ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


سوریه د ډوډۍ له کموالي سره مخ شوې

واشنګټن – د ملګروملتونو یو چارواکی وایي، سوریه ښايي د لسیزې اوږدې جګړې د پیل راهیسې د ډوډۍ تر ټولو سخت کموالي سره مخ شي. په سوریه کې د ملګروملتونو د خوړو او کرنې د پروګرام (اف اې او) استازي مایک رابسن وویل، "اوس هم داسې شواهد شته چې خلک خپل خواړه کموي." هغه وویل، کچېرې د سوریې پیسه همداسې د فشار لاندې وي، واردات به په سخته ترلاسه شي او ۲۰۲۱ کال ته نېږدې میاشتو کې به د غنمو راټولول هم له کموالي سره مخ شي. په سوریه کې د غنمو فصلونه د مې په وروستیو کې راټولېږي او د تېر کال پیداوار له جګړې څخه د مخکې وخت نیمايي‌ ته رسېدل. د ملګروملتونو د بشري مرستو د تنظیم د چارو دفتر ویلي، دغه کموالی به د سوریې خلک چې لا له مخکې څخه تر اته میلیونه زیات یې د خوراکي توکو د کموالي له ستونزو سره مخ دي نور هم له کړاو سره مخ کړي.‌ یادې ادارې په مارچ میاشت کې په یو راپور کې ویلي وو، چې په سوریه کې نېږدې پنځه لکه ماشومان له سختې خوار ځواکۍ (سوي تغذي) سره مخ دي. د بشارالاسد حکومت هڅه وکړه چې ‌په اپرېل کې خلکو ته خوراکي توکي د ځانګړو کارتونو په واسطه هره میاشت په ارزانه توګه ورکړي خو په دغه سیستم کې د ډوډیو وېشل نه وه شامل. د ډوډیو کموالی یوه بله ستونزه وه چې د اسد رژیم ورسره مخ شو ځکه دوی له مخکې څخه له کورنۍ جګړې، د کورونا له وبا او د امریکا لخوا د وروستیو لګېدلو بندیزونو سره مخ وه. د سوریې اوسېدونکي وايي، دوی تل خود کفا وو نو ولې اوس داسې یو پړاو ته رسېدلي دي چې د یوې ډوډۍ موندل پکې په یو خوب بدل شوی.      

