ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


کراچۍ :چاودنه کې د درېوؤ چینایي وګړو په ګډون پینځه کسان وژل شوي،ګڼ ژوبل

دکراچۍ پوهنتون په یو ویګن ځانمرکي برید کې د دریوؤ چینایي وګړو په شمول پینځه کسان وژل شوي اؤ ګڼ شمیر نور ژوبل شوي دي. دکراچۍ دپولیسو مشر غلاني میمن وایي په سمدستي توګه داسي ښکاري چې دایو ځانمرګي برید دی چې ښایي یوه برقعه کې رانغښتې میرمنه پکې لاس لري. بلوچ لبریشن ارمي (مجید بریګیډ) ددې ځانمرګي ذمه واري قبوله کړې ده اؤ وایي برید د شارمي بلوچ په نوم یو میرمنې چې په برمش مشهوره وه، کړی دی. دپاکستاني رسنیو له مخې دا چاودنه د سه شنبې یا نهې په ماسپښین دکراچۍ پوهنتون دکنفیوشس انسټي ټيوټ ترڅنګ ددغه انسټي ټيوټ په ویګن کې شوې ده. دچاودنې سره سم مرستندویه فعالین اؤ امنیتي چارواکي کراچۍ پوهنتون ته رسیدلي اؤ دمرستې فعالعیتونه یې پیل کړي دي. رسنۍ وایي له چاودنې سره سم په ویګن یا ګاډي اور لګیدلی ؤ خو مرستندویه فعالینو دغه اور وژلی اؤ دبمونو شنډونکې ډله هم دپېښې ځائ ته وربلل شوې ده. رسنیو پخپلو ابتدایي رپورټونو کې دچارواکو له خولې دې پېښه کې د پینځوؤ کسانو د وژل کیدو اؤ ګڼو نورو د ژوبل کیدو پخلی کړی دی اؤ وایي په ژوبلو کې هم د دریوؤ تنانو حالت مرګونی دی. پاکستاني رسنۍ وایي وژل شوؤ کې درې دچین وګړي هم شامل دي چې دوه پکې میرمنې دي خو چارواکو له په دې اړه څه نه دي ویلي. پولیس چارواکي وایي په کوم ویګن کې چې دا چاودنه شوې هغې کې د اوو نه نیولې تر اتوؤ پورې کسان ناست وؤ . دکراچۍ دګلشن اقبال دپولیسو دایس پي له خول ایکسپریس رسنۍ ویلي په ګاډي دچرو نخښې هم لیدل کیږي اؤ دبمونو شنډونکې ډله دپېښې دځائ څارنه کوي. هغه پېښه کې دپینځوو کسانو د وژنې پخلی هم کړی دی. دکراچۍ دپولیسو مشر غلاني میمن وایي په سمدستي توګه داسي ښکاري چې دایو ځانمرګي برید دی چې ښایي یوه برقعه کې رانغښتې میرمنه پکې لاس لري. دپېښې ذمه واري دبلوڅ وسله والې ډلې بلوچ لبریشن ارمي (مجیدبریګیډ) پغاړه اخستې اؤ پخپل یو بیان کې یې ویلي دا برید د شارمي بلوچ په نوم یوې میرمنې کړی دی چې په برمش مشهوره وه. پخپل بیان کې دغه وسله والې ډلې یاد برید دبلوچ مزاحمت په تاریخ کې د یو نوي باب په نوم یاد کړی دی پاکستان کې تر دې وړاندې هم وخت په وخت په چینایي وګړو دغسې ځانمرګي بریدونه اؤ بمي چاودنې شوي چې تر دې مهاله پکې ګڼ شمیر کسانو خپل ژوند دلاسه ورکړی دی. کال ۲۰۱۸م کې په۲۳نومبر کراچۍ کې دچین په قونصلګرۍ برید شوی ؤ چې دپاکستاني چارواکو په وینا په دغه برید کې درې برید کوونکي اؤ دوه دپاکستان امنیتي مامورین اؤ دوه عام وګړي وژل شوي وؤ. ددغه برید ذمه وري هم بلوچ لبریشن ارمي پغاړه اخستې وه. همد اشان په کال ۲۰۲۱م کې دجولاىي مياشت کې د خيبر پښتونخوا داسو سيمه کې شوي دچیني انجنیرانو په بس یو برید کې ۱۸ چينايي وګړي وژل شوي او ٦٦ ژوبل شوي وؤ. څېړونکي وایي پاکستان کې دچین په وګړو دپرله پسې بریدونو له امله دبیجنګ اندېښنې سیوا شوي دي اؤ اوس چین په اعلانیه توګه دخپلو وګړو اؤ روانو پروژو په اړه دخپلو اندېښنو څرګندونه هم کوي. دپاکستان تیر حکومت د داسو ترهګریز بريد کې د وژل شوؤ چپنايي وګړو کورنيو لپاره د6.11 ملينه ډالرو دمعاوضې منظوري ورکړې وه. په هغه وخت کې څيړونکو او حکومت مخالفو سياستمدارانو ویلي وؤ د پاکستان حکومت چينايي وګړو ته تحفظ ورکولو کې ناکامه شوی دی ځکه د حکومت سره متاثره کورنيو ته تاوان ورکولو نه علاوه بله کومه لاره نه وه.

26.04.2022 ډیوه

شهباز شريف: د پوليو پرضد مبارزه کې به هیڅ غفلت ونه زغمل شي

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف ويلي، د ملک څخه به پوليو ختمولی شي او د پوليو پرضد مبارزه کې به هيڅ ډول غفلت ونه زغمل شي. نوموړي په ټویټر ويلي، "اوس به د پوليو ضد کمپاين کې د خېبرپښتونخوا حنوبي ضلعې په ځانګړي ډول بنو، شمالي او جنوبي وزيرستان په هدف وي". هغه ويلي چې څوک غوره کار وکړي د ملي اتلانو په حېث به يادولی شي. شهباز شریف دغه خبره په داسې حال کې کړې چې څلور ورځې وړاندې د جمعې په ورځ (22 اپرېل) په ملک کې د پوليو د مخنیوي د بېړني پروګرام مشر ډاکټر شهزاد بېګ په شمالي وزیرستان کې د پوليو د پېښې رپوټ کېدل تاييد کړي وو. هغه په ټويټر ويلي وو، "نزدې 15 مياشتې وروسته په ملک کې د 15 مياشتو په يو ماشوم کې د پوليو وايرس مالوم شوي دي".  د پاکستان د صحت د مرکزي ادارې د معلوماتو تر مخه د دغه کېس نمونې د روانې مياشتې په 9مه نېټه اخیستل شوې وې. د دې تر څنګ په بنو ډويژن کې د پوليو وايرس ماحولياتي نمونې هم يو ځل بيا مثبت رپورټ شوي دي. د صحت وفاقي وزير قادر پټېل د دغه پېښې رپوټ کېدو وروسته ويلي وو، د پوليو نوې پېښه مخې ته راتلل د پاکستان او بيا د پوره نړۍ د پاره د فکر وړ خبره ده خو دوی کوشش کوي چې نور ماشومان د دغه وايرس څخه محفوظ وساتي. د صحت د مرکزي ادارې د رپورټ مطابق په بنو او ډېره اسماعیل خان ډويژنونو کې د پوليو وايرس ماحولياتي نمونې د دغه تازه پوليو کېس سره تړون لري. د خېبرپښتونخوا د ايمرجنسي آپرېشن مرکز د وينا ترمخه په جنوبي ضلعو کې د پوليو وايرس موجودګي دا ښیي چې د سیمې ماشومان د پوليو وايرس په خطر کې دي او دوی ته د پوليو وېکسين رسولو ضرورت دی. پاکستان کې په تير کال 2021 کې په 27مه جنورۍ د پوليو وروستۍ پېښه د بلوچستان له قلعه عبدالله څخه رپوړت شوې وه. په کال 2022م کې د دغه کېس راتلو سره په ټوله نړۍ کې د پوليو کېسونو شمېر دريو ته رسېدلی دی. له دې وړاندې په روان کال کې يو کېس په افغانستان کې او بل د افريقني هيواد مالاوي څخه رپورټ شوی وو. پاکستان او افغانستان د نړۍ په مخ دوه هيوادونه پاتې دي چرته چې لا هم پوليو وايرس شته او ماشومان د دغه وايرس د لاسه د ټول عمر د معذورۍ ښکار کېدو په خطر کې دي. د صحت ماهرين وايي يواځې د پوليو په دوو څاڅکو خپل ماشومان د پوليو له خطرناک وايرسه بچ ساتلی شئ.

