ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د تورخم دروازه لا هم تړلې ده، سوداګر وايي تاوانونه ورته اوړي

د افغانستان سره د تورخم دروازه چې په 19 فرورۍ په افغانستان کې د واکمنو طالبانو لخوا تړل شوې تراوسه پورې بنده پرته ده. د دروازې د بندېز له امله عام خلک وايي د ستونزو سره مخ شوي سوداګر او ټرانسپورټران وايي تاوانونه ورته اوړي. چارواکي وايي د اسلام اباد او کابل کې د واکمنو ترمنځه خبرې روانې دي.

21.02.2023 ډیوه

بلاول بوټو: ټي ټي پي سره چې کوم هېواد اړیکې ساتي هغه زمونږ دوست نه شي کیدای

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري افغانستان ته په اشاره ویلي دي "هېڅ یو هغه هیواد زمونږ دوست نه شي پاتې کیدای چې د ټي ټي پي سره اړیکې ساتي". د جرمني خبري شبکې ډویچې ویلې سره مرکه کې هغه ویلي ترڅو چې ګاونډي هیواد کې د ترهګرو پرضد ګامونه نه وي اخستل شوي، تر هغې به پاکستان کې امنیت ته ګواښونه پېښ وي. بلاول بوټو زرداري ویلي د افسوس خبره ده چې د ځېنو تګلارو له امله پاکستان یو ځل بیا د ترهګرۍ د بهیر سره مخ دی خو وایي هیواد به یې په دې وضعیت قابو ومومي. هغه ویلي "زمونږ ګاونډي هیواد (افغانستان) کې لنډ مهاله حکومت باید داسې تنظیمونو ته اجازه ورنه کړي چې هغوی د دوی خاوره استعمال کړي او داسې (د ترهګرۍ) فعالیتونه وکړي". نوموړي ویلي ګاوندی هیواد باید د ټي ټي پي‌ پرضد اقدام وکړي ځکه که داسې نه کوي نو پاکستان کې به امنیت ته ګواښ متوجې وي. بلاول بوټو زرداري د یوې پوښتنې په جواب کې ویلي "د ټي ټي پي په بیا راپورته کیدو کې د پخواني حکومت د هغه پالیسۍ هم کردار شته چې غوښتل یې طالبانو سره دوستي وکړي، خو زمونږ دریځ دا دی چې کوم هیواد د ټي ټي پي سره دوستي کوي هغه زمونږ دوست نه شي کیدای." د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د پاکستان د مرستیالې خارجه وزیرې حناء رباني کهر افغانستان ته د خپل سفر په مهال طالب چارواکو سره دا معامله راپورته کړې وه چې تندلاریتوب او ترهګري د دواړو هیوادونو اړیکې اغېزمنې کولی شي. نوموړي هیله څرګنده کړې ده چې افغان طالبان به ددې (ترهګرو) ډلو پرضد اقدام وکړي او ویلي‌ یې دي که طالبان داسې نه کوي نو افغانستان کې د داعش په څېر ترهګرې ډلې شتون لري چې هغه د دوي(افغان طالبانو) لپاره هم ګواښ جوړیدای شي اؤ طالبان ددغو ترهګرو ډلو پرضد د قاطع اقدام بشپړ توان هم نه لري. ټي ټي پي سره د مذاکراتو په اړوند دیوې پوښتنې ځواب کې خارجه وزیر ویلي کوم تنظیمونه چې ترهګري ،ترهګري نه ګڼي، جرمونه ته جرمونه نه وایي داسې ډلو سره مذاکرات د هیواد اؤ قام په ګټه نه دي. تر دې دوه ورځې دمخه هم د مونیخ امنیتي کنفرانس کې بلاول بوټو زرداري ویلي و چې نړېوال دې د ترهګرۍ خلاف مبارزه کې په طالبانو ټینګار وکړي چې خپلې وعدې پوره کړي. هغه ویلي وؤ د کابل د سقوط وروسته، په پاکستان کې ترهګریز فعالیتونه سېوا شوي او نړېواله ټولنه بايد د افغان طالبانو حکومت قانع کړي چې د ترهګرۍ له ګواښ سره مقابله وکړي او خپله اراده وښيي. خو د بلاول بوټو دې وینا ته خپل غبرګون کې د افغان طالبانو حکومت د ښاغلي بلاول بوټو زرداري دا څرګندونې له حقیقته لرې بللې وې. د طالبانو خارجه وزارت په یو بیان کې ویلي وؤ "د پاکستان وروستۍ ناامني نوې نه ده بلکې د تېرو شلو کالو تسلسل دی". د طالبانو بیان کې ویل شوي وؤ دوی په عمل کې ثابته کړې چې "هیچاته یې اجازه نه ده ورکړې چې د افغانستان خاوره د چا پر ضد وکاروي."

