ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


څېړوونکي په ناروی کې د مغربي ملکونو او د طالبانو خبرې ‌د افغان ولس په ګټه بولي

څېړوونکي و ايي په ناروی کې د طالب پلاوي د مغربي ملکونو د استازو، د او د افغان ټولنې غړو او د مدني فعالانو سره د خبرو مقصد په طالبانو فشار واچول دي چې په افغانستان کې د ټول شموله حکومت جوړولو ترڅنګ د بشري حقونو پاسداري يقيني کړي. د څېړوونکو دا هم نظر دی چې د افغانستان موجوده حالاتو کې افغان طالبان داسې ډول غونډو ته رابلل د افغان ولس په ګټه دي ځکه که طالبان په نړۍ کې يوازې پاتې کېږي نو په افغانستان کې به يوځل بيا د 90 لسسيزي په څېر وضيعت پېدا شي چې د بد اغېز له امله به يې افغان ولس ترڅنګ نړيواله ټولنه هم د ترهګرۍ ګواښ سره مخ شي. د افغان طالبانو يو پلاوی د تېرې ورځې راهسې د ناروې په سفر دی، د مطبوعاتي راپورونو ترمخه په دې هېواد کې د روانې غونډې د اېجنډې په سر په افغانستان کې د بشري حقونو خوندي کول او په افغانستان کې د بحران په مسلو خبرې کول دي. په دې حقله د پېښور پوهنتون د نړيوالو اړيکو د څانګې استاذ خورشيد خان وي ای ډيوه ته وايي د ناروی لخوا طالبان په رسمي ډول د بللو مقصد هم دا دی چې په طالبانو د بشري حقونو خوندي کولو او ټول شموله حکومت جوړولو لپاره فشار واچول شي. دا چې مغربي ملکونه طالبانو سره په ناروی کې ولې خبرې کويو بل ځای ولې نا؟ په اړه خورشید خان وویل طالبان قطر یا اسلام اباد ته هم بلل کېدی شول خو دناروی انتخاب په دې وجه کېږي چې ناوری په ټوله نړۍ کې انساني حقونو علمبردار دی او تر ټولو زيات اعتماد پې کېږي نو دا افغان طالبانو لپاره يو پېغام دی چې که "تاسو په افغانستان کې حکومت کول غواړی نو تاسو سره يوه دا لار ده چې تاسو به د انساني حقونو پاسداري کوی." د طالبانو د واکمنېدو وروسته نړیوالې ادارې وايي افغانستان د سخت اقتصادي او بشري بحران سره مخامخ شوی دی، د افغانستان د بجټ 80 فيصده برخه چې د نړیوالو مرستو نه پوره کیږي ودریدلي او امریکا د افغانستان 5۔9 بېلینه ډالره شتمنې تړلي دي. خورشيد خان زياته کړه په ناوری کې غونډې په مهال افغانستان سره د مرستو لپاره د يو جامع تګلارې مخې ته د راتلو امکان شته. خورشید خان زیاته کړه په طالبانو به دا فشار اچول کېږي چې په ا فغانستان کې " کوم اقليت چې دي، هلته چې کوم بهرني خلک دي، کوم خبريالان دي، د ښځو حقوق دي، هلته د ماشومانو تعليم خبرې دي نو په دې اړه تاسو (طالبان) مونږه ته داسې يو ښکاره منصوبه راکړئ چې دې ته به تاسو څه وايي نه بلکې چې د څنګه مخکې وو نو هم هغه شان په خپل شکل کې به يې ساتې." د ناروې د بهرنيو چارو وزارت هم یو بیان کې ویلي: "ناروې د طالبانو سره خبرو ته دوام ورکوي چې په افغانستان کې بشري حقونه، په معاشره کې د ښځو شرکت، او د افغانانو په ګټه د بشري او اقتصادي کوششونو پیاوړي کول پرځای کړي." د پېښور د اسلاميه کالج د سياسياتو د څانګې استاد ډاکټر شاه نواز خان وي او ای ډيوه ته وايي که چېرې افغان طالبان په نړۍ کې ځانله پاتې کېږي نو په افغانستان کې صورت حال نور هم خرابېدلی شي چې ګټه به يې نړيوال ترهګر تنظيمونو ته ورسي. هغه وايي په داسې ډول غونډو کې افغان طالبان رابلل ډېر مهم دي. پروفېسرشاه نواز خان وویل افغان ولس د لوږې سره مخ دی د عدم تحفظ سره مخ دی، نو اول مسله خو به افغان ولس ته مخې ته راځي، او هم دغه شان يو غېر مستحکم افغانستان خو د ټولې منتطقې او نړۍ په حق کې نه دی.” هم هغه حالات به جوړېږي کوم چې د 90 په لسيزه کې وو، د ټولې دنيا ترهګر به راځي او هم هلته به دېره کېږي او بيا ټوله نړۍ او منطقه به د دې نه په عذاب کې پراته وي." تېر کال د اګست په 15 مه د واک ترلاسه کولو وروسته دا لومړې ځل دی چې طالبان د ناوری په اوسلو ښار کې د امريکا، برتانيا، جرمني، اټلي او اروپايي ټولنې د استازو سره ناسته کوي. د افغان طالبانو د پلاوي مشري د طالبانو خارجه وزیر مولوي امير خان متقي کوي. په افغانستان واکمن طالبان له هم د نړې کوم يو هېواد په رسمي ډول نه دي پېژندلي. نړیوالې ټولنې د طالبانو په کابینه کې مېرمنو په نشتوالي تشویش څرګند کړی دی په کابل کې خپلو حقونو تحفظ دپاره ښځو یو شمېر مظاهرې کړې دي. د انساني حقونو فعالان وايي د طالبانو ځینې ګامونه ښيي چې د مېرمنو د حقونو په لړ کې چې په تېرو دوو لسیزو کې کوم پرمختګ شوی دی طالبان بې په شا بوتلل غواړي خو طالبان د مېرمنو او اقلیتونو په نړیوال تشویش ردوي.  

24.01.2022 ډیوه

امریکې په یوکرېن کې د سفارتي عملې د کورنیو غړو ته یوکرېن نه د وتلو امر کړی

د یوکرین په ضد د روس د ممکنه پوځي اقدام د خطر له امله امریکې په یوکرېن کې د خپلې سفارتي عملي د کورنیو غړو ته یوکرېن نه د وتلو امر کړی دی. د امریکې خارجه وزارت یا سټېټ ډپارټمنټ د اتوار، يکشنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل په کېییو کې د امریکې سفارتي عملې نور کارکوونکي هم په رضاکارانه ډول د یوکرېن نه وتلی شي. سټېټ ډپارټمنټ په یوکرېن کې موجود امریکايي شهریانو ته هم وویل چې یوکرېن نه دې ووځي. سټېټ ډپارټمنټ یوکرېن ته د سفر په اړه د خطر کچه په څلورمه درجه ساتلی دی او وايي چې د روس د پوځي ګواښ او د کرونا وایرس له امله دې امریکایان یوکرېن ته سفرونکړي.  د دې نه وړاندې هم کرونا وایرس له امله یوکرېن ته د سفر د خطر کچه په څلورمه درجه و. د یوکرېن نه علاوه سټېټ ډپارټمنټ د اتوار، یکشنبې، په ورځ روس ته سفر په اړه  هم خبرداری جاري کړو او امریکایانو ته پکې وویل شو چې د یوکرېن سره په پوله د تاو تریخوالي او د امریکایانو په ممکنه توګه د ویرول کېدو له امله دې امریکایان روس ته سفر نه کوي. د سټېټ ډپارټمنټ یو چارواکي د اتوار، یکشنبې، په ورځ‌ خبریالانو ته د امریکايي اقداماتو په اړه وویل دا ګامونه د هغو رپورټونو په تناظر کې اخیستل شوي دي چې وايي روس د یوکرېن په ضد په لویه کچه د پوځي ګامونو منصوبه سازي کوي. د سټېټ ډپارټمنټ چارواکي وویل د یوکرېن په مشرقي سرحد، د روس د قبضې دلاندې کرایمېیا او په مشرقي یوکرېن کې امنیت حالات غیریقیني دي او څه وخت هم نور خرابېدلی شي. د سټېټ ډپارټمنټ چارواکي وویل د امریکې صدر جوبایډن ویلي روس څه وخت هم په یوکرېن یرغل کولی شي او که چېرې داسې کېږي نو په کېییو کې امریکايي سفارت دا صلاحیت ډیر نه لري چې د امریکایانو مرسته وکړی شي.  د سټېټ ډپارټمنټ چارواکي وویل د یوکرېن په اړه امریکايي اقدامات د احتیاط په بنیاد اخیستل شوي دي، امریکا د یوکرېن حکومت کمزوری کول نه غواړي او په کېییو کې امریکايی سفارت به فعالیت دوامداره ساتي. بلخوا د یورپین یونین د خارجه تعلقاتو مشر یوسپ بورېل د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل یورپي یونین د امریکې په شان یوکرېن نه د سفارتکارانو د عملې کورنۍ غړي د راوېستلو اراده نلري. بورېل د یورپین د خارجه وزیرانو د غونډې نه وړاندې خبرې کولې. د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن به په غونډه کې په انلاین بڼه شرکت کوي. بورېل وویل د یورپین ملکونه د امریکې په شان د قام اراده نه لري ځکه چې څه خاص وجوهات ورسره نشته خو اېنټي بلېنکن به غونډې سره معلومات شریک کړي. خو د دې نه وروسته برطانيي وویل د روس د زیاتېدوونکي خطر په سبب د سفارت څه عمله او د کورنۍ غړي د یوکرېن نه راوباسي.  

