ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د قران په سوزول کېدو ترکي ډېنمارک ته په سفارتي کچه احتجاج کړی 

تېره هفته په سویډن کې د قران سوزول کېدو نه پس د ترکي صدر رجب طیب اردوان ویلي وویل سټاک هوم دې د ترکي نه دا امید نه لري چې په نېټو کې د شمولیت حمایت به يې کوي. ترکي په برسلز کې هغه غونډه هم د نامعلومه وخت پورې ځنډولې ده چې پکې به په نېټو کې د سویډن او د فن لېنډ په شمولیت بحث کېدلو

28.01.2023 ډیوه

د اسرایل په سېناګاګ حمله کې اووه کسان وژل شوي

روېټرز وايي که څه هم د حملې ذمه واري چا په غاړه نه ده اخیستې خو فلسطیني مسلح ډلې حماس ترجمان حضام قاسم "دا اپرېشن په جنین کې د قبضې جرمونو ته جواب دی او د قبضې مجرمانه اقداماتو فطري ردعمل دی."   

27.01.2023 ډیوه

د طالبانو چارواکي وايي د بهرنۍ کمپنيانو سره د تجارت کوم رسمي قرارداد نه لري 

د پاکستان سره د تجارت په اړه د طالبانو چارواکي سپيناوی کوي چې دا معلومه خبره ده چې قرارداد په افغانيو کې کيږي ځکه کمپنۍ د افغانانو دي خو وايي پاکستان غواړي د سکرو/کولې کاروبار په کالدارو لا پاکستاني روپو کې وکړي ځکه کالداره د بهرنۍ کرنسۍ د مشکل سره مخ ده

27.01.2023 ډیوه

الیکشن کمیشن: د قامي اسمبلۍ د ۳۳ خالي‌ چوکیو دپاره کاغذونه به د فرورۍ د شپږمې نه جمع کېږي

اسلام اباد ــــ د الیکشن کمیشن لخوا جارې شوي پروګرام تر مخه د مارچ په ۱۶مه نیټه کیدونکې د قامي اسمبلۍ د خالي شویو ۳۳ چوکیو د پاره به  کاغذونه د فرورې د شپږمې نېټې نه  تر نهمې نېټې پورې جمع کېږي.  تیر کال اپریل کې د تحریک انصاف د مشر عمران خان د بې باورۍ د تحریک د لارې د وزیراعظمۍ  نه  لرې کیدو ورسته د عوامي  لیګ  مشر  شیخ رشید په شمول د تحریک انصاف ۱۲۳ غړو د قامې اسمبلۍ نه  استعفاګانې ورکړې وې. په عيني  حال کې دتحریک انصاف  يو  مشر اسد عمر په پنجاب کې د ټاکنو نیټه ټاکلو د پاره لاهور هاېې کورټ کې درخواست جمع کړی دی چې پکې وئيل شوي جمهوري نظام د دوام لپاره ګورنر د انتخاباتو د نېټې ورکولو پابند دی، البته د پنجاب ګورنر تر اوسه خپله آئيني ذمه واري نه ده پوره کړې. د تحریک انصاف له اړخه دغه درخواست په داسې حال کې جمع کړی شوی چې د پاکستان د قامي اسمبلۍ د دريو سترو اتحادي  سياسي ګوندونو  مشرانو تیره شپه په وزيراعظم هاؤس کې يوه غونډه وکړه چې پکې د پنجاب او خېبرپښتونخوا د صوبايي اسمبلۍ او د قامي  اسمبلۍ  په خالي څوکيو د راتلونکو ضمني انتخاباتو په اړه خبرې اترې وشوې.  د مطبوعاتي رپورټونو تر مخه په غونډه کې د ایتلافي ګوندونو مشرانو د سرشميرنې د ځنډولو په پلمه د انتخاباتو د ځنډولو په آپشن خبرې کړي خو د پیپلز ګوند مشر اصف علې زرداري په دې اړه قانع نه شو.  د وې او اې ډیوه سره خبرو کې د پیپلز ګوند سینیټر بهرامند خان تنګې که څه هم د دغه غونډې په اړه څه  او نه ويل، خو خپل دریځ یې داسې وړاندې کړو: " خیبر پښتونخوا او پنجاب کې ټاکنې کول د الیکشن کمیشن ایینې ذمه واري ده. پکار ده چې الیکشن کمیشن د ايین لاره خپله کړي او په دغه دوو صوبو کې شفافې  ټاکنې وکړي.  او  د یو ګوند په وینا به الیکشن کمیشن نه خو ټاکنې مخکې کړي اونه به یی وځنډوي. بل پلو ته د اطلاعاتو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب د مسلم ليګ (ن) د انتخاباتو د ځنډولو د پلان په اړه خبرونه رد کړي دي او یو شخصي ټیلې ویژن سره خبرو کې ویل چې ټاکنو ته تیار دي. د څیړونکو وینا ده چې مسلم لیګ (ن) د نواز شریف په غیر موجودګۍ کې د انتخاباتو د نتیجو په اړه اندیښنه لري. خو دانتخاباتو ځنډول د يو نوي سياسي بحران لامل کيدی شي.  د پاکستان د قانون جوړونې او شفافیت لپاره د انسټیټیوټ پلډیټ مشر احمد بلال محبوب وي او ای ډیوه ته واېې: " صوبايي اسمبلي په ټاکنو کې د حلقه بندېو په اساس د اسانتياو هيڅ امکان نه وینې. په صوبو کې څه نوې ضلعې جوړې شوي چې له امله يې حلقه بندۍ  کې څه بدلون نه راځي. یوازې د حلقو نومونو کې به بدلون راشي.  دوي زیاتوي په تېکنيکي  بنیادونو دا ممکنه ده چې حکومت د سرشمېرنې د ځنډ له امله د ټاکنو د ځنډولو اعلان وکړي، البته د دې د پاره به حکومت عدالت ته ځي. د دې څخه وړاندې د پاکستان الیکشن کمېشن وړانديز کړی و چې په پنجاب کې د شپږمې نېټې نه  تر نهمې  نیټې پورې او په خيبر پښتونخوا کې  د اپرېل له ۱۵مې او ۱۷مې نېټې دې ټاکنې وکړې شي، چې د پي ټي ايي دغړو د استعفاګانو له منلو وروسته خالي شوې وې. په تیرو ورځو کې د پاکستان د شماریاتو ادارې په یو خپور شوي بیان کې ويلي  وو چې په هیواد کې به سږ کال د مارچ د لومړۍ نیټې څخه ډیجیټل سرشمیرنه پیل کړی شي. دغه ډیجیټل سرشمیرنه کال ۲۰۲۱ په اکتوبر کې کیدونکې وه چې پخواني  حکومت د اکتوبر کال ۲۰۲۲ پورې ځنډلې وه. اوسني  حکومت د راتګ ورسته دغه سرشمیرنه  تر سږ کال فرورۍ او بیا په تیرو ورځو کې د پاکستان د شمارياتو ادارې د ناڅرګندو حالاتو او ځمکني حقيقتونو له وجې تر مارچ مياشتې پورې ځنډولې ده چې تر يوې مياشتې پورې به دوام ولري.

