ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


افغان ښځينه قاضيانو او قانون پوهانو چې د جمهوريت سېمبول منل کېدې په سپېن کې پناه موندلې

واشنګټن - د ميډرېډ ښار په يو لوبغالي کې پخوانۍ افغانه پراسيکيوټر عبيده شرر خپل زوی په ټال ځنګوي خو مطمينه ده چې د طالبانو د واک نيولو وروستو هغه د افغانستان نه وتښتېدله او په سپېن کې يې سر پناه موندلې. اغلې شرر د نولس نورو پراسيکيوټرانو سره ميډرېډ ته تللې او په دغه هېواد کې یې سياسي پناه موندلې څوک چې په پاکستان کې نزدې يو کال بې اسرې ناسته وه ځکه په ياد هېواد کې ورته د کډوالۍ اسناد نه ورکول کېده. هغې ته ځان په دې بد ښکاري چې پخپله خوشحاله ده خو د وطن نورې ښځې يې کړيږي. شرر وايي “اکثريت افغانې ښځې او جينکۍ حق نه لري چې تعليم وکړي لا په ټولنه کې مقام ولري. ښځې سينګار ځايونو ته نه شي تللی. زه نه شم خوشحالېدلی”. په افغانستان کې ټولې ازادۍ يو دم ختمې شوې د کله نه چې طالبانو واک ونيولو او د خپلې خوښې سخت دريځه اسلام يې په ټولنه وروتپلو. طالبانو اکثريت ښځې کارمندانې د روزګار کولو نه منع کړي او تېر کال يې په ښځو او جينکو د سکول او پوهنتون ويلو بندېز لګولی. د شرر او د هغې د همکارانو کار په افغانستان کې خطرناک وو ځکه ښځينه ججانې او پراسيکيوټرانې په دومداره توګه ګواښلې کېدلې او په دې په نخښه وې چې هغوی د سړو خلاف مقدمې کولې څوک چې په جنسي تېريو او جرمونو او مرګونو کې ککړ وو. هغه د 32 ښځو قاضيانو او سرکاري وکيلانو نه يوه وه چا چې افغانستان پرېښود او بيا په پاکستان کې د يو کال پورې بنده پاتې شوه. يوه بله سرکاري وکيله چې خپل پوره نوم د دې ويرې نه ښيي چې پېژندګلو به يې ژوند ته خطر پېښ کړي او يواځې په ايس ايم ځان پېژندل غواړي په ښځو او ماشومانو د تشدد د قانون ماهره ده او وايي: “زه په خپل ولايت کې يواځينۍ پراسيکيوټره وم. ما ته طالبانو او په جرمونو کې ککړو خلکو دړکې راکولې څوک چې ما جېل ته لېږلي وو”. خو اوس هغه او د هغې کورنۍ په سپېن کې ده او ډېرې افغانانې وايي غربي نړۍ او تنظيمونو دوی بې اسرې پرېښودلې.  ايګنيشيو روډريګويز چې يو اسپانوي قانون پوه او د څوارلس قانون پوهانو د ټولګي مشر دی چې د دې افغانانو ښځو وکالت کوي وايي دا افغانانې د جمهوريت د کاميابۍ څېره وه خو چا پرې نه ښودلې. یادونه:- د دې رپوټ معلومات له رویټرز خبري ایجنسۍاخیستل شوي دي.

02.02.2023 ډیوه

چارسده:پولیسو سره نښتو کې څلور وسله وال وژل شوي دي

پولیس وایي د چارسدې په «نسته» اؤ «پړانګو» سیمه کې پولیسو سره په نښتو کې څلور وسله وال ورانکاري وژل شوي اؤ یو تن بل نیول شوی دی. د زیارت- پنجشنبې په ورځ دچارسدې د ضلعي پولیسو ویاند ښاغلي صفي جان رسنیو په لیږلي بیان کې ویلي دچارسدې دنستې په ګوجر اباد سیمه کې پولیسو دشکمنو کسانو د شتون اطلاع ترلاسه کړې وه اؤ کله چې پولیس دهغوي نیولو پیسې سیمې ته ورسیدل نو شکمنو کسانو پرې ناتاره ډرې پیل کړې. هغه ویلي په دغه مهال پولیسو هم په ورانکارو ډزې کړي اؤ کله چې له ډزو وروسته پولیسو د لټونې عملیات وکړل نو د دریوؤ کسانو مړي ورته په لاس ورغلل. هغه وایي د ورانکارو نه پولیسو ته خودکارې وسلې هم په لاس ورغلي دي. په عین حال دچارسدې پولیس وایي په دپړانګو پولیس تاڼې په شابړه سیمه کې یې هم د وسله والو سره نښته شوې چې پکې یو وسله وال وژل شوی اؤ دیاسر په نوم بل تن نیول شوی دی. پولیس وایي د وسله والو په ډزو کې دپولیسو موبایل هم زیان رسیدلی رسیدلی خو پولیسو ته پکې کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې. دچارسدې دپولیسو مشر یا ډي پي او سهیل خالد پخپل بیان کې ویلي دچارسدې پولیس د ترهګرو اؤ هر رقم ورانکارۍ په وړاندې چمتو اؤ بیدار ویښ ولاړ دي اؤ هیچاته فرصت ورنه کړي چې د ولس د سرومال ته زیان ورسوي. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په خیبر پښتونخوا صوبه کې په پولیسو بریدونه چټک شوي اؤ د دوشنبې یا ګل په ورځ هم دپېښور پولیس لاین جومات کې په ترسره شوي یو ځانمرګي برید کې 102 کسان وژل شوي اؤ تر 200 زیات نور ژوبل شوي چې زیاتره پکې پولیس دي. د امنیتي چارو څېړنيزې ادارې پاکستان انسټیټیوټ فار کنفلکټ اېنډ سيکورټي سټډيز په خپل مياشتني رپورټ کې وېلي چي د سږني کال د جنورۍ مياشت د کال 2018م د جولایي د مياشتې را په دې خوا تر ټولو زیاته خونړۍ پاتې شوې ده او د راپور تر مخه تېره میاشت په ټول هېواد کې شوو 44 ترهګریزو حملو کې 134 کسان وژل شوي دي چې تر ټولو زیاته شمېره پکې د پولیسو ده.