10.07.2020 ډیوه

م م: د ایراني جنرال قاسم سلیماني وژل غیر قانوني وو

واشنګټن – د ملګروملتونو په یو راپور کې چې د زیارت یا پنجشنبې په ورځ خپور شوی راغلي دي، چې د امریکا لخوا د ډرون برید په کوم کې چې د ایران لوړ پوړی جنرال قاسم سلیماني په جنورۍ کې د بغداد په نړیوال هوايي ډګر کې ووژل شو له نړیوال قانون څخه تیری ګڼل کېږي. د ملګروملتونو پلټونکې اګنېس کالامارډ ویلي، تر سلو زیات هېوادونه پوځي ډرون لري او تر لسو زیاتو یې د ادعاو له مخې په وسلو سمبال ډرون د زور کارولو لپاره استعمالوي، لکه د هدفي وژنو لپاره. هغې زیاته کړه، د په وسلو سمبال ډرونو بې کنټروله زیاتوالی نړیوال امن ته یو خطر دی او هغې وړاندې وویل، چې د امریکا لخوا د سلیماني وژنه دغه خطرونه زیات کړي دي.‌ اګنېس دا هم ویلي، چې امریکا دغه برید مخکې له دې څخه چې د عراق اجازه واخلي ترسره کړی او دا د عراق له ځمکنۍ بشپړتیا څخه هم تیری ګڼل کېږي. هغې دا هم وویل، چې "دا یو مهم او خطر جوړونکی نوی ګام دی." کالامارد وايي، "دا لومړی داسې پېژندل شوې پېښه ده چې یو هېواد د خپل ځان د دفاع په نامه د حکومتي چارواکي پرضد بې له دې چې له هغوی سره وسلواله جګړه اعلان شوې وې برید وکړي." د ملګروملتونو په راپور کې وړاندې راغلي دي، "هېڅ داسې شواهد نه دې وړاندې شوي چې جنرال قاسم سلیماني د امریکا د ګټو پرضد په ځانګړي توګه په عراق کې د کوم خطرناک برید پلان جوړوه چې له امله یې د بیړني اقدام اړتیا لازمي وه." د ډرون له برید څخه څو ورځې وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي وو چې سلیماني د امریکا د ګټو پرضد د پراخ او ستر برید پلان لره او دغه بریدونه خطرناکه وو.     خو مېرمن کالامارډ د امریکا لخوا د خپل ځان ددفاع دغه خبره ردوي. هغې وویل، ترکیې په بشپړه توګه د امریکا پوځي ډاکټرین منلی او د برتانیې په ګډون نور هېوادونو ورڅخه ملاتړ څرګند کړی.‌ هغې امریکا غږ ته دا هم وویل، چې دا وېرېږي د داسې هېوادونو شمېر به زیات شي چې له ترهګرۍ سره د جګړې په نامه د وسلوالو ډرونو بریدونو ته جواز ورکړي. ددې اونۍ په سر کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې مورګن اورټېګس ویلي وو، "دا صداقت نه دی چې امریکا د خپل ځان د دفاع په لاره کې غندل کېږي او د جنرال سلیماني د خونړۍ ماضي په اړه چې د نړۍ یو له خونړیو ترهګرو څخه وو هېڅ هم نه ویل کېږي." په جینیوا کې ملګروملتونو ته د ایران سفیر اسمعیل بغایل همانچ د واشنګټن لخوا د سلیماني وژنه ظالمانه، بې سببه، د عدالت خلاف او غیر قانوني ګڼلې ده. هغه ویلي وه چې د ملګروملتونو شورا او امریکا یو نړیوال جرم ترسره کړی او باید ورسره حساب وشي.‌

09.07.2020 ډیوه

 امریکا د ایغور مسلمانانو د ځپلو له امله په څلورو چینايانو بندیزونه ولګول

واشنګټن – امریکا د زیارت یا پنجشنبې په ورځ په څلورو چینايي چارواکو باندې له دې امله بندیزونه ولګول چې د ایغور مسلمانو لږکیو باندې یې د بشري حقونو تیري کړي دي. امریکا په دغو بندیزونو کې په سینکیانګ کې د کمیونسټ ګوند سیمیز مشر چین کوانګو او ددغه سیمې په امنیتي ادارو باندې هم بندیزونه لګولي دي. د امریکا د دې اقدام له امله ښايي د واشنګټن او پېکنګ ترمنځ اړیکې چې د کورونا په وړاندې د چین لخوا د ناسم غبرګون او په هانګ کانګ باندې د قبضې لګولو له امله بې خونده شوي لا نورې پسې خرابې شي. د سپینې ماڼۍ یو چارواکي وویل، "امریکا په نړۍ کې غږ کوي چې په سینکیانګ کې د چین د کمیونست ګوند لخوا په خپلو خلکو باندې د تېریو، بندي کولو، په زوره سره کار کولو، شکنجه کولو او حتی د هغوی د شنډولو پرضد ودریږي. په واشنګټن کې د چین سفارت په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي خو چین له مسلمانو لږکیو سره د ناوړه چلند خبره ردوي او وايي، په کمپونو کې هغوی ته مسلکي زده کړې ورکول کېږي او دا د ترهګرۍ په وړاندې جګړه کې ضروري دي. ددغو بندیزونو له مخې، امریکا د بشري حقونو څخه سرغړونکي د نړۍ په هره برخه کې په نښه، په امریکا کې یې پانګه او جایداد کنګل او امریکایان له دې څخه منعه کړي چې ورسره کومه سوداګریزه راکړه ورکړه وکړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په یو بیان کې ویلي، چې په دغو کسانو او د هغوی د کورنۍ نېږدې غړو ته به د امریکا وېزې هم نه ورکول کېږي. ملګري ملتونه اټکل کوي چې د سینکیانګ په کمپونو کې تر یو میلیون زیات مسلمان اچول شوي دي.‌  

