبانو څخه د چین د غوښتنې په اړه د افغان حکومت دریځ:  د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له طالبانو څخه د چین د هغې غوښتنې هرکلی کړی چې له ترهګرو شبکو سره دې خپلې سختې اړیکې پرې کړي.‌ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي، چې د چین حکومتي چارواکو له طالب پلاوي سره په خبرو کې له هغوی غوښتي چې له ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ او نورو ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړي. په بیان کې راغلي دي چې، "د افغانستان حکومت د چین د حکومت د دغه دریځ په کلکه هرکلی کوي چې د اوږدې مودې راهیسې د افغان حکومت او خلکو دریځ هم دی." د بیان له مخې، افغانستان په دوامداره توګه ټینګار کړی چې له سیمیزو او نړیوالو ترهګرو ډلو سره د طالبانو نېږدې اړیکې نه یواځې جګړه او د وینې تویېدل اوږدوي بلکه د سیمې امنیت او ثبات ته جدي ګواښ جوړوي. په بیان کې وړاندې راغلي،    "مونږ همدارنګه د چین د حکومت د هغو هڅو ستاینه کوو چې طالبان یې هڅولي چې تاوتریخوالی پای ته ورسوي، د افغانستان ملي ګټو ته لومړیتوب ورکړي او یوې دوامداره سولې ته خپله ژمنتیا وساتي." د ملا عبدالغني بردار تر مشرۍ لاندې د طالبانو یوې نهه کسیزې ډلې چین ته سفر کړی.‌ د چین د بهرنیو چارو وزارت د شورو یا چهارشنبې په ورځ وویل، چې چینايي چارواکو طالبانو ته وویل، دغه ډله دې په افغانستان کې د جګړې په ختمولو او ددغه هېواد په بیا رغونه کې مهم رول ولوبوي. د طالبانو ویاند ویلي، چې طالب پلاوی له چین څخه د خپل دوه ورځني سفر په ترڅ کې د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ یې سره د سولې او امنیت پر مسلو خبرې کړي. د چین د بهرنیو چارو وزیر هیله څرګنده کړې چې طالبان به د ختیځ ترکستان غورځنګ پرضد چې د چین د ملي‌ امنیت ته مستقیم ګواښ ګڼل کېږي ګامونه پورته کړي.‌

29.07.2021 ډیوه

دپاکستان په میډيا دسخت دریځو غږ شته خو دامن غوښتونکو نه،څېړونکي وایي

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وايي پاکستاني رسنیو کې خو سخت دريځه او هغه خلکو ته ځائ ورکول کېږي کوم چې په نړيواله کچه تور لسټ کې شامل دي خو د بنيادي بشري او ايني حقونو غوښتونکو باندې قدغنونه لګول شوي دي چې دا د افسوس وړ خبره ده۔

29.07.2021 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more