ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د رسنيو د ازادۍ نړيوال اېتلاف د افغانستان غړيتوب ختم کړو 

د رسنيو د ازادۍ نړیوال ایتلاف يا  (MFC) د جمعې په ورځ  خپله اعلامیه کې ددغه اېتلاف څخه د افغانستان دغړيتوب ختمولو اعلان کړی دی ۔ ياداېتلاف چې کېنېډا او هالېنډ يې مشري کوي، وېلې دي  اېتلاف  ته څرګنده ده چې په افغانستان کې د رسنیو د ازادۍ وضعیت اوس د نړیوالې ټولنې له ژمنو سره سمون نه خوري  او رښتيا دا دي  چې دا صورتحال ډېر د اندېښنو وړ دی. د پيښور پوهنتون د ژورناليزم د څانګي استاد عرفان اشرف وي او ای ډيوه ته وایي ، افغانستان چې ۲۰۲۰م کال کي د رسنيو د ازادۍ د نړيوال ايتلاف غړيتوب ترلاسه کړی و چې دغه د افغانستان او دهغه وخت د حکومت لويه کاميابي وه چې داېتلاف غړي هېوادونه يې په دغه هېواد کې د رايې د ازادۍ په لړ کې قانع کړې وو . خو د ښاغلي اشرف په وینا نن د طالبانو په واکمنۍ کې دغه وضعیت د اندېښنې وړ دی ځکه چې طالبان  خبریالانو سره ښې اړیکې نه لري او د ازادو فعالیتونو د ترسره کولو په لاره کې یې خبریالان له ډول ډول ګواښونو سره مخامخ کړي دي.  دافغانستان دطالبانو دحکومت له لوري په سمدستي توګه د ياد اېتلاف د پرېکړې په اړه کوم غبرګون مخې ته نه دی راغلی ، خو دطالبانو له لوري په تېرو وختونو کې د رسنيو پرضد دبنديزونو په اړوند کیدونکې نيوکې  رد کړی شوې دي او دوي وايي په افغانستان کې  رسنيو باندې هيڅ حکومتي فشار او يا بنديزونه نه دي پرځاي کړی شوي ۔ د افغانستان وتلي خبریال ځيرک فهیم  وي او ای ډيوه سره دخبرو په مهال وویل ، په يقيني توکه چې دا مهال په افغانستان کې خبریالان له یوه اندیښمن حالت سره مخ دي او هم ځکه  په 12000 کې، نږدې 10,000 خبريالانو خپلې دندې پریښودې او ډیر داسې هم دي چې افغانستان څخه په وتلو مجبوره شوي دي ۔  "زه ګڼم MFC دغه پرېکړه ډېره په تادۍ کې کړې ده، دافغانستان غړيتوب ختمولو په ځاي پکار وه  چې ياد اېتلاف د طالبانو سره اړيکې زياتې کړې وې او دوي يې په دې مجبوره کړي وی چې د رسنيو  د ازادۍ په لړ کې قوي ګامونه پورته کړي " په تېرکال داګست په میاشت کې افغانستان کې د طالبانو د حکومت رامنځته کیدو وروسته  تر دې دمه دوي حکومت دنړۍ یو هیواد هم په رسمیت نه دی منلی . د بشري حقونو دنړيوالو تنظيمونو اوهېوادونو له لوري بيا بيا په طالبانو دا غږونه کيږي چې د رسنيو ازادۍ ، او بشري حقونو په لړ کې دې دنړيوالو سره کړې خپلې ژمنې سرته ورسوي خو طالبان دریځ لري چې دوئ نړۍ سره کومې ژمنې کړې وې په هغې ولاړ دي.

