پاکستان کې دمیډيا دازادۍ تروړلو په هڅو دنړیوالو تنظیمونه اندېښنه
دمديرانو نړیوال نېټ ورک او دمطبوعاتو د ازادۍ لپاره د کار کوونکو صحافيانو نړیوال تنظیم انټرنیشنل پریس انسټيټوټ پاکستان کې د مېډیا د انتظام په مجوزه حکومتي ارډیننس پاکستان میډيا ډویلپمنټ اتهارټي سخته فکر مندي ښودلې ده.
دجاني خیلو مشرانو دمړي اؤ زنانه ؤ سره اسلام اباد ته دلاریون خبرداری ورکړو
د بنو په جاني خېل سیمه کې دتیرې یوې اوونۍ نه دسیمه ییزو خلکو احتحاجي پرلت دوام لري او دوئ وايي که دغلته یې غوښتنې نه منل کیږي بیا سره د مړو او زنانه ؤ اسلامه اباد ته لاریون کوي.
پاکستان کې دکرونا وایرس پېښو کې دکمي باوجود 76 کسان په یاد وایرس مړه شوي
پاکستان کې د کرونا وایرس پېښو کې کمی راغلی اؤ اوس دکرونا دمثبتو پیښو کچه 3.10 ته رالوئېدلې ده خو بیا هم دتیر یو شواروز په مهال دغه هیواد کې په یاد وایرس 76 کسان وایرس مړه شوي دي.
قریشي حمدالله محب ته:خوله دې په واک کړه،ګنې پاکستان به درسره خبرې ونه غواړي
دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي دافغانستان دملي امنیت شورا په سلاکار حمدالله محب تور لګولی چې دامن دښمن کردار لوبوي اؤ دسولې مخې ته خنډان راولاړوي.
د پښتو ژبې پېژندلی ليکوال طاھر افریدی په حق ورسېد
طاهر افریدي ته په ادبي خدماتو ګڼ شمېر اېوارډونه ترلاسه شوي، خو لوی اېوارډ ورته افغان ولسمشر اشرف غني (جمال الدین افغاني ادبي اېوارډ)، او د نابغه خوشحال په وياړ افغان کونسل جنرل ورته هم اېوارډ ورکړی وو.
دایف ای ټي ایف خړ نوملړ نه وتلو دپاره به دپاکستان هڅې څومره بریالۍ شي؟
دترهګرۍ د مالي سرچینو وچولو دناقانونه پیسو په لیږد دڅار دنړیوالې ادارې ایف ای ټي اېف سيمه ایزې ډلې اېشيا پسفک ګروپ په خپله وروستۍ ارزؤنه کې پاکستان د پرمخ تللي تعقیب په نوملړ کې پرځائ ساتلی.
پاکستان دنړۍ پینځم هیواد دی چې پکې خلک موسمي بدلون زیات اغېزمن کړي
دچاپېریال یا ماحولياتو ماهرين وايي پاکستان دنړۍ دهغو هېوادونو نوملړ کې په پنځم نمبر دی چې پکې د موسمي بدلون له کبله خلک زيات اغېزمن کېږي.
رپورټ:طالبانو چې څه په خبرو ترلاسه نکړل چمتو دي چې په طاقت یې ترلاسه کړي
دملګرو ملتونو دغړو هیوادونو داستخباراتو په یوه نوې تجزیه کې ویل شوي طالبان چمتو دي چې افغانستان څخه دبهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته هغه هرڅه دطاقت دلارې ترلاسه کړي چې دخبرو په میز یې ترلاسه نکړی شول.
موسمي بدلون پاکستان کې د شاتو په پېدوار څومره اغېز کړی؟
د شاتو د مچیو کاروبار کوونکي وايي په پاکستان کې دموسمي بدلون له امله د دوئ زوګارونه اغيزمن شوي او د شاتو زياتره قسمونه په ورکيدو دي.
پاکستان کې په کرونا نور ۸۴ کسان مړه، پېښور کې د وایرس دوه نوي قسمونه موندل شوي
سرکاري شمیرې ښایي چې پاکستان کې دتیر یو شوارزو په مهال څه کم دوؤ زرو کسانو ته کرونا وایرس ورپورې شوی اؤ ۸۴ کسان په دې وایرس مړه شوي هم دي.
په جاني خېلو کې په شپږمه ورځ هم احتجاجي پرلت دوام لري
د خېبرپښتونخوا د بنو په جاني خېلو کې د يو قومي مشر د وژلو وروسته په علاقه کې د دغه پېښې پرضد روان کړی شوی احتجاجي پرلت په شپږمه ورځ دوام لري.
فېس بک په پاکستان کې نور اکاونټونه او پاڼې بندې کړي
فېس بک ويلي د پاکستان څخه چلېدونکي د فېس بک 40 اکاونټونه، 25 پاڼې او د انسټاګرام 28 اکاونټونه يې بند کړي دي، او په دوی کې د ځينو تعلق په کال 2019 کې بند کړی شوو د پاکستان د پوځي وياندې ادارې (ايي اېس پي ار) د کار کوونکو د ملازمينو د اکاونټونو سره وو.
فېس بک د امریکې په پخواني صدر ډانلډ ټرمپ پابندي په ځای وساتله
د سږ کال د جنورۍ په شپږمه نېټه د امریکې په کانګرس د حملې وروسته فېس بک په ټرمپ پابندي ولګوله. د سوشل میډیا د دې کمپنۍ دریځ وو چې ټرمپ په کانګرس حمله راپارولې وه. په کانګرس د حملې په مهال پېنځه کسان مړه شوي دي
عمران خان: په افغانستان کې د خانه جنګۍ خطر د کمولو دپاره کوښښونه کوو
د رویټرز خبري ادارې سره د جمعې په ورځ مرکه کې عمران خان وویل "دا وخت په پاکستان کې ډیره ویره ده او زه تاسو ته یقین در کوم چې مونږ د خپل وس بهترین کوښښ کوو چې د امریکایانو د تګ نه مخکې هلته په یو شکل کې سیاسي مفاهمت وشي."
امريکا د ډېجېټل ډالر په شروع کولو غور کوي
د سي بي ډي سي پلويان يو داسې راتلونکي ته ګوري چې د خلکو او کاروبارونو تر منځ د پيسو ورکړه راکړه ژر او مستقيم وي چې کوم بنک ته پکې دمنځګړتوب اړتيا نه وي او ان تر دې چې که د يو تن د بنک اکاونټ نه هم وي خو په الېکټرانک طريقه په اسانه پيسې تر لاسه کولی شي