26.04.2022 ډیوه

ايا پاکستان کې د تيلو بحران پېدا کيږي؟

په پاکستان کې د ځايي مطبوعاتو ترمخه د ملک تر ټولو غټې صوبې پنجاب کې د تيلو کمی جوړ شوی او زميندار وايي، د غنمو د فصل رېبلو وخت دی او دوی ته تېل نه مېلاويږي. خو په ملک کې د تيلو او ګېس د انتظام ادارې ويلي په ملک کې د تيلو کمی نشته. د ځايي ميډيا ترمخه د پنجاب صوبې په جنوبي ضلعو کې په پټرول پمپونو کې د تيلو خرڅ ودرول شوی، او د تيلو اتحاديې ويلي د تيلو په قيمتونو کې د زیاتوالي د خبرونو مخې ته راتلو وروسته کمپنيانې تېل نه ورکوي. ویل شوي د مې د لومړۍ نېټې نه د تيلو د بيعو د لوړېدو د خبرونو له امله د تيلو کاروباريانو تيل ذخيره کړي دي. او په پنجاب کې زميندار وايي که ډيزل ورته مېلاو نه شو، د غنمو فصل به وريبي خو د ترېشر کولو نه پاتې کيږي او خراب به شي. خو په ملک کې د تيلو او ګېس د انتظام او څار ادارې ويلي، په ملک کې د تيلو کمی نشته، او دغه اوازې يې رد کړي دي چې د پنجاب په ځينو برخو کې تيل نشته. د پاکستان د سرکاري ميډيا ترمخه د اوګرا وياند عمران غزنوي ويلي، اداره د قانون نافذونکو ادارو سره په ګډه حالات څاري او که چرته هم څوک د قانون سرغړونه کوي، پرضد به يې قانوني چلند کولی شي. پاکستان کې دا خبرونه په داسې حال کې مخې ته راغلي، چې د پاکستان د خزانې وزیر مفتاح اسماعيل منلې چې د نړيوالې مالياتي ادارې (ايي اېم اېف) سره د ليدنو وروسته هغه خپل ولس ته کوم راحت يا ريليف نه وړي، او ايي اېم اېف ته د تګ مطلب هم دا دی چې ولس ته ريليف نه شې ورکول کېدی. اسماعيل ويلي ولس ته به ترخه ګولۍ خوړل وي او د هغې وروسته به حالات ښه کيږي او معيشيت به په خپلو ودريږي. وي او اې سره په ځانګړې مرکه کې نوموړي ويلي، واشنګټن ته د دې دپاره تللی چې د ايي اېم اېف سره ودرېدلی پروګرام بحال کړي، هغه منلې چې په پټرولو د سبسډۍ د حکومت لخوا په بيعو کې د اسانتيا ختمولو په شرط به عمل کولی شي. هغه زیاته کړې دا وخت پاکستان په پټرولو 21 روپۍ او په ډيزلو 51.52ورپۍ سبسډي يا اسانتيا ورکوي، مطلب دغه پېسې حکومت ورکوي، او د تيلو او ګېس د انتظام ادارې (اوګرا) ترمخه راتلونکې مياشت به دا سېوا کولی شي. د خزانې وزیر ويلي، په پټرولو نزدې 96 اربه روپۍ سبسډي ورکول کيږي، او دا پېسې د پاکستان د حکومت چلولو د خرڅې نزدې په دوه هومره دي، او دومره سبسډي د پاکستان غوندې غريب ملک د وس خبره نه ده. خو هغه ویلي،دا چې غريب خلک د پټرولو د بيعو لوړولو د اغېزو بچ کړی شي د دې دپاره منصوبه جوړولی شي.

26.04.2022 ډیوه

فايق د نيويارک عدالت ته خواست، د افغانستان پېسې دې د افغانانو دپاره وساتل شي

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دايمي سرپرست استازي نصيراحمد فايق د نيويارک په عدالت کې يو درخواست جمع کړی چې پکې غوښتنه شوې د افغانستان پېسې دې يوازې د افغان ولس د ګټو لپاره خوندي وساتل شي. ښاغلي فايق دا درخواست د افغان ولس په استازيتوب جمع کړی او ويلي دي چې هغه د طالبانو يا بلې کومې سياسي ډلې نمايندګي نه کوي، بلکې هغه يوازې د ولس نمايندګي کوي څوک چې د هغه اووه اربه ډالرو اصل حقدار دي کومې چې تړل شوي دي. په ملګرو ملتونو کې د افغانستان مشن په يو بيان کې ويلي، امريکايي چارواکو په فرورۍ کې د يو حکم له لارې د افغانستان اووه اربه ډالره په دوه برخو کې ويشلې وې چې پکې يوه برخه د افغان ولس لپاره مختص شوې او د نيمې برخې فېصله به عدالت کوي. عدالت به د ستمبر د 11م 2001 د پېښې د اغېزمنو کورنيو دريځ هم اوري. ښاغلي فايق په دې خط کې ويلي افغان ولس د ناين اليون د اغېزمنو کورنيو په غم شريک دی ځکه چې افغان ولس هم د لسيزو راهسې د دې ترهګرۍ ښکار دی۔. القاعده، طالبانو او د دوي پلويانو په تيرو دوه لسيزو کې په زرګونو ولس په نښه کړی او د ترهګريز بريدونو ښکار دي چې پکې په دې نزديو کې په ښونځيو، جوماتونو او د لږکيو په مرکزونو بريدونه هم شامل دي. فايق ويلي د ناين الېون د پېښې اغېزمنو کورنيو ته بايد انصاف ورکړل شي خو د دې بدل دې د افغان ولس نه وانه خستل شي، دا پېسې د افغان ولس حق دی او هم هغوي يې اصلي حقداران دي، د ناين الېون په پېښه کې هيڅ يو افغان ککړ نه دی او نه په هغوي کومه ذمه واري پرېوځي. په دې خط کې دا هم ويل شوي چې افغان ولس دا وخت د انساني بحران ښکار دی او د نيمې نه زيات ولس د لوږې سره مخ دي، 95فيصده خلکو ته خوراکي توکي نه ملاويږي. د خط په پای کې ويل شوي، د افغانستان پېسې بايد خوندي وساتل شي او افغانان، چې انساني ضرورتونو سره مخ دي، بايد د دې د استعمال اجازه ورکړل شي. نصيراحمد فايق دا وخت په ملګرو ملتونو کې د افغانستان په استازيتوب موجود دی چې غړي هېوادونه يې هم مني او تير کال د اګست د 15 چې طالبانو افغانسان په لاس کې اخستی، په نړيواله کچه د طالبانو حکومت تراوسه يو هيواد هم په رسميت نه دی پېژندلی. د فايق نه وړاندې اسحاق زی په ملګرو ملتونو کې د افغانستان په استازيتوب موجود وو خو طالبانو د هغه د لرې کولو او په قطر کې د سياسي دفتر وياند سهېل شاهين د استازي په حېث د منلو لپاره يو خط لېږلی وو. د ملګرو ملتونو يوه کميټي د دغه خط د فېصلې لپاره جوړه شوې وه خو لا هم د طالب چارواکو له خوا د ټاکل شوي شاهين په اړه کومه پرېکړه نه ده شوې. د پخواني افغان ولسمشر اشرف غني له خوا ټاکل شوي اسحاق زي د طالب چارواکو د واکمنۍ وروستو په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازيتوب پرېښودی وو.