24.01.2022 ډیوه

عمران خان د ناسمو اصولو په اساس د افغانستان دپاره مرستې غوښتي، څيړونکي وايي

څيړونکي او پوهان وايي د پاکستان وزیراعظم عمران خان  چې د کومو نړيوالو اصولو په اساس د افغانستان دپاره د مرستو غږ کړی، هغه د طالبانو تر واک لاندې یاد هېواد دپاره نه عملي کيږي. د پاکستان وزیراعظم عمران خان په 22 جنورۍ په ټویټر ويلي وو، "د لوږې ښکار کروړونه افغانان د نړيوالې ټولنې لخوا په بېړنۍ توګه مرستو ته اړتيا لري، څوک چې د ملګرو ملتونو د تحفظ د ورکولو د اصولو (R2P) لاندې په بېړنۍ توګه د مرستو پابند هم دي". هغه په بل ټویټ کې ويلي، چې "د (R2P) بله برخه دا ده چې د يوې جګړې په نتيجه کې د رامنځته شوي انساني الميې څخه دې د خلکو په ژغورولو کې مرسته وشي. او د افغانانو مرسته د نړيوالې ټولنې زمه واري ده". خو د عمران خان په دغه بيان بيا نيوکې شوي چې نوموړی د (R2P) په اصولو هډو خبر نه دی. په پاکستان کې څيړونکي او ليکوال مشرف زېدي د عمران خان د بیان په اړه په ټویټر ویلي، "د (R2P) په څلورو خبرو بحث کېدی شي چې پکې، نسل وژنه، جنګي جرمونه، د بشريت پرضد جرمونه، په لساني بنيادونو وژنې شامل دي، مشرف زېدي ويلي، تر څو پورې چې په دغو شرطونو کې په يو يا دوو بحث نه شوي چې دا په افغانستان کې ترسره شوي دي، دا په (R2P) کې نه راځي". د (R2P) يا تحفظ د زمه وارۍ د نړيوال مرکز ترمخه دا هغه اصول دي چې د 1990 په لسيزه کې په روانډا او يوګوسلاويه کې په غټه کچه د ظلمونو وروسته جوړ شوي او په کال 2005 کې د ملګرو ملتونو په غونډه کې منظور کړی شوي وو، چې دا خبره يقيني کړی شي چې نړيواله ټولنه د نسل وژنې، جنګي جرمونو، د بشريت پرضد جرمونو او په لساني بنيادونو د وژنو په مخنيوي کې بيا پاتې رانه شي. په افغانستان کې د کابل نيوز مشر او څیړونکی غلام جېلاني ځواک وايي، د پاکستان وزيراعظم عمران خان لکه چې دغه نړيوال اصول نه دي لوستي. وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل، "پکار ده چې عمران خان نړیوال اصول مطالعه کړي. نوموړي وویل عمران خان چې د (R2P) د کومې مادې خبره کړې ده نو هغه په دې پوهه نه دی". خو نوموړي زياته کړه "پکار ده چې نړيوال د افغانستان سره مرستې وکړي او دا یې ځکه زمه واري جوړيږي چې که افغانستان د بشري بحران سره مخامخ کيږي لوږه او فقر جوړیږي نو د هغې سره جوخت دغلته جرمونه کوونکې او ترهګرې ډلې پياوړي کيږي، نو د سيمې د امنيت په خاطر بيا د نړيوالو زمه واري ده چې د افغانستان سره مرستې وکړي". بل لور ته د عبدالولي خان پوهنتون د نړيوالو زده کړو د څانګې استاز پروفېسر عبدالشکور وايي، "ښکاري چې وزیراعظم عمران خان په نړيوال واصولو نه دی خبر، او په ډېرو څیزونو غلطې خبرې وکړي، د هغه بيان چې پاليسي بيان ګڼل کيږي او که هغه داسې ناسمه خبره کوي دا د ټول پاکستان دپاره د شرم خبره ده". هغه وویل "په افغانستان کې په منظم ډول کومه نسل کشي نه ده شوې، د کومو اصولو يادګېرنه چې عمران خان کړې ده". د پاکستان په اړه ويل کيږي چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت وکالت کوي خو تراوسه پورې نه خو پاکستان او نه کوم بل هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلی دی. په پاکستان کې په عمران خان وړاندې هم داسې نیوکې شوي چې هغه دغه رنګ د ناسمو مالوماتو په اساس غلط بيانونه ورکوي، هغه په خپل یو بيان کې جاپان او جرمني په ګډه پوله ياد کړي او بيا يې د پښتنو په اړه هم ځينې څرګندونې کړي چې حقاني د پښتنو قبيله ده، خو دغه بيان يې هم پښتنو پوهانو رد کړی وو چې د حقاني په نوم د پښتنو يوه قبيله نشته.

24.01.2022 ډیوه

جنوبي وزیرستان: پارلیماني استازو د پېښور د کور کمانډر نه په علاقه کې د امنيت غوښتنه کړې

