بېن الافغاني خبرې بيا پېليږي، سرچينې
د پاکستان د لوړې کچې يوې سرچينې وي او اې ته ويلي، د زيارت په ورځ به په قطر کې د افغان حکومتي استازو او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې روانې شي.
وزيرستان: په چاودنه او بريد کې د درېو ماشومانو او يو پوليس په ګډون پينځه تنه وژل شوي
په شمالي او جنوبي وزیرستان کې يوه ماين چاودنه شوی او په پوليسو بريد شوی، په ماين چاودنه کې درې ماشومان وژل شوي او دوه ټپيان شوي دي، په پوليس موبايل بريد کې يو پوليس او يو لاروی وژل شوي او درې پوليس ټپيان شوي دي.
کابل: په چاودنو کې لږ تر لږه لس تنه وژل شوي
د افغان چارواکو په وېنا د نهې/ سه شنبې په ماښام په کابل کې درې چاودنې شوي، لږ تر لږه لس تنه ملکي وګړي پکې وژل شوي او د 14 زيات پکې ټپيان شوي دي.
امریکا غواړي چې مصر سره د بشري حقونو مسئله راپورته کړي
د بشري حقونو نړېوالې ډلې له مصر نه غواړي چې د حکومت سیاسي مخالفین دې نه ځوروي او سیاسي قیدیان دې له بنده خوشې کړي.
د صحت عالمي ادارې ساینوواک وېکسین ته هم د بېړني استعمال منظوري ورکړه
ساینوواک کمپنۍ وایي چې په خلکو کې د وېکسین د دوه خوراکه مفاداتو شرحه یې له پنځوس فیصده زیاته ده.
پښتانه د پاکستان په پارلمان کې يوې بل سياسي ګوند ته اړتيا لري او که نه؟
د فيس بک يو فعال او قامپاله سياسي کارکن سردار امازۍ په خپله پاڼه ليکلي “د نوې پارټۍ په اړه بايد ووايم چې محسن داوړ او نور د پي ټي ايمپه سر د پارټو نه ويستل شوي وو. اوس که هغوی نوې پارټي جوړوي بايد زاړه ګوندونه په دې خوا بده نه کړي”
سېنټکام: افغانستان نه د انخلا د ۴۰ فیصد نه زیات کار سر ته رسول شوی
د امریکې د پوځ مرکزي کمانډ، سېنټکام، چې په افغانستان کې د ځواکونو مسولیت په غاړه لري د نهې، سه شنبې، په ورځ یې په یو بیان کې وویل د انخلا په مهال امریکايي ځواکونو شپږ تاسیسات د افغانستان دفاع وزارت ته رسمي ډول ورکړي دي او په اینده کې به نور پوځی مرکزونه او ساز او سامان افغان امنیتي ځواکونو ته ورکړي
سند وايي په ورستۍ سرشمېرنه کې د صوبې ابادي کمه ښودل شوي
سند مرکزي حکومت ته لیکل شوي یو خط کې د پارلېمنټ د مشترکه غونډې غوښتنه کړې او د مشترکه مفاداتو کونسل پخلی کړی چې د سږ کال په اخیره کې به نوي سر شمېرنه کولی شي
د پېښور یونېورسټۍ استاذانو او نورې عملې د حکومت په ضد د کاربندیز اعلان کړی
د پیښور پوهنتون د استاذانو د اتحادیې پیوټا عمومي سکتر پروفیسر ډاکټر ذاکر الله جان وویل "زمونږ چې کوم آن لاین درسونه دي یا د انټرنیټ په ذریعه کوم تعلیمي فعالیتونه دي. مونږ به هغې کې هیڅ قسمه برخه نه اخلو. د پروفیسرانو چې کوم آن لاین غونډې وي. هغې کې به ګډون نه کوي."
د افغانستان په اړه به نېټو د صدربایډن سره د سر مشرانو غونډه کوي
د ګل، دوشنبې، په ورځ په برسلز خپله وېنا کې د نېټو مشر وویل د نړیوالو ملاتړ تر څنګ به بالاخر د خپل هېواد د امنیت او پرمختګ ذمه واري به افغانان په خپله اوږو اخلي."زما د کلک یقین دی په یو پړاو به افغانان د خبل مستقل ذمه واري په خپله اخلي."
په جاني خېلو کې د يو قامي مشر د وژنې پرضد په دوېمه ورځ احتجاجي ناسته روانه ده
د خېبرپښتونخوا د بنو ضلعې په جاني خېلو کې د يو قامي مشر د وژنې پرضد د پرون راهسې پېل کړی شوې احتجاجي ناسته په دوېمه ورځ روانه ده.
بلوچستان: په دوه بريدونو کې څلور پاکستاني سرتيري وژل شوي، اته ټپيان
د پاکستان په بلوچستان صوبه کې په دوه بريدونو کې د پاکستان د اېف ـ سي ځواک څلور سرتيري وژل شوي او اته نور ټپان شوي دي، پوځ ویلي په نښته کې د څلورو نه تر پينځه پورې ترهګر هم وژل شوي او د اته و پورې ټپيان شوي دي.
کراچۍ: سيند هايکورټ د علي وزیر د ضمانت خواست رد کړو
د پاکستان د سيند صوبې هايکورټ د قومي اسمبلۍ غړي او پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ علي وزير په ضمانت د خوشي کولو خواست رد کړو.
نن سبا پښتانه په “سپېس” کې هم په سیاست او کلتور غږېږي
د جدید دور په جدیدو اوزارو پوهه پښتانه نن سبا په سپېس کې هره ورځ کوټې جوړوي او غونډې کوي.
په پوځ د تنقید وروسته خبریال حامد میر وايي د ټي وي پروګرام نه لېرې کړی شو
د پاکستان د خبریالانو مركزي تنظیم پاکستان فېډرل یونین اف جرنسلسټس، پي اېف یو جی، د حامد میر د لېرې کېدو غندنه کړې ده