26.04.2022 ډیوه

د امریکا له اړخه د افغانستان د اثاثو کنګل کولو، د افغانو ښځو مشکلات زیات کړي دي – د ملګرو ملتونو ماهرین

رائټرز  - د ملګرو ملتونو خپلواکو ماهرینو د ګل/دوشنبې په ورځ وویل چې د طالبانو د چارواکو ترڅنګ، امریکا هم د افغانستان د اثاثو د کنګل کولو له طریقه، د افغان ښځو د رنځ او کړاو په سېوا کولو کې کردار ادا کړی دی. امریکا تر اوسه په رسمي توګه دې رپوټ ته څه غبرګون نه دي څرګند کړی، او رائټرز خبري ادارې ویلي چې په دې باندې به د امریکا د حکومت دریځ معلوموي. تر دې وړاندې، امریکا د افغان ښځو او جینکو د تعلیم او کار د حقونو په برخه کې څو څو ځله خپله فکرمندي څرګنده کړې او په دې برخه کې یې یوه ځانګړې استازې، رینا امیري، هم ټاکلې ده. ملګرو ملتونو او بهرنیو حکومتونو، په شمول د واشنګټن، د طالبانو هغه ګامونه غندلي دي چې د ښځو د بشري حقونو د تحفظ له ژمنو په شا شوي، لکه د جینکو د تعلیم حق چې یې په دا تېرو څو میاشتو کې د پښو لاندې کړی دی. د دې ترڅنګ، په ملګرو ملتونو کې د بشري حقونو څوارلسو (۱۴) آزادو ماهرینو، د امریکا حکومت هم په دې باندې ملامته ګرځولی چې د افغانستان مرکزي بنک د اربونو ډالرو اثاثو په کنګل کولو سره یې د افغان ښځو ژوند نور هم ورتریخ کړی دی. د افغانستان د دې اثاثو یوه برخه هغه پیسې دي چې د افغانستان تېر حکومت د نړېوالو مالي مرستو نه په تېرو څو کلونو کې سپمولې وې. د ملګرو ملتونو د آزادو ماهرینو په بیان کې راغلي چې: "په داسې حال کې چې د جنسیت په بنیاد تشدد، ښځو او جینکو ته یو اوږدمهاله او سنجیده ګواښ جوړ کړی، دا [ګواښ] د امریکا له اړخه د لګول شویو پابندیو له وجې لا پسې زیات شوی دی." په بیان کې نور جزییات ندي ورکړل شوي، خو طالبان یې هم د ښځو د ژوندانه په تریخولو کې په دې ملامته کړي چې "په پراخ کچ د جنسیت په بنیاد تفریق" کوي. بیان دا هم وایي چې په موجوده بشري بحران کې چې د افغانستان درویشت (۲۳) میلینه آباتي په امدادي خوراک تکیه لري، په ښځو او ماشومانو باندې "غیرمتناسب اثر" لري. د اګسټ د میاشتې راهیسي،کله چې طالبانو واک اختیار ترلاسه کړل او خارجي قواوې د افغانستانه ووتلې، د افغانستان د مرکزي بنک مالياتي اثاثې په بهر کې کنګل شولې. د امریکا صدر جو بایډن په فرورۍ میاشت کې یو صدارتي آرډېننس جاري کړ چې هغې سره یې د افغانستان د اثاثو کنګل پاته کېدل وغځول او ویې ویل په دې کار کوي چې د هغو کنګل شویو اثاثو، نیمې پیسې د افغانستان خلکو سره د مرستې په مقصد آزادې شي او نیمې نورې دې ته وساتل شي چې ممکن د طالبانو خلاف د ترهګرۍ قضیې چې کومې په عدالتونو کې چلیږي، د هغو دپاره بېلې کړی شي. د ملګرو ملتوو ماهرین چې په جینیوا کې د بشري حقونو د کونسل له خوا ټاکل شوي دي، د صدر بایډن د آرډېننس له حده زیات وسیع دی چې په نتیجه کې یې دغو پابندیو باندې "ډېر له حده زیات عمل" شوی او د وجې یې "د افغانستان خلک بنیادي بشري څیزونو ته د لاس رسي نه هم ایسار کړی شوي دي." د ملګرو ملتونو د ماهرینو په بیان کې ویل شويو د بشري حقونو د نړېوال قانون لاندې، حکومتونه په شمول د امریکا، دا ذمه واري لري چې یقیني کړي اعمال یې د بشري حقونو د خلاف ورزۍ سبب نشي جوړېدلی. ماهرینو زیاته کړې چې هغو خپلې فکرمندۍ او سپارښتنې په رسمي توګه واشنګټن ته سپارلي دي. هغو ویلي چې تر اوسه یې کوم جواب ندی ترلاسه کړی.