د جنوبي وزیرستان نه د صوبايي او مرکزي پارلیمان او سېنېټ استازو د پېښور کور کمانډرلفټننټ جنرل فیض حمید سره لیدلي او په علاقه کې د امن امان وضعیت ټینګولو سره د نا امنۍ د پېښو وروسته د عامو خلکو ځورولو د ودرولو غوښتنه کړې ده. د خالي/ شنبې په ورځ (22جنورۍ) د کور کمانډر سره په لیدنه کې د مسيد قوم منتخب استازو د کور کمانډر نه په جنوبي وزیرستان کې د دوه ضلعو جوړولو سره د قبايلي ضلعو دپاره د جدا سکرټريټ غوښتنه هم کړې ده. د جنوبي وزیرستان دې منتخب استازو د کور کانډر سره وروسته له هغې لیده کاته کړي چې د دسمبر په 25م سراوغه سیمه کې د پاکستان پیپلز ګوند د ضلعې عمومي سیکتر نجيب مسيد نامالومو کسانو په ډزو وژلې وو او د هغه په وژنه د مسیدو قومي جرګې پرله پسې په علاقه  کې د امنیت د ټیګښت سره د نجیب په وژنه کې د ککړو کسانو نیولو غوښتنه کړې ده. د صوبايي پارلیمان غړي قاري اعصام ا لدین وویل د کور کمانډر په لیدنه کې اېم پي اې انیته مسید، اېم اېن اې مولانه جمال الدین او سېنېټر دوست محمد شامل وو. وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وویل د ملاقات په مهال یې کور کمانډر فېض حميد ته د قوم بيلابيلې ستونزې وړاندې کړې چې پکې د ناامنۍ په پېښو قابو راوستل او په علاقه کې یې ترې د امنیت د ټینګښت غوښتنه وکړه. هغه وویل چې په دې ورستیو کې د سراروغه تحصیل ټیټ سروېک سیمه کې ترسره شوې د ناامنۍ د پېښې وروسته بې ګناه کسان نیول شوي د هغو د خوشي کېدو او بیا د پاره د کومې بدې پیښې وروسته دې د عامو خلکو د ځورولو لړۍ ودرول شي. هغه زياته کړه په غونډه کې يې په جنوبي وزیرستان کې د دوه ضلعو د جوړولو د ژمنې عملي کولو غوښتنه هم وکړه او وې ويل چې د قبايلي ضلعو دپاره دې ځانله جدا سيکرټريټ جوړ کړی شي. د حکومتي واکمنه ګوند پاکستان تحریک انصاف سېنېټر دوست محمد وویل  د پېښور کور کمانډر فيض حميد د دوی د څرګندونو هرکلى وکړ او ډاډ يې ورکړو چې ټولې ستونزې به يې هواري کړي. هغه وویل دوی ډاډمن دې چې غوښتې به یې پوره شي. په عېن حال کې ځینې راپورونه وایي حکومت د سېنېټ د پخواني غړي سینټر صالح شاه  په مینځګړیتوب د پاکستاني طالبانو سره خبرې پیل کړي دي. حکومت او طالبانو د دغو خبرو کولو د خبر تاييد نه دی کړی خو په علاقه کې د پي ټي اېم فعال او د مسید جرګې غړی شاه فیصل غازي وايي پخوانی سېنېټر صالح شاه د دواړو فریقیو سره لیده کاته کړي او نن به دا حال د مسيدو جرګې ته وړاندې کوي. هغه وویل د دوی په علاقه کې د امنیت د ټینګښت او نجیب مسید ته د انصاف تر لاسه کېدو غوښتنې په ځای دي. د جرګې یو بل غړي ملک سعید انور وویل د دوی تر ټولو لویه ستونزه په علاقه کې ناامني او په عملیاتو کې د اغیزمنو خلکو بیا اباد کاري ده. چې د دوی وران کورونه او مارکیټونه دې جوړ کړی شي. هغه وویل د ناامنۍ د لاسه دوی سیمه اوس هم شاړه ده.  تر دې وړاندې چې کله پوځ په کال 2009م کې په جنوبي وزیرستان کې د ترهګرو په ضد د راه نجات په نوم عملیات کړي وو نو دعوه یې کړې وه چې دغه سیمه يې د ترهګرو نه پاکه کړې ده. د دغو عملیاتو په مهال پوځ د عامو کورونو څخه هم وسلې ټولې کړې وې خو په دې وروستیو کې یو ځل بیا په جنوبي او شمالي وزیرستان کې په امنیتي ځواکونو د بریدونو او هدفي وژنو لړۍ چټک شوې ده. په امنیتي ځواکونو د کیدونکو زیاتره بریدونو پړه د پاکستاني طالبانو تحریک پغاړه اخلي چا سره چې تیرکال د نومبر په میاشت کې حکومت د یوې میاشتې ډزبندي کړې وه خو وروسته پاکستاني طالبانو حکومت سره د دې ډزبندۍ د ختمولو اعلان کړی ‌وو. د روانې میاشتې د جنورۍ په پينځمه د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل بابر افتخار هم د ټي ټي پي سره د ډز بندۍ ختمول تاييد کړي او ویلي یې وو، د ټي ټي پي پرضد جګړه روانه ده د پاکستان دکورنیو چارو وزیر شیخ شید وړمه ورځ خبریالانو ته ویلي وو طالبانو چې د ډزبندۍ لپاره حکومت ته کوم شرطونه ایښودي وو هغه ډیر سخت وو ځکه دغه ډزبندي نوره ونه غځول شوه. هغه ویلي وو که ټي ټي پي وسلې غورځوي او د پاکستان ایین او قانون منلو ته غاړه ږدي نو دروازې ورته پرانستي دي او که جګړه غواړي نو په ضد به یې جنګ کولی شي.

24.01.2022 ډیوه

خېبرپښتونخوا کې په وروستيو بارانونو او واورو کې لږ تر لږه اته تنه مړه شوي

په خېبرپښتونخوا صوبه کې د وروستیو بارانونو او واورو کېدو په مهال رامنځته شوو پېښو کې د ماشومانو او ښځو په ګډون لږ تر لږ اته تنه مړه شوي او 16 ټپيان شوي دي. په صوبه کې د قدرتي افتونو په وخت د انتظام ادارې (پي ډي اېم اې) د شمېرو ترمخه د 21 جنورۍ جمعې د ورځې نه تر 23 جنورۍ پورې په صوبه کې د بارانونو له امله په رامنځته شوو پېښو کې د پينځه و ماشومانو په ګډون اته تنه مړه شوي دي. د ادارې د خبر ترمخه زيات مړي په شانګله کې شوي درې ماشومان او دوه سړي په يوه پېښه کې مړه شوي دي. نور پېښې چارسده، ډېره اسماعيل خان او هنګو کې شوي دي. په شانګله ضلع کې په 21 جنورۍ د غره ښوېدو په پېښه کې يو کور تباه شوی او مرګ ژوبلې پکې اوښتې وې. پي ډي اېم اې ويلي، په صوبه کې په رامنځته شوو پېښو کې څلور ماشومان، څلور ښځې او اته سړي ټپيان شوي وو. ويل شوي په پېښو کې 29 کورونو ته تاوان اوښتی دی. د ادارې په وېنا وزيراعلی په صوبه کې اړونده ادارو ته لارښوونه کړې چې امدادي هلې ځلې ګړندۍ کړي. په صوبه کې د وړاندې نه د بارانونو او واورو کېدو په مهال د غرونو ښوېدو ويل شوي او اړونده ادارو ته د چمتو کېدو ويل شوي وو. په شانګله کې د رامنځته شوې پېښې په اړه ځايي خلکو ويلي وو ضلعي انتظاميه د غره ښوېدو په خطره د وړاندې نه خبر کړی شوې او ضلعي مرستيال کمشنر بيا وي او اې ډيوه ته ويلي وو د اړونده ادارو سره يې دغه مسله شريکه کړې وه. په پاکستان کې د موسمیاتو محکمې نن د ګل او سبا د نهې/ سه شنبې په ورځ په غرييزو سيمو کې ځای په ځای د باران سره د واورې امکان څرکند کړی خو ویلي يې دي په مجموعي توګه په ملک کې به موسم وچ او يخ وي. د موسمياتو محکمې ويلي نن او سبا د خېبرپښتونخوا او پنجاب په مېدانې علاقو کې د شپې او سهار په مهال دند يا لړې امکان لري.