09.07.2020 ډیوه

په نړۍ کې په کورونا اخته کسان له ۱۲ میلیونو څخه زیات شول

واشنګټن – په نړۍ کې په کورونا وایرس د اخته کسانو شمېر له ۱۲ میلیونه، دوه لکه او اتیا زرو څخه زیات شو. امریکا اوس هم د کورونا د زیاتو پېښو له امله لومړی ځای لري چې د کورونا رنځورانو شمېر پکې له درې میلیونه او ۱۳۵۰۰۰ څخه اوختی دی. په امریکا کې یواځې د شورو یا چهارشنبې په ورځ د کورونا له ۶۰۰۰۰ څخه زیاتې نوې پېښې رپوټ شوې دي چې دا د وبا له بيل راهیسې په یوه ورځ کې تر ټولو لویه شمېره ده. لږ تر لږه په پنځو ایالتونو کې چې په هغو کې کالیفورنیا، ټکساس، ټینیسي، ویسټ ویرجینیا او یوتا شامل دي د شورو په ورځ تر ټولو لوړې شمېرې رپوټ شوې دي. په ورته وخت کې د ارېزونا، کالیفورنیا، فلورېډا او ټکساس روغتیايي چارواکو خبرداری ورکړی چې په دغو ایالتونو کې روغتونونه د کورونا له ناروغانو ډک شوي دي.‌ امریکا په نړۍ کې د کورونا د مړینو له پلوه هم لومړی ځای لري چې شمېر یې له ۱۳۵۰۰۰ څخه اوړي. په ګرده نړۍ کې له کورونا څخه د مړو شویو کسانو شمېر له ۵۵۴۰۰۰ څخه زیات شوی دی. په ورته وخت کې د روغتیا نړیوالې ادارې یا ډبلیو اچ او د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د یوې خپلواکې ډلې لخوا د وبا په وړاندې د ورکړل شوي غبرګون ارزونه کوي. د ډبلیو اچ او مشر تیدروس ګبریاسس په جنیوا کې یوې غونډې ته وویل، دغه خپلواکه ډله به نړۍ ته په ډاګه کړي چې څه پېښ شوي او څه ډول به د یو واحد بشریب په څېر خپله غوره راتلونکې جوړه کړو. د تېدروس دغه اعلان وروسته له هاغې وشو چې د امریکا ولسمشر ډآنلډ ټرمپ په رسمي توګه له دغې ادارې څخه د وتلو چارې د نهې یا سې شنبې په ورځ پیل کړې. تېدروس دا خبرداری هم ورکړ چې که په نړیوالې ټولنې کې راغلي درزونه ژر سره و نه رغېږي نو نورې ناوړه پایلې هم درلودای شو. تېدروس وړاندې وویل، مونږ د کورونا وبا ته په داسې حال کې چې سره ویشلي یو ماته نشو ورکولای.

09.07.2020 ډیوه

ایا صوفیا میوزیم که جومات؟ د ترکي عدالت به د تاریخي ودانۍ فیصله کوي 

څیړنکاران وايي اتا ترک د دغه تاریخي ودانۍ د میوزیم جوړولو سره د سیکولر یا ازاد خیاله ترکي مخ څرګند کړی وو خو نژدې ۱۰۰ کاله وروسته رجب طیب اردوان د دغې اپوټه کار کوي.‌

09.07.2020 ډیوه

عمران خان په خلکو غږ کړی چې لوی اختر په سادګۍ او احتیاط سره ولمانځي

عمران خان وویل د می په میاشت کې د ورکوټي اختر په موقعه د خلکو د ” بې احتیاطی“ له کبله په پاکستان کې د کرونا وایرس کیسونو کې اضافه وشوه