25.04.2022 ډیوه

د نیویارک عدالت پخوانی صدر ډانلډ ټرمپ د عدالت د  سپکاوي مجرم بللی

د امریکي په نیویارک ښار کې یو عدالت د ګل، دوشنبې، په ورځ د هېواد پخوانی صدر ډانلډ ټرمپ د توهین عدالت مجرم وبللو او په خپله فېصله کې یې وویل چې ترڅو ټرمپ عدالت ته نه حاضریږي هغه به هره ورځ لس زره ډالر جرمانه ادا کوي. د رويټرز خبري ادارې ترمخه ټرمپ د عدالت امر نه و منلی او د هغه د کاروبار په اړه تحقیقاتو کې د هغه نه غوښتل شوي دستاوېزات یې د نیویارک ریاست حکومتي وکیل یا څارنوال ته په مقرره وخت نه وو ورکړي. د رپورټ ترمخه ټرمپ کوښښ کړی و چې د هغه نه دستاوېزات و نه غوښتل شي خو عدالت یې خواست نه و منلی او امر یې کړی و چې ټرمپ دې مارچ د میاشت تر دریمې نېټې پورې دستاوېزات چارواکو ته ورکړي. هغه په خواست د مارچ د میاشت دریمې نېټه د مارچ تر ۳۱ پورې غځول شوي وه. د توهین عدالت د فېصلې په لړ کې د نیویارک د عدالت جج ارتر اېنګوران وویل ټرمپ په تکراري ډول ناکامه شوی چې د تحقیقاتو دپاره مطلوبه دستاوېزات وړاندې کړي. د رویټرز ترمخه که څه هم ټرمپ د فېصلې د اورول کېدو په وخت په عدالت کې موجود نه و خو بیا هم جج هغه مخاطب کړو او ویې وېل "ښاغليه ټرمپ...ماته معلومه ده چې ته خپل کاروبار سنجیده اخلي، او زه خپل سنجیده اخلم. زه ځکه ته د سول توهین ذمه وار بلم". د نیویارک حکومتي وکیل د ټرمپ ارګنایزېشن چې د پخواني صدر د کورنۍ تجارتي کمپني ده، تحقیقات کوي چې آیا په ټېکس او قرضونو کې د ریاعت ترلاسه کولو دپاره خو یې د خپلو اثاثو مالیت خو کم نه دی ښودلی. د ټرمپ او د هغه د کمپنۍ وکیلې الینه هابه ویلي عدالت ته یې مطلوبه دستاوېزات په سم وخت ورکړي دي او دا چې د ټرمپ خلاف تحقیقات یو سیاسي جنګ دی. ټرمپ د ريپبلېکن پارټۍ صدر و او رویټرز وايي هغه ویلي د هغه د کاروبار په اړه تحقیقات په سیاسي بنیادونو شروع کړی شوي دي.

25.04.2022 ډیوه

افغانستان دې د مذهبي آزادۍ په برخه کې، د ترټولو بدتره ملکونو په لېست کې شامل کړی شي - امریکایي کمېشن

اې پي - واشنګټن  - امریکا کې په نړېوال کچ د مذهبي آزادیو د څار کمېشن، د امریکا خارجه وزارت ته سپارښتنه کړې ده چې د طالبانو واکمنۍ ته په کتو سره، په کار ده افغانستان د مذهبي آزادیو د "تر ټولو بدتره" خلافکارو په لېست کې شامل کړي. په نړېوال کچ د مذهبي آزادیو د څار کمېشن د ګل/دوشنبې په ورځ خپل کلنی رپوټ خپور کړ او هغه کې یې ویلي چې د کله نه طالبانو بیا ځلي په افغانستان کې د سني اسلام نه خپل سختدریځه تشریح قایمه کړې ده، په هغه ملک کې مذهبي اقلیتونه "د خپلو عقایدو یا باورونو له کبله د ځورولو، قید کېدلو، او آن د مرګ سره مخامخ کیږي." طالبانو تر اوسه دې رپوټ ته څه رسمي غبرګون ندی ښودلی. په رپوټ کې همدا شان د هغو حملو یادونه هم شوې ده چې داعش سره د یوې تړلې ډلې، داعش-خراسان، له اړخه په مذهبي اقلیتونو ترسره کیږي، او داعش ډله پخپله د طالبانو سره هم دښمنه ده. امریکایي کمېشن پخپل رپوټ کې سپارښتنه کړې چې د افغانستان په شمول، پنځلس ملکونه دې د امریکې خارجه وزارت په هغه لېست کې واچول شي کوم چې "د خاصې فکرمندۍ وړ هېوادونه" ګڼل کیږي. دغه کمېشن د خپل کلني رپوټ په لنډیز کې، دغه پنځلس ملکونه، هغه ریاستونه بللي دي چې "د بشري حقونو په منظم، جاري او د پام وړ خلاف ورزیو" کې دخیل دي او یا هم د هغه برداشت کوي، او دې کې یې رویه "تر ټولو بدتره" ده. په نړېوال کچ د مذهبي آزادیو د څار کمېشن په کال ۱۹۹۸ کې د نړېوالو مذهبي آزادیو د قانون لاندې جوړ شوی چې د امریکې حکومت او کانګرس ته د پالیسي جوړولو په برخه کې غیرپابند سپارښتنې کوي. د امریکې خارجه وزارت په تېرو وختونو کې د دې کمېشن ځینې سپارښتنې پرځای کړي، خو ټوله یې ندي منلي. کمېشن پخپل تازه رپوټ کې دا سپارښتنه هم کړې چې د پاکستان، چین، ایران، سعودي عرب، ارېټریا، میانمر، شمالي کوریا، روس، تاجکستان او ترکمنستان ملکونه چې د مذهبي آزادۍ له اړخه د خارجه وزارت په تور لېست کې دي، لا دې هم په همدې لېست کې پرځای پاته شي. په سپارښتنو کې راغلي چې د دې نه علاوه، افغانستان، هند، نایجریا، شام، او ویټنام دې هغه لېست ته وراضافه کړی شي. کمېشن د بایډن انتظامیې په دې پرېکړې چې نایجریا یې تېر کال د لېست نه اېستلې وه، تنقید کړی دی. د کلني رپوټ ترمخه، په افغانستان کې د مذهبي اقلیتونو زیاتره وګړي، لکه یهودیان، هندواڼ او سېکهان د طالبانو د واکمنېدو نه پس د خپل وطن نه فراره شوي دي. همدا شان نور مذهبي اقلیتونه، لکه احمدیان، بهائیان، او عیسایان د سزا د یرې، په پټه خپل عبادتونه کوي. زیاتره مذهبي اقلیتونه د طالبانو د کوم ځانګړي ګام یا فرمان له وجې وطن ندی پرې ايښی، بلکې له دې یرې فراري شوي چې د طالبانو د واک لاندې خطر ورته پېښېدلی شي.   د رپوټ ترمخه، ځیني سېکهان اوس هم په کابل کې پاته دي او خپل عبادتونه کوي، او د طالبانو نمایندګان د سیکهانو یوې ګوردوارې ته تللي چې هغو ته د تحفظ یقین ورکړي، مګر بیا هم زیاتره هندواڼ او سېکهان د افغانستان نه هندوستان ته تښتېدلي ځکه "امن او تحفظ  یې نه درلود." کميشن د بشري حقونو د څار ډلې یا هیومن رایټس واچ د یو رپوټ یادونه هم کړې ده چې وایي طالبانو د شیعه هزاره ګانو په ملکیتونو قبضې لګولي او ورباندې یې حملې کړي، او همدا شان د اېمنسټي انټرنشنل د یو رپوټ یادونه یې کړې چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له اړخه د هزاره سړیو د قتل عام یوې پېښې ته په کې اشاره شوې ده. په هزاره ګانو څو مرګونې حملې هم شوي چې ذمه واري یې داعش-خراسان ډلې په غاړه اخېستې ده.