19.11.2022 ډیوه

پاکستاني طالبانو د انلاین ريډیو له لارې خپلې خپرونې پیل کړي دي

د تېرو څو اوونیو راهسې د لاقانونه ګرځول شوې وسله والې ډلې تحريک طالبان پاکستان لخوا په انلاین ډول يا د انټرنېټ د لارې د ريډیو پروګرامونه خپرول کيږي ،دغو پروګرامونو کې د تنظيم مشرانو سره مرکې او د روانو عملياتو په اړه رپوټونه وړاندې کړل کیږي۔  څيړونکي وايي د ټي ټي پي د پاره ريډيو عام اولس ته د خپل پېغام رسولو يوه مهمه ذريعه ده۔  خبريالانو سره شريک کړی شوؤ  خپرونو کې د ټي پي پي عمر ميډيا دې يو ساعته پروګرام  ته د پاڅون نوم ورکړل شوی دی. په دې وروستیو کې ددې خپرونې شپږم قسط خپور شوی دی، چې په عسکري ځواکونو په بریدونو، د قيديانو خوشې کولو او د دوي په ضد د پوځي عملياتو په اړه پکې خبرې شوې دي۔  د پېښور پوهنتون د جرنلزم دڅانګې استاذ ډاکټر عرفان اشرف وايي په کال دوه زره شپږم  او اووم کې په سوات کې د ملا فضل الله لخوا د ريډيو د لارې خپل تبليغات خپرول پېل کړی شوي وو چې  بيا يې څانګې زياتې کړی شوې او عام ولس باندې يې ډير اثر ولرلو. ډاکټر عرفان اشرف وويل د هغې ريډيو روستو په سوات کې د طالبانو اثر زيات شو او په دې کې د ريډيو ډير رول و، نوموړي وويل ټي ټي پي د ريډيو د لارې خلکو ته نيغ په نيغه خپله بيانيه رسوي۔  "طالبانو ته فقط دا نه وي پکار چې خلکو ته خپله بيانيه ورسوي، بلکې هغوي ته جنګيالي پکار دي، مخکې به دغه کار جوماتونو کې په خبرو سره کيدو اوس دا د طالبانو د پاره نه ده ممکن نو د ريډيو د لارې  هغوي خلکو ته په اسانه رسيږي، د ګرځېدو ضرورت ورته نه وي او د يو ځاي نه په ناسته ډيرو خلکو ته ورسيږي، دښاغلي اشرف په وینا "اوس چې چرته هم طالبان په ښکاره وکتل شي نو خلک د هغوي خلاف راپاڅي څنګه چې په سوات او نورو سيمو کې وليدل شو۔ د ريډيو استعمال مخکې هم طالبانو ته ډيرې ګټې راوړې وې او يو ځل بيا دوي داسې کوښښ کوي" نوموړي زياته کړه دده په نظر به دا ځل د طالبانو ريډيو هغه اثر ونه لري څنګه چې مخکې و ځکه چې خلک دا ګڼې چې سخت دريځي په دې علاقو کې بدامني راوړي. نوموړي وويل خلک د سخت دريځۍ خلاف پاڅېدلې دي خو طالبان به بيا هم دا هڅه کوي چې ځوانانو ته خپل پېغام ورسوي۔  د انټرنېټ د لارې د طالبانو د رېډيو خپرونو په اړه مو د خېبر پښتونخوا د وزيراعلا د اطلاعاتو سلاکار بیرسټر محمد علي سېف نه د وټس اېپ د لارې پوښتنه وکړه چې حکومت څه ګامونونه پورته کوي خو ددې رپورټ تر چمتو کیدو يې کوم جواب نه ویلی۔  څيړونکې او خبريال ناصر داوړ  وي او ای ډیوه ته وويل د ټي ټي پي لخوا دا خپرونې په داسې حال کې پېل شوي چې د حکومت او طالبانو ترمېنځه خبرې روانې دي اؤ امکان دی چې دې مذاکراتو کې د دې ريډيو خپرونو باندې هم خبرې وشي. "زما خيال دی چې امن مذاکرات بيا پېل کيږي ، او په هغې کې به  د دې ريډيو په اړه خبرې امکان لري" څيړونکي وايي  ملا فضل الله چې د ريډيو ملا په نوم مشهور و او بيا د ټي ټي پي مشر شو د هغوي ريډيو به د سوات نه چلېدو، بيا يې په ضد د ايي ایس پي ار لخوا هم د ريډيو پروګرامونو يو لړۍ پېل شوه، خو اوسنۍ خپرونې د انټرنېټ د لارې کيږي او پوهان وايي چې پاکستان داسې ټيکنالوجي لري چې دغه د انټر نېټ د لارې خپرونې يې وتړي خو تر اوسه  د حکومتي چارواکو لخوا په دې اړه څه نه دي ويل شوي۔

19.11.2022 ډیوه

جنوبي وزیرستان:چاودنه کې درې کسان وژل شوي،درې ژوبل

د جنوبي وزيرستان پوليس وايي په سروکۍ تحصيل کې چاودنه شوې چې پکې درې کسان وژل شوي او درې نور ژوبل شوي  دي. پولیس  وایي په وژل شوؤ کسانو کې دوه تنه مخکني طالبان وو چې بیا پوځ ته تسليم شوي وو. د جنوبي وزيرستان د پوليس مشر (ډي پي او) عتیق الله ددفتر چارواکو وي او اې ډیوه ته تاييد کړې ده چې د سروکۍ تحصيل په چګملایي علاقه کې پرون د جمعې په ورځ (18 نومبر) ماسپښین  دغه چاودنه شوې چې درې کسان پکې وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي.  پولیس چارواکو ويلي، دا د چګملایي سیمې ځایي کسان دي او په ژوبلو کې د یو کس حالت مرګونی دی هغه یې ډیره اسماعیل خان ته وړی دی. پولیس چارواکو وي او ای ډیوه په شريکو کړو مالوتو کې د وژل شوو کسانو نومونه فرید، مصطفی او رحمان الله ښودلي دي.  دپښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په ټویټر ویلي چګملایی مارکيټ کې د ګډ( غوره) طالبانو فريد او مصطفی باندي چاودنه شوي ده،په چاودنه کې د سیمې ملکي وګړي زرسلام، رحمت الله، اسحاق ټپیان شوي او رحمان الله ساه ورکړې ده. منظور پښتن زیاتوي د حکومتي د تګلارو له امله دغه ناکرارۍ لا تر اوسه دوام لري اؤ پښتانه امن غواړي. تر دې مهاله ددې پېښې ذمه واري چا نه ده منلې خو په  په علاقه کې امنیتي چارواکي وايي دغه کسان چې په هدف شوي په دې کې دوه کسان فرید او مصطفی مخکې د تحریک طالبان پاکستان غړي وو او بيا پوځ ته تسليم شوي وو. د ریډیو پاکستان ترمخه ،چاودنه د یوه ځمکني ماین یا ایي اي ډي له امله شوې ده. د جنوبي وزيرستان په سروکۍ تحصيل کې په کال 2009م کې د پاکستان پوځ د وسله والو پرضد عمليات کړي او وسله والو څخه یې ددې سیمې دپاکولو دعوه کړې وه. د خیبر پښتونخواه په جنوبي ضلعو او په شمالي او جنوبي وزیرستان کې په دې وروستيو کې د بدامنۍ پېښې رامنځته کېدل سېوا شوې دي. په شپاړسم نومبر د چارشنبې په ورځ په لکي مروت کې شپږ پوليس عسکر په يو بريد کې وژل شوي وو، ددغه بريد ذمه واري تحريک طالبان پاکستان منلې وه۔ ددې پېښې پرضد پرون په لکي مروت سیمه کې ولسي احتجاجي مظاهره شوې وه چې پکې د ترهګري غندنه شوې او دمظاهرې برخه والو ویلي  دوي نور پخپله خاوره ترهګري نه زغمي . په خېبرپښتونخوا کې د تيرو څو مياشتو راهسې د ناامنۍ ضد او امن دپاره په غټه کچه پاڅونونه اؤ احتجاجي مظاهرې شوې دي. د خېبر پښتونخوا دپوليسو مشر معظم جان انصاري ویلي، پوليس د ولس سره په ګډه د امنيت دپاره اقدامات کوي او په ولس يې غږ کړی چې ترهګرو ته د پناه ورکولو نه ډډه وکړي او د ترهګرو د موجودګۍ په صورت کې په وخت پولیس خبر کړي.

19.11.2022 ډیوه

اقتصاد پوهان: پاکستان اوس هم د ديواليه کېدو د خطر سره مخ دی

اقتصاد پوهان وايي دا سياسي بيان دی چې حکومتي وزیرې ويلي د ملک د ديوالېه کېدو يا ډیفالټ کېدو خطره نشته. د اقتصاد د پوهانو په نظر د ملک د ديوالیه کېدو خطرې موجودې دي، ملک د زرمبادله ذخېرو سېوا کېدو، ډالرو راتلو او سياسي ثبات ته اړتيا لري ځکه چې اقتصادي ثبات د سياسي ثبات سره تړلی دی.