09.07.2020 ډیوه

د صدر ټرمپ مالي معاملات دې خفیه وساتل شي، د امریکې سپریم کورټ امر 

سپریم کورټ در فېصلې دلاندې کانګرس دغو دستاویزاتو ته رسايي نشي لرلی البته د نیویارک یو سکاري وکیل کولی شي چې د صدر ټرمپ دغه مالي معاملات ترلاسه کړي

09.07.2020 ډیوه

په اسلام اباد کې د مندر جوړیدو پرسر قومي اسمبلۍ کې توده بحثونه شوي دي

په قومي اسمبلۍ کې د پاکستان مسلم لیګ (ن) پارلېماني لیډر خواجه اصف په خپله وینا کې ویلي چې د شرم خبره ده چې په پاکستان کې اقلیتونه نه یواځي د خپل حقونو نه محروم ساتلی کېږي بلکې د هغوي د مذهب سپکاوی هم کېږي.

09.07.2020 ډیوه

پښتانه هنرمندان اوس دخپل ژوند اؤ هنر دبقاء دپاره کومې لارې کاروي؟

دترهګرۍ اؤ نورو بیلابیلو علتونو له امله پاکستان کې دهنر څانګه سخته زیانمنه شوې ده اؤ زیاترو پښتنو هنرمندانو اوس دخپل ژوند اؤ هنر د دوام دپاره دسوشل میډیا په ځانګړې توګه د “بېګو لائیو”اؤ یوټیوپ دلارې خپل هنري فعالیتونه پیل کړي دي.

09.07.2020 ډیوه

د کرونا وایرس ګنګوسو د هندوستان په یو ښار کې د مسلمانانو او هندوانو ترمنځ تشدد راوپارولو 

د تېلنېپاره ۲۰ کلنه اوسېدونکي حنا تبسم وي او ای ته هغو ورځو حال په بیانوولو کې وايي د روژې ورځ وه، قریباً دولس نیمې بجې یې په کور حمله وشوه او اور ور واچول شو. هغه وايي ګاونډیانو هغه د سوزېدو نه وساتله. "په کوټه کې هر څه ایره شوو."

09.07.2020 ډیوه

پېښور کې پېغله اؤ زلمی د غیرت په نوم تر وژل کیدو وروسته بې جنازې ښخ کړل شوي

د زیارت په ورځ دپېښور د یکه توت سیمې دپولیس تاڼې سرچینو وي او ای ډيوه ته ویلي په دویمه جولایي دپېښور دیر کالونۍ سیمه کې د وقاص په نوم یو ۲۱کلن طالبعلم اؤ ۱۶کلنه سیمه چې خپلو کې نزدې خپلوان وؤ دیو کور دننه وژل شوي دي.

09.07.2020 ډیوه

ملګري ملتونه وايي په پاکستان کې د اېچ ايي وي/اېډز په کېسونو کې اضافه شوي 

ډاکټر بصیر وویل په پاکستان کې د اېچ ايي‌ وي اېډز د ناروغۍ د زیاتېدو ګڼ شمېر عوامل دي چې پکې د مالي وسایلو کمی، د اېډز په اړه منفي سماجي رويي، د خلکو ټېسټونو نه ډډه کول، په علاج کې د ځنډ نه کار اخیستل او د صوبايي حکومتونو د مرض په مخنیوي کې عدم دلچسپي شامل دي

09.07.2020 ډیوه

په پاکستان کې په 15م ستمبر د تعليمي ادارو پرانستو اعلان، خو د کرونا وبا جاج به اخستل کيږي، شفقت محمود

د پاکستان د تعليم وزير وايي په 15م جولايي نه، بلکې پرېکړه يې کړې چې په 15م ستمبر به په ملک کې ټولې تعليمي ادارې پرانيزي خو بيا به هم د کرونا وبا په اړه جاج اخلي.

