ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د پښتونخوا حکومت په صوبه کې نوي صنعتي مرکزونه جوړوي خو زاړه کارخانه دار اسانتياوې غواړي

په خېبرپښتونخوا کې د صنعت په برخه کې د پرمختيا څانګه وايي، په صوبه کې د کارخانو او د کارخانه دارو د اسانتيا او ودې دپاره په يو شمېر پروژو کار ران دی خو کارخانه دار وايي حکومت بايد د وړاندې نه موجودو کارخانه دارو ته دغه اسانتياوې هم ورکړي ځکه چې د کرونا وبا دوی هم ځپلي دي.

18.01.2021 ډیوه

فاوچي: په امریکا کې په سلو ورځو کې د سلو میلیونو کسانو واکسین یو شونی کار دی

واشنګټن - په امریکا کې د ساري ناروغیو وتلي کارپوه د یکشنبې یا اتوار په ورځ وویل،‌ د منتخب ولسمشر جوبایډن لخوا د خپل کار په لومړیو سلو ورځو کې سلو میلیونو کسانو ته د کورونا واکسین ورکول یقینا چې یو شونی کار دی. د الرژۍ او ساري ناروغیو د ملي انسټیټیوټ مشر انټوني فاوچي ان بي سي ټي وي سره په خبرو کې وویل، دی باور لري چې اوسني واکسینونه او هغه چې ژر مارکیټ ته راځي په ګډه سره له ماسکونو او ټولنیز واټن ساتلو سره یوځای هغه څه دي چې امریکا بېرته ښه حالت ته راوستلی شي. دا مهال امریکا له ښه حالت څخه ډېره لېرې ده ځکه نېږدې ۲۴ میلیونه کسان پکې په کورونا باندې اخته شوي دي چې د نړۍ په بل هېڅ کوم هېواد کې ساری نه لري. خو د واکسین ورکولو کمپاین تر اوسه پورې له ستونزو سره مخ وو ځکه په هغه شمېر کسانو ته د تېر کال تر پایه پورې واکسین نه دی ورکړل شوی چې د ټرمپ ادارې یې اټکل کړی وو.‌ په ورته وخت کې د کالیفورنیا د لاس انجلس کاونټي په امریکا کې د کورونا د زیاتو پېښو له پلوه لومړۍ شوه ځکه په کورونا اخته کسان پکې تر یو میلیون څخه زیات شول.‌ په دغه سیمه کې د کورونا د زیاتو پېښو ترڅنګ د وایرس دوه نوي ډولونه چې لومړی په برتانیه او ډنمارک کې موندل شوي وو هم لیدل شوي دي‌. د برتانیې ډول ډېر زیات ساري دی. په لاس انجلس کې د عامې روغتیا مشرې ډاکټرې باربارا فیرر په یو بیان کې ویلي، "په لاس انجلس کې د وایرس د برتانوي ډول پیدا کېدل خطرناک دی." تر اوسه پورې څېړونکي باوري نه دي چې ایا د وایرس ډنمارکي ډول به هم د برتانوي په څېر ساري وي او که نه خو په ډنمارکي ډول باندې نظر ساتونکي چارلس چو د یکشنبې یا اتوار په ورځ وویل، "د اندېښنې وړ داسې نښې دي چې د وایرس دا ډول هم ښايي په زیاته اندازه خپرېږي." هند او برازیل امریکا پسې هېوادونه دي چې په ترتیب سره پکې د کورونا د پېښو شمېر ۱۰.۵ او ۸.۴ میلیونو ته رسېږي. د مکسیکو ولسمشر د یکشنبې یا اتوار په ورځ وویل، دده هېواد هم د ملګروملتونو د هغې غوښتنې سره همغږی دی چې بډایه هېوادونه دې خپل د واکسین اخېستلو ځینې برخه د دې لپاره وځنډوي چې غریب هېوادونه هم واکسین ترلاسه کړي. ولسمشر مانول لوپېز اوبرېډر وویل، په داسې حال کې چې د مکسیکو د فایزر واکسین به وځنډېږي دوی اوس د یو شمېر نورو واکسینونو د اخېستلو په لټه کې دي چې په هغو کې اسټرا زېنېکا، چینايي کنسینو او روسي سپوتنېک واکسینونه شامل دي. په برازیل کې هم د یکشنبې په ورځ دوو واکسینونو ته د بیړني ورکولو اجازه ورکړل شوې ده. په دغه هېواد کې تر ۲۱۰۰۰۰ زیات کسان له کورونا څخه مړه شوي دي او دا مهال یې روغتونونه د اکسیجن له کموالي سره مخ دي.‌ له کورونا څخه د مړو دا شمېر امریکا پسې دوهمه لویه شمېره ده. په برازیل کې د اسټرا زینیکا او چینايي سینواک واکسینونو ته د بیړنۍ اجازې له ورکولو څو ساعته وروسته ساو پاولو کې یوې نرسې ته چینايي واکسین ورکړل شوی دی.‌ په برازیل کې هم د کورونا وایرس د نوي ډول پېښې تایید شوي دي چې ویل کېږي په چټکۍ سره خپرېږي.‌ پاکستان د یکشنې یا اتوار په ورځ اعلان وکړ، چې دوی د اسټرا زینېکا واکسین ته د بیړني‌ ورکولو اجازه ورکړه. د جنوبي اسیا په دې هېواد کې د وایرس تر ۵۲۰۰۰۰ زیاتې پېښې تایید شوي دي چې له ګاونډي هند څخه خورا زیاتې کمې دي.  په افغانستان کې بیا د رسمي شمېرو له مخې، ۵۴۰۶۲ کسان په کورونا اخته او ۲۳۴۳ یې مړه شوي دي. برتانیې اعلان وکړ چې دوی پلان لري تر سپټمبر پورې په هېواد کې هر بالغ کس ته واکسین ورکړي چې نېږدې ۵۱ میلیونو کسانو ته رسېږي. د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر ډامنیک راب سکای نیوز ته د یکشنبې یا اتوار په ورځ وویل، "که مونږ یې تر دې تیز وکړو نو غوره به وي او که نه نو دا مو پلان دی." په ختیځې اروپا په اکثرو هېوادونو کې د واکسینونو د خوندیتوب په اړه لا هم زیات شکونه دي. د سربیا له اوه میلیونه وګړو څخه یواځې دوه لکو یې د واکسین اخېستلو غوښتنه کړې. د سربیا د ټېنس لوبغاړي نواک جکوېک ویلي،‌ دی نه غواړي چې د واکسین اخېستلو لپاره پرې زور راوړل شي. په جوکوېک کې په تېر اوړي کې کورونا مثبت شوې وه.        

18.01.2021 ډیوه

وزيرستان: د پوليس جوړېدونکې پوسته تباه کړی شوې، دوه ترهګر وژل شوي

د شمالي وزيرستان په میران شاه کې د پوليس جوړېدونکې پوسته الوځول شوې او په جنوبي وزيرستان کې پوځ ويلي، د تحریک طالبان پاکستان سجنا ډلې دوه ترهګر يې وژلي او يو ژوبل نيولی دی.

18.01.2021 ډیوه

جنوبي وزيرستان: په چګملۍ کې د ماينونو پاکولو سره د نورو غوښتنو دپاره احتجاجي پرلت روان دی

په قبایلي ضلع جنوبي وزيرستان کې د 11 ورځو راهسې د ماينونو پاکولو، د بې ګناه خلکو نیولو او بې درکه کولو او په علاقه کې د موبايل او انټرنېټ سروس په ځای کولو دپاره احتجاجي پرلت روان دی.

18.01.2021 ډیوه

پلار مو د انصاف په ارمان د دنيا نه لاړو اوس مونږ په تمه يو، د نقیب مسيد ورور

د جنوبي وزیرستان سره تعلق لرونکي وژل شوي نقيب مسيد ورور عالم شېر وايي، "چيف جسټس، د پوځ مشر، پخواني او اوسني وزيراعظم وعده کړې وه چې د نقيب کورنۍ ته به انصاف ترلاسه شي خو پلار يې په دغه ارمان د دې دنيا نه لاړو او اوس موراو کورنۍ سره د پوره قومه انصاف ته په تمه دي خو دوی ناامېده دي".

18.01.2021 ډیوه

د کرملېن منتقد الېکسي نوالني مسکو ته په رسېدو ګرفتاره شو

د روس د حکومت سیاسي منتقد الېکسي نوالني چې تېر اګست میاشت کې ورته زهر ورکړل شوي و او تر علاج لاندې و، د اتوار/یکشنبې په ورځ مسکو ته ستون شو خو د مسکو په ائېرپورټ کې د رسېدو سره سم، امنیتي مامورینو ګرفتاره کړ.