21.02.2023 ډیوه

د پي اېس ایل سیالیو کې پېښور زلمي کویټه ګلیډي ایټرز ته په څلورو وکټو ماتې ورکړې ده

د کراچۍ په نیشنل اسټیډیم کې ترسره شوې دپاکستان سپرلیک داتم پړاؤ په نهمه سیالۍ کې کویټه ګلیډي ایټرز پېښور زلمي لوبډلې ته د 155 منډو هدف ورکړی ؤ چې دغه هدف پېښور زلمي په 19م اوور کې د شپږو لوبغاړو په تاوان ترسره کړو. د پېښور زلمي له لوري جیمز نیشم 37، روومن پاول 36،کپتان بابر اعظم 19،محمد حارث 18 اؤ ټام کویلر 9 منډې جوړې کړې. همدا شان شاناکا د16 اؤ وهاب ریاض د10 منډو په جوړولو بریالي شول. دکویټه ګلیډي ایټرز محمد حسنین درې، نسیم شاه ، محمد نواز اؤ قیس احمد یو،یو لوبغاړی وسوځولو. تر دې وړاندې دکویټه ګلیډي ایټرز لوبډلې دپېښور زلمي په بلنه وړومبي بیټنګ وکړو اؤ په ټاکلو 20 اوورونو کې یې دڅلورو لوبغاړو په تاوان 154 منډې جوړې کړې. دکویټه ګلیډي ایټرز افتخار احمد 50،اوډین اسمتهـ 25،کپتان سرفراز احمد38،جیسن روی 14،مارټن ګپټل 12 اؤ محمد نواز دوه منډې جوړې کړې. د پېښور زلمي عثمان قادر دوه اؤ ارشد اقبال اؤ جیمز نیشم یو،یو لوبغاړی وسوځولو

21.02.2023 ډیوه

ترکيې او شام کې بیا د 6.4 شدت زلزله راغلې او مرګ ژوبله یې اړولې ده

ترکیه او شام یو ځل بیا یوې زورورې زلزلې جړقولي دي او رپورټونه وایي 6.4 شدت په دې زلزله کې درې کسان مړه او په سلګونو نور ژوبل شوي دي. د ګل/دوشنبې په ماسخوتن دا زلزله د ترکيې په جنوبي صوبه هتای او شمالي شام کې راغلې ده چې ګڼ شمیر ودانۍ یې ړنګې کړي او په سوونو خلک د ملبې لاندې ګیر شوې دي. تر دې وړاندې په شپږمه فرورۍ په ترکيې او شام کې راغلې خونړۍ زلزلې تر45 زرو زیات کسان وژلي وؤ. د ترکيې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو ویلي په نوې زلزله کې درې کسان مړه شوي او 213 نور هسپتالونو ته رسول شوي دي. د شام د ښاري دفاع ادارې هیلمټس هم ویلي چې په تازه زلزله کې تر130ؤ زیات کسان ژوبل شوي او ځېنې هغه ودانۍ ړنګې شوي دي چې په تېره زلزله کې زیانمنې شوې وې. د ترکيې په ډیفني نومې سیمه کې زلزله د ماسخوتن په اته بجې او څلور منټه راغلې ده او په انطاکیه ښار او ادانا صوبه کې هم د خبري شبکې ای ایف پي ډلې د زلزلې جړقونه محسوس کړي دي. د ایف ایف پي د رپورټ له مخې ټیمونو یې په لبنان کې هم زلزله محسوس کړې ده. د قدرتي افتونو په مهال د ترکيې مرستندویه ادارې په ټویټر لیکلي چې درې منټه وروسته د 5.2 شدت یوه بله زلزله راغلې ده او د دې مرکز د هتای صوبه په سمانداګ ضلعه کې ؤ. دغې ادارې د ګل په ورځ په ماسخوتن د راغلې زلزلې نه 20 منټه وروسته د5.2 شدت دوه نورې زلزلې هم ریکارډ کړې دي. د خبري شبکې ډي‌ایچ ای په انځورونو کې لیدل کیږي چې دانطاکیه یو روغتون نه خلک اوځي اؤ این ټي وي ویلي دي چې اسکندرون ښار کې هم یو روغتون له ناروغانو خالي کړل شوی دی. ډي ایچ ای ویلي چې دانتهايي نګهداشت دڅانګې ناروغان د علاج د دوام په خاطر په ایمبولینسونو کې فیلډ هسپتالونو ته لیږل شوي‌ دي. د ترکي دکورنیو چارو وزیر سویلو ویلي دي چې مرستندویه فعالین د راغورځېدلو ودانیو دملبې لاندې دګیرو کسانو په لټون بوخت دي. دای ایف پی یو خبریال په انطاکیه کې د الغاؤ تلغاؤ دمنظرونو رپورټ ورکړی اؤ ویلي یې دي چې د زلزلې دنوؤ جړقونو له امله تباه شوی ښار یو ځل بیا په دوړو کې پټ شوی دی. هغه ویلي چې ګڼ شمیر ودانۍ راغورځېدلي اؤ ګڼ خلک چې ژوبل دي د مرستو غوښتنې کوي.   (دې رپورټ کې ځېنې معلومات د ای ایف پي نه اخستل شوي دي)