24.01.2022 ډیوه

پاکستان: عايشه ملک د پاکستان د سپريم کورټ لومړۍ ښځينه قاضي شوه

جسټس عايشه اې ملک د پاکستان د سترې محکمې/ سپریم کورټ لومړۍ ښځينه قاضي/ ججه جوړه شوه، او هغې نن د ګل/ دوشنبې په ورځ (24جنورۍ) د سپريم کورټ د قاضي په توګه سوګند پورته کړو. د عايشه ملک نه د پاکستان د سپريم کورټ مشر قاضي/ چيف جسټس ګلزار احمد د سپريم کورټ په ودانۍ کې سوګند واخستو. په شپږمه جنورۍ د پاکستان جوډيشل کمېشن د جسټس عايشه ملک د سپريم کورټ د جج ټاکل کېدو سپارښتنه کړې او وروسته بيا پارلیماني کمېټۍ د هغې منظوري ورکړې وه. په اسلام اباد کې د امریکا سفارتخانې، په پاکستان کې سياستوالو، مدني فعالانو او قانون پوهانو د عايشه ملک د سپريم کورټ د قاضي نومول کېدو هرکلی کړی وو. د عايشه ملک نوم تير کال هم مخې ته راغلی وو چې د سترې محکمې قاضي جوړيږي خو هغه وخت دغه پرېکړه نه وه شوې، او په شپږمه جنورۍ د جوډيشل کمېشن په نهه کسيزه ججانو کې پينځه و د هغې په حق کې رايې ورکړې وه چې هغه دې د سترې محکمې قاضي جوړه شي. د عايشه ملک په نومول کېدو په کمېشن کې شاملو او د مخالفه وکیلانو اتحاديو نيوکې کړي او ويلي دي هغه (عايشه ملک) په هغو درېو مشرانو قاضيانو کې نه ده شامله، کوم چې د صوبې په هايکورټ کې تر ټولو سينير يا مشران قاضيان دي. د قاضي په حېث عايشه ملک د تېر کال 2021 په جنورۍ کې د ښځو د پېغلتوب يا (ورجنټي) د کره والي په اړه تاریخي فېصله اورولې وه. هغې د ښځو د پېغلتوب د دوه ګوتو معاينې ته سپک عمل ويلی او زیاته کړې يې وه دا هيڅ ساينسي ارزښت نه لري. هغې ويلي دغه کار د متاثره ښځو عزت ته زيان اړوي او دا د ښځو د ژوند او عزت د حقونو ضد عمل دی. عايشه ملک په دغه فېصله کې مرکزي او صوبايي حکومتونو ته لارښوونه کړې وه چې دا خبره يقیني کړي چې د پېغلتوب د مالومولو د معاينې دپاره د جنسي تيري د اغېزمنو طبي معاينه ونه کړی شي. دغه لانجمه معاينه د دوه ګوتو د لارې کولی شي او په ګوتو مالومولی شي چې جينۍ ورجن يا کنواره ده که نه ده. په دغه طريقه معاينه کول د پاکستان نه علاوه په نورو ملکونو کې هم کیږي. عايشه ملک چې په کال 2012 کې په لاهور هايکورټ کې قاضي ټاکل شوې وه. هغې د امریکې د هارورډ لا سکول او پاکستان او نورو بهرنيو ملکونو کې زده کړې ترلاسه کړي دي. عايشه ملک د قانون پوهه همايون احسان ښځه او درېو بچو مور ده. ويل کيږي، جسټس عايشه ملک چې په لاهور هايکورټ کې قاضي وه، په جون 2028 کې به ريټايرډ کېده، خو اوس چې هغه د سپريم کورټ قاضي شوه د قاضيتوب موده يې وغځېده او اوس به په 2031 کې ريټايرډ کيږي. ويل کيږي هغه د ريټايرډ کېدو نه يو کال وړاندې د چيف جسټس يا مشر قاضي څوکۍ ته هم رسېدی شي.

24.01.2022 ډیوه

عمران خان وايي "که د واکه لرې شوم نور به خطرناک يم"

د پاکستان وزیراعظم عمران خان ويلي، "که د واکه لرې شوم، ستاسو دپاره به نور ډېر خطرناک یم، تراوسه پورې خو زه په دفتر کې ناست يم نندارې کوم، که زه په سړکونو راغلم ستاسو د پټېدو ځای به نه وي". د پاکستان وزیراعظم عمران خان پرون د اتوار/ يکشنبې په ورځ (23 جنوري) په ټيلي ويژن د خلکو سره په ټيليفوني خبرو کې مخالفه ګوندونو ته په مخاطب کولو سره خبرداری ورکړی دی. هغه ويلي پاکستان تحریک انصاف به د دې حکومت موده هم پوره کوي او راتلونکې موده به هم پوره کوي. هغه زياته کړې که د حکومت يا واکه لرې شو د مخالفه ګوندونو دپاره نور خطرناک وګرځي. نوموړي په مخالفه ګوندونو سختې نيوکې کړي دي. هغه ويلي چې په حکومت کې راغلی د چېلنجونو سره مخ پاتې شوی دی، او منلې يې ده په ملک کې ګراني ده خلک تنګ دی خو مخالفه ګوندونو ته په مخاطب کولو سره یې ويلي، خلک به ستاسو دپاره نه را ووځي. د تحریک انصاف د حکومت مخالفه ګوند پاکستان مسلم ليګ ن مشرې مريم نواز شريف د عمران خان خبرو ته په غبرګون کې په ټويټر ویلي، "عمران خان صاحب، اوس د ژړا انګولا او ډرامې کولو هيڅ ګټه نشته. کډه دې واخله او ځه. د څومره پورې چې د واک په شا پټېږي، د ځان او ولس د نورو مشکلاتو سبب به جوړېږي. تاسو تاريخي ماتې خوړلې ده". هغې ويلي، "ستاسو دغه دهړکې چې که د واک نه لرې کړی شو نو نور به خطرناک شي، تشې خبرې دي. په کومه ورځ چې د واکه لرې شوې خلک به د شکرانې نفل ادا کړي". د عمران خان د خبرداري د بيان وروسته په پاکستان کې په ټولنيزو رسنيو دغه بحث شورو شوی دی، چې د عمران خان پېغام چاته وو، او يو ټرېنډ هم روان کړی شوی دی چې "که زه وويستل شوم". د پاکستان ياد خبريال حامد مير په ټویټر د عمران خان د بيان ويډیو خپره کړې او ورته يې لیکلي، "تاسو پوهېږئ چې دا پېغام د چا دپاره وو". خبريال مرتضی سولنګي په ټویټر ویلي، "اوس حاضر دی، که زه وويستل شوم".

24.01.2022 ډیوه

وزیراعظم عمران خان وایي ګراني یې له سترګو نه د شپې خوب الوزولی دی

وزیراعظم عمران خان په هیواد کې روانه ګرانې یوځل بیا د ټولې نړې ستونځه  ګرځولې او ویلې په ګرانې خبر دې او د دې له سببه د شپې خوب نه ورځي. وزیر اعظم عمران خان د ټلیفون د لارې د خلکو د پوښتنو په جواب کې د هېواد په اقتصاد او سیاست خبرې وکړې. دوی پخواني حکومتونه د ګرانۍ ذمه واره وګرځول او ویې ویل چې د هغه د حکومت په راتلو سره، هېواد د قرضو، کرونا، د روپۍ قدر کې کمي او افغانستان کې د حالاتو په شمول، د څلورو بحرانونو سره مخامخ و. عمران خان پخپلو خبرو کې وویل چې د ګرانۍ ورته احساس شته او د دې د سببه د شپې خوب هم نه ورځي خو "د بده مرغه مطبوعات د مخالفو گوندونو سره په گډه په هېواد کې په دې اړه مایوسي خوروي." وزیراعظم عمران خان په دې مهال یو ځل بیا د مخالفو ګوندونو سره د جوړجاړي نه کولو ژمنې تکرار کړې او ویې ویل چې د مخالفو ګوندونو مشران حکومت بلېک مېل کول غواړي چې ورته اېن آر او ورکړل شي. د عمران خان وینا وه چې د ټېکس له درکه راغونډېدونکې نیمې پېسې د پخواني حکومتونو له اړخه اخیستل شوو قرضو کې کې ورکول کیږي. وزیراعظم همدا راز زیاته کړه چې په هېواد کې جمهوریت ته وده ورکولو دپاره د ټولو سره خبرو ته تیار دی، خو شهباز شریف د قام مجرم ګڼي او کله به هم ورسره روغه جوړه ونه کړي. عمران خان په دې مهال وویل چې د هېواد اقتصاد وده کړې، او د دې ثبوت د نړېوال بنک هغه رپوټ دی چې د پاکستان د اقتصاد وده یې پنځه اعشاریه درې اوه (۵،۳۷) فیصده ښودلې ده. د دوی ترمخه، بلومبرګ پېشګویي کړې چې پاکستان سم اړخ ته روان دی. وزیراعظم عمران خان دا دعوه هم وکړه چې د تحریک انصاف حکومت به خپله موده پوره کوي او راتلونکو انتخاباتو کې به هم بریالي کیږي. بل پلو ته مخالفو ګوندونو د وزیراعظم عمران خان په وینا سختې نیوکې کړي او د مسلم لیګ ن ګوند مشرې، مریم نواز د ټویټ د لارې خپل عکس العمل کې ویلي چې عمران خان سازشي او د مکافات عمل ښکار دی او د څلورو کالو ناکامۍ وروسته، اوس د اولس په وړاندې د ګرانۍ ژړا کوي.  مریم نواز په یو ټویټ کې لیکلي: "عمران خان صاحب، اوس د ژړا واوېلا او ډرامې جوړولو هېڅ فایده نشته. سامانونه دې واخله او ځه. څومره چې دې واک اختیار کلک نیولي اوسي، ستا او د عوامو په مشکلاتو کې به د اضافې سبب وګرځي. تاسو عبرت ناکه ماته خوړلې ده."  د مسلم لیګ ن ګوند یو راهنما حسن اقبال وایي: "ّپاکستان په غلط اړخ روان دی، مگر عمران نیازي او د هغه د پنځوسو نه زیات وزیران داسې ګڼي چې پاکستان په سم اړخ روان دی. دوی شاید په مریخ او یا سپوږمۍ اوسي چې د قام د ستونزو نه ندي خبر." د وزیراعظم د تازه وینا په اړه، په سوشل مېډیا باندې هم تود بحث روان دی. د وزیراعظم مرستیالان، د قام سره د دوی په ژوندۍ بڼه خبرې، د اولس ستونزې لېرې کولو هڅې ګرځوي او وایي چې په ګرانۍ او وړاندې ستونزو قابو مېندلو دپاره په کار دی چې عمران خان ته نور وخت هم ورکړی شي. خو بل طرف ته یوه صارفه، روشنا قریشي وایي، "د اولس د فون جوابونه یوازې یوه ډرامه ښکاري." هغه زیاتوي، څو ځله یې پخپله کوشش کړی خو ټلیفون ورته ندی مېلاو شوی او خبره نده چې دغه ټلیفونونه عمران خان ته د کومه ځایه کېدل. عبدالرحمن قمر وایي، عمران خان اولس د جعلي فون کالز له طریقه بې وقوفه جوړ کړی دی. یو بل صارف، سلیم جاوېد وایي چې عمران خان د هرڅه ذمه واري په بل چا اچوي، د روپۍ د قدر په کچه کې د کمي ذمه واره هم دوی طالبان ګرځوي.