19.11.2022 ډیوه

کراچۍ: د بې درکه اووه کلنې ماشومې مړی موندل شوی، جنسي تېری پرې شوی

د پاکستان تر ټولو غټ کراچۍ ښار کې د یوې اووه کلنې ماشومې مړی يا جسد په داسې حال کې موندل شوی چې دوه ورځې وړاندې بې درکه شوې وه، پوليس او ډاکټران وايي ابتدايي پلټنې ښايي چې د ماشومې سره جنسي تيری شوی او بيا وژل شوې ده.

19.11.2022 ډیوه

پاکستان: پوځ په بلوچستان کې د دوو ترهګرو د وژلو دعوه کړې

د پاکستان پوځ ویلي، د بلوچستان صوبې په هوشاب سيمه کې يې د پټو معلوماتو په اساس عمليات کړي او دوه ترهګر يې وژلي دي.

19.11.2022 ډیوه

د امریکې حکومت: سعودي ولي د خبریال جمال خاشقجي د قتل په سر د مقدمې نه استثنا لري

د امریکې د انصاف وزارت وکیلان وايي د امریکې حکومت دا تعین کړی دی چې محمد بن سلمان د یو غیر ملکي حکومت مشر دی او د ریاست د سربراه په حېث د امریکې د عدالت نه استثنا لري

18.11.2022 ډیوه

 په اسلام اباد کې افغانان د پاکستان دې اعلان اندېښمن کړي چې بې اسناده کډوال به درې کاله قېدا کېږي

په اسلام اباد کې ميشته افغان کډوال وايي په کابل د طالبانو بیا د واکمنېدو وروسته چې کوم افغانان پاکستان ته راغلي د زياترو کسانو پکې د ويزو قانوني مېعاد ختم شوی دی او د پاکستان حکومت ورسره د ويزو په تازه کولو کې کومک نه کوي

18.11.2022 ډیوه

د خېبرپښتونخوا په قبایلي ضلعو کې عدالت د مرګ لومړۍ  سزا اورولې

په تیراه کی دموجودو پولیسو په وینا زیور شاه څه موده وړاندې د غیرت په نوم اول خپل یو نارینه خپلوان وژلی ؤ اؤ وروسته یې غوښتل چې خپله پیغله لور هم ووژني خو د هغه میرمن خپله لور  خوندي ځائ ته لیږلې وه اؤ زیور شاه بیا په غصه کې خپله میرمن د کور دننه وژلې وه

18.11.2022 ډیوه

د روسیې خام تېل پاکستان ته په کوم صورت کې ګټه رسولی شي؟

اقتصاد پوهان وايي چې پاکستان باید د خپلو بهرنیو زیرمو د لوړولو او خوندي کولو لپاره ټولې هغه لارې ولټوي، چې د شاوخوا یوې میاشتې وارداتو ته راټیټ شوي چې لویه برخه یې د تیلو او ګازو اخیستل دي