25.04.2022 ډیوه

اقتصاد پوهان: د اي اېم اېف نور قرض به په پاکستان کې ګراني نوره زیاته کړي

د پاکستان د خزانې وزیر مفتاح اسماعیل ویلي نړيوالې مالیاتي ادارې آي اېم اېف د  پاکستان په اداییګیو کې د توازن او د زرمبادله ذخېرې ته ملا ورکولو دپاره د وړاندی څخه د 6 اربه ډالره پورپه  پروګرام کې  د دوو ارب ډالرو اضافې خبره کړې ده. پاکستان د وړاندی نه اي اېم اېف نه درې ارب ډالره  قرض ترلاسه کړی دی. اقتصادی پوهان وایې دا وخت د پاکستان کمزوري اقتصاد ته د ودې ورکولو دپاره د اي اېم اېف پروګرام ډیر مهم دی خو د ادارې له خوا لګول شوی شرطونو پوره کولو دپاره به حکومت لا د سیاسی تاوان په سر سختی فیصلې کول وي. د اقتصادي خبریال مهتاب حیدر وایې پاکستان ته دا وخت د غیر ملکی زرمبادله ذخیرې ضرورت دی او د آیې ایم ایف نه بغیر بل څوک دا نه شی پوره کولی مهتاب حېدر وویل دا وخت د پاکستان حکومت په بجلې پېنځه روپۍ یونټ، په پټرولو 21 روپۍ لیټر او ډیزلو 51 روپی لیټر رعایت ورکوي دا به هم ختمول وي او بله دا چې په پټرول او ډیزل سیلز ټیکسونه او پټرولیم لیوي ددی نه علاوه دي. مهتاب حېدر وویل دا شرطونه ډیر سخت دي او د دې دلاسه به حکومت د سیاسی تاوان  سره مخامخ کیږی "خو زه دا وایم چې د رعایتونو ختمول په دې وجه هم ضروري دي چې د تیلو استعمال کم شي او دی سره به تجارتی خساره هم راکمه شي." مفتاح اسماعیل ویلی د مالیاتی ادارې سره په دې خبره هم سلاح شوي چې تېر حکومت کومې لوظ نامې لاس لیک کړي  چې پکې د مرکزی بینک خودمختاری هم شامله ده هغه به جاری ساتی. پاکستاني مطبوعات وایې د راتلونکی  میې میاشتې په وړومبی اوونی کی به د مالیاتی اداری تیکنیکی پلاوی د پاکستان سفر کوی او د تیر حکومت سره شوی د شپږ اربه ډالر د پور د شرطونو جایزه به اخلي او د راتلونکي کال 2023  پوری به دغه پروګرام وغځوي.  د اقتصاد ماهر لحاظ علی وي او اي ډیوه ته وایې پاکستان ته ورکړی شوی پروګرام به اوس د 6اربه ډالره په ځای 8 اربه ډالره شی او دا به د یو کال دپاره وغځول شی خو دوی بیا وایې د تیلو ،ګیس او بجلې په بیعو کی به هم اضافه وشی او ګراني به زیاته شي. لحاظ علي وايي په راتلونکو دوو میاشتو کې به د تیلو بیعې د 26 روپۍ لیټر نه تر 30 روپۍ لیټر پورې زیاتې شي  هم دغه شان د بجلۍ او ګیس بیعې به هم زیاتې شي او اثر به یې په عام وګړی پریوزي.  مرکزی بینک وایې دا وخت د پاکستان غیر ملکی زرمبادله ذخیره 10.89اربه ډالره ده او په دې رقم کې زیات تره رقم د سعودی عرب، متحده عرب امارات او چین پیسې ایښودې شوی او وزیر اعظم شهباز شریف دغه هیوادونو په سفر روان دی چې دغه قرضې بیا تازه کړي. ​

25.04.2022 ډیوه

د فرانس موجوده صدر اېمېنول مېکران صدارتي انتخابات وګتل

د فرانس موجوده صدر اېمېنول مېکران د هېواد په صدارتي انتخاباتو کې د ښي لاس حریفې مېرین لپېن په مقابل کې د اتوار، يکشنبې، په بریالی وبلل شو. د وي او ای د رپورټ ترمخه د صدارتي انتخاب دواړو امیدوارانو نه یوازې په کورنیو مسلو بلکې په یورپ کې د فرانس په کردار، نېټو او په نړیوالو مسلو د يو بل نه انتهايي بدل نظرون لرل. مېري لپېن خپل ماتی ومنلو او د پلویانو شکریه یې ادا کړه. د رویټرز خبري ادارې ترمخه د فرانس د کورنیو چارو وزارت وویل د صدارتي انتخاباتو ۹۷ فیصد ووټونه شمېرل شوي چې مېکران پکې ۵۷ اشاریه څلور فیصد رای ترلاسه کړي دي. د امریکې صدر جوبایډن مېکران ته په صدارتي انتخاب کې د ټوېټر دلارې مبارکي ورکړه او ویې وېل د فرانس صدر سره همکاري به دوامداره ساتي. د اوکراین صدر ولادومیر زیلینسکي په شمول نورو یورپي مشرانو هم مېکران ته د مبارکۍ پېغامونه ورکړل. په صدارتي انتخاباتو کې د مېکران او د لپېن دا دویمه مقابله وه. پېنځه کاله مخکې مېکران نوی امیدوار و او د بدلون خبره يې کوله. مېري لپېن په دریم ځل په صدارتي انتخاباتو کې برخه اخیستله. د وي او ای د رپورټ ترمخه په خپل دریځ کې نرمي کړی و او د مسلمانانو په حجاب د بندیز د غوښتنې نه هم په شا شوي وه.

25.04.2022 ډیوه

اسلام اباد هاي کورټ دا عدالتي فېصله معطل کړي چې د پي ټي اي د بهرني فنډونو مقدمه دې په ۳۰ ورځو کې فېصله کړی شي