24.01.2022 ډیوه

امریکا وایي د یوکرین حکومت په کمزوره کولو کې د روس په چالونو خبر دی

د امریکې د بهرنیو چارو وزیر انټېڼي بلېنکن د اتوار/یکشنبې په ورځ روس ته خبرداری ورکړ چې واشنګټن په "ټولو هغو چلونو او تکنیکونو" پوهېږي کوم چې ماسکو یې د یوکرین حکومت د کمزوره کولو دپاره کارولی شي، مګر بیا هم په دې امید چې ختیځ یورپ کې کشیدګۍ ختمې شي، سفارتکاري هلې ځلې به جاري ساتي. بلېنکن د اېن بي سي ټلوېژن "ميټ ډې پرېس" پروګرام سره خبرو کې وویل: "په یقین سره دا ممکنه ده هغه ډېپلومېسي چې روس پکې شامله ده، هسې روانه وي او د هغو په نهایي فېصلې چې په یوکرین حمله او یا هم په یو ډول او بل ډل مداخلت وکړي او که نه، هېڅ اثر ونه غورځوي. مګر مونږ ته دا ذمه وارې ترغاړې ده چې څو کولی شو او امکان یې وي، سفارتکاري کوششونه جاري وساتو، ځکه دا د لانجې ختمولو ښه ذمه وارانه طریقه کار دی." بلېنکن په یوه بله مرکه کې چې د سي اېن اېن ټلوېژن سره یې وکړه،د امریکې له اړخه په ماسکو باندې د په فوري توګه د سختو اقتصادي پابندیو د لګولو امکان رد کړ. امریکا وعده کړې ده چې که د روس صدر ولاډمیر پوټین په یوکرین برید وکړي، امریکا او اتحادیان به یې ورباندې سختې اقتصادي پابندۍ ولګوي. روس خپل شاوخوا یو لاک و اووه ویشت زره (۱۲۷۰۰۰) عسکر د یوکرین سرحد ته نږدې ځای پر ځای کړي دي. بلېنکن وویل، که اقتصادي پابندۍ اوس دستي ولګولی شي، بیا نو د روس د مخنیوي دپاره اثرګذاره اقدام له منځه ځي. بل اړخ ته د امریکا یو رېپبلېکن سنېټر جوني ارنېسټ چې د بلېنکن نه پس سي اېن اېن کې غږېده، د صدر بایډن انتظامیه یې په دې تورنه کړله چې یوکرین ته د مخ ته شوې خطرې په سر، د روس سره د دلاسایۍ تګلاره مخ ته وړي. سنېټر ارنېسټ ټینګار وکړ چې په ماسکو دې همدا اوس پابندۍ ولګولی شي ځکه د هغه په وینا، "صدر پوټین صرف د زور او قوت په ژبه پوهیږي. په کار ده چې مونږ کلک عزم ولرو." د برطانیې استخباراتو راپور ورکړی چې روس غواړي په یوکرین کې خپل د خوښې یو نوی حکومت راولي. کله چې د امریکې د خارجه وزیر نه په دې اړه پوښتنه وشوه، نو هغه په دې حقله د څه ویلو نه ډډه وکړه. مګر روس د برطانیې د استخباراتو راپور رد کړی او هغوی یې د غلطو معلوماتو په خورولو تورن کړي دي.