27.01.2023 ډیوه

افغانستان کې روانه میاشت واورو او سختې یخنۍ 158 تنه او زرګونه څارولي مړه کړي

پېښور ــــ‌ په افغانستان کې قدرتي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو وزارت ويلي چې د هېواد په 24 ولايتونو کې د سړې هوا، سېلابونو او د ګېس له وجې 158 تنه مړه شوي او 22 نور ژوبل شوي دي. طالبان وايي چې د واورې، بارانونو او سېلابونو له وجې په هېواد کې يو شمېر ودانیو ته زيان رسېدلی او په زرګونو شمېره کې څاروي هم مړه شوي دي. د ياد وزارت يو چارواکی مولوي عبدالرحمان زاهد وايي، دولتي ادارې د ملګرو ملتونو او نورو موسساتو ترڅنګ د متاثره شويو کورنيو سره مرستې پېل کړي دي: "پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د ملګرو ملتونو د دفترونو د موسسو او دولتي ادارو سره په همکارۍ زيان من شويو ته د لومړنئ مرستې وېشلي او د مرستو رسولو ته يې ژمنتيا ښودلې ده". په افغانستان کې څېړونکي په روانه يخنۍ کې د خلکو مړه کېدلو لوی علت په هېواد کې مخ په زياتېدونکی اقتصادي بحران بولي او وايي د بېروزګارۍ او بېوزلۍ کچې لوړېدو له امله زياتره هېوادوال نه شي کولی چې د ځان لپاره د خوراک او د خونو ګرمولو بندوبست وکړل شي. د ملګرو ملتونو مرسته کوونکې ادارې وایي افغانان د يوې لسيزې په اوږدو کې د تر ټولو سخت ژمي مشاهده کوي او د اقتصادي بحران له وجې نه شي کولی چې د کورونو ګرمولو لپاره اړونده مواد واخلي. د راټرز خبري ادارې ترمخه د تېرې يوې اوونۍ دوران په افغانستان کې د واورې او سختې يخنۍ له وجې 84 تنه مړي شوي دي. طالبانو د جنورۍ په 23مه ويلي وو چې په هېواد کې د سېلابونو او واورې ورېدو له وجې د 50 نه سېوا کورونه په جزوي يا په بشپړ توګه ويجاړ شوي او نږدې 70 زره څاروي له منځه تللي دي۔ په افغانستان کې د سړې هوا له وجې ځاني او مالي زيان په داسې حال کې مخې ته راغلی چې ملګرو ملتونو له دې وړاندې ويلي وو چې د هوا د سړېدو سره په دې هېواد کې لږ تر لږه 24،4 ميلينه وګړي په نااميدۍ کي ژوند کوي. ملګري ملتونه وايي چې دا په تېرو 15 کالونو کې تر ټولو سوړ ژمې دی او 6 ميلينه افغانان د قحط سره مخ دي. د راپورونو ترمخه د روانې اونۍ په اخره کې به د افغانستان په ځينو سيمو کې د تودوخي درجه د سنټي ګرېډ په کچه منفي 35 ته راټيټه شي۔ کارپوهان وايي په کال 2021 کې د طالبانو واکمنېدو وروسته د اقتصادي سقوط له امله د بېروزګارۍ او بې وزلۍ کچه لوړه شوې او د نيمايي نه سېوا خلک نشي کولی چې د کورنيو لپاره خوراک او د ځان ګرم ساتلو لپاره اړونده مواد ترلاسه کړي. په دې حقله د کابل يو ځايي خبريال يار محمد پردېس وي او اې ډيوه ته وايي چې اوسمهال ډېرې داسې کورنۍ دي چې د خوراک لپاره لومړو توکو ته لاسرسی نه لري او کله چې څوک خوراکي توکو ته لاسرسې نلري نو سخته به وي چې هغوي د خونو د تودولو لپاره به د سون توکي يعنې لرګي، کوئله او ګېس ولري: " ځکه په دومره لوی کچه د دغې سړې هوا له امله زمونږه هېوادوال مړه شوي دي". په افغانستان کې سختې يخنۍ د خلکو لپاره وضعيت په داسې حال کې سخت کړی چې په غېر دولتي موسساتو کې د مېرمنو پر کار د طالبانو د بنديز له امله ګڼ شمېر اين جي اوز کار اودرولی دی او خلک سره د مرستو په لړ کې خپل فعاليتونه يي ځنډولي دي۔