اسلام اباد هاي کورټ د پاکستان تحریک انصاف د بهرنۍ فنډنونو مقدمې کې د پریکړه په ۳۰ ورځو کې د کولو د یو بینچ پریکړه معطل کړې ده. د اسلام اباد هاي کورټ چیف جسټس اطهر من الله د بهرنې فنډونو په اړه د تحریک انصاف د درخواست د اوریدنې په مهال ویلې د قانون ترمخه الیکشن کمیشن هر کال د سیاسي ‘ګوندونو د اکاونټونو پلټنه کوي، که چطرې ممنوع فنډ ثابت شو نو کمیشن به یې ضبط کوي، عدالت د الیکشن کمیشن، د مسلم لیګ نواز ډلې او پیپلزګوند، په شمول ۱۷ سیاسې ګوندونو ته نوټس جارې کړې او د می تر ۱۷مې نېټې پورې یط ترې ځواب غوښتی دی.  د اسلام اباد هاي کورټ مخې ته د مطبوعاتو سره خبرو کې د تحریک انصاف یو مشر اعظم سواتي د پریکړې هرکلې وکړو او ویې وېل دا قانونی او بنیادې ضرورت دې څومره چې سیاسې ګوندونه دي، د هغوې د بهرنې فنډونو پلټنې دې د یوه قانون ترمخه وکړې شي د دغه پریکړې څخه به د نورو سیاسې ګوندونو فندونو حالت هم مخې ته راشي. د اسلام اباد هاي کورټ دغه پریکړه په داسې حال کې کړې چې تحریک انصاف اعلان کړی چې د اپریل د میاشتې د ۲۶مې نیټې نه به د پاکستان د الیکشن کمشن د مشر سکندرسلطان راجا په ضد په ټول هیواد کې د الیکشن کمیشن  د دفترونو مخې ته احتجاجې مظاهرې کوي. د تحریک انصاف د اطلاعاتو پخواني وزیر فواد چوهدري تیره ورځ د ګوند د غونډې وروسته په ټوېټر خپل پېغام کې تور لګولې چې چیف الیکشن کمیشنر متعصب دی او د ټاکنو کمیشن تر اوسه د پي ټې اېې د منحرف غړو د نا اهله کولو د پاره بیان ندې خپور کړی. د تحریک انصاف مشر عمران خان تیره ورځ بنې ګاله کې د مطبوعاتو سره وینا کې د الیکشن کمیشن د مشر سکندر سلطان راجا څخه د استعفا غوښتنه وکړه. عمران خان دا هم ویلې وو چې پې ټی اېې په چیف الیکشن کمشنر باور نه لري او ده هغه ټولې پریکړې د ګوند خلاف وې-  چیف الیکشن کمیشنر سکندر سلطان راجا البته د یو شخصې ټیلې ویژن ډان نیوز سره خبرو کې ویلې چې هغه د استعفا هیڅ اراده نه لرې او د هیواد د غوره ګټو د پاره به کار کولو ته دوام ورکړي. د تحریک انصاف له اړخه پر الیکشن کمیشن او د ادارې پر مشر تورونه وروسته دهغه زیات شوې چې الیکشن کمیشن د اسلام اباد هاي کورټ د پریکړې په اساس د تحریک انصاف پر ضد د بهرنې فنډونو د مقدمې اوریدنه د اپریل د میاشتې د ۱۹مې نیټې راهسې یوځل بیا پیل کړې چې په ۳۰ ورځو کې به ترسره کړې شي. وتلې جرنالسټ مظهر عباس وايي که چېرې الیکشن کمشنر استعفا ورهم کړې، دغه سیاسې ډلې ګارنټې نه شې ورکوې چې بل راتلونکې به کار ته پریښودلې شي- د دغه ساسې ګوندونو حکومتې او مخالف مشران دې چې الیکشن کمیشن غړې، مشر او د نورو ادارو مشران ټاکې خو کله چې پریکرې په ضد راشي نو پر دغه مشرانو نیوکې کیږې- دوې زیاتوې سیاسې ډلې که هغه تحریک انصاف وې ، مسلم لیګ، پیپلز کوند یا یو بل باید د ادارو مشران خپل د خوښې څخه پرته په شفاف توګه وټاکې او بیا وټاکل شوې کس کار ته هم پری شودل شي- که چطرې په هیواد کې سیاسې رویو کې بدلون رانه وستل شو نو حالات نشې بدلیدې. د پي ټي اې د بهرنۍ فنډنګ دغه مقدمه چې د کال ۲۰۱۴ د نومبر د ۱۴مې نیټې راهسې الیکشن کمیشن کې دوام لرې، د پې ټي اې یو منحرف غړې اکبر ایس بابر درج کړې وه- اسلام اباد هاې کورټ د روانې میاشتې په ۱۴مه نیټه الیکشن کمیشن ته هدایت کړې وو چې د دغه مقدمې اوریدنه دې په ۳۰ ورځو کې تر سره کړې شي. تحریک انصاف یو اړخ ته غواړې چې الیکشن کمیشن دې د دوې په ضد د بهرنې فنډونو مقدمه وځنډوې خو بل پلو ته د الیکشن کمشن څخه د دوې د منحرف غړو په ضد د پریکړې ځنډولو د سببه پر الیکشن کمیشن نیوکې هم دوې- تحریک انصاف د ګوند منحرف غړو په ضد عدالت ته د تګ پریکړه هم کړې ده.

25.04.2022 ډیوه

پي اېف یوجی: د پاکستان نوی حکومت دې خبریالانوسره د عمران خان د دور چلند نه کوي

په پاکستان کې د خبريالانو مرکزي اتحاديې فېډرل يونين اف جرنلسټ نوې پرځاﺉ شوې حکومت ته دخپلو غوښتنو اساس نامه وړاندې کړې او د حکومت څخه يې غوښتلي چې د تېر حکومت هغه چلند او تګلاره دې ختمه کړی چې د دغو تنئیمونو په قول خبريالان د زروزیاتي او ظلمونو سره مخ ساتل شوې وو ۔ د فېډرل يونين اف جرنلسټس مشر شهزاده ذوالفقار وي او ای  ډيوه سره خبرو کې وويل  حکومت ته یې د شلو  بنيادي غوښتنو اساس نامه وړاندې کړې چې پکې د ميډيا ادارو په حکومت د شپږ اربه روپو د بقايا جاري کولو تر څنګ په څلورو واړو صوبو کې د خبريالانو پرضد د مقدمو ختمول هم شامل دي. خبریالانو د مېډيا د کار کونکو دپاره د وېج بورډ جايزې غوښتنه او د مالي بحران ختمولو دپاره عملي ګامونو غوښتنې هم کړې دي ۔ شهزاده ذوالفقار وويل” دغه د تحريک انصاف تېر شوې واکمنۍ په وخت په خبريالانو تربل هر دوره زيات ظلمونه شوې دي ۔ د خبريالانو زورولو او پرې فشار دپار لانجمن قانونونه او نورې ډېرې حکومتي ګتکې کارول شوې دي ۔ شهزاده ذوالفقار زیاته کړه ” مونږ تمه ساتو چه نوی پرځاﺉ شوې حکومت به نور هغه د تېر حکومت چلن او تګلارې ته دوام ور نکړي او د مېډيا ازادۍ دپاره به قوي ګامونه پورته کړي." د پي۔ټي۔ايي په دور کې د پيکا لانجمن قانونتر سنګ د حکومت په تګلاره دانيوکې کېدلې چه دغه حکومت د خبريالانو قابو ساتلو دپاره غېراييني ګامونه پورته کوي ۔ شهزاده ذولفقار زياته کړه ، حکومت ورسره لوظ کړی چط  نور به د خبريالانو څخه ددوي حقونه نه تروړل کيږي خو که چرته نوې حکومت لکه د تحريک انصاف تش د دعوو سخه کار اخلي نو بيا خبريالان هم به خپله مبارزه روانه ساتي ۔ پخوانی وزیراعظم عمران خان به د هغه د اقتدار په مهال خبریالانو سره د حکومت په سلوک ټکونه ردول او وېل به یې چې په پاکستان کې مطبوعات د ځینو مغربي ملکونو نه هم زیاته ازادي لري.

25.04.2022 ډیوه

ماما قدير:د بې درکه بلوڅانو د موندنې اختیار او اصل واک د پاکستان د پوځ سره دی

د بې درکه  بلوڅانو دپاره غږ پورته کوونکي تنظيم (وايس فار بلوچ مسنګ پرسنز) مرستيال مشر ماما قدير بلوڅ وايي د بې درکه بلوڅانو د موندنې اختیار او اصل واک د پاکستان د پوځ سره دی. د ماما قدير په خبرہ د پاکستان د وزير اعظم  شهباز شريف له لوري دا خبره کول چې دی به د لادرکه کسانو په حقله له هغه چا سره خبري اتري کوي د کومو چې واک په لاس کې دی، د دې خبري دلالت کوي چې په پاکستان کې اصل واک له پوځ او له سر لښکر جنرل قمر جاويد باجوه سره ده. د ماما قدير په خبره " ايا د پاکستان د ايين د "قانون" مطابق د وزير اعظم څخه زيات بل څوک زيات اختيار لري؟، د شهباز شريف دا اعلان د دې  مکمل تاييد کوي چې د هيواد اصلي واکداره پوځ او د هغه سر لښکر باجوہ دی، ګورنر، وزير اعلا، وزير اعظم دا ټوله بې اختياره دي، مونږ که په دې اړه بيا کله خبرې کولې نو مونږ به يې مخامخ د ارمي له مشر او يا د ايي ايس ايي له مشر سره کوو او له دوی به غواړو چې د بې درکه کسانو مسله تاسو حل کړئ". ماما قدير دغه خبرې د  پاکستان د وزيراعظم شهباز شريف د هغې خبرې په ځواب کې کړې چې شهباز شريف په وروستيو کې د کوټې سفر کړی او ويلي يې وو له قانون سره سم به د لادرکه کسانو ستونزې د حل کولو هڅه کوي. هغه  د اپريل په 23مه د کوټې په يوه ورځنی سفر کې  د خضدار او کچلاغ ترميان د سړک د پراخېدو پرانست غونډې ته د وينا پر مهال وويل د ايالت وکيلانو،  سياسي،مدني فعالانو او سياسي مشرانو  په بلوچستان ايالت کې د پرمختګ يا ترقياتي  کارونو تر څنګ د بې درکه کسانو د ستونزې د هوارولو غوښتنه ځينې کړې ده؟ شهباز شريف وويل،  "زه به په دې لړ کې د زړه له اخلاصه ستاسو له غږ سره غږ پورته کوم او په دې اړه چې کوم واکداره کسان دي او ذمه واري يې پر غاړه ده، له هغو سره په دي اړه خبره کوم. دا خبره به د قاعدې، قانون او مېرټ پر اساس کوو چې دا ډول دا مسله حل شي".   نوموړي د خپلي وينا پر مهال زياته کړه چې تر څو د بې درکه کسانو ستونزه نه وي حل کړل شوي د بلوچستان ايالت ستونزي به د کمېدو په ځای لا نورې زياتيږي. د ماما قدير په خبره دوی خوشحاله و چې شهباز شريف به د لادرکه کسانو د موندلو په اړه يو ښه پېغام ورکړي او د لادکره کسانو د کورنيو د راروان اختر خوشحالۍ به  يو په دوه شي، خو په خبره یې د لومړي وزير دې خبرې دوی زيات ناهيلې کړل. د شهباز شريف په دې بيان پر ټولنيزو رسنيو هم بحث ﺭوان دی،  استاد او ليکوال عابد مير پر خپل فيسبک پاڼه  ليکلي، "د شهباز شريف له بيان ورستو دا منل پکار دی چې د لادرکه کسانو د ستونځې د حل اختيار د ملک له وزير اعظم سره هم نشته، او چې له چا سره اختيار دی هغه دومره زورور دي چې د ملک وزير اعظم هم پدې اړه نه حکم کولای شي او نه له هغو کومه پوښتنه". په بلوچستان ايالت کې له تيرو څو لسيزو راهسې د خلګو د لادرکه کېدو لړۍ دوام لري، د لادرکه کسانو لپاره کار کونکی تنظيم  د زرګونه کسانو د لادرکه کېدو تور پورې کوي. د بشري حقونو لپاره کارکوونکي نړيوال سازمانونه، بلوڅ قام پرسته سياسي او وسلوال ګوندونو  د لادرکه کسانو لپارہ کار کونکی تنظیم دا تور د پاکستان په پوځ او استخباراتې ادارو پورې کوي خو د پوځ په شمول استخباراتې ادارو هم تل دا تورونه رد کړي. د پاکستان پوځي او ډيری سياسي مشرانو وخت ناوخته بیا دا تورنه پورې کړي چې د پاکستان دوښمن قوتونو په دلاسه  بلوڅ ځوانان د پاکستان پر ضد اسلحه اخیستې او غرو ته ختلي،  او بيا و هغوی ته د لادرکه نوم هم ورکول کيږي. بلوڅ قام پرسته سياسي ګوندونه، مدني تنطيمونه او د لادرکه کسانو کورنيو  په وار وار له حکومت او د پاکستان له استخباراتي ادارو غوښتي چې لا درکه کسانو سره د دې د قانون مطابق چلند وشي او که هغه په کوم جرم کې ککړ دي عدالت ته دې وړاندې کړل شي.

25.04.2022 ډیوه

پاکستان: تذکره لرونکي افغانان د 29 اپرېل پورې د تورخم د لارې بيرته ستنېدی شي

پاکستان ويلي، هغه افغانان چې تذکرې لري او بيرته خپل وطن ته ستنېدل غواړي، کولی شي چې د 29 اپرېل پورې د تورخم د لارې بیرته لاړ شي. دغه خبره د افغانستان دپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان نن د ګل/ دوشنبې په ورځ (25اپرېل) په ټويټر کړې ده. "هغه افغانان چې تذکره لري، د 29 اپرېل 2022پورې کولی شي چې د تورخم د لارې بيرته خپل هېواد ته ستانه شي. هغه څوک چې بيرته تلل غواړي کولی شي د دغه لارې بيرته ستانه شي، له دې وړاندې به په معمول کې يواځې ناروغانو ته اجازه وه چې د ويزې پرته په تورخم واوړي". هم دغه خبره په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارتخانې د ټویټر څخه شوې ده. خبرتیا ټول هغه هیوادوال چې اوس مهال په تورخم کې بند پاتي دي، او یا د پاکستان نورو برخو کې دي ؛ اسلام آباد کې د سفارت د هلو ځلو په نتیجه کې کولای شي د ۲۰۲۲ زیږدیز کال د اپرېل د میاشتې تر ۲۹ مې نېټي د تذکرې په وسیله هېواد ته سفر وکړې. پاکستان دغه ګام وروسته له هغې پورته کړی چې د تيرو څو ورځو راهسې د تورخم په پوله د ويزې پرته د اجازت نه ورکول کېدو له امله په سلګونو افغانان دې اړخ ته ايسار پاتې شوي وو. د ايسارو شوو افغانانو په وېنا په دوی کې زنانه او ماشومان هم شامل وو. د روانې میاشتې په سر کې پاکستان افغانانو ته په تذکره د تلو راتلو بندېز لګولی وو، په پوله ايسارو پاتې افغانانو ويلي وو، روژه په خوله د سخت تکليف سره مخ دي. دوی غوښتنه کوله چې خپل وطن ته اوړي او د وطن تذکرې لري، خو خپل وطن ته نه پرېښودل کيږي.

25.04.2022 ډیوه

امریکايي سفارتکار به روانه اوونۍ اوکراين ته بيرته تګ پېل کړي

امريکايي سفارتکار به روانه اوونۍ اوکراين ته بيرته تګ پېل کړي، اول به لويديځ ښار ليويو ته او بيا پلازمینې کيف ته لاړ شي. د وي او اې د خبر ترمخه يو لوړ پوړي امريکايي چارواکي ويلي، امریکا اوکراين ته نورې پوځي مرستې ورکوي چې د روس د بریدونو مخنيوی وکړي. د چارواکي په وېنا صدر جوبايډن به بریجټ برینک د اوکراين دپاره د امریکا نوی سفير وټاکي، څوک چې دا وخت په سلواکيه کې د امریکا سفير دی. د امریکې د بهرنيو چارو د وزارت يو چارواکي ويلي، دغه ګام چې دوی يې پورته کوي د اوکراين سره د ژمنې څرګندونه ده، او دوی به زر تر زره خپل سفارتکار کيف ته واستوي. نور د يورپي يونين او نېټو هېوادونو غړي هم خپل سفارتکار کیف ته ليږي چې پکې د اسټريا، بيلجيم، چيک ريپبلک، فرانس، اټلي، سلواکيه او سلووينيا شامل دي، د برتانيې حکومت هم د جمعې په ورځ اعلان کړی زر په کيف کې خپله سفارتخانه پرانيزي. راپورونه وايي د امریکا او يورپي هېوادونو لخوا په اوکراين کې د سفارتکارو بيرته په ځای کول دې پله اشاره ده چې په اوکراين د روس د دوه مياشتو جګړې وروسته حالات بیرته امن پله روان دي. د اتوار په ورځ د امریکې د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن او د دفاع وزير لوېډ اسټېن هم په کيف کې د اوکراين د صدر ولاديمیر زيلنسکي او نورو لوړ پوړو چارواکو سره ليدلي وو. روس چې په 24 فرورۍ په اوکراين بريد کړی دا د هغې وروسته د امریکا د کومو لوړ پوړو چارواکو د اوکراين لومړی سفر وو. د امریکې د بهرنيو چارو وزير به د نهې/ سه شنبې په ورځ په جرمني کې يوه غونډه کې ګډون کوي چې پکې به امریکا او نورو ايتلافيان يې د اوکراين په اړه مشوره کوي. ويل شوي د لويديځ هيوادونو د پوځي اتحاد نېټو مشر جنرل سټولټنبرګ او د اوکراين د دفاع وزیر اوليکسي ريزنيکو به هم په دې غونډه کې ګډون کوي. په ياده غونډه کې به د اوکراين په تازه جنګي حالاتو، د روس د بريدونو پرضد د اوکراين مزاحمت، او اوکراين ته د ضروري مرستو په اړه خبرې کيږي. لوړ پوړي امریکايي چارواکي ویلي امریکا به اوکراين نورې مرستې کوي. د چارواکو په وېنا امریکا د بهرني امداد په مد کې د 713 ملينه ډالرو نه د زياتو مرستو ورکولو اراده لري، چې پکې د اوکراين په ګډون 15 نورو اتحادي ملکونو ته فنډونه ورکول شامل دي، او دا مرستې به د اوکراين په ضرورتونو کې مرستندويه وګرځي. روس چې اوکراين بريد کړی، له هغې وروسته امريکې د اوکراين دپاره د درې اعشاريه څلور اربه ډالرو مرستو اعلان کړی دی.

25.04.2022 ډیوه

مفتاح: د ايي اېم اېف نه به ولس ته کومه اساني نه وي، ترخه ګولۍ به خوړل وي

د پاکستان د خزانې وزیر مفتاح اسماعيل منلې چې د نړيوالې مالياتي ادارې (ايي اېم اېف) سره د ليدنو وروسته هغه خپل ولس ته کوم راحت يا ريليف نه وړي، او ايي اېم اېف ته د تګ مطلب هم دا دی چې ولس ته ريليف نه شې ورکول کېدی. اسماعيل ويلي ولس ته به ترخه ګولۍ خوړل وي او د هغې وروسته به حالات ښه کيږي او معيشيت به په خپلو ودريږي. وي او اې سره په ځانګړې مرکه کې نوموړي ويلي، واشنګټن ته د دې دپاره تللی چې د ايي اېم اېف سره ودرېدلی پروګرام بحال کړي، هغه منلې چې په پټرولو د سبسډۍ د حکومت لخوا په بيعو کې د اسانتيا ختمولو په شرط به عمل کولی شي. هغه زیاته کړې دا وخت پاکستان په پټرولو 21 روپۍ او په ډيزلو 51.52ورپۍ سبسډي يا اسانتيا ورکوي، مطلب دغه پېسې حکومت ورکوي، او د تيلو او ګېس د انتظام ادارې (اوګرا) ترمخه راتلونکې مياشت به دا سېوا کولی شي. د خزانې وزیر ويلي، په پټرولو نزدې 96 اربه روپۍ سبسډي ورکول کيږي، او دا پېسې د پاکستان د حکومت چلولو د خرڅې نزدې په دوه هومره دي، او دومره سبسډي د پاکستان غوندې غريب ملک د وس خبره نه ده.   خو هغه ویلي،دا چې غريب خلک د پټرولو د بيعو لوړولو د اغېزو بچ کړی شي د دې دپاره منصوبه جوړولی شي. د نوموړي په وېنا د ايي اې اېف د سټاف په کچه ليده کاته به د نهې/ سه شنبې په ورځ پېل شي او له دې وړاندې ايي اېم اېف ته اړين مواد/ ضروري ډېټا ورکړی شوې ده. هغه ويلي د ايي اېم اېف پلاوی به د مې په میاشت کې د پاکستان سفر کوي، چرته چې به د پروګرام د بحالۍ په معاهدو يا تړون لاسليک کولی شي، او د پاکستان ودرول شوي فنډونه به جاري کړل شي. مفتاح اسماعيل ويلي، ايي اېم اېف په خبرو کې د موجوده حکومت د مودې سوال راپورته کړی، او هغه ورته په ځواب کې ویلي، چې د درېو کالو پروګرام دې يو بل کال ته وغځوي، او دغې ته مثبت غبرګون ویل شوی دی. د نوموړي په وېنا پاکستان که نور يو کال د ايي اېم اېف په پروګرام کې پاتې کیږي، نو نزدې دوه اربه ډالره به ورته اضافي ترلاسه شي، دغه رنګ د درې اربه ډالرو په درې کلن پروګرام کې به نور دوه اربه ډالره، او ټول پينځه اربه ډالره به په راتلونکي کال کې پاکستان ته ترلاسه شي چې لومړی قسط به يې 900 ملينه ډالره وي.

25.04.2022 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more