23.01.2022 ډیوه

ناروې کې د طالبانو ملاقاتونه او په ضد یې د افغانانو مظاهرې

واشنگټن -  د طالبانو یو پلاوی چې مشري یې د طالبانو د خارجه وزیر امیر خان متقي په غاړه ده، د اتوار/یکشنبې په ورځ د ناروې په سرښار اوسلو کې، د افغانستان د ښځو د حقونو له یو شمېر فعالانو او د بشري حقونو د کارکنانو سره ولیدل. دا خبرې د اوسلو ښار په یو هوټل کې د بندو دروازو ترشا په داسې وخت کې شروع شوي چې افغانستان د یو ناوړه بشري بحران سره مخامخ دی. طالبان به د ګل او نهې په ورځو هم ناروې کې د مغربي ملکونو له چارواکو سره ناستې ولري. طالبانو د اتوار/یکشنبې ورځې د خپل حکومت او د یو شمېر افغان فعالانو ترمنځ ناروې کې د ناستې یو مشترک بیان خپور کړی چې په کې ویل شوي، "د مجلس ګډونوالو د یوه بل نظریات په پراخه سینه او حوصله واورېدل، د هیواد په موجوده حالاتو یې نظرونه تبادله کړل." په دې بیان کې د کوم ځانګړي پرمختګ خبره نده شوې، خو "په تفاهم او ګډه همکاري" باندې ټینګار شوی دی. د دې خبرو نه وړاندې د طالبانو د خارجه وزیر امیرخان متقي یو غږیز پیغام د طالب چارواکو له اړخه په ټویټر خپور شو چې هغه کې متقي امید څرګندوي دا سفر یې ښه لاس ته راوړنې ولري. هغه په دې پیغام کې دا امید هم ښکاره کړی چې ناروې به، د هغه په قول، یورپ سره د مثبتو تعلقاتو یوه پېلامه شي.  د ناروې خارجه وزارت هم یو بیان کې ویلي: "ناروې د طالبانو سره خبرو ته دوام ورکوي چې په افغانستان کې بشري حقونه، په معاشره کې د ښځو شرکت، او د افغانانو په ګټه د بشري او اقتصادي کوششونو پیاوړي کول پرځای کړي."  د امریکا خارجه وزارت هم یو بیان جاري کړی او په هغه کې ویل شوي چې د امریکا د خاص استازي ټام وېسټ په مشرۍ امریکایي پلاوی به په اوسلو کې د طالبانو سره خبرو کې، "د یو نمائنده سیاسي نظام په جوړېدو، فوري بشري او اقتصادي بحراناتو سره مقابله کولو، امنیتي چارو او د ترهګرۍ ضد فکرمندیو، او په بشري حقونو په خاص ډول د جینکو او ښځو په تعلیم باندې" بحثونه وکړي. د ناروې خارجه وزیرې انیکېن هوتفېلټ د جمعې په ورځ ټینګار وکړ چې ناروې ته د طالبانو سفر، د هغو د حکومت د تسلیمولو او یا قانوني ګڼلو په معنا ندی، بلکې "په کار ده د هغو سره چې نن یې افغانستان کې حکومت کول په اختیار کې دي، خبرې وکړو." پس له هغه چې اګسټ میاشت کې طالبانو په کابل قبضه ولګوله، دا لومړی ځل دی چې د طالبانو یو پلاوی به د ناروی، امریکا، فرانس، برتانیې، جرمني، اېټلي او اروپايي اتحاد د غړو سره وویني. د خالي/شنبې په ورځ د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد اې اېف پي خبري ادارې ته ویلي دوی تمه لري چې دغه خبرې اترې به "د جنګ ماحول د سولې حال ته بدل کړي". ناروې کې احتجاجونه ناروې ته د طالبانو د رسېدو او د خبرو اترو د پیل سره جوخت، یو شمېر احتجاج کوونکو چې د اېسوشیټډ پرس د راپور تر مخې، شمېر یې شاوخوا دوه سوه (۲۰۰) کسانو ته رسېده او اکثره په ناروې کې مېشت افغانان و، د اتوار/یکشنبې په ورځ اوسلو کې مظاهره وکړه. دغو مظاهره کوونکو د طالبانو خلاف شعارونه ورکول، او ویل یې چې طالبان د پخوا په شان بې رحمه دي او په کار ده چې ورسره ملاقاتونه ونشي.  بل پلو د افغانستان د پېټرولیمو او کانونو (درنگونو) چارو پخوانۍ وزیره نرګس نهان چې دا مهال په ناروې کې ژوند کوي، د طالبانو سره د لیدو کتو بلنه رد کړې. ای اېف پي خبري ادارې سره د خبرو په وخت مېرمن نرګس ویلي، د اوسلو خبرې به طالبان نور هم عادي کړي، دوی به مظبوط شي او حقیقت کې داسې کوم امکان نشته چې دوی بدل شي. مېرمن نرګس نهان ویلي: "که مونږ وګورو چې په تیرو دریو کلونو کې په شوو خبرو اترو کې څه شوي. طالبان د نړیوالې ټولنې او افغانانو نه خپلې غوښتنې ترلاسه کړي، خو دوی د خپلې خوا نه کوم یو کار هم نه دی کړی." مېرمن نرګس د طالبانو په بند کې د مېرمنو فعالانو او خبریالانو ته په اشاره پوښتنه کړې. دا ځلې کوم ضمانت دی چې دوي به خپلې ژمنې پوره کړي؟  اخوا په افغانستان کې هم یو شمېر مېرمنو بیا د افغانستان د پخونیو سیاستمدارو او نورو میرمنو لخوا د وسله والو طالبانو سره د لیدو کتو په ګام سختې نیوکې کړي او ویلي یې دي چې دغه مېرمنې دافغانستان د ښځو نماېندګي نه کوي. د افغانستان د یو څیړنیزې ادارې افغان انسټيټیوټ فار سټرېټېجک سټډیز مشر داوود مرادیان چې دا مهال د افغانستان نه بهر دی، د ناروی لخوا دسولې په دغه پروسې هم نیوکې کړي. نوموړي ویلي، "د وسله والو طالبانو د مشرانو دغه غونډه رابلل د ناروی په نړیوال انځور باندې شکونه راپورته کوي. یو داسې هیواد چې د ښځو حقونو پاملرنه کوي او طالبان په ښکار د جنس په اساس د مېرمنو سره بد چلند کوي." ناروی د دې وړاندې هم د نړۍ په یو شمیر. هیوادونو کې د روانو لانجو د حل کولو یو زوړ ریکارډ لري. په دغو کې د منځني ختیځ او سري لنکا د سولې خبرې اترې شاملې دي. د افغانستان اقتصادي او بشري بحران د اګست په میاشت کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته په افغانستان کې بشري حالت ډیر خراب شوی. د افغانستان د بودېجې یا بجټ ۸۰ برخه چې د نړیوالو مرستو نه پوره کیږي ودریدلي او امریکا د افغانستان په مرکزي بنک کې د افغانستان ۹.۵ بېلینه ډالره اثاثې تړلي دي. په افغانستان کې بې روزګاري اسمان ته ختلې او سرکاري نوکرانو ته د تیرو څو میاشتو تنخاګانې نه دي ورکړی شوي په داسې حال چې افغانستان د وړاندې نه د وچکالۍ سره هم مخ دی.‌ ملګري ملتونه وايي په افغانستان کې دا مهال ۲۳ میلینه افغانان د لوږې د خطر سره مخ دي چې د ټولو ابادۍ ۵۵ سلنه جوړیږي. ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره د وړاندې نه ۴.۴ بیلنه امداد خواست کړی دی. د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو سکټري جنرل انتونیو ګوټېرېش یو وارې بیا دغه خبره تکرار کړی او په امداد ورکوونکو هیوادونو یې غږ کړی "دا به یوه لویه غلطي یا خطا وي چې د افغانستان اولس ته په ګډه دا سزا وکړل شي ځکه چې به افغانستان کې واکدارن زمونږ خبره نه مني."  د افغانستان لپاره د  ملګرو ملتونو یو پخواني استازي کای اېيډي اې اېف پي خبري ادارې ته ویلي "مونږ نه شو کولی د طالبانو په وړاندې مرستو ته دوام ورکړو. که تاسو غواړئ چې سم کار وکړئ تاسو په یوه لار یا په بله حکومت د ځان سره شامل کړئ." نړیواله ټولنه بیا په دې تمه ناست دي چې دغه سختدریځه اسلامپالي څنګه په افغانستان حکومت کوي. چا چې د کال ۱۹۹۶ نه تر ۲۰۰۱ پورې په خپله لومړۍ دوره کې په لویه کچه بشري حقونه د پښو لاندې کړي وو. که څه هم طالبانو بیا دعوه کوي چې دوی کې ډیر بدلون راغلی. خو لا هم ښځو ته د کار اجازه او جینکو ته زده کړو اجازت نه دی ورکړل شوی او د جینکو سکولونه تړلي پراته دي.