02.02.2023 ډیوه

د پروفیسر ارمان لوڼي څلورم تلين لمانځل شوی،کورنۍ یې وايي لا هم ورسره انصاف نه دی شوی

په مبینه توګه د پولیسو په تشدد د پښتون ژغورنې غورځنګ د وژل شوي فعال پروفيسر محمد ابراهيم ارمان لوڼي د څلورم تلين په مناسبت د کوټې په ګډون د بلوچستان په بېلا بېلو سيمو کې لمانځغونډې جوړې شوې دي، د ارواښاد لوڼي کورنۍ اؤ ټولنیز فعالان وایي د ارمان لوڼي سره تر اوسه انصاف نه دی شوی. د لوڼي د تلین په اړه په قلعه سيف الله ښار کې د پښتو مترقي ليکوال تنظيم له لوري د راجوړې شوې غونډې تابيا کوونکي او د ارمان لوڼي سياسي او ادبي ملګري محب الله شيراز ډيوه ته وويل ، د دې غونډې مقصد د ارمان فکر ژوندی او تاند ساتل دي۔ " ارمان د پښتانه پر وطن د روانې نا امنۍ د مخ نيوي او د پښتنو افغانانو د يو والي ارمان درلود او په هم دې لاره کې يې عملي کار کاوه او هغه په خپل مرګ هم ثابته کړه او پر وطن يې خپله ککرۍ ورکړه" د2019م د فرورۍ پر دويمه د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمېټۍ غړي پروفېسر ارمان لوڼي د مرګ پېښه د بلوچستان په پښتني سيمه لورالايي کې رامنځ ته شوې وه- محب الله شيراز وايي چې په هغه ورځ دوی د ارمان لوڼي په مشرۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ تر نظارت لاندې احتجاج کړی و او له احتجاج ختمېدو وروسته پوليسو ارمان لوڼۍ د ګرفتارۍ پر وخت د ټوپکو په کنداغونو وواهه او هغه بې هوشه شو چې بيا يې د روغتون په لار کې ساه ورکړه- هغه وخت پښتون ژغورنې غورځنګ او د ارمان کورنۍ تور پورې کړی و چې دا يو منظمه قتل دی او پوليس يې پکې تورن کړی و خو د بلوچستان د هغه وخت حکومتي چارواکو او پوليس دا تورونه رد کړي وؤ او ويلي یې وؤ چې د ارمان په پوسټ مارټم رپورټ کې د تشدد ثبوت په لاس نه دی ورغلی- د هغه وخت وزير اعلا جام کمال ويلي وو چې د ارمان لوڼي کورنۍ ته به ضرور انصاف ورکول کېږي- د ارمان لوڼي خور او د هغه سياسي ځایناستې وړانګه لوڼۍ وايي د مشر ورور ، ملګري او د کور د يو مشر په حېث د ارمان تشه هره ورځ ور محسوسېده خو په خبره يې چې دی که نشته فکر او لاره يې ورسره ده او دوی هم پر هغه لار روان دي، " ارمان د قول او فعل سړی و، هغه د پښتنو او افغانانو د يووالي او خپل اختيار ارمان درلود،هغه په دې مبارزه کې د نر او ښځې دواړو په ګډه سره د برخې اخيستلو عملي کار کولو، او پر هم دې لاره يې سر وشيندلو، د هغه هم دغه فکر اوس ډېر خور شوی، د نن قلعه سيف الله غونډه يې ښه مثال دی چې په دې غونډه کې په ګڼ شمېر ښځينه له نارينه و سره په لومړي قطار کې ناستې دي" وړانګه لوڼۍ وايي چې کله په 2022 کې د ارمان د وژنې په پېښه کې تورن پوليس چارواکو ته د عدالت له لوري دنيولو له مخه ضمانت ورکول شو نو له هغې وروسته د دوی کورنۍ او پښتون ژغورنې غورځنګ دا باور نور هم پوخ شو چې انصاف نه ورته ورکول کېږي ځکه يې په اسلام اباد کې د پي ټي ايم له مشر منظور پښتون سره په ګډه خبري کانفرنس وکړ او وي ويل: " له رياست څخه د انصاف راکولو نوره تمه نه لرو او موږ دا قضيه د پښتون اولس عدالت ته پرېږدو" د ارمان لوڼي د وژنې د کېس اورونه د لورالايي په ضلعي عدالت سيشن کوﺭټ لوﺭالايي کې روانه ده- د اﺭمان لوڼي د کېس وکيل ظريف خان وي او اې ډيوه ته وويل، "د ارمان د وژنې د پېښې "درې چشم ديد ګواهانو" خپل بيانونونه په عدالت کې ورکړي دي او د ځينو نورو بيانونه پاته دي: "کومو دﺭو چې بيانونه وﺭکړي هغوی و عدالت ته وويل چی دوی په خپله وليده چې د ايس ايس په په ګډون د پوليس سرتېرو ارمان په د ټوپکو په کونداغونه وډباوه"- د وکيل په وينا د ارمان لوڼي په وژنه تورن د هغه وخت د لورالايي د پوليسو ايس پي عطاولرحمان ته عدالت بېل بېفور اريست ورکړی خو دوی و عدالت ته درخواست ورکړی چې د هغه ضمانت ځکه نشي کېدای چې تر اوسه د چشم ديد يا عيني ګواهانو پوره بيانونه ندي ثبت شوي، " زموږ د درخواست اورونه پر 6م فروري وه خو د عدالتونو چهټيانې يوه اونۍ نورې وغځېدې ځکه دا پېشې وځنډېدله بل تاريخ به بيا راکوي، او بيا به ګورو چې عدالت هغه ضمانت ورکوي او که کېنسل کوي يه"- محب الله شيراز هم ددې پېښې عیني ګواه دی او په دې اړه يې په عدالت کې خپل بيان هم ثبت کړی دی. هغه وايي که څه هم له عدالت څخه د انصاف تمه نه لري خو وايي د پاکستان د ايین او قانون مطابق بيا هم دوی د عدالت لاره نه پرېږدي او ددې کېس اورونه يې جاري ساتلې او د انصاف غوښتنه به کوي- د محب الله شيراز په خبره پروفيسر ارمان که څه هم په يوه سرکاري تعليمي اداره کې پروفيسر و خو هغه بيا هم د قام لپاره عملي سياست کاوه او ديوالي درس به يې و ټولو ته ورکاوه۔ د ارمان د تلين په اړه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له لوري په کوټه مرکزي دفتر او نورو ښارونو کې ياد غونډې جوړې شوي او هلته سياسي مشرانو او فعالانو د ارمان پر سياست ژوند او کردار ويناوې کړي او هغه ته يې د عقيدت پیرزوینې وړاندې کړي دي۔ د ارمان لوڼي قبر د د قلعه سيف الله په تلري هديره کې دی، نن هم هلته په ګڼ شمېر سياسي او مدني فعالان، او شاعران په ګڼ شمېر ورغلي او عقیدت یې ورته وړاندې کړی

02.02.2023 ډیوه

پاکستان کې په تېره جنورۍ میاشت کې د ترهګرۍ په 44 حملو کې 134 کسان وژل شوي

د امنیتي چارو څېړنيزې ادارې پاکستان انسټیټیوټ فار کنفلکټ اېنډ سيکورټي سټډيز په خپل مياشتني رپورټ کې وېلي چي د سږني کال د جنورۍ مياشت د کال 2018م د جولایي د مياشتې را په دې خوا تر ټولو زیاته خونړۍ پاتې شوې ده او د راپور تر مخه تېره میاشت په ټول هېواد کې شوو 44 ترهګریزو حملو کې 134 کسان وژل شوي دي چې تر ټولو زیاته شمېره پکې د پولیسو ده. د څېړنيزې ادارې د رپورټ ترمخه په پاکستان کې د ترهګريزو بريدونو لړۍ په نوي کال کې هم دوامداره پاتې شوې ده چي له امله يې تر ټولو زیاته د خېبرپښتونخوا صوبه ځپل شوې ده. د جنورۍ د مياشتې په دې سيکورټي رپورټ کې ويل شوي چې که څه هم په مجموعي توګه د جنورۍ په میاشت کې دترهګرۍ په پېښو کې کمی راغلی خو وايي چې په دې کې په مرګ ژوبله کې اضافه ليدل شوې او په مرګ ژوبله کې د اضافې يو علت د تېر ګل په ورځ پېښور پوليس لاین ځانمرګي برید ګرځول شوی دی. په دغه برید کې 101 کسان وژل شوي او تر 200 زیات پکې ټپیان شوي دي، وژل شویو کې درې پولیس افسران هم شامل وو. د اسلام اباد په څېړڼيزه اداره انسټیټیوټ فار سټرټيجک اېنډ سيکورټي سټډيز کې د امنیتي چارو کارپوهه تېمور فهد خان ډيوه سره خبرو کې وايي پاکستان ته به اوس د ټي ټي پي د وسله والو سره د روغې جوړې تګلاره پرېښودل وي ولې چې دې پاليسۍ برعکس پایلې ورکړې دي. فهد خان وايي "تر څو چې د مار سر نه وي چقول شوی نو ستونزه نه ختمېږي" او ددې سره سره به حکومت د مذهبي ترهګرۍ او تندرلایتوب ضد واضحه مفکوره هم راوړل وي او د ترهګرۍ ښکار اولسونه دې په دې پوهه کړي چې ترهګر د هغوي خواخوږي نه دي. د پېکس رپورټ وايي د جنورۍ په میاشت کې دوه ځانمرګي بريدونه شوي چې په يو کې د پېښور پوليس لاېن په نخښه کړی شوی دی او دويمه ځانمرګي حمله په خېبر ضلعه کې تر سره شوې ده. رپورټ زياتوي چې د جنورۍ میاشت کې د ترهګرو ضد د امنیتي ادارو په عملياتو کې 52 وسله وال نيول شوي او نزدې 40 وسله وال وژل شوي دي. د رپورټ ترمخه زياتره وسله وال په پنجاب صوبه کې ګرفتار شوي خو په ترهګریزو بریدونو کې زياته مرګ ژوبله په خېبر پښتونخوا ايالت کې رامنځ ته شوې ده. رپورټ کې راغلي چې د تېر کال دسمبر میاشت په مقابله کې په سږني کال جنورۍ کې نه يوازې په خېبر پښتونخوا کې د ترهګریزو حملو شمېره د 17 څخه 27 ته لوړه شوې ده بلکې ددې حملو په نتیجه کې د مرګونو شمېر هم د 17 څخه 116 ته رسېدلی دی. د رپورټ ترمخه ترهګرو د خپلو حملو نخښه هم د افغانستان پولې ته څېرمه د خېبرپښتونخوا صوبې پوليس ګرځولي دي. د پاکستان انسټیټیوټ اف کنفلکټ اېنډ سيکورټي سټډيز مېنېجنګ ډاېرکټر او کارپوهه عبدالله خان ډيوه ته وايي د ټي ټي پي د وسله والو په مسلکي صلاحيېتونو کې هم اضافه شوې ده او ددې په علتونو کې د نور ولي محسود تر مشرۍ لاندې خورې ورې وسله والې ډلې يو پلېټ فارم ته راغونډېدل او په افغانستان د طالبانو د قبضې وروسته هغوي ته په پاکستان د حملو پلان کولو لپاره غوره چاپیریال په لاس ورتلل شامل دي. هغه اندېښنې ښایي چې دا حملې یه نورې هم زياتېږي. د رپورټ ترمخه د خېبر پښتونخوا لکي مروت تر ټولو زیاته کړکیچ ځپلې ضلعه پاتې شوې ده چرته چې د جنورۍ په میاشت کې تر ټولو زیاتې ترهګریزې حملې شوي او ورپسې ډېره اسماعیل خان او پېښور ځپل شوي دي. رپورټ وايي که څه هم د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلعو کې د تېر جنورۍ په میاشت کې غټې ترهګر حملې شوې دي خو په قبایلي ضلعو کې د تشدد په پېښو کې کمې ليدل شوې او پخوانۍ فاټا کې يوازې درې حملې شوې دي. د څېړنېزې ادارې ترمخه تېر کال دسمبر کې په پخوانيو قبایلي سیمو کې 11 ترهګرې حملې شوې وې خو دغلته ترسره شوي د سيکورټي ادارو عملیات په برېدونو کې د کمي سبب ګرځېدلې دې. په رپورټ کې د بلوچستان دننه هم د امنيت وضعې ته کتنه شوې ده او ویل شوي دي چې دغلته هم ترهګریزو حملو کې کمی راغلی دی. رپورټ وايي چې د تېر کال دسمبر مياشتې کې د شوو 17 حملو په مقابله کې د تېرې جنورۍ په مياشت کې يوازې 9 حملې شوې دي او ددې په نتیجه کې د مرګونو شمېره هم د 17 څخه 7 ټپيانو ته راکوزه شوې ده. د پېکس په رپورټ کې راغلي چې د جنورۍ په میاشت کې په پنجاب کې 4 ترهګر حملې شوې دي چې پکې د امنیتي ادارو 3 چارواکي وژل شوي دي. تحريک طالبان پاکستان په پنجاب ميانوالي کې په پوليس تهاڼه حمله کړې وه چې شنډه کړې شوې ده او د ادارې ترمخه دا د خېبرپښتونخوا او د پنجاب په سرحدي سيمو کې د وسله والو د متحرک کولو لپاره د لا قانونه ډلو عددي طاقت او توان څرګندونه کېږي.

02.02.2023 ډیوه

امریکا د ښځو د حقونو پر سر د طالبانو پر مشرانو د ویزو اضافي بندیزونه ولګول، طالبانو یې پرېکړه وغندله

واشنګټن ــــ د امریکې د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د حکومت پر ځینو چارواکو له دې کبله تازه د ویزو بندیزونه لګولي چې په افغانستان کې یې د ښځو خلاف سختې پالیسۍ عملي کړې دي. طالبانو دا پرېکړه غندلې او وایي دا د دواړو هېوادونو د اړیکو په پرمختګ کې خنډ جوړوي. وزارت ویلي واشنګټن به له خپلو متحدینو او شریکانو سره په همږغۍ له نیژدې کار ته دوام ورکړي چې طالبانو ته څرګنده کړي د دوی کارونه به ډېر تاوان ولري او له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو د ښه کېدو لاره به بنده کړي. د بهرنیو چارو وزارت د فرورۍ په لومړۍ نېټه په خپاره کړي بیان کې ویلي، د ویزو دغه تازه بندیزونه به د طالبانو د هغو مشرانو د کورنیو پر غړو هم وي چې پر ښځو په بندیزونو او د هغوی د حقونو په سرغړونو کې لاس ولري. په بیان کې د امریکې د بهرنیو چارو د وزیر اینټني بلینکن له خولې ویل شوي چې د ویزو تازه بندیزونه یې د طالبانو د هغو پرېکړو په نتیجه کې لګولي چې ښځې یې له پوهنتونونو او په غیرسرکاري ادارو کې له کارونو منع کړې دي. ښاغلي بلینکن په بیان کې ویلي: "زه نن دا ګام اخلم چې د طالبانو پر ځینو اوسنیو او پخوانیو غړو، پر غیرسرکاري امنیتي ډلو او نورو هغو کسانو باندې د ویزو اضافي بندیزونه ولګوم چې ګومان کېږي په افغانستان کې پخپلو سختو پالیسیو پر ښځو او نجونو جبر کوي یا پکې لاس لري". د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د امریکې له خوا د دوی پر ځینو مشرانو د ویزو تازه بندیزونه غندلي دي او دا یې "د دواړو لوریو" تر منځ په اړیکو کې د پرمختګ خنډ بللي دي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د پنجشنبې- زیارت په ورځ پر ټویټر په خپاره کړي بیان کې ویلي، حکومت یې د خپلو خلکو هغو ټولو حقونو ته ژمن دی چې له "اسلام، افغانیت او د وخت له اړتیاوو سره سمې" دي. بلخي لیکلي: "د افغانستان حکومت د امريکا وروستۍ پرېکړه غندي او يو وار بيا ټینګار کوي ‏چې‌ د اختلاف وړ ټکي بايد د ډیپلوماټیکو چاینلونو او مثبتو ګامونو له لارې حل شي. زموږ دوه اړخیزو اړیکو ښودلې ده چې فشارونه د مسایلو په اواري کې مرسته نه شي کولای". د امریکې د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې د اینټني بلینکن له خولې ویل شوي چې په پوهنتونونو او انجوګانو کې د ښځو پر تعلیم او کار د طالبانو تازه بندیزونو او تر هغه مخکې د نجونو ثانوي تعلیم ځنډول او په ټولنه او اقتصادي چارو کې د ښځو او نجونو فعالیت محدودول دا یو ځل ښکاره کوي چې طالبان د افغان ولس خیرښېګړې ته اهمیت نه ورکوي. په بیان کې ویل شوي چې د طالبانو بندیزونو تر یو میلین زیاتې د سکول د عمر جینکۍ او ښځې له تعلیمه محرومه کړې دي او ډېرې ښځې یې له پوهنتونونو او کارونو شړلې دي. وایي څومره چې د دې هېواد اقتصادي او بشري بحران- چې له مخکې لا خراب دی- نور زیاتېږي له تعلیمي ادارو او د کار له ځایونو به د ښځو د بهر کولو شمېر نور هم پسې زیاتېږي. اینټني لینکن په یو جلا ټویټ کې لیکلي، حکومت یې د افغانستان د ښځو او نجونو تر څنګ ولاړ دی او غوښتنه کوي چې هغوی تعلیم او کار ته د مخکې غوندې لاسرسي ولري: "موږ دا ګام د طالبانو د هغو مشرانو تر منځ احتساب ته د ودې ورکولو لپاره واخیست چې له پوهنتونونو او غیرسرکاري ادارو څخه د ښځو د منع کولو د فرمانونو تر شا دي". د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایي حکومت یې له ټولو مالي او بېنکي بندیزونو سره سره هڅه کوي خپلو خلکو ته د ارام ژوند حالات برابر کړي. وایي دا بندیزونه د افغان ولس بشري حقونو ته زیان رسوي، همدارنګه د تعلیم او روغتیا په ګډون ګڼو برخو ته د افغان ولس لاسرسی محدودوي: ‏"امریکا بايد د دوحې هوکړې ته ژمن پاتې شي او په عملي کولو سره يې ښکاره کړي چې د امریکا حکومت سره شوي حقوقي اسناد او ژمنې د اعتبار وړ دي. د افغانستان حکومت چمتو دی چې له متحده ایالتونو سره پر ټولو د اختلاف وړ مسایلو بحث وکړي". د امریکې د بهرنیو چارو وزارت وایي طالبان تر هغه وخته د نړیوالې ټولنې له خوا د درناوي تمه نه شي کولای چې تر څو دوی د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو افغانانو بشري حقونو او بنیادي ازادۍ ته درناوی ونه لري.

02.02.2023 ډیوه

‎
د اوکرين په مسله د پوځ خلاف وينا کونکی روسي خبريال سزا کړل شوی 

نيوزوروف په دې سزا شوی چې په سوشل ميډيا يې د روسي ځواکونو لخوا په ماريپول سيمه کې په هسپتال د بمبارۍ کولو د دروغو معلومات خواره کړي. روس د بمبارۍ په سختۍ سره ترديد کړی

02.02.2023 ډیوه

د پېښور برید کې وژل شوي د شپږو خویندو یوازیني ورور ذیشان اکبر نه ناوې کونډه په سرو لاسونو پاتې شوه

د شپږو خوېندو يوازینۍ ورور ذيشان اکبر د پېښور پوليس لاين ځانمرګي بريد کې ټپي شوی و اؤ نن د زيارت په ورځ سهار يې د پېښور لېډي ريډنګ روغتون کې ساه ورکړې ده۔ ذیشان اکبر د خپلو خويندو، خپلوانو او د ګاونډيانو په وير اؤ ژړا کې خاورو ته سپارل شوی خو دهغه په مړینه دهغه په ټول چم ګاونډ کې د ویر فضاء جوړه ده. کله چې د ذيشان اکبر جسد کور ته راوړل شو نو په خوېندو او خپلوانو يې ماتم ګډ شو او په کوڅه کې يي چغې سورې جوړې شوې ۔ ذيشان دوه مياشتې وړاندې واده کړی ؤ اؤ خپلوان يې وايي د کونډې په لاسو يې له هم د نکريزو رنګ تازه دی. د ذيشان اکبر ماما وي او ای ډیوه ته وايي دبدامنۍ له امله د ځوانانو مړو او جنازو ستړي کړي دي. نوموړی وایي "په کاټلنک کې نن قيامت دی، دا يو ماشوم و، زما د خور په زړه به څه تيږې، مونږ ته تور سرې پاتې شوې، خوېندې راته پاتې شوې، ماشومه ښځه يې راته پاتې شوه" ذيشان اکبر درې ورځې په کومه یا بې هوشۍ کې پروت و، په چاودنه کې يې سر زخمي شوی و، د تره زوي تاج ملوک يې وايي درې ورځې يې په کورنۍ ډيره سخته تېره شوې ده۔ "دخلکو کورونه تباه کيږي، زنانه مو ژړيږي، مېندې خوېندې مو ژړيږي، په زرګونو ځوانان مو په وينو لت پت شو، په زرګونو جنازې مو اوچتې کړې، نور دا خبرې ناقابل برداشت دي" ليدل کيږي چې د کلي په حجره کې ګڼ شمېر خلک دعا د پاره راغلي دي، په دې کې د ذيشان د وړوکوالي ملګري هم شامل دي۔ ګوهر شاه د ذيشان اکبر د سکول ملګری او ګاونډي دی، په پوليسو کې هم ورسره يوځاي پاتې شوی، وايي د ده او د نورو پوليسو ملګرو په وژنه غمژن دی۔ "زمونږ تپوس نشته، زه اوس هم بې زړه ډيوټي کومه، مونږ باندې دهماکې کيږي، ما ورته ويلي وو چې ستا د پاره دا نوکري نه ده سمه". د جنورۍ په ۳۰مه نېټه د پېښور پوليس لاين جومات په ځانمرګي بريد کې د سلو نه زيات تنان وژل شوي دي، اغيزمن شوې کورنۍ وايي ددې ځوانانو د مرګ ، د دوي د ګونډو او تيمانو بچو غم به يې تر ټول عمر پورې پاتې وي۔

02.02.2023 ډیوه

د يورپین یونین مشران کییف ته رسېدلي

د اوکراین صدر ولادومېر زېلېنسکي قوم ته خپله شبینه وېنا کې د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل تېر کال د فېبرورۍ په 24 نېټه په اوکراین د یرغل شروع کولو کال پوره کېدو په مناسبت روس کوښښ کولی شي چې د جنګ په مېدان کامیابي ترلاسه کړي

02.02.2023 ډیوه

اسرایلي ځواکونو په غزه کې هوايي بمباري کړې

د راکټ حمله او اسرایلي هوايي بمباري په داسې حال کې شوي چې د اسرایل او فلسطینیانو ترمنځ تاو تریخوالی او تشدد زیات شوی دی. تېره هفته یروشلم سره نژدې د یو سېناګاګ نه بهر یو فلسطيني اووه یهودیان ووژل او د وېسټ بېنک به جنین ښار کې اسرایلي ځواکونو 10 فلسطینیان وژلي دي

02.02.2023 ډیوه

د اسلام اباد پوليسو شېخ رشيد نيولی دی

د اسلام اباد پولیسو د عوامي مسلم ليګ مشر او په تېر د پاکستان تحریک انصاف په حکومت کې مرکزي وزیر شېخ رشيد پوليسو نيولی دی، په هغه تور دی چې د يو سازش لاندې یې د پخواني صدر اصف علي زرداري ژوند په خطره کې اچولی دی.

02.02.2023 ډیوه

مرکزي کابينه: د ترهګرۍ ضد قامي یووالی د وخت ضرورت دی

د پاکستان مرکزي کابينې په پېښور کې په جومات کې دننه ځانمرګی بريد غندلی، او په ټولو سياسي ګوندونو یې زور راوړی چې د ترهګرۍ ضد قامي يووالی او يو غږ د وخت ضرورت دی.

02.02.2023 ډیوه

د ایران ولسمشر وایي وټسپ او انسټاګرام به یې په هېواد کې همداسې بند وي

واشنګټن ــــ  د ایران ولسمشر ابراهیم ریسي ویلي،‌ وټسپ او انسټاګرام به همداسې تړلي وي او تور یې پورې کړی چې دوی په دغه هېواد کې د لاریونونو په راپارولو  کې ونډه لرله کوم چې د تېرو څه باندې څلورو میاشتو راهیسې روان دي.  په ایران کې له پولیسو سره د 22 کلنې کردۍ ایرانۍ له مړې کېدو وروسته د سپټمبر له نیمایي راهیسې سخت لاریونونه روان دي.  ولسمشر ریسي د نهې- سه شنبې په ورځ ماښام د ایران په سرکاري ټیلیویژن په خپله وینا کې وویل، چې د میټا په نامه د امریکا د انټرنېټ د سترې کمپنۍ دغه دوه اپلېکېشنونه "په دې وروستیو لاریونونو کې د نا امنۍ جرړې وې."  دغه دواړه انلاین خدمات وروسته له هغې چې په ایران کې چارواکو د فیسبوک، ټوېټر، یوټیوب،‌ ټیلېګرام او ټېک ټاک باندې بندیز ولګاوه زیات کارېدل.  د ایران ولسمشر وویل د ټولنیزو رسنیو دغو دوو اپلیکېشنونو ته به یوازې هغه وخت د فعالیت اجازه ورکړل شي که دوی په ایران کې قانوني استازی ولري چې د دوی د کارونو ذمه واري پر غاړه واخلي. د ایران د مخابراتو وزیر عیسی زریپور د چارشنبې- شورو په ورځ وویل چې د دې هېواد د ملي امنیت عالي شورا د ولسمشر، د عدلیې او د پارلمان د مشر په موجودګۍ کې د وټسپ او انسټګرام د پرله پسې بندولو منظوري ورکړې ده. د ایران ولسمشر وایي د خپل هیواد مشرانو ته ویلي چې د انټرنېټ خنډونه د ایران د خلکو لپاره د ناخوښۍ سبب کیږي، ځکه چې وایي په وروستیو کلونو کې ایران له نړۍ سره یو ډېر پیوند هیواد وو. د ایراني حکومت پخواني ویاند علي ربيعي د تېرې میاشتې په وروستیو کې خبرداری ورکړی وو چې په ایران کې د شاوخوا درې میلینه کمپنیو او د 12 میلینه کسانو کارونه له انټرنیټ سره تړلي دي.

02.02.2023 ډیوه

د ښځو د حقونو افغانه او ایرانۍ فعالې محبوبه سراج او نرګس محمدي د نوبل د سولې جایزې ته ونومول شوې

واشنګټن ـــــ د افغانستان د ښځو د حقونو فعاله محبوبه سراج او د بشري حقونو ایرانۍ فعاله نرګس محمدي د 2023م کال لپاره د نوبل د سولې جایزې ته نومول شوې دي. د ښځو د حقونو لپاره په افغانستان او ایران کې د دوی مبارزه ستایل شوې دي. د اوسلو د سولې څېړنیز انسټېټیوټ (پي آر ای او) چې هر کال د نوبل د سولې جایزې د امیدوارانو نوملړ ترتیبوي، د فرورۍ په لومړۍ نېټه پر خپله ویبپاڼه په خپاره کړي بیان کې ویلي د بشري حقونو مبارزینو ته توجه ضروري ده. د دغې جایزې د سږ کال د امیدوارانو په فهرست کې په نړۍ کې د بشري حقونو د څو نورو فعالانو او ملاتړو ادارو نومونه هم شامل دي. د دې ادارې مشر هېنریک اوردل ویلي چې په افغانستان او ایران کې جابرانه حکومتونو په تېر یو کال کې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کړي دي، وایي که ایران د جنسي برابرۍ لپاره احتجاج کوونکو ته د مرګ سزا ورکړې خو طالبانو افغانې ښځې په پوهتونونو کې له تعلیمه منع کړې دي: "سږکال زموږ د فهرست په سر کې د بشري حقونو فعالان شته چې د ښځو لپاره کار کوي، په ځانګړې توګه له افغانستان او ایرانه محبوبه سراج او نرګس محمدي پکې شاملې دي." د اوسلو د څېړنیز مرکز مشر وایي په افغانستان کې د ښځو د حقونو، کار او تعلیم لپاره د هلوځلو او د افغانستان په سیاست کې د ښځو د ګډون د حق په برخه کې د ملاتړ په بنیاد یې د محبوبې سراج نوم د نوماندانو په نوملړ کې شامل کړی دی. د اوسلو د سولې څېړنیز انسټیټیوټ وایي سږ کال د نوبل د سولې جایزې د امیدوارۍ لپاره له 300 تر 500 پورې نومونه ورسره درج شوي دي، چې وایي د ‎پینځو تنو او درو ادارو نومونه په وروستي نوملړ کې شامل شوي دي. دغه اداره وایي که د نوبل کمېټۍ غواړي د بشري حقونو لپاره د عدم تشدد پر سوله ییزه مبارزه رڼا واچوي، نرګس محمدي او محبوبه سراج په ایران او افغانستان کې د ښځو د حقونو د خوندیتوب په برخه کې د دوی د نه ستړي کېدونکو هڅو په بنیاد د دې جایزې زیاتې حقداره دي. 74  کلنه محبوبه سراج په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې د ښځو د حقونو او د بډو رشوتو په خلاف د مبارزې له کبله مشهوره ده او د 2021م کال په اګست کې په افغانستان کې د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته له هېواده نه ده وتلې او د ښځو په اړه د طالبانو د پرېکړو په ضد هم وخت په وخت اواز اوچتوي. هغې 26 کاله په جلاوطنۍ کې تېر کړي وو او په 2003م کال کې افغانستان ته ستنه شوه چې لا هم په خپل هېواد کې ژوند کوي. نرګس محمدي د ایران د بشري حقونو مخکښه فعاله او خبریاله ده چې د ښځو د حقونو او د مرګ د سزا د ختمولو لپاره یې مبارزه کړې ده. هغه څو ځله بندي شوې او اوس هم "د حکومت خلاف پروپېګندې" خپرولو او نورو تورونو په تور د اوږدې مودې د بند سزا تېروي، د هغې قید په نړیواله کچه غندل شوی دی. د ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر افغانو کاروونکو د نوبل د سولې جایزې ته د محبوبې سراج د نوماندۍ هرکلی کړی او دا یې د افغانو ښځو لپاره ښه زېری بللی دی خو ډېرو بیا ورباندې نیوکه کړې ده او وایي چې هغه د دې جایزې لپاره وړ امیدواره نه ده. 

02.02.2023 ډیوه

متقي: پاکستان دې د پېښور چاودنې دقیقه پلټنه وکړي، افغانستان ته دې د پړې ګوته نه نیسي

واشنګټن ـــــ د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي دا خبره رد کړې ده چې ګواکې په پېښور چاودنه کې د افغانستان خاوره کارول شوې ده او وایي پاکستان دې افغانستان ته د ملامتۍ ګوته نه نیسي او کورنۍ پلټنې دې یې وکړي. د پاکستان د دفاع او کورنیو چارو وزیرانو وړمه ورځ تور لګولی وو چې د دې برید لپاره وسلوالو پاکستاني طالبانو د افغانستان خاوره کارولې ده، خو ټي ټي پي په دې برید کې لاس لرل رد کړي دي. د پښتونخوا پولیس په دې اړه پلټنه کوي چې څنګه یو ځانمرګی بریدګر په پولیس لاین کې دننه تر یو جوماته ورسېد او تر سلو زیات کسان یې ووژل، پولیس چارواکي وایي ځینې مشکوک کسان یې نیولي دي او له هغوی د پلټنې په بنیاد دا ویلای شي چې کېدای شي له بریدګر سره  "داخلي مرسته" شوې وي. د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف د جنورۍ پر 31مه قومي اسمبلۍ ته په وینا کې وویل، چې افغان طالبانو د دوحې په تړون کې ویلي چې د افغانستان خاوره به د څنګلورو په ضد کارول کېدو ته نه پرېږدي خو وایي د پېښور په برید کې کار ترې واخیستل شو. خواجه آصف دعوه وکړه چې پاکستاني طالبانو په افغانستان کې د بهرنیو او افغان ځواکونو په ضد جګړه کې له افغان طالبانو سره ملګرتیا کړې وه او هغوی اوس د هغه "پور" پرې کوي، وایي ټي ټي پي چې په پاکستان کې څه کوي د طالبانو حکومت ورباندې سترګې پټې کړې دي: "که دوی [ټي ټي پي] هلته مرکزونه جوړ کړي یا د افغانستان خاوره استعمالېږي په هغه کې هم مخامخ یا نامخامخ ذمه واري هم پر موږ ده، موږ د افغانستان بهتري غواړو، زموږ ورور ملک دی چې هلته امن وي دلته به هم امن وي، خو د اویا له لسیزې راهیسې په تېرو څلوېښتو پینځوسو کلونو کې موږ هلته څه څه وکړل". د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي وایي حکومت یې د سیمې په ګډون ټولۍ نړۍ او ګاونډیانو ته ډاډ ورکوي چې د افغانستان خاوره به د هیچا پر ضد ونه کارول شي. امیر خان متقي د شورو- چارشنبې په ورځ په کابل کې یوې غونډې ته په وینا کې د پاکستان د مرکزي وزیرانو خبرو ته په اشارې وویل چې د پېښور چاودنې په اړه دې کره پلټنه وکړي او خپله ذمه واري دې پر بل چا نه ور اچوي: "د پاکستان له محترمو وزیرانو صاحبانو څخه هم هیله کوو چې د خپل بام واورې دې دبل چا په بام نه ور اچوي، خپل مشکلات دې پخپل کور کې وګوري، موږ دا مشوره ورکوو چې د پېښور د چاودنې دقیقه پلټنه وکړئ، افغانستان ته دې د پړې ګوته نه نیول کیږي." د جنورۍ پر 30مه د پېښور په چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمېر 101 ته رسېدلی او تر 200 زیات کسان پکې ټپیان دي. په وژل شویو کې د درو پولیس افسرانو په ګډون اکثر پولیس عسکر وو. دا په تېره یوه لسیزه کې تر ټولو خونړی برید بلل کېږي چې په دې صوبه کې شوي دي. امیر خان متقي د دې چاودنې پر څرنګوالي پوښتنه را پورته کړه، وایي "دا هیڅ امکان نه لري" چې یو ځانمرګی بریدګر دې دومره لویه چاودنه وکړي: "په تېرو شلو کلونو کې موږ داسې یو بم ونه لید، نه مو یو داسې واکسټ ولید چې هغه دې د مسجد چتونه هم والوزوي، هغه دې په سونو انسانان هم له ځان سره والوزوي، نو د دې باید دقیقه پوښتنه وشي". متقي وایي پاکستان چې ترې د ترهګرۍ شکایت کوي، که په افغانستان کې ترهګري وای نو بیا به یې نورو ګاونډیو هېوادونو چین، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او ایران ته هم غزېدلې وای. د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف هم دا ومنله چې "پر ځای د دې چې د ترهګرۍ سرچینه بل ځای ولټوو پکار دی چې پخپله له خپل ځان سره حساب وکړو". د پیښور د پولیسو مشر اعجاز خان رویټرز خبري ایجنسۍ ته ویلي، یو څه ښې نخښې یې موندلي دي او د هغو نخښو په بنیاد یې ځینې مهم کسان نیولي دي. اعجاز خان وایي: "موږ [د چاودنې لپاره] داخلي مرستې نه شو ردولای، خو دا چې پلټنې لا هم روانې دي، زه نه شم کولای چې نور معلومات اوس شریک کړم". د اسوسیېټیډ پریس د خبر له مخې د تحریک طالبان پاکستان د مومند ډلې یوه قوماندان سربکف مومند پر ټویټر د دې برید ذمه واري منلې وه، خو د ټي ټي پي مشهور ویاند محمد خراساني په دې برید کې لاس لرل رد کړل او ویې ویل دا د دوی پالیسي نه ده چې جوماتونه یا نور مذهبي ځایونه په نخښه کړي.

01.02.2023 ډیوه

په برطانیه کې د حکومت په زرګونو کارکونکو په تنخاګانو کې اضافې دپاره احتجاجي کاربندیز وکړو

د برطانیې حکومت د استاذانو په تنخاګانو کې  پېنځه فیصد اضافه تجویز کړې ده خو د یونینونو مشران وايي په ملک کې ګراني زیاته شوې او د کارکونکو په معاشونو کې د ګرانۍ سره سمه اضافه نه ده شوې نو ځکه د مالي مشکلاتو سره مخامخ شوي دي

01.02.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more