ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د ایران یو عدالت: امریکا دې "د کودېتا د منصوبه بندۍ" په حوالې سره 330 میلین ډالر جرمانه ورکړي

د ایران یو عدالت وایي، د امریکا حکومت دې په کال 1980 کې د ایران د نوي جوړ شوي اسلامي جمهوریت په وړاندې د "کودېتا د منصوبه بندۍ" په معاوضه کې، 330 میلین ډالر ایران ته ورکړي.

27.08.2023 ډیوه

په سختو امنیتي انتظاماتو کې نن د پښتونخوا په 21 ضلعو کې ضمني بلدیاتي انتخابات کیږي

د خېبر پښتونخوا په 21 ضلعو کې نن د اتوار په ورځ ضمني بلدیاتي یا د ښاروالۍ انتخابات کیږي چې پکې د بیلابیلو سیاسي ګوندونو امیدواران میدان ته راوتلي دي. په پېښور، نوښار، چارسدہ، خېبر، مردان، کوهاټ، بنو، لکي مروت ، ډیره اسماعیل خان، ټانک، ایبټ اباد، هري پور، مانسهرہ، بټګرام، تورغر، سوات، شانګله، ملاکنډ، بر دیر ، کوز دیر اؤ باجوړ کې کېدونکو دې انتخاباتو کې به په مجموعي توګه 3 لکه 85 زره 8 سوه اؤ 35 رایې ورکوونکي خپل استازي ټاکي. دا انتخابات په داسې وخت کې کیږي چې په دې وروستیو کې دپاکستان بیلابیلو سیمو په ځانګړي ډول خېبر پښتونخوا صوبه کې د ترهګرۍ لړۍ یو وارې بیا چټک شوې ده. د څېړنیزې ادارې پاکستان انسټيتیوټ فار کنفلکټ اېنډ سیکيورټي سټدیز د رپورټ ترمخه د روان کال په لومړیو شپږو مياشتو کې په ټول ملک کې په 271 وسله والو بريدونو کې 389 کسان وژل شوي او 656 ژوبل شوي دي. د امنیتي ادارو اؤ ځایي انتظامیو له لوري نن د کیدونکو ضمني انتخاباتو په مهال د رایې ورکولو په ټولو 256 مرکزونو کې 159 زیات حساس،84 حساس اؤ 13 عادي ګرځول شوي دي. دانتخاباتو په مهال د رایې ورکولو په مرکزونو اؤ خوا و شا سیمو کې کلک امنیتي ګامونه اخستل شوي دي اؤ د حساس پولنګ اسټیشنو مخې ته په ګڼ شمیر امنیتي ځواکونه ودرول شوي دي. د الیکشن کمیشن له مخې د ځایي استازو دې ټاکنو لپاره ټول 256 د رایې ورکولو مرکزونه جوړ کړل شوي دي. په رایې ورکوونکو کې د سړو شمیره 2 لکه 8 زره 9 سوه اؤ 64 ده اؤ د ښځو شمیره 1 لک 76 زره اؤ 8 سوه 71 ښودل شوې ده.

27.08.2023 ډیوه

مانسهره کې د سورلیو ګاډی ژور ګړنګ ته لوېدلی، د ښځو په ګډون پکې 6 کسان مړه شوي

دخېبر پښتونخوا د مانسهرې سیمې سره نزدې د مسافرو یو ګاډی ژورې کندې ته لوېدلی دی چې شپږ کسان پکې مړه اؤ پینځه نور ژوبل شوي دي. په مانسهره کې د مرستندویه دولتي ادارې 1122 ضلعي مشر حفیظ الرحمان بېلابېلو رسنیو ته ویلي، دا پېښه د خالي- شنبې په ورځ په هزاره ایکسپریس وی د هاتهي میره په مقام شوې ده . هغه ویلي، د بټګرام ضلعې د الایي سیمې نه مانسهرې ته روان دمسافرو یو ګاډي نه په روانه کې ټایر وتلی اؤ بیا دغه ګاډي د ډرایور نه بې قابو شوی اؤ د یو پول نه ژورې کندې ته غورځېدلی دی. نوموړي ویلي په ګاډي کې ټول 13 مسافر سواره وؤ چې په هغوی کې د دوؤ ښځو په ګډون شپږ کسان مړه شوي اؤ پینځه نور ژوبل شوي دي. د مرستندویه ادارې ضلعي مشر ویلي د پېښې سره سم د یادې ادارې مرستندویه مامورین دپېښې ځای ته رسیدلي اؤ مړي اؤ ژوبل شوي کسان یې د مانسهرې کنګ عبدالله هسپتال ته رسولي دي. په پاکستان کې وخت په وخت په سړکونو دغسې خونړۍ پېښې کیږي چې څېړونکي یې عمده علتونه د ګاډو تېز رفتاري، د سړکونو خراب حالت، د ډرایورانو په نشه یا د خوب حالت کې ګاډی چلول اؤ د ټرېفک قوانینو نه سرغړونې ښیي. تر دې پېښې وړاندې تېره اوونۍ په 20م اګست د کراچۍ نه اسلام اباد ته روان د مسافرو بس باندې د پینډۍ بټهیا په مقام اور لګیدلی ؤ چې د پولیسو په وینا دغه پېښه کې تر 20 زیات مسافر مړه شوي اؤ اووه نور ژوبل شوي وؤ. د روانې میاشتې په پیل کې هم دپښتونخوا دبالاکوټ په سانګر سیمه کې دمانسهرې اؤ ناران تر منځ په جل کهنډ روډ د مسافرو یو ګاډی اوښتی ؤ چې پکې د پېښور اوسیدونکي د یوې کورنۍ 21 کسان ژوبل شوي وؤ. په 30 جولایي د مانسهرې بابو سر ټاپ سیمې سره نزدې د مسافرو ګاډی ګړنګ ته رغړیدلی ؤ چې پکې 8 کسان مړه شوي اؤ 9 نور ژوبل شوي وؤ. هم د تېرې جولایي میاشتې په سر کې د بلوچستان سره په پوله د خېبر پښتونخوا په ډیره اسماعیل خان سیمه کې د مسافرو وړونکی یو بس ژورې کندې ته لوېدلی و چې پکې 19 تنه مسافر مړه شوي او څلور نور ټپيان شوي وو. همدا شان په 12م جولایي د پښتونخوا د سېلګرۍ سيمه سوات ګبین جبه کې هم د سېلانيانو يو ګاډی ژورې کندې ته غورځېدلی و چې په کې 11 تنه مړه شوي او د شپږو پورې نور ژوبل شوي وؤ.