23.01.2022 ډیوه

دصحافیانو دتحفظ دقانون شپږمه ماده عدالت کې چیلینج کړی شوه

پاکستان کې د صحافيانو تر ټولو لويې تنظیم پاکستان فېډرل يونين اف جرنلسټس په دې وروستیو کې د حکومت لخوا عملي کړی شوې د صحافيانو د تحفظ د کال 2021 دقانون لانجمنه شپږمه ماده په اسلام اباد هایکورټ کې چلېنج کړې ده. یاد قانون چې دپروټېکشن آف جرنلسټس اېڼډ میډيا پروفیشنلز اېکټ په نامه ېادېږى تېر کال قامي اسمبلۍ او سېنټ کې د منظورۍ اؤ د صدر عارف علوى د لاسلیک وروسته نافذ شوی دی. د پاکستان فېډرل يونين اف جرنلسټس عمومي سکتر ناصر زيدي وي او ای ډيوه ته ویلي ددې قانون د شپږمې مادې پرضد یې د پاکستان بار کونسل د صحافيانو د تحفظ د کمېټې په لاس یې اسلام اباد هایکورټ کې خواست داېر کړی دی. په دغه خواست کې دريځ خپل کړی شوی چې د یاد قانون شپږمه ماده د هېواد په دستور کې ورکړې شوې د اظهار د ازادۍ د حق پرضد ده. ښاغلی زیدي وايي په پاکستان د معمول قوانین هم تل د مطبوعاتو او د اظهار د ازادۍ پرضد کارول شوي دي. هغه وايي "مونږ ګڼو چې ددې قانون شپږمه ماده هم په صحافيانو د قدغن لګولو لپاره کارېدلی شي" پاکستان کې د صحافيانو د تحفظ لپاره نافذ کړd شوي د کال 2021 ددې قانون که يو خوا صحافيان هرکلی کوي نو بل لوري ته ددغه قانون په شپږمه ماده نېوکې هم کوي. د قانون په شپږمه ماده کې د نېک نيتۍ ذمه واري په صحافیانو اچول شوې ده او په کې ویل شوي چې خبريال او د مېډيا لپاره کار کونوکي به داسې مواد نه خپروي د کوم چې دروغ کېدل د هغه په علم کې وي. صحافيان هم اندېښنه لري چې د نېک نیتۍ دا معامله حکومت د خپلو مقصدونو لپاره د صحافي پرضد کارولی شې. د بشري حقونو نړیوال تنظیم هيومن راېټس واچ په دې ورستیو کې خپل تازه راپور کې وېلي چې په پاکستان کې مېډيا او په حکومت نېوکې کوونکي خبريالان او فعالان د حکومت د لاسه ځورول کېدو سره مخامخ دي.  دبشري حقونو د څار نړیوال تنظیم  د کال 2021 دپاره په دغه رپورټ کې دا هم ویلي چې د پاکستان حکومت د اګست په میاشت کې د میډیا د قابو کولو لپاره نوې پاليسي تجویز کړې چې د وړاندې نه د بندېزنو ښکار مېډيا یې نوره هم د حکومتي فشار لاندې راوستې ده. د اسلام اباد په هایکورټ کې د صحافيانو لخوا ددې خواست دایرونکي وکيل افتاب عالم ډيوه ته ویلي ددغه قانون د شپږمې مادې لاندې صحافيان پابند ګرځول شوي دي که چيرې هغوي ددغه شق سرغړونه وکړه نو په عدالت کې به یې پرضد دجنایي جرم په اساس کاروايي کېږي. هغه وايي په دې قانون کې په صحافيانو داسې بنديز لګول شوی چي وايي که هغوئ ددې قانون څخه ګټه پورته کول غواړي نو لمړۍ به ورله د خپل خبر رښتينوالی ثابتول وي. دې وايي هسې خو په نړيواله کچه منل شوی اصول دا دی چې د خبر ورکوونکي صحافي د خبر کره کتنه د مدير ذمه واري وي. د صحافيانو دتنظيمونو لخوا ددغه قانون پرضد خواست باندې د اوریدنې وروسته د اسلام اباد هایکورټ مشر قاضي اطهر من الله د اطلاعاتو او بشري حقونو د مرکزى وزارتونو ترڅنګ د فرورۍ دمياشتې په نهمه نېټه د اټارنى جنرل څخه ځواب غوښتی دی. د پاکستان وزيراعظم عمران خان او د هغه د حکومت چارواکي په هېواد کې په مطبوعاتو د قدغن لګولو خبرونه ردوي او وایي په پاکستان کې مطبوعات د ځنو مغربي هېوادونو نه هم زياته ازادي لري. د بشري حقونو د څار دنړیوالې نړیوال سازمان هيومن رايټس واچ رپورټ وايي په کال 2021 کې په پاکستان کې د خبریالانو پرضد د تشدد پېښې زياتې شوې دي او وايي د اپریل په میاشت کې نامالومه وسله والو د ټي وي خبريال ابصار عالم په ډزو ژوبل کړې ؤ چې په حکومتي تګلارې او پوځ به یې نېوکې کولې. همدغه شان بیا د مئ په میاشت کې نامالوم وسله وال د صحافي اسد علي طور په کور اسلام اباد کې ورننوتل او هغه یې د ځان سره په زور بوتلو، د هغه سره د ملاتړ په سر د جيو نيوز دیوې خپرونې دمشهور کوربه حامد میر خپرونه هم  له هغې وروسته وځنډول شوه.

23.01.2022 ډیوه

مردان کې مور اؤ لور دغیرت په نوم وژل شوي دي

په مردان ښار لوندخوړ سیمه کې ځایي پولیس وایي خپلو وروڼو خور او خورزه د غیرت او عزت په نوم وژلي دي. دپولیس سرچینې وایي د وژل شوې میرمنې وروڼو په خپله خور اؤ خورزه دبدلمنۍ شک لرلو اؤ هغوئ دشک په اساس وژل شوي دي. دا پېښه د مردان ښار په تخت بايي تحصیل هاتهیان سیمه کې رامنځ ته شوې، پولیس وایي هغوئ د دریوؤ کسانو دوؤ وروڼو او یو لیور په ضد د 302مادې دلاندې دوژنو مقدمه درج کړې او پلټنې یې پیل کړي دي خو تراوسه پېښه کې ککړ تنان نه دي نیول شوي. دلونډ خوړ پولیس تاڼې محررعلیم خان ډیوه ته وویل ددوئ ترمنځ کورنۍ جګړې روانې وې . د وژل شوې 55کلنې میرمنې دوؤ زامنو پولیسو ته ویلی چې ماماګان یې د وسلو سره کور ته ورغلي او د هغوئ په مور یې ډزی کړي او بیا ورستو یې د هغوی 27 کلنه خور هم ووژله کومه چې واده شوې،دڅلور بچو مور ده اؤ دهغوئ په ګاونډ کې ژوند کوي. دبشري حقونو کارکونوکو ددې پېښې غندنه کړې او وایي چې پاکستان کې د غیرت او عزت په نوم په وژنو کی زیاتوالی راغلی دی. د پاکستان د بشری حقونو د کمیشن د خیبر پښتونخوا صوبایي مرستیال مشر اکبر خان وایي د پاکستان هر وګړي ته تحفظ ورکول د ریاست ذمه واري ده او باید چې ریاست په داسی قسمه پیښو کې پخپله فریق جوړ شي او ککړو ملزمانو ته سزا ورکړي. وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه وویل دا د قانون نافذ کوونکو او د ټولنې دپاره د افسوس وړ خبره چې داسې پېښو کې پرله پسې اضافه کیږي. د پاکستان د بشری حقونو کمیشن د کال 2020 په رپوړټ کې وایي په یو کال کې 430کسان د عزت او غیرت په نوم وژل شوي چې پکښی 148سړی او 363 ښځې شامل دي. د نړیوال جنډر ګیپ انډیکس کې پاکستان په 153 هیوادونو کې په 151 نمبر دی چرته چې د داسې قسمه پیښو مخ نیوی کولی شي. د ورلډ اکنامکس فورم د رپوړټ تر مخه په پاکستان کی هر کال 5000 کسان د غیرت په نوم وژل کیږي او دپاکستان دننه د ښځو د حقونو د خوندي ساتلو اداره عورت فاونډیشن وایې 70فیصدي ښځې کورنی تشدد سره مخ دي خو پاکستان کې د ښځو د تحفظ دپاره په مرکزي او صوبایي کچه قوانین هم جوړ دي چې ښځې د کورني او جنسي تشدد څخه بچ وساتي