18.11.2022 ډیوه

زېلېنسکي: د روسیانو د بریدونو له امله په ملینونو خلک بجلي نه لري

واشنګټن - اوکرایني چارواکو د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د هېواد په ګڼو ښارونو کې د نویو راکټي بریدونو خبر ورکړی چې د ګازو ځایونه هم پکې په نخښه شوي. د اوکراین پوځ په یو بیان کې ویلي، د ډرون او توغندیو په دغو بریدونو کې د انرژۍ بنسټونه په نخښه کېږي او زیاتوي، دغه بریدونه له پلازمېنې کیېف څخه په جنوب کې تر اوډیسا پورې سیمو باندې شوي. رویټرز خبري ادارې د اوکرایني چارواکو له خولې راخیستي، چې دوی دوه کروز میزایل، پنځه له هوا څخه وېشتونکي راکټونه او پنځه ایراني ساخت ډرونونه ویشتي دي، خو دغه ادعاوې د جګړې په ډګر باندې په خپلواکه توګه نه شي تایید کولای. په کیېف کې لومړنۍ واوره ورېدلې، چارواکي وايي، د برېښنا کارکونکي کوښښ کوي چې د هېواد په ټولو برخو کې برېښنا بېرته فعاله کړي کومه چې د تېرې اونۍ په سر کې د روسانو په هوايي بریدونو کې پرې شوې وه. د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زېلینسکي د زیارت یا پنجشنبې په ماښام په خپل ویډیوي راپور کې وویل، چې کابو لس میلیونه خلک یې برېښنا نه لري.‌ ملګروملتونو ویلي، که برېښنا بېرته جوړه نشي نو دوی د یو بشري ناورین د پېښېدو وېره لري. د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر ډیمیټري کولیبا د زیارت یا پنجشنبې په سهار په یو ټویټ کې ویلي وو چې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انټوني بلېنکن سره یې په ټیلیفون خبرې کولې چې روسانو په اوکراین باندې یو بل ستر راکټي برید وکړ.‌ کولیبا وویل، هغه له امریکا څخه د پوځي مرستو د برابرولو لپاره مننه وکړه او په دې یې ټینګار وکړ چې د هوايي دفاعي سیستمونو لېږل دې چټک کړای شي. هغه همدارنګه له ځمکې څخه هوا ته د توغندیو د پرمختللي سیستم د بریا یادونه وکړه چې په دې میاشت کې یې کارولي دي. کولیبا همدارنګه وویل، اوس وخت د دې دی چې اوکراین له امریکا څخه د پټریاټ په نامه د هوايي دفاع نور پرمخ تللي سیستمونه هم ترلاسه کړي. د اوکراین په ختیځ د ډونیڅک په سیمه کې روس له خرسان څخه وتلو سرتېرو باندې درنه جګړه روانه کړې ده. د اوکراین پوځ ویلي، چې روسي ځواکونو په بخمت، ترڅنګ سولېدار او نورو ښارونو باندې راکټونه توغولي. همدارنګه د خارکیېف په بلاکلیا او ژپوریژیا ته نېږدې په نیکوپول او نور ښاروو باندې هم راکټونه ورېدلي. خو رویټرز په خپلواکه توګه د جګړې په ډګر باندې راپورونه نشي تاییدولی. بل پلو خپله په ژپوریژیا سیمه کې د روسانو یو راکټ د استونګې په یوې ودانۍ لګېدلی چې لږ تر لږه اوه کسان پکې وژل شوي دي. اسوسېټېډ پریس لیکلي چې د نورو قربانیانو د لټون هڅې روانې دي.

18.11.2022 ډیوه

څيړونکي: د ايي اېم اېف سره د پور خبرې وروسته کېدل به د پاکستان اقتصادي بحران نور سېوا کړي

د نړیوالې مالياتي ادارې [اي اېم اېف] لخوا پاکستان ته د پور د نهم قسط د خبرو وروستي کېدو له امله پاکستانۍ روپۍ بې قدره شوې د ونډو بازار اغېزمن شوی او د اقتصاد پوهانو په وينا که د مالياتي ادارې سره خبرې او ځنډ نور اوږديږي نو  د پاکستان اقتصاد به ورسره لا نور اغېزمنيږي او بد اثرات به يې مخې ته راځي.

18.11.2022 ډیوه

دپښتونخوا دپولیسو مشر وایي دخلکو مورال غورځولو لپاره ترهګر پولیس په نخښه کوي

د خېبر پښتونخوا پوليسو لخوا جاري شوو شمېرو کې ويل شوي د روان کال د جنورۍ د مياشتې نه تر نومبر مياشتې پورې 105 پوليس اهلکار وژل شوي دي او بېلابېلو پېښو کې109 عسکر ټپيان شوي دي، تر ټول زيات 16 پوليس عسکر د اپرېل په مياشت کې وژل شوي دي

18.11.2022 ډیوه

امریکايي څېړنه: په افغانستان کې د داعش او القاعده په شان وسله والې ډلې امریکې دپاره په محدوده کچه خطر لري

د ډي ايي ای انسپېکټر جنرل رپورټ وايي داعش خراسان طالب چارواکي په ځانمرګي بمونو، کمينونو او په هدفي وژنو کې په هدف کوي او د سېپټمبر تر اخېره پورې په تېرو دریو میاشتو کې يې د افغانستان په اتوو ولایتونو کې 41 حملې کړي دي

18.11.2022 ډیوه

امريکا ويلي، د پاکستاني زميندارو سره به د کيميايي سرې مرسته کوي

په پاکستان کې د امریکې سفارتخانې ویلي "خوښ يو چې امریکا به د کيميايي سرې [فرټيلايزر] په نړيوال چېلنج کې د پاکستان سره مرسته کوي". امریکا ويلي "د پاکستان سره یې د کلونو، کلونو اتحاد دی، پاکستاني زميندارو يا بزګرانو سره به د سرې مرسته وکړي چې په موثر ډول يې وکاروي او ډېر خوراک پېداوار ترلاسه کړي".

18.11.2022 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more