21.02.2023 ډیوه

امریکا په اسرایل باندې د ملګرو ملتونو د تنقیدي بیان ملاتړ وکړ

واشنګټن  - د اسرایل د تېرې هفتې د دې اعلان نه وروستو چې غواړي د یهودانو دپاره د نویو آبادیو لمن پراخه کړي او د مخکې نه موجودې د یهودیانو نهه آبادیو ته هم قانوني حیثیت ورکړي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا یا سېکوریټي کونسل د ګل/دوشنبې په ورځ "ژوره فکرمندي او مایوسي" څرګنده کړه. په څه باندې شپږو کلونو کې، دا لومړی ځل دی چې د پنځلسو (۱۵) ملکونو مشتمل سېکوریټي کونسل د یهودي آبادیو په مسئلې باندې غبرګون ښکاره کړ، دا ځکه چې امریکا سره د وېټو طاقت شته او په روایتي توګه یې تل په ملګرو ملتونو کې د خپل ملګري هېواد اسرایل ننګه کړې ده. د ملګرو ملتونو تنقیدي بیان په داسې حال کې جاري شوی چې د اسرایل او فلسطینیانو ترمنځ تناو کې اضافه راغلې او د دې ۲۰۲۳ کال له پیل راهیسي، لږ تر لږه اووه څلوېښت (۴۷) فلسطینیان او لس (۱۰) اسرایلیان وژلی شوي دي. په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې لېندا ټامس-ګرینفیلډ وویل: "مونږ په کلکه د اسرایل د اعلان مخالف یو چې وایي د زرګونو په شمېر کې نوې آبادۍ به جوړې کړي. او مونږ په کلکه د اسرایل د دې اعلان مخالفت کوو چې وایي په وېسټ بنک کې د نهو یهودي آبادیو د قانوني حیثیت پروسه پیلوي کوم چې د اسرایل د قانون لاندې مخکې دا آبادۍ غیرقانوني وې." د امریکا سفیرې پخپلو خبرو کې زیاته کړه: "دا یو اړخیز ګامونه، په کشیدګیو کې اضافه راولي. دا د دوو اړخونو ترمنځ اعتماد خرابوي. دا د دوه-ریاسته حل لارې نظریې کمزورې کوي. امریکا د دې اقداماتو ملاتړ نه کوي، ختم." تر دې وړاندې، د امریکا خارجه وزیر سفارتکاري کوښښونه وکړل، هم یې د اسرایل وزیراعظم بنیامین نتنیاهو او هم د فلسطیني انتظامیې د صدر محمود عباس سره ټلیفوني خبرې وکړې. بیا امریکا حاضر شو چې د اسرایل په اړه د یو تنقیدي بیان د جاري کېدو ملاتړ وکړي. فلسطینیانو اول غوښتل چې د ګل/دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې یو قرارداد ووټ ته وړاندې شي، مګر امکان یې و چې د بایډن انتظامیه هغه ویټو یا رد کړي، ځکه امریکا غواړي د نړېوالو توجو د اوکراین جګړې ته وي. فلسطیني سفارتکارانو د عربي متحده اماراتو سره په ملګرتیا، چې هغه د سېکوریټي کونسل ممبر دی، د قرارداد نه تېر شول او د اسرایل خلاف د یو تنقیدي بیان په جاري کېدو یې اکتفا وکړه. دا بیان که څه هم د قرارداد د کچې نه یې اهمیت ټیټ دی، مګر په کار وه چې د کونسل ټول غړي یې په یو شان تصدیق کړي. د فلسطین استازي ریاض منصور خبریالانو ته وویل: "دا حقیقت چې مونږ یو متحد محاذ لرو، هر څوک یو اړخ علیحده کوي، دا پخپله سم جهت ته یو ګام دی." بل پلو په ملګرو ملتونو کې د اسرایل سفیر ګېلاډ اېرډن بیا وویل چې د امنیت شورا دا ناسته، "یو ځل بیا د اسرایل د مذمت کولو دپاره جوړه شوې وه." د اسرایل سفیر زیاته کړه چې د نویو آبادیو د اجازت نامو په اړه د نړېوالو داسې غبرګون "زښته زیاته بې عزتي" ده. آخر ځل چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اسرایل خلاف کوم دستاویز جاري کړی و، هغه د ۲۰۱۶ کال د ډسمبر په میاشت کې ۲۳۳۴ لمبر قرارداد و. هغه وخت د سېکوریټي کونسل څوارلسو ممبرانو د قرارداد په حق کې رایه ورکړې وه، مګر امریکا ورته د هېڅ قسم رایې ورکولو نه ډډه کړې وه. هغه قرار داد د صدر اوباما د انتظامیې په وروستیو ورځو کې، په ملګرو ملتونو کې پاس شوی و. د ګل/دوشنبې په ورځ چې کوم بیان خپور شو، هغه کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ټولو غړو د اسرایل او فلسطینیانو د دوو جلا جلا ریاستونو د جوړېدو نظریې ته خپل "غیرمتزلزل عزم" څرګند کړ، خو زیاته یې کړه چې د اسرایل له خوا د نویو آبادیو په اړه دا ګامونه به هغې نظریې ته نقصان ورسوي. امنیت شورا همدا راز د بیت المقدس په مسجد الاقصی کې چې یو سپېڅلی ځای ګڼل کیږي، د تاریخي حیثیت په ساتلو ټینګار وکړ او دواړو اړخونو نه یې وغوښتل چې زغم دې وکړي او نور دې کشیدګیو ته لمن نه وهي.

21.02.2023 ډیوه

د مورنۍ ژبۍ نړیواله ورځ - نړۍنه څومره ژبې په ورکېدو دي؟

د پاکستان او افغانستان په ګډون نن د نړۍ په ګڼ شمیر هیوادونو کې د مورنۍ ژبې نړېواله ورځ په داسې حال کې نمانځل کیږي چې څېړونکو د روانې پیړۍ تر پای نړۍ نه د 1500 ژبو د ورکېدو اندېښنې ښودلې دي. څېړونکي دا هم وایي چې د ژبو په شخړه مات شوی پاکستان نن هم د وړو ژبو وجود منلو ته تیار نه دی. خو د څېړونکو په اند، پاکستان کې د ریاست لخوا وړو ژبو سره کیدونکي ناروا سلوک واړه قامونه هم د خپلو ژبو د بقاء جنګ ته چمتو کړي او د نور کله په پرتله اوس پښتانه، بلوڅان، سراییکیان او نور واړه قامونه د خپلو مورنیو ژبو پالنې ته زیات بېدار ولاړ دي. په پاکستان، په ځانګړي توګه خېبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې نن په 21مه فرورۍ ګڼ شمیر سیاسي ګوندونو، ولسي تحریکونو، ادبي تنظیمونو او مدني ټولنې د مورنۍ ژبې پښتو په پلوۍ د غونډو، سیمینارونو او مباحثو تابیا کړې ده. پښتو د پاکستان دویمه لویه ژبه پښتو په پاکستان کې دویمه لویه او د 18.24 فیصد خلکو مورنۍ ژبه ده. په اوله شمېره پنجابي ده چې د پاکستان بیورو آف سټیټسټکس د شمېرو ترمخه د 38.87 فیصدي پاکستانیانو مورنۍ ژبه ده. اردو، چې دپاکستان قومي ژبه ټاکل شوي ده، د پنجابۍ او د پښتو نه وروسته په پینځمه درجه ده چې 7.08 فیصد خلک یې د مورنۍ ژبې په توګه وايي خو د دې باوجود هم د پاکستان پښتون میشتو سیمو کې اردو د مکتب او دفتر ژبه ده او پښتو د مکتب، دفتر او د روزګار د ژبې حیثیت نه لري. پاکستان کې مورنۍ ژبې پښتو، سندهي، بلوڅي او آن تر دې چې د پنجابي قام مورنۍ ژبه پنجابي هم په دفتر او سکول کې د اردو مقابله نشي کولى بلکې دغه ټولې ژبې د اردو په مقابله کې د خپلې بقاء په جګړه بوختې دي. پاکستان کې د تېرې څه مودې راهسې د مورنیو ژبو د ژوندي ساتلو تحریکونه ګړندي شوي او پښتانه بیا په ځانګړي ډول د حکومت نه پرله پسې غوښتنې کوي چې پښتو دې د مکتب، دفتر او کاروبار ژبه شي، خو تر اوسه یې دې غوښتنې ته غوږ نه دی اېښودل شوی. د ژبې په شخړه د پاکستان ماتېدل په 21مه فرورۍ کال 1952 کې د ختیځ پاکستان (اوسنۍ بنګله دیش) په پلارمینه ډهاکه کښې د طالب علمانو لخوا بنګالۍ ژبې ته د قامي ژبې د درجې ورکولو لپاره راجوړ شوي لاریون باندې د پوځ لخوا ډزې شوې وې چې ګڼ شمیر طالب علمان پکې وژل شوي او ژوبل شوي وو. په دغه پېښه کې د وژل شوو او ژوبل شوو طالب علمانو قربانۍ ته د درنښت ورکولو په موخه وروسته ملګرو ملتونو 21مه فروري د مورنیو ژبو د نړیولې ورځې په توګه اعلان کړه. څېړونکي او سیاسي فعال ښاغلي اشفاق وزیر په ټولنیزه رسنۍ فیس بک د پخواني ختیځ پاکستان د دغې تاریخي پېښې یادونه کړې ده او لیکلي یې دي چې دا پېښه د بنګله دیش د ازادۍ او د پاکستان د ماتیدو پیلامه وګرځیدله خو بدبختانه نن هم ریاست د پښتو، بلوڅي، سرایکی، پنجابی او نورو مورنیو ژبو وجود منلو څخه ډډه کوي. هغه لیکلي ساینسي تحقیق څخه ثابته ده چي مورنیو ژبو کښي زده کړي دانسانی ذهني استعداد لوړوي. تاریخ پوهه او څېړونکی حیات روغانی وايي د پاکستان د آیین په اتلسم ترمیم کې صوبو ته اختیار ورکړی شوی دی چې د مورنیو ژبو د پرمختګ لپاره به ځانګړي ګامونه پورته کوي. ډیوه سره خبرو کې هغه ویلي نن هم دنړیوالو قوانینو، ساینسي اؤ علمي اصولو برعکس پاکستان کې د وړو قامونو نه دهغوی د ژبو تروړل کیدو هڅې روانې دي چې دغندنې وړ خبره ده. هغه وایي پښتونخوا کې اکثریت د پښتنو دی نو پکار ده چې پښتو دلته دنصاب اختیاري نه بلکې لازمي مضمون وي اؤ هم دې ددفتر اؤ روزګار ژبه پښتو وي . نړۍ نه کومې ژبې ورکیږي؟ دا مهال په ټوله نړۍ کې د ویل کیدونکو ژبو ژبو کره شمېره معلومه نه ده، خو د کارپوهانو په وینا د رسمي پیژندل شویو ژبو شمېر شاوخوا8000 ده، چې 1500 ژبې پکې د ورکېدو په درشل کې دي. په دې وروستیو کې اسټریلیا کې د ژبپوهانو لخوا شوؤ پلټنو کې چې پایلې یې دحیاتیاتو اؤ پرمختیا په هکله سائنسي مجله" نیجرایکولوجي اینډ ایولوشن" کې مخې ته راغلي‌ دي، کارپوهانو ویره ښکاره کړې ده چې په نړۍ کې د ورکیدو دخطر سره مخ دا 1500 ژبې به د روانې پیړۍ تر پایه له منځه لاړې شي ځکه چې هیڅوک به پاتې نه شي چې په غو ژبو خبرې وکړي. دکارپوهانو په وینا هغه ژبې چې د ورکېدو ګواښ سره مخ دي خپلو کې دخبرو اترو ژبې دي خو رسم الخط نه لري، ددې ژبو ویونکې ډیر کم پاتې شوي دي اؤ دهغوئ اولادونه پخپلو مورنیو ژبو مروجه ژبو ته ارزښت نه ورکوي. د اسټرالیا څیړونکي وايي لکه څنګه چې په ټوله نړۍ کې د سړکونو جال یا شبکه پراخه کیږي او ښارونه د لیرې پرتو سیمو سره نښلول کیږي دغسې په ښارونو کې ویل کېدونکې پرمختللې ژبې لکه دبېلګې په ډول انګریزي یا نورې کلیوالو سیمو کې په ویل کیدونکو ژبو پرله پسې د بره کیږي اؤ له دې امله دسیمه ییزو ژبو دبقاء لارې ورځ تربلې تنګیږي. څېړونکي وايي، د مورنۍ ژبې د ورکېدو د خطر يو بل لامل دا دی چې په تعليمي ادارو کې په دوؤ ژبو د زده کړو دود پرېښودل شوی او يوازې پرمختللو ژبو ته اهميت ورکول کېږي، چې له امله يې وړو ابادیو کې ویل کیدونکو ژبو ته زيان رسېږي.

21.02.2023 ډیوه

د ملگرو ملتونو نامه نگاران په بنګله دېش کې د بشري حقونو د ډلو په ځورونې فکرمند دي

واشنګټن  - د ملګرو ملتونو اتو (۸) نامه نګارانو د بنګله دېش حکومت ته پیغام لیکلی او هغه کې یې فکرمندي څرګنده کړې ده چې په هغه ملک کې د بشري حقونو دوه مشهوره ډلې "ځورول کیږي او یرول کیږي". په دې پیغام کې دا هم ویل شوي چې د بنګله دېش پولیس د مخالفو سیاسي کارکنانو په خلاف "ډېر زیات او مرګونی طاقت استعمالوي". د بشري حقونو دغه ډلې چې ملګرو ملتونو یې په اړه فکرمندي ښودلې ده، اودیکار او مائیرداک نومیږي. اودیکار تنظیم په بنګله دېش کې د بشري حقونو د خلاف ورزیو په دستاوېز کولو مشهور دی. دې تنظیم په بنګله دېش کې د جبري لادرکه کېدو او ماورای عدالت وژنو قضیې دستاویزي کړي دي. مائیرداک د هغو کورنیو دپاره یو پلېټفارم ګڼل کیږي کوم چې رشته داران یې په بنګله دېش کې جبري لادرکه کړی شوي دي. د ملګرو ملتونو نامه نګارانو، په ډسمبر میاشت کې د بنګله دېش حکومت ته دوه خطونه لیږلي دي، مګر دغه خطونه صرف د دې میاشتې (فرورۍ) په اوایلو کې مطبوعاتو ته راښکاره کړی شول. د بنګه دېش خارجه وزیر اې کې عبدالمؤمن وروسته ځایي مطبوعاتو ته وویل چې زیاتره دا الزامونه په حقیقت کې ناسم دي. عبدالمؤمن په دې اړه چې ګني پولیسو د زیادت نه کار اخیستی، وویل: "په هر ملک کې چې داسې کوم واقعات پېښ شي چې خلک په کې اړی ګړی جوړوي او عوامي جایدادو ته نقصان رسوي، هلته پولیس حق لري چې غبرګون ښکاره کړي." په یو خط کې چې د ډسمبر په ۲۲مه لیکل شوی، د جبري یا غیراختیاري لادرکۍ په پېښو باندې د ملګرو ملتونو د کاري ډلې مشر نامه نګار اووا بالډې او دوه نورو نامه نګارانو لیکلي دي چې، د اودیکار تنظیم او د هغه سېکرېټري، عدیل الرحمن خان خلاف، "د مبینه بدنامه کولو کمپېن" پیل شوی، او عدیل الرحمن د مختلفو حکومتي ادارو له خوا د "یري او ځورونې" سره مخ دی. د ملگرو ملتونو دغو دريو نامه نګارانو د بنګله دېش د حکومت نه د هغو ګامونو جزئیات هم غوښتي دي کوم چې د یادو بشري ډلو د یرولو او ځورولو په قضیو کې اخیستل شوي دي. په دویم خط کې چې د ډسمبر په ۲۷مه لیکل شوی، د ملګرو ملتونو پنځو نورو نامه نګارانو فکرمندي ښودلې ده چې د بنلګه دېش د حکومت لوی حزب اختلاف، بنګله دېش نشنلسټ پارټي د مظاهره کوونکو خلاف، حکومتي قواوو "حملې کړي او د حده زیات او مرګونی قوت یې استعمال کړی دی." د بنگله دېش وزیراعظمې شیخ حسینه تېره هفته د امریکا د خارجه وزارت کونسلر، ډیرېک کولېټ ته چې د بنګله دېش په دوره تللی و، وویل چې هغې هېڅ کله نه غوښتل چې د درغلۍ نه ډکو انتخاباتو د لارې واک اختیار ته ورسیږي. شیخ حسینې زیاته کړه: "آینده انتخابات به آزاد او منصفانه وي. ما خپل ټول عمر د جمهوریت دپاره جد و جهد کړی دی." امریکا کې د رابرټ اېف کېنیډي هیومن رایټس ډلې یو څېړونکی، بائیانز وایي چې بنګله دېش اوس یو نازک پړاو ته رسېدلی او چې څومره انتخابات رانږدې کیږي، "د بشري حقونو سنجیده خلاف ورزۍ به دوام پیدا کړي او ډېر کم به یې په اړه بازخواست کیږي."

21.02.2023 ډیوه

په ایران باندې د پابندیو په نتیجه کې، د کرنسي ارزښت یې په ریکارډ کچه رالوېدلی دی

واشنګټن   - د ایران د کرنسۍ ارزښت په بېساري ډول تر ټولو ټیټې کچې ته ورسېد او د یو امریکایي ډالر بېعه د پنځه لکه (۵۰۰۰۰۰) ایراني ریال نه هم زیاته شوه. د بن بست ډاټ کام په نوم یو وېب سایټ چې د ایران د زرمبادلې په مارکېټونو نظر ساتي او تازه معلومات یې په اړه راټولوي، خبر ورکړ چې د ګل/دوشنبې په ورځ یو امریکایي ډالر په پنځه لکه و دیارلس سوه ایراني ریال باندې بدلېده. ایرانیان چې د قریب پنځوس فیصده (٪۵۰) ګرانۍ سره مخ دي، د خپلو اثاثو د ارزښت ساتلو دپاره لارې چارې لټوي او د دې دپاره یا امریکایي ډالر اخلي، یا نور خارجي کرنسۍ او یا هم سره زر، او په دې سره د ریال بیعه نوره هم په تېزۍ سره راغورځي. په کال ۲۰۱۸ کې چې د امریکا پخواني صدر ډانلډ ټرمپ په ایران باندې بېرته بندیزونه ولګول، هغو بندیزونو د تېلو په برامداتو او د خارجي کرنسیو د لاس ته راوړلو په برخه کې د ایران صلاحیت کم کړ او په دې توګه یې د ایران اقتصاد سخت وځپلو. د ایران او نړېوالو طاقتونو ترمنځ خبرې چې مقصد یې د بندیزونو د لېرې کولو په بدل کې د ایران د اېټمي پروګرام محدوده کول دي، د تېر سپټمبر میاشت راهیسي په ټپه درېدلي دي. د دې مذاکراتو په درېدو سره، د ایران د آینده اقتصاد په اړه هم توقعات راولوېدل. د بن بست ډاټ کام په حواله، په تېرو شپږو میاشتو کې د ایران د کرنسۍ (ریال) ارزښت، قریب شپېته فیصده (٪۶۰) راغورځېدلی دی. د ایران مرکزي بنک ویلي چې خارجي کرنسیو ته د رسایي د آسانه کولو او د سرکاري لېن دېن د حجم زیاتولو دپاره د کرنسیو د تبادلې یو نوی مرکز پرانیزي. د ایران د مرکزي بنک ګورنر محمد رضا فرزین د ګل/دوشنبې په ورځ سرکاري ټي وي سره مرکه کې وویل: "د مبادلې په دې مرکز کې چې کوم قیمت ټاکل کیږي، هغه به د مارکېټ بیعه وي. دا به د توقعاتو د فېکټورونو څخه - چې د ملک د مالیاتي حالاتو په اړه زمونږ جاج نه څرګندوي - آزاده وي." د ایران د سرکاري خبري ادارې، اېرنا ترمخه رضا فرزین په تېر ډسمبر میاشت کې د ایران د مرکزي بنک ګورنر وټاکل شو او د خارجي کرنسیو د ارزښت کنټرولولو ذمه واري هم د همدې عهدې کار دی.

20.02.2023 ډیوه

په بلوچستان کې د افغان کډوالو د مالګګۍ کېمپ اوسېدونکي وايي په کېمپ کې د پولیو وېکسين انکاریان نشته

له تېرو پنځو کلونو د کيمپ د پوليو کيمپېن انچارج احمدشاه وايي، د کيمپ اوسېدونکي د ويکسين له ارزښت څخه خبر دي، او هر څوک غواړي خپل ماشومان ويکسين کړي. دلته هيڅوک هم داسي نشته چې له څاڅکو انکاري يا رفيوزل وي، خو البته که څوک ماشومان نه ويکسين کوي، هغو ته د ويکسين په اړه مالومات ورکول کېږي

20.02.2023 ډیوه

کراچۍ: د نقيب مسيد کورنۍ د راو انوار او نورو د بري کېدو فېصله په هايکورټ کې چېلنج کړه

د نقیب مسيد ورور او وکيل وايي، نن د ګل په ورځ [20 فرورۍ] یې د نقیب مسيد د وژنې په قضیه کې د راو انوار او نورو د بري کېدو فېصله په سيند هايکورټ کې چېلنج کړه.

20.02.2023 ډیوه

د امریکې خارجه وزیر: ترکي ته د اېف شپاړس جهازونو د خرڅولو ملاتړ کوو

بلېنکن امید څرګند کړو چې فېن لېنډ او سویډن به د مغربي ملکونو په پوځي اتحاد نېټو کې رکنیت ترلاسه کړی شي. ترکي تر اوسه په نېټو کې د دغو ملکونو د شمولیت مخالفت کوي

20.02.2023 ډیوه

عارف علوي په پښتونخوا او پنجاب کې د انتخاباتو نېټه اعلان کړه، حکومت وايي صدر دغه اختیار نه لري

د پاکستان صدر عارف علوي په خېبرپښتونخوا او پنجاب صوبو کې د انتخاباتو نېټه اعلان کړه. خو د کورنيو چارو وزیر رانا ثناالله ويلي، د صدر انتخاباتو د نېټې اعلانولو سره هیڅ کار نشته.

20.02.2023 ډیوه

د امريکې صدر جوبایډن د اوکراین غیراعلانیه دوره کړې

صدر زېلېنسکي اوکراین ته په سفر د صدر بایډن شکریه ادا کړه او ويې وېل د بایډن دوره د یوکراین دپاره لوی وخت دی. هغه وویل امریکايي صدر سره به د جنګ د مېدان په صورتحال خبرې کوي

20.02.2023 ډیوه

طالبانو د تورخم دروازه تړلې

په افغانستان کې واکمنو طالبانو ویلي، د تورخم دروازه یې د هر ډول تګ راتګ دپاره تړلې ده، د طالبانو د تورخم کمشنر ويلي پاکستاني اړخ خپلې ژمنې نه دي پوره کړي ځکه د مشرانو په لارښوونه یې دروازه تړلې ده. په تورخم د پاکستان تحصیلدار د دروازې تړل تاييد کړي او ويلي یې دي سهار په پوله ډزې هم شوي دي.

20.02.2023 ډیوه

منظور پشتين: پي ټي اېم د کرسۍ نه، د قام جوړولو سياست کوي

د پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي اېم] مشر منظور پشتين يو وار بيا په پښتو د يو والي يا اتحاد غږ کړی او ويلي یې دي يو ځل بيا د پښتنو خاورې ته جنګ راوړل کیږي،"راځئ چې خپل وطن جوړ کړو پښتنو ته د اتحاد ضرورت دی". نوموړي ويلي "پي ټي اېم د قام تحریک دی د کرسۍ سياست نه کوي د قام جوړولو سیاست کوي".

20.02.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more