27.01.2023 ډیوه

طالبانو د کابل سقوط په وخت له خپلو بندیانو خالي کړي زندانونه په ۲۹۰۰۰ نورو بندیانو بیرته ډک کړي

واشنګټن ــــ طالبانو چې په څه کم دوه کالو کې د تېر حکومت له خوا بندي شوي مجرمان د جيلونو نه خوشي کړي وو، اوس يې بيا جيلونه د نوي مجرمانو نه ډکول پېل کړي دي. په تېرو ۱۸ مياشتو کې طالب چارواکو نزدې ۲۹۰۰۰ کسان د قتل، غلا او په زور د خلکو د تښتولو په تور کې نيولي دي. د طالبانو د جېلونو ډاېرېکټر محمد يوسف مستري وي او اې ته په وټس اپ پېغام کې ويلي: "مونږه ۱۵۰۰۰ بنديان خوشي کړي او نن سبا د اسلامي امارت په جېلونو کې ۱۴۰۰۰ بنديان دي" په دغو بنديانو کې تر ۱۱۰۰ پورې ښځې هم شاملې دي. طالب چارواکي دعوې کوي چې  په نيول شويو بنديانو کې سياسي قېديان نه شته خو آزادې سرچينې د دغو دعوو تصديق نه کوي. بل خوا د  بشري حقونو د څار اداره او دغسې نورې ډلې وايي‌ طالبانو د داعش او نورو وسله والو ډلو پلويان په جېلونو کې د اچولو په ځای وژلي دي د چا نه چې د ملک سلامتيا ته خطر وو. د طالبانو "اسلامي امارت" حکومت د سخت شريعت لاندې د شراب، زنا او همجنس بازي لوی جرمونه دي چې د ځينو سزا پکې مرګ دی. طالبانو تېر کال د نومبر د مياشتې راهسې په ولسي ځايونو کې مجرمانو ته د سزا ورکولو لړۍ يو ځل بيا پېل کړې  ده، چې پکې د غلو نه لاس وهل او په جنسي اړيکو کې ککړ کسان په درو وهل شوي او په قتلونو کې ککړ مجرمان د خلکو په مخ کې په ګولو ويشتل شوي. په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندويه اداره يونامه وايي، طالبانو تر اوسه د ۱۰۰ نه زيات ښځې او سړي د سزا په توګه په درو وهلي، او دوه سړو ته پکې د مرګ سزا ورکړل شوی. د طالبانو دغو سزا ګانو په اړه د بشري حقونو د اېشيا څانګې مشرې پېټريشا ګوسمین وي او اې ته ويلي: "داسې وحشيانه سزاګانې چې اکثر په داسې وړو جرمونو لکه د موسيقۍ په اورېدلو چې هډو جرم نه ګڼل کېږي،‌ انساني سپکاوی دی او په نړيوال قانون کې يې اجازت نه شته". يوناما او د بشري حقونو ډلې وايي، په افغانستان کې په تېرو وختونو او حکومتونو کې هم ډول ډول سزاګانې عملي شوي. د نيويارک ټايمز او فزيشن فار هيومن رایټس رپوټونه وايي،‌ په ۲۰۰۱ او ۲۰۰۲م کال کې د امريکايي‌ پوځ په مشرۍ چې کله د طالبانو حکومت نسکور کړی شو نو د ځايي ملېشه ځواکونو په مرسته په حراستي مرکزونو کې په سوونو طالبان مړه شوي‌ وو. همدغه شان د ملګرو ملتونو يو زوړ رپوټ وايي، ‌د تېر افغان حکومت په وخت کې هم په قیديانو تشدد شوی وو، چا چې د ۳۰۰۰۰ نه زيات کسان نيولي وو او ورسره يې تشدد کړی وو چې اکثريت پکې د طالبانو وو. د بشري حقونو د څار مشرې پېټريشا ويلي طالبان به هم د تېرو وختونو په څېر د نيول شوو قېديانو سره تشدد کوي. خو د طالبانو د  حکومت د جېلونو مشر محمد يوسف مستري په جيلونو کې د تشدد خبرونه رد کړي دي او ويلي یې دي چې د دوی وزارت ته د قېديانو سره د ښه سلوک امر شوی دی. که څه هم طالبان دعوې کوي چې د قېديانو سره به ښه سلوک کوي خو رپوټونه وايي،‌ په افغانستان کې د جېلونو حالت ډېر خراب دی او دغه  د ډېر وخت نه د افغانستان د پاره يو لوی چېلنج دی.