09.07.2020 ډیوه

پاکستان دې په بهر هېوادونو کې مېشت خبريالان نه ګواښي، بې پولې خبريالان

د ازاد ژورنالزم او ژورنالسټانو د حقونو دپاره کار کوونکي د بې پولې خبريالانو تنظيم (رپورټرز ود اؤټ بارډرز) پاکستاني چارواکو ته خبرداری ورکړی چې په بهر هېوادونو کې مشت خبريالان دې نه ګواښي.

09.07.2020 ډیوه

په امریکا کې د کورونا ناروغان زیات خو مړینه کمه شوې ده

واشنګټن – په امریکا کې په کورونا د اخته کسانو شمېر په زیاتېدو دی خو له کورونا څخه د مړو شویو کسانو په شمېر کې کموالی راغلی او دې ته د یو ښه خبر په سترګه کتل کېږي. په امریکا کې د جون له نیمايي راهیسې د کورونا په پېښو کې زیاتوالی راغلی. په اوو ورځو کې په منځنۍ کچه هره ورځ په کورونا د اخته کسانو شمېر له ۵۰۰۰۰ څخه اوړي خو له کورونا څخه د مړو شویو کسانو په شمېر کې کموالی لیدل کېږي او په ورځ کې شاخوا ۵۰۰ ته رسېږي. ځوانان او کورونا: یو دلیل چې له کورونا څخه د مړو په شمېر کې ښايي کموالی راغلی وي دا دی چې په دې وروستیو کې زیات ځوانان پرې اخته شوي دي او په ځوانانو کې دا ناروغي ډېره مخې ته نشي تللای. په ځینو ځایونو کې خو اوس په کورونا د اخته کسانو په ډله کې اکثره ځوانان یا د لږ عمر کسان وي. په امریکا کې د الرژۍ او ساري ناروغیو د ملي انسټیټیوټ مشر ډاکټر انټوني فاوچي وايي، "د مړینې کچه کمه ده. زه دا منم ځکه په عمومي توګه ځوانان د ښې روغتیا درلودونکي وي خو دا په دې معنې هم نه چې تاسو به سخت نه ناروغ کېږي." دی زیاتوي، ځوانان هم د روغتون عاجلې خونې پورې کله رسېږي او مړه کېږي هم خو په دوی کې د مړینې شمېره کمه وي. خو روغتیا پوهان وايي، دا یوه منفي اړخ هم لري او هغه دا چې کېدای شي په‌ ځینو ځوانانو کې د ناروغۍ هېڅ ډول نښې نښانې رامنځ ته نشي نو نورو ته یې خپرولی شي. دوی دا هم وايي، چې ځوانان ځکه په کورونا زیات اخته کېږي چې دوی په بارونو، کلپونو او مجلسونو کې ماسکونه نه تړي. غوره درملنه: کېدای شي له کورونا څخه په دې ورځو کې په لږ شمېر خلک مړه کېږي ځکه د مارچ راهیسې ددې ناروغۍ په درملنه کې ښه والی راغلی. ډاکټران وايي، دوی اوس د کورونا د ناوړه پایلو لکه سټروک او په سږو کې د وینې د ټینکېدو په اړه زیات پوهېږي او دوی پوهېږي چې د هغوی مخنیوی څنګه وکړي. په ورته وخت کې څېړونو وښودله چې ریمډیسویر او ډیکسامیتازون اوس یوه اندازه مرسته کولای شي. د هاروارډ میډیکل سکول څخه پروفیسور راجیش کاندي وايي، " کله چې تاسو ډېر زیات ناورغ شوئ نو دغه درمل مرسته کولای شي." خو روغتیا پوهان اوس هم په دې ټینګار کوي چې مونږ اوس هم باید داسې فکر وکړو چې مونږ له یو ډېر خطرناک وایرس سره مخامخ یو.       

09.07.2020 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more