ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د مومند ضلعې د بې درکه کسانو خپلوانو په پېښور کې د اسمبلۍ مخې ته احتجاج وکړو

په پاکستان کې د بې درکه کسانو د حقونو دپاره کارکوونکي او د بې درکه کسانو خپلوان وايي زیاتره بې درکه کسان چې د بلوچستان او د خېبرپښتونخوا صوبو دي د حکومت امنیتي ادارو په ولکه کې دي خو نه عدالتونو ته پېش کولی شي او نه یې کورنیو ته د درک او د خېر خېریت معلومات ورکړی کیږي

07.06.2021 ډیوه

پخوانی آسټرالیایی پوځي: د افغانستان په جنګ کې مې جنګي جرم ندی کړی

د بېن رابرټس-سمېټ وکیل وایي چې رابرټس-سمېټ «یو غېرمعمولي» پوځي و خو د «بی ایمانه جرنلیزم» او «دروغو» ښکار وګرځېد.

07.06.2021 ډیوه

په خېبرپښتونخوا کې وکیلانو د حکومت د مجوزه مطبوعاتي ادارې په ضد کاربندېز وکړو

وکيلان وايي چې د وفاق لخوا د لا قانونه پېسو د ترسيل په قانون کې ترميم، د خېبر پښتونخوا حکومت لخوا په قبايلي سيمو کي نافذ کړل شوې د شخړو د هواري متبادل قانون او د مرکز لخوا د ميډيا په اړه جوړ ارډيننس پرضد دغه هړتال روان دی

07.06.2021 ډیوه

د حکومت او د انتخابي کمېشن چارواکو په انتخاباتو کې د اصلاحاتو په اړه خبرې کړي

د ګل يا دوشنبى په ورځ اسلام اباد کې دحکومتي پلاوي د انتخابي کميشن د چارواکو سره د ملاقات وروسته ميډيا سره خبرو کى داطلاعات مرکزي وزير فواد چودهري ويلي دوي د انتخابي اصلاحات سره تړلى مهم نکتو باندى خبرې اترې کړي دي

07.06.2021 ډیوه

ملګرو ملتونو د افغانستان سره په پوله قبايلي ضلعو کې په ماين چاودنه اندېښنه څرګنده کړې

ملګرو ملتونو په جنوبي وزیرستان کې د ماین چاودنې په نتیجه کي د ماشومانو په وژل کېدو او ټپي کېدو اندېښنه څرګنده کړې ده.

07.06.2021 ډیوه

طالبان: خارجي ځواکونو دپاره کارکونکو افغانانو په ضد به انتقامي ګامونه نه اخیستل کېږي

د ګل، دوشنبې، په ورځ طالبانو په خپله وېب پاڼه چاپ شوي او خبریالانو ته په لېږل شوي یو بیان کې ووېل پخواني ترجمانان دې بېرته عادي ژوند شروع کړي او که په کومه برخه کې مهارت لري په دغه برخه کې دې د خپل هېواد خدمات دې وکړي. "زمونږ له اړخه به دوی په هیڅ خطر کې نه وي." 

07.06.2021 ډیوه

مردان: د پښتون ژغورنې غورځنګ اته غړي هري پور زندان ته اچول شوي

د خېبرپښتونخوا په مردان ضلع کې د پښتون ژغورنې غورځنګ اته غړي د (3(1)MPO يا د عامه نظم د ساتنې د قانون) لاندې زندان ته اچول شوي دي.

07.06.2021 ډیوه

د جاني خېلو پرلت کوونکي وايي د څلور تنکيو هلکانو مړي هم را اوباسي، د پرلت اتمه ورځ

د خېبرپښتونخوا د بنو په جاني خېلو کې د اته ورځو راهسې د قومي مشر د مړي يا جنازې سره احتجاجي پرلت په اتمه ورځ روان دی، پرلت کوونکي وايي د مارچ په مياشت کې د وژل شوو تنکيو هلکانو مړي هم را اوباسي.

07.06.2021 ډیوه

په پاکستان کې ډېر خلک معياري خوراک ته لاس رسی نه لري، څيړونکي وايي

د جون اوومه نېټه چې هر کال د خوارک د تحفظ نړيواله ورځ نمانځل کيږي څېړونکي وایي په پاکستان کې د زیاتې غریبۍ له امله زیاتره وګړي نه شي کولی چې د خوراک معیاري توکي ترلاسه کړي.

07.06.2021 ډیوه

پاکستان کې په 124 ضلعو کې د پوليو ضد څاڅکو کمپاين پېل شوی

په پاکستان کې نن د ګل/ دوشنبې د ورځې نه په 124 ضلعو کې د پوليو ضد څاڅکو کمپاين پېل کړی شوی دی.

07.06.2021 ډیوه

پاکستان: د اور ګاډو په ټکر کې لږ تر لږه 40 تنه مړه، د 100 نه زیات کسان زخمیان شوي

د پاکستان په سيند صوبه کې نن سهار دوه اور ګاډي په ټکر شوي، او په پېښه کې تر اوسه پورې لږ تر لږه40 مسافر مړه شوي او د 100 نه زیات کسان زخمیان شوي دي

07.06.2021 ډیوه

پاکستان: د اور ګاډو په ټکر کې لږ تر لږه 30 تنه مړه، د 50 پورې ټپيان شوي

د پاکستان په سيند صوبه کې نن سهار دوه اور ګاډي په ټکر شوي، او په پېښه کې تر اوسه پورې لږ تر لږه 30 مسافر مړه شوي او د 50 پور نور ټپيان شوي دي.

07.06.2021 ډیوه

پاکستان کې د تعلیمي ادارو بیا پرانیسته - د تعلیم وزیر وایي بې امتحانه به څوک نوي جماعت ته نه ځي

شفقت محمود ویلي، هڅې به کوي داسې حالات مخې ته رانشي چې تعلیمي ادارې بېرته وتړل شي. هغه زیاته کړې: «وېکسینونه لګول شوي، استاذان به د وېکسین بغیر نه پرېښودل کیږي.»

07.06.2021 ډیوه

افغان حکومت: امریکا له افغان ځواکونو سره د درې اعشاریه درې بلینه ډالره مرستې ژمنه وکړه

ارگ وایي واشنګټن به په آینده دوه کلونو کې د طالبانو سره د افغان امنیتي ځواکونو د مقابلې دپاره، د کاله درې اعشاریه درې (۳.۳) بلینه ډالره افغان حکومت سره مرسته وکړي.

06.06.2021 ډیوه

پاکستان کې تړل شوې تعلیمي ادارې دګل د ورځې نه بیا پرانستل کیږي

پاکستان کښې دکرونا وایرس دخوریدو له امله تړل شوې ټولې تعلیمي ادارې یو ځل بیا سبا دګل د ورځې نه پرانستل کیږي خو دسندهـ  صوبايي حکومت وایې تراوسه یې د تعلیمي ادارو پرانستو فیصله نه ده کړې .

06.06.2021 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more