27.01.2023 ډیوه

ایا یوازې د ایي‌ ایم ایف پور پاکستان د اقتصادي ستونزو نه ویستلی شي؟

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف هيله ښودلې ده چې په روانه میاشت کې به د نړیوالې مالياتي ادارې ايي اېم اېف سره د 7 اربه ډالرو د پور لوظنامه ترسره شي چې ورسره به هېواد د اقتصادي مشکلاتو څخه رابهر شي. پاکستان اوس مهال د بد اقتصادي صورتحال سره مخ دی، د مرکزي بېنک سره د زر مبادلې ذخيره بيا د نهو کلونو لاندې کچې ته غورځېدلې ده او پاکستاني روپۍ نن په دويمه ورځ هم د ډالر په مقابله کې خپل قدر بایللی دی خو د خزانې مرکزي وزير اسحاق ډار وايي هېواد به د اقتصادي دلدل څخه وځي او د ترقۍ په لوري به روان شي. ټاکل شوې ده چې د ايي اېم اېف پلاوی به د روانې مياشتې په اخره کې د پاکستان سفر وکړي خو د اقتصادي چارو کارپوهان وايي د ايي اېم اېف پورونه د پاکستان د اقتصادي ستونزو يوازینی حل نه دی او د پوځ په ګډون شتمنې طبقې ته ورکړل کېدونکي مراعات به بېرته اخستل وي. د جمعې په ورځ اسلام اباد کې يوې دستورې ته د وېنا په مهال د وزير اعظم شهباز شريف وېلي پاکستان په څنډه ولاړ دې او د مشکل وخت څخه تېرېږي. د وزير اعظم وینا وه چې هيله من دی په روانه میاشت کې به د نړیوالې مالياتي ادارې ایي ایم ایف سره د قرض لوظنامه وشي او پاکستان به د اقتصادي ستونزو څخه راوځي. هم دغه مهال د پاکستان د خزانې مرکزي وزير اسحاق ډار د پاکستان تحریک انصاف ګوند په تېر حکومت د معیشت د تباهۍ تور لګولی او وايي د اتحادي ګوندونو حکومت تر راتلونکې انتخاباتو وړاندې په دې کې بهتري راوستل غواړي. ډار هم هيله څرګنده کړې ده چې دوى به د اقتصادي دلدل څخه راوځي او پاکستان به پرمختګ کوي. د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د نړيوالې مالياتي ادارې سره د قرض لوظنامې کېدو دا هيله په داسې حال کې ښودلې چې د 92 کروړه ډالرو د نور کمي وروسته د مرکزى بنک سره د زر مبادلې ذخیرې 3.6 اربه ډالرو ته غورځېدلې دي چې په تېرو نهو کلونو کې تر ټولو ټيټه کچه ده. د پاکستان روپۍ هم په پرله پسې ډول د امريکايي ډالر په وړاندې خپل قدر بایلي او اقتصادي ماهرين د روپۍ په ارزښت کې د راغلي کمي په ترڅ کې د ګرانۍ خبرداری ورکوي. نړيوالې مالياتي ادارې پرون د زيارت په ورځ اعلان کړی چې د نهمې ارزونې لپاره به د ادارې مشن د روانې میاشتې په 31 نېټه د پاکستان سفر کوي. د سياسي او اقتصادي چارو کارپوهان وايي د ايي ایم ایف قرض د پاکستان د خراب اقتصاد يوازینی حل نه دی. د اقتصادي او سیاسي چارو کارپوهه فدا حسین ډيوه ته وايي د پاکستان رياست هر کال شتمنې طبقې ته د اربونو روپو مراعات او په ټېکسونو کې معافیت ورکوي. هغه وايي ددې تر څنګ پراخه اقتصادي او مالي اصلاحات کول هم لازم دي. پوځ او درامدي صنعت ته ورکړی کېدونکي مراعات به بېرته اخستل وي. د تېر زيارت په ورځ نړیوالې مجلې فنانشل ټايمز هم په د پاکستان د اقتصاد په اړه خپل يو رپورټ کې ويلي وو چې د پاکستان اقتصاد د ډوبېدو په حال کې دی او د سقوط په څنډه ولاړ دی. د اقتصادي چارو کارپوهه شهريار بټ ډيوه ته وايي که څه هم د ايي ایم ایف سره به د قرض لوظنامه پرځای شي خو د ادارې د شرطونو له کبله به د ګرانۍ نوې څپه راځي. دی وايي نه ګڼي چې په ګرانې کې به کمی راشي او ددې بد اثر به په بې وزله خلکو تر ټولو زیات وي او د ګرانې کچه چې اوس 25 فيصدى ده نو دا به 37 فيصدى رسي.

27.01.2023 ډیوه

د پښتونخوا نګران حکومت مرکز نه د صوبې ور پاتې 53 اربه روپۍ غوښتي دي

د خیبر پښتونخوا صوبې نګران حکومت د مرکز په ذمه ورپورې دپښتونخوا صوبې دبقایاجاتو ادا کولو لپاره دانرژۍ د دولتي ادارې یا نیپرا مشر ته لیک استولی اؤ له هغه یې غوښتي چې نیپرا باید دبجلۍ دخالصې ګټې په مد کې صوبې ته خپلې ټولې پیسې ورکړي. دنګران وزیراعلا ښاغلي اعظم خان په وینا دصوبې دانرژۍ یا د توان محکمې دنیشنل الیکټرک پاور ریګولرټي اتهارټي چیرمین ته لیږل شوي لیک کې ویل‌ شوي چې دکال 2015-16 نه د وفاق په ذمه د صوبې 182 اربو نه زیاتې روپۍ ورپورې وې چې دې کې نزدې 129 اربه روپۍ صوبې ته ورکړل شوي دي اؤ د53 اربو روپو نه زیاتې اوس هم مرکز ته ورپاتې دي. دسرکاري دستاویز له مخې په وروستي ځل په 10مه جنورۍ 2022 کې مرکز صوبې ته دکال 2021م ددسمبر دمیاشتې بقایاجات ورکړي وؤ اؤ بیا په کال 2022م کې دبجلۍ دخالصې ګټې په مد کې صوبې ته هیڅ پیسې نه دي ورکړل شوي. دغه دستاویز ښایي چې دا مهال دبجلۍ دخالصې ګټې په مد کې نیپرا ته دصوبې 53اربه،19کروړه اؤ 10لکه روپۍ ورپورې دي. په 21مه جنورۍ دخپل منصب له لوړې کولو وروسته دخیبر پښتونخوا نګران وزیراعلا اعظم خان ویلي وؤ دی به دخپلې واکمنۍ په موده کې د مرکز سره دخیبر پښتونخوا دبقایاجاتو،این ایف سي ایوارډ کې دصوبې دبرخې، این ایچ پي اؤ دضم شوؤ قبایلي ضلعو دپنګو ستونزې راپورته کوي. تر دې وړاندې خېبر پښتونخوا کې دتحریک انصاف دتېر حکومت پخواني وزیراعلا محمود خان په مرکز تورونه لګول چې دصوبې اؤ قبایلي ضلعو کومې پیسې ورپاتې دي هغه صوبې له نه ورکوي چې له امله یې صوبې سره دپیسو کمښت پیدا شوی دی اؤ خپلو مامورینو ته په وخت معاشونه هم نه شي ورکولی. خو دمرکزي حکومت ایتلافي اؤ دپاکستان دقامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ په دې وروستیو کې وي او ای ډیوه سره خبرو کې ویلي وؤ مرکز چې دقبایلي ضلعو کومې پنګې صوبې له ورکړې دي دتحریک انصاف حکومت هغه پنګې دصوبې په نورو برخو کې لګولي دي. په دې وروستیو کې مرکزي حکومت قبایلي سیمو کې دپنګو جوړولو لپاره یوه ځانګړې کمیټه هم جوړه کړې ده چې تحریک انصاف ګوند دغه کمیټه غیراییني بللې ده اؤ ددې پرضد یې پېښور هایکورټ ته عریضه کړې ده

27.01.2023 ډیوه

د ناروې سفیر له طالبانو غوښتي‌ د ښځو پر تعلیم او کار دې بندیز ختم کړي، ملګري ملتونه نن په دې اړه غونډه کوي

واشنګټن ـــــ د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د جنورۍ پر 27مه د افغانستان د حالت په اړه ځانګړې غونډه کوي. بل لورته د افغانستان لپاره د ناروې سفیر په کابل کې د طالبانو له وزیرانو سره لیدلي او د ښځو پر کار او تعلیم د بندیز د لرې کولو غوښتنه یې ترې کړې ده. د افغانستان د حالاتو په اړه غونډه نن د جمعې په ورځ د متحده عرب اماراتو، جاپان او فرانس په غوښتنه کیږي، چې پکې به د ملګرو متلونو د مشر مرستیاله آمنه محمد افغانستان ته د خپل سفر په اړه خپل رپوټ او معلومات هم وړاندې کړي. مېرمن آمنه محمد تېره اونۍ د افغانستان د بشري حالت او د ښځو پر تعلیم او کار د بندیزونو د لرې کولو په اړه له طالبانو سره د خبرو لپاره کابل او کندهار ته تللې وه. په ملګرو ملتونو کې د عرب اماراتو د دفتر ویاندې شهاد مطر وایي، دا غونډه به هم د بندو دروازو تر شا کېږي چې پکې به آمنه محمد طالبانو ته د ورکړو پيغامونو او د حالاتو د ارزونې په اړه خپل معلومات او نظر شریکوي. د ملګرو ملتونو مرستیالې مشرې آمنه محمد د پنجشنبې- زیارت په ورځ پر خپل ټویټر لیکلي چې نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د نجونو او ښځو د تعلیم د حقوقو په اړه سره متحد شي. هغې لیکلي: "هلته [په افغانستان کې] مې د [طالبانو] له استازو سره ولیدل چې هغو نابرابریو ته د حل څه لاره پیدا کړم کوم چې د افغانستان پر نجونو، ښځو، نارینه او هلکانو اغېز کوي." مېرمن آمنې محمد افغانستان ته د خپل سفر په مهال د ښځو او نجونو پر کار او تعلیم د بندیز په اړه شدیده اندېښنه ښکاره کړې وه او د طالبانو له حکومته یې د دغه بندیزونو د سمدستي لرې کولو غوښتنه کړې وه. بل لور ته د افغانستان لپاره د ناروې د سفارت شارژدافیر پال کلومن بیکین د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي او د اقتصاد له وزیر دین محمد حنیف سره لیدلي او د ښځو پر کار او تعلیم د بندیز د لرې کولو غوښتنه یې ترې کړې ده. ښاغلي بیکین د پنجشنبې- زیارت په ورځ پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي، چې ناروې د افغانو ښځو د تعلیم او کار د مسئلې د هواري لپاره له طالبانو سره دوامداره خبرو ته ژمنه ده: "له دواړو دواړو [متقي او حنیف] څخه مې وغوښتل چې ښځو او نجونو ته تعلیم ته د لاسرسي بشپړه اجازه ورکړي او په غیرسرکاري ادارو کې د ښځو پر کار د بندیز پرېکړه بیرته واخلي."   د ناروې سفیر د جمعې په ورځ په کابل کې د نجونو د تعلیم لپاره د کار کوونکې ادارې «څرک» له مشرې پرستو حکیم سره هم لیدلي او د ښځو پر تعلیم د طالبانو د بندیزونو په اړه یې ورسره خبرې کړې دي. سفیر پال کلومن بیکین او پرستو حکیم دواړو د دغې لیدنې په اړه پر خپل ټویټر لیکلي، چې باید ښځو ته په افغانستان کې د کار او تعلیم حق ورکړل شي. مېرمن پرستو لیکلي: "موږ په افغانستان کې د هغو ستونځمنو حالاتو په اړه خبرې وکړې چې افغانې نجونې او ښځې ورسره مخ دي، د افغانستان ښځې او نجونه ټینګار کوي چې باید تعلیم وکړي او دا غوښتنه یې باید له پامه ونه غورځول شي". طالبان د 2021م کال د اګسټ په میاشت کې په افغانستان کې تر بیا واکمنېدو وروسته په ټول هیواد کې پرله پسې پر ښځو او نجونو بندیزونه لګولي او نه یواځې یې ښځې په سرکاري دفترونو کې له کار کولو منع کړې دي بلکې په غیرسرکاري ادارو کې یې هم د ښځو په کار بندیز لګولی دی. طالبانو نجونې تر شپږم ټولګي پورته په سکولونو او پوهنتونونو کې له زدکړو هم تر اوسه محرومه ساتلې دي او یواځې تر شپږم ټولګي پورې یې نجونو ته د تعلیم اجازه ورکړې ده. نړیوالې ټولنې په ځانګړې ډول غربي هیوادونو په وار وار ټینګار کړی چې طالبان باید د نړیوال اعتبار د ترلاسه کېدو او رسمیت پېژندنې لپاره لومړی د خپلو خلکو رایې او نظر ته درناوی وکړي او د ښځو او نجونو، قومي لږکیو په ګډون د ټولو افغانانو حقونه پر ځای کړي، خو طالبان وایي د هیچا له حقونو یې سرغړونه نه ده کړې.

27.01.2023 ډیوه

غلام علي: ټي ټي پي سره مذاکراتو ته دوام ورکولو یا نه ورکولو فیصله به مرکزي حکومت کوي

د خیبر پښتونخوا صوبې ګورنر حاجي غلام علي وایي په دې کې شک نشته چې په صوبه کې د امنیت وضعه ښه نه ده خو وایي د صوبې نوی نګران حکومت به په صوبه کې د امنیت د ټینګښت لپاره هڅې کوي. دجمعې په ورځ پېښور پریس کلب کې رسنیو سره د خبرو په مهال د وي او ای ډيوه ددې پوښتنې په جواب کې چې ایا د صوبې نوی نګران حکومت به دپاکستاني طالبانو سره دمذاکراتو لړۍ ته دوام ورکوي که نه ؟ګورنر وویل،دا د مرکزي حکومت مسولیت دی چې هغوئ دامن لپاره کومه لاره غوره ګڼي په هغې به تګ کوي. په پاکستان کې د عمران خان تېر حکومت دافغان طالبانو په منځګړتوب افغانستان کې دپټو پاکستاني طالب وسله والو سره دمذاکراتو لړۍ پیل کړې وه خو په دويمه جنورۍ د قامي سلامتيا دکمیټۍ له غونډې وروسته د پاکستان موجوده وزير اعظم شهباز شريف په ټوېټر ليکلي وو "د پاکستان رياست به د خپلې عملدارۍ چېلنج کوونکو ترهګرو دپاره د هيڅ زغم نه لرلو پالیسي خپلوي او په امن به هيڅ سودا نه کيږي. ګورنر حاجي غلام علي دتحریک انصاف دتېر صوبایي حکومت دا تورونه رد کړل چې ګنې مرکزي حکومت صوبې ته خپلې پیسې نه ورکوي اؤ دهغې له امله صوبه دمعاشي بدحالۍ سره مخ ده. هغه وویل که چرې په تېرو درې نیمو کالو کې دخیبر پښتونخوا تېر حکومت دمرکز نه دصوبې په پیسو اخستو کې ناکام پاتې شوی نو دا هم ددې حکومت نااهلي وه . حاجي غلام علي زیاته کړه چې دصوبې نګران وزیراعلی واضحه کړې ده چې مرکز سره به دصوبې دحقونو اؤ ورپاتې پیسو په اړه خبرې کوي اؤ وئ ویل مرکزي حکومت هم په کراتو ویلي دي چې نه یوازې دضم شوؤ قبایلي سیمو بلکې دنورې صوبې پنګې یې هم صوبې ته ورکړې دي اؤ تر دې وروسته به یې هم ورکوي. خو دګورنر ددې دعوې برعکس خیبر پښتونخوا کې دتحریک انصاف دتېر حکومت وزیر اعلا محمود خان اؤ دخزانې وزیر تیمور سلیم جګړه پرله پسې په مرکز تورونه لګوي وؤ چې دصوبې اؤ قبایلي ضلعو کومې پیسې ورپاتې دي هغه صوبې له نه ورکوي چې له امله یې صوبې سره دپیسو کمښت پیدا شوی دی . دمرکزي حکومت ایتلافي اؤ دپاکستان دقامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ په دې وروستیو کې وي او ای ډیوه سره خبرو کې ویلي وؤ مرکز چې دقبایلي ضلعو کومې پنګې صوبې له ورکړې دي دتحریک انصاف حکومت هغه پنګې دصوبې په نورو برخو کې لګولي دي. په دې وروستیو کې مرکزي حکومت قبایلي سیمو کې دپنګو جوړولو لپاره یوه ځانګړې کمیټه هم جوړه کړې ده چې تحریک انصاف ګوند دغه کمیټه غیراییني بللې ده اؤ ددې پرضد یې پېښور هایکورټ ته عریضه کړې ده

27.01.2023 ډیوه

پوليس: په لکي مروت کې د وسله والو ضد په غټه کچه عمليات پېل کړی شوي

په لکي مروت کې د وسله والو پرضد عملیات پېل کړی شوي چې پکې توپې او جنګي هیلي کاپټرې کارول کیږي. تحریک طالبان پاکستان په دغو عملیاتو کې د پاکستان پوځ ته ګڼو مرګ ژوبلو اړولو دعوه کړې خو تاييد یې نه دی شوی.

27.01.2023 ډیوه

د پاکستانۍ روپۍ په مقابله کې ډالر په دوه ورځو کې 32 روپۍ ګران شوی دی

پاکستان کې د پیسو بدلوونکې اتحادیې جنرل سيکرټري ظفر پراچه وي او اې ډيوه ته وويل، نن په پرانستي مارکيټ ډالر په 265 او په انټربېنک مارکيټ 266 روپو ته رسېدلی دی.

27.01.2023 ډیوه

ايي اېم اېف: پاکستان ته د پور د نهمې ارزونې د خبرو دپاره پلاوی ليږي

نړيوالې مالياتې ادارې [ايي اېم اېف] ويلي، پاکستان ته د پور يا قرض د پروګرام د بحالۍ د ارزونې دپاره يوه ډله دغه هېواد ته ليږي چې په دغه موضوع ورسره خبرې وکړي.

27.01.2023 ډیوه

ډونلډ بلوم: امریکا به د پاکستان د اقتصادي پرمختيا او اصلاحاتو د هڅو ملاتړ کوي

په اسلام اباد کې د امریکې سفير ډونلډ بلوم ويلي، امریکا به د پاکستان د سېلاب ځپلو د بحالۍ سره د اقتصادي پرمختيا او اصلاحاتو دپاره د پاکستان د حکومت د هڅو ملاتړ دوامداره ساتي.

27.01.2023 ډیوه

د ايران او پاکستان تر منځ د تفتان دروازه پس د کلونو، د تګ راتګ او کاروبار لپاره بېرته پرانېستل شوه

کوټه ـــــ د ايران او پاکستان تر منځ د تفتان سرحدي دروازه پس د څو کلونو، د عامو خلکو د تګ راتګ او د کاروبار لپاره پرانیستل شوه، دا دروازه د کرونا ناروغۍ له کبله بنده کړل شوې وه. د چارشنبې- شورو په ورځ پاکستاني او ايراني چارواکو په ګډه د تفتان دروازه پرانيستله او له دې سره سم د خلکو تګ راتګ او کاروبار ته اجازت ورکړل شو. له ايرن سره تجارت کوونکی تجار محمد حافظ وايي له دې سره به يو وار بيا تجارت وده وکړي: "د دروازې خلاصېدل د ایران او پاکستان په ګټه ده، دا پرېکړه د دواړو هیوادونو د کاروباریانو لپاره ښه ګام دی، د خلکو د تګ راتګ سره به کاروبار نور هم اسانه شي". بل لوري ته په کوټه کې د ايران قونصل جنرل حسن دروېش د چارشنبې- شورو په ورځ د ايران په کونسلګرۍ کې خبریالانو ته ويلي، دوی پاکستان ته د ايران له چاه بهار او د پاکستان له ګوادر بندر سره سره د سيپېک پروژې په اړه مثبت تجویزونه وړاندې کړي دي. ښاغلي حسن دروېش ويلي حکومت يې د پاکستان سره د بندرونو په شمول د رېل ګاډي له لارې هم تجارت يواځي فعالول نه بلکې په ښه توګه زياتول غواړي. په کوټه کې د ايراني کونسلګرۍ چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط وي او اې ډيوه ته وويل چې حسن دروېش روان کال پر 18 جنورۍ د بلوچستان او ايران سرحدي پولې ته نژدې په پنجګور کې د نامعلومو وسلوالو په بريد کې د څلورو پاکستاني عسکرو د وژنې پېښه غندلې او ويلي يې چې "ځينې قوتونه د ايران او پاکستان تر منځ د اړيکو خرابه ولو هڅې کوي". هغه ويلي، "د داسې قوتونو د مخنيوي لپاره پکار دی چې دواړه ملکونه کوټلي ګامونه پورته کړي". دروېش زياته کړې حکومت يې پولې ته نیژدې پاکستاني سیمو ته په ورکوونکې بجلۍ کې سل ميګاواټه اضافه کولو سره به ټوله 204 ميګاواټه ته ورسيږي. په خبره يې له دې سره سره پاکستان ته د ګېس ورکولو لپاره ايران د خپلې برخې 1171 کیلوميټره پايپ اچولی خو وايي د پاکستان د برخې کار پاته دی چې تاوان يې دواړو ملکونو ته رسېږي. وايي د دواړو ملکونو تر منځ تجارت تر پینځه اربه ډالرو ته د رسولو لپاره عملي ګامونه پورته کول ضروري دي. دروېش وند زياته کړط د کردۍ پېغلې مهسه اميني د وژنې د پېښې په لړ کې د ايران دښمن قوتونو لاس درلود او غوښتل يې چې له همدې لارې پر ایران د انرنېټ يا هايبريډ جنګ مسلط کړي خو وایي هغه کاميابه نه شوه.

26.01.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more