23.01.2022 ډیوه

کوهاټ:دمارټر ګولې چاودنه کې څلور کسان وژل شوي

پیښور سره نزدې د کوهاټ ضلعې پخوانې نیمه فبایلي سیمه دره ادم خېل کې په یو کور کې يوه زړه مارټرګوله چاؤدلې چې له امله يې د دوؤ ماشومانو په ګډون څلور تنه مړه او یو بل ماشوم ژوبل شوي دی.  د علاقې پولیس وايي د مارټرګولې د چاؤدنې پېښه د شنبې په ورځ د کوهاټ ضلعې سره پیوست دپخوانۍ نیمې قبایلي سیمې دره ادم خېل تحصيل په غره ييزه علاقه جواکي کې رامنځته شوې ده.  د کوهاټ پولیسو ویاند فضل نعیم وی او ای ډیوه ته وویل کومه کورنۍ چې دې پېښه کې زیانمنه شوې هغه د مانسهرې سره دتړاؤ لرونکو ګوجرو کورنۍ وه چې په یاده علاقه کې یې کیږدي لګولې او څاروي به یې څرول.  هغه وویل چې په غرونو کې پرته پخوانۍ دمارټر ګوله ماشومانو ته په لاس ورغلې خیمې ته یې راواړې او هغه پرې چاؤدلې ده.  دپولیسو ویاند په پېښه کې دڅلورو کسانو د مرګ او یو بل تن دژوبلیدو پخلی وکړو او وئ ویل وژل شوي او ژوبل شوي کسان د یوې کونۍ دي چې د مور او پلار سره د هغو دوه ماشومان مړه شوي او یو بل ژوبل شوی.  د ویاند په خبره دغه پیښه چې چرته شوې دغه سیمه تیرو وختونو کې د وسله والو تر واک لاندې پاتې شوې او دغلته د وسله والو پرضد عملیات شوي دي.   په قبايلي سیمو کې دا لومړی ځل نه دی چې د زړې مارټر ګولې چاؤدنه شوې بلکې په دغو سيمو کې وخت په وخت په ځمکه کې د ښخو ماينونو چاؤدنې هم کيږي.  د پاکستان د خېبرپښتونخوا صوبې په بېلابيلو برخو او په ځانګړي ډول په قبايلي ضلعو جنوبي او شمالي وزيرستان کې دغه ډول د مارټر ګولو او ماين چاؤدنو زیاتې پېښې کيږي.  د خېبرپښتونخوا زياتې برخې او قبايلي ضلعې په تېرو څو کلونو کې د بدامنۍ او ترهګرۍ ښکار پاتې شوي او دغه ډول د مارټر ګولو چاؤدنې پیښې په سوات او نوښار کې هم شوي دي.  تېره کال 2020 م کې د خېبرپښتونخوا په نوښار سيمه کې د پوليس په وېنا د کباړي په دوکان کې د مارټر ګولې په چاؤدنه کې پينځه تنه وژل شوي وؤ. د پښتون ژغورنې غورځنګ وايي يواځې په جنوبي وزيرستان کې تراوسه پورې د لینډ ماین چاؤدنو کې نزدې 20 کسان وژل شوي او 300 نه زيات ژوبل شوي دي.  د پښتون ژغورنې غورځنګ د نورو غوښتنو سره يوه مهمه غوښتنه دا هم کوي چې د وزيرستان او نورو قبايلو سيمو ترڅنګ په کومو علاقو کې چې پوځي عمليات شوي هلته دې په ځمکه کې پټ ښخ کړل شوي ماينونه پاک کړی شي. په جنوبي وزیرستان کې تیر کال د جون په میاشت کې درې تنکي هلکان  دماین چاودنه کې وژل شوي وؤ چې ملګرو ملتونو هم په دغه پېښه اندېښنه څرګنده کړې وه.  د ملګرو ملتونو د ماشومانو دپاره په بېړنۍ توګه مرستندویه ادارې (يونيسف) د پاکستان استازې اېډا ګيرما ویلي وؤ"هيڅ يو ماشوم بايد د جنګ څخه دپاتې شوؤ ماينونو يا چاودېدونکو موادو ښکار نه شي" هغې ویلي وؤ يونيسف به د پاکستان مرسته کوي او ددغو ماينونو په اړه به پوهاوی خوروي چرته چې ماشومان او کورنۍ ددغه خطر سره مخ دي. د دې سره دا هم مهمه ده چې ماينونه پاک کړی شي او په پېښو کې د بچ شوو بيا بحالي وشي" د پاکستان پوځ ادعا کوي چې په وزيرستان کې د ښخو پټو ماينونو پاکولو په موخه کار روان دی خو بيا هم وخت په وخت په سيمه کې دغه ډول پېښې رامنځته کيږي. په جنوبي وزيرستان کې د ماين چاودنې وروستۍ بیښه د روانې جنورۍ په پینځمه نېټه شوې وه چې یوه ښځه یې ژوبله کړې وه، دا چاودنه په داسې وخت کې شوې وه چې د پاکستان دپوځ ویاند مېجر جنرل بابر افتخار د جنورې په پینځمه ویلي وؤ په قبايلي علاقو کې د ماينونو په پاکولو کار روان دی. دپوځي ویاند ترمخه  2021 کال کې په قبايلي ضلعو کې د ماينونو پاکولو دپاره 95 ټيمونه په ځای شوي دي او د ماينونو پاکولو په وخت امنیتي سرتیري وژل شوي او ژوبل شوي هم دي.

23.01.2022 ډیوه

پوځ وایي جنوبي وزیرستان کې یې په لویه کچه وسلې اؤ مهمات ترلاسه کړي

دپاکستان پوځ وایي دافغانستان پولې سره نزدې دخیبر پښتونخوا قبایلي سیمه شمالي وزیرستان کې یې دترهګرو په ضد دعملیاتو په مهال په لویه کچه وسلې اؤ چاودیدونکي مواد ترلاسه کړي دي. داتوار په ورځ د پوځ ویاندې ادارې ایي ایس پي ار پخپل بیان کې ویلي چې پوځ ته دا وسلې دجنوبي وزیرستان په سروکئ سیمه کې هغه مهال په لاس ورغلي چې سیمه کې دترهګرو دموجودیت په اطلاع عملیات کول. پوځ وایي په دې وسلو کې مشین ګنونه،ارپي جي،لاسي بمونه اؤ ګوله بارود شامل دي . تر دې وړاندې چې کله پوځ په کال ۲۰۱۴م کې په سیمه کې دترهګرو په ضد دضرب عضب په نوم عملیات کړي وؤ نو دعوه یې کړې وه چې دغه سیمه کې د ترهګرو نه پاکه کړې ده. ددغو عملیاتو په مهال پوځ دعامو کورونو څخه هم وسلې ټولې کړې وې خو په دې وروستیو کې یو ځل بیا په جنوبي اؤ شمالي وزیرستان کې په امنیتي ځواکونو دبریدونو اؤ هدفي وژنو لړۍ چټک شوې ده. په امنیتي ځواکونو د کیدونکو زیاتره بریدونو پړه دپاکستاني طالبانو تحریک پغاړه اخلي چا سره چې تیرکال دنومبر په میاشت کې حکومت دیوې میاشتې ډزبندي کړې وه خو وروسته پاکستاني طالبانو حکومت سره ددې ډزبندۍ دختمولو اعلان کړی ‌ؤ. د روانې میاشتې دجنورۍ په پينځمه د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل بابر افتخار هم د ټي ټي پي سره د ډز بندۍ ختمول تاييد کړي او ویلي یې وؤ، د ټي ټي پي پرضد جګړه روانه ده دپاکستان دکورنیو چارو وزیر شیخ شید اوړمه ورځ خبریالانو ته ویلي وؤ طالبانو چې د ډزبندۍ لپاره حکومت ته کوم شرطونه ایښودي وؤ هغه ډیر سخت وؤ ځکه دغه ډزبندي نوره ونه غځول شوه. هغه ویلي وؤ که ټي ټي پي وسلې غورځوي اؤ‌ دپاکستان ایین اؤ قانون منلو ته غاړه ږدي نو دروازې ورته پرانستي دي اؤ که جګړه غواړي نو په ضد به یې جنګ کولی شي.

23.01.2022 ډیوه

پاکستان کې په یوه ورځ په کرونا وایرس 20کسان مړه شوي

سرکاري شمیرې ښایي چې پاکستان کې تیر یو شواروز بیا دکرونا وایرس دخوریدو په اړه سخت پاتې شوی اؤ دهیواد په بیلابیلو برخو کې 20 کسان په دې وایرس مړه شوي دي. د اتوار په ورځ د کرونا دڅار دولتي ادارې این سي او سي پخپلو تازه شمیرو کې ښکاره کړې چې دتیرو څلېریشتو ساعتو په مهال پاکستان دکرونا وایرس 7586 تازه پېښې مخې ته راغلي دي. دکرونا وایرس دمثبتو پېښو کچه چې په دې وروستیو کې دپاکستان دننه دیو فیصدي نه هم په ښکته تللې وه اوس یو وارې بیا 13 فیصدي ته جګه شوې ده. دسرکاري شمیر شیمرو له مخې دپیل نه تر دې دمه پاکستان کې په کرونا وایرس ټول 13 لکه67 زره اؤ 605 کسان اخته شوي اؤ 29097 تنان پرې مړه شوي هم دي. این سي او سي وایي دا مهال چې هیواد کې کوم کسان په کرونا وایرس اخته دي هغوئ کې هم 1,083 تنانو حالت داندېښنې وړ دی. پاکستان کې دکرونا وایرس دخوریدو دا لړۍ په داسې حال کې چټک شوې چې دخالي‌ په ورځ حکومت ښکاره کړې وه چې تر اوسه ګرد هیواد کې 171,470,850 کسانو ته کرونا ضد ویکسین لګول شوي دي. دپاکستان ټوله ابادي 22 کروړه ده اؤ حکومت وایي چې په دې ابادۍ کې 35 فیصدي ابادۍ ته کرونا ضد ویکسین لګولي دي. خو سرچینې وایي چې اوس هم پاکستان کې زیاتره خلک د کرونا وایرس خوریدو خبره دروغ ګڼي اؤ ددې وایرس په ضد د ویکسین لګولو نه ډډه کوي. کارپوهان وایي د یو هیواد د 70 فیصدو نه زیاته ابادي چې د کرونا په ضد ویکسین واخلي نو تر ډیره حده ددغې رنځ نه وژغورلی شي.  

23.01.2022 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more