17.01.2021 ډیوه

فرانس ته د ایران پیغام: زمونږ د جوهري منصوبو په اړه «بکواس» بس کړئ

د ایران خارجه وزیر جواد ظریف د اتوار/یکشنبي په ورځ د فرانس دا دعوه دروغ وبلله کوم چې وایي تهران د خپلو جوهري وسلو په جوړولو بوخت دی. د ایران خارجه وزیر د فرانس دا دعوه، «بیکاره بکواس» خبرې بللي دي.

17.01.2021 ډیوه

په انډونیشیا کې د جمعې ورځې د زلزلې له کبله د مړو شمېر اتیا ته نږدې شو

په انډونېشیا کې چارواکي وایي، د ژغورنې ډلو د جمعې ورځې د زلزلې له امله، ویجاړو او نړېدلو ودانیو لاندې نه نور جسدونه هم راایستلي چې په دې سره د یادې زلزلې له امله د مړو شویو کسانو شمېر کم از کم اته اویا (۷۸) ته رسېدلی دی.

17.01.2021 ډیوه

محققین: په کانګرس فسادونو کې د دولسو څخه ډېرې تندروه ډلې ککړې وې

په سر ښار کې د جنورۍ په شپږمه د صدر ټرمپ د پلویانو د تشدده ډکو مظاهرو راپه دېخوا لسو ورځو کې محقیقینو برسېره کړې چې په دې پېښو کې د دولسو څخه ډېرو تندرؤ ډلو لاس درلودو

17.01.2021 ډیوه

جوباېډن د صدارت د لومړۍ ورځې صدارتي فرمانونه تیار کړي

د جوباېډن د لومړۍ ورځې دغه صدارتي فرمانونو یا حکمونو تفصیل د هغه چېف اف سټاف د خالي/ شنبې په ورځ په یو سرکاري بیان کې خپاره کړي.

17.01.2021 ډیوه

افغان جګړه کې دلاهوریانو دمرستې په بیان عدالت دمحمود خان اڅکزي په ضد دمقدمې خواست رد کړی

دلاهور ځايي عدالت دپښتونخوا ملي عوامي پارټۍ دمشر محمود خان اڅکزي د هغه وینا پرضد دفوجدارۍ دمقدمې درج کولو خواست رد کړی چې پکې نوموړي ویلي وؤ چې په افغانستان د قبضې کولو جنګ کې د لاهور خلکو د پيرنګي مرسته کړې وه.

17.01.2021 ډیوه

امنیتي ځواکونو ثناء اعجاز د بلوچستان له خاورې ویستلې ده

د ژوب ضلعې انتظامیې دبلوچستان دحکومت په امر دپښتون ژغورنې غورځنګ د کور کمیټۍ غړې اؤ د “واک “تحریک مشره ثناء اعجاز په ژوب کې دیوې لائبریرۍ دپرانستې څخه منعې کړې اؤ هغې ته یې دصوبې نه د وتلو امر کړی.

17.01.2021 ډیوه

بهاولپور:دمذهب دسپکاوي په تور دپروفیسر وژنه کې ککړ طالبعلم ته دتېزندۍ سزا اورؤل شوې

دبهاولپور دصادق ایجرټن کالج د انګریزي څانګې پروفیسر خالد حمید دهغه یو شاګرد خطیب حسین په مارچ ۲۰۱۹ کې دمذهب دسپکاوي په تورونو وژلی ؤ .

17.01.2021 ډیوه

کابل:د وسله والو برید کې دوه ښځینه قاضیانې وژل شوي،یوه ژوبل

امنیتي چارواکي وایي کابل کې ناڅرګنده وسله والو په یو مرګوني برید کې دوه ښځینه قاضیانې وژلي اؤ یوه بله ژوبل شوې ده.

17.01.2021 ډیوه

پاکستان کې نور ۴۳کسان په کرونا وایرس مړه شوي

پاکستان کې دتېر یو شواروز په مهال ۴۳ نور کسان په کرونا وایرس مړه شوي چې دې سره په دې هیواد کې په کرونا د مړو شوؤ رنځورانو شمیره ۱۰ زره اؤ ۹۵۱ؤ ته رسېدلې ده.

17.01.2021 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more