27.08.2023 ډیوه

د امریکې په فلورېډا کې یو سپین پوستي تن د درو تورپوستو تر وژلو وروسته ځان هم وژلی دی

د امریکې په فلورېډا ایالت کې یو سپین پوستي وسلوال تن په یوه دوکان کې پر خلکو ډزې کړې دي او درې تنه تورپوستي یې وژلي دي، خو وروسته یې خپل ځان هم وژلی دی. د امریکا صدر جو بایډن تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي. په وژل شویو کسانو کې دوه سړي او یوه ښځه ده، خو پولیسو سمدستي د هغوی او د بریدګر نومونه نه دي په ډاګه کړي. دا پېښه د ایډورډ واټرز په نوم د تورپوستو یو کوچني پوهنتون ته نیژدې شوې ده. دا پېښه د شنبې- خالي په ورځ ماسپښین مهال د فلورېډا په جېکسنویل ښار کې د تورپوستو په سیمه کې شوې ده، چې د ځایي پولیسو په وینا د "نسلي تعصب" په بنیاد شوې پېښه ده. د دې ښار د پولیسو مشر ټي. کې. واټرز- چې خپله هم تورپوستی دی- تر پېښې وروسته له مېر یا ښاروال او نورو چارواکو سره خبري غونډې ته د بریدګر په اړه وویل، "هغه له تورپوستو خلکو کرکه کوله". ښاغلي واټرز وویل د ډزو له کبله نورو خلکو ته زیان نه دی رسېدلی او وایي تر اوسه یې داسې څه ثبوت نه دی موندلی چې ګواکې بریدګر دې د کومې سترې ډلې په لمسه دا کار کړی وي. پولیس مشر وايي د بریدګر عمر د شلو او دېرشو کلونو تر منځ وو او په برید کې یې له ګلاک توپنچې او AR-15 نیم خودکار توپکه کار اخیستی دی. بریدګر یو لیک پرېیښی چې پلټونکي ګومان کوي هغه ځکه په دې ورځ دا برید کړی چې وایي نن د هغې پېښې پینځه کاله وشول چې یو بل وسلوال د همدې جېکسنویل ښار په یوه ویډیو سیالۍ کې دوه تنه په ډزو ووژل او بیا یې ځانوژنه وکړه. پولیس وایي بریدګر د پېښې ځای ته د کلې په نوم له یو بل ښارګوټي ورغلی او تر برید مخکې یې خپل پلار ته یو پیغام هم لېږلی وو، چې په کور کې د ده کمپیوټر وګوري. وایي کله یې چې پلار په کمپیوټر کې یو لیکلی پیغام وموند، کورنۍ یې سمدستي پولیسو ته خبر ورکړ، خو وایي هغه تر دې مخکې لا د پېښې ځای ته رسېدلی وو او برید یې پیل کړی وو. تر پېښې مخکې هغه د ور څېرمه ایډورډ واټرز پوهنتون په کېمپس کې هم لیدل شوی وو، چې د پولیسو په وینا مرمۍ ضد جېکټ یې اغوستی او ماسک یې پر مخ کړی وو. دا پېښه د امریکې په پایتخت واشنګټن ډي سي کې د هغه یادګاري لاریون تر ختمېدو څو ګنټې وروسته شوې، چې لاریون کوونکي یې په دې هېواد کې د تورپوستو او نورو لږکیو خلاف د کرکې په بنیاد زیاتېدونکو پېښو خلاف راوتلي وو. د روان کال په اپرېل میشت کې هم د امریکې په ټیکساس ایالت کې یو تن له دې کبله د یوه اته کلن ماشوم په ګډون خپل پینځه ګاونډیان وژلي وو چې د چارواکو په وینا هغوی ورته ویلي هوایي ډزې دې بندې کړي ځکه چې شپه ده او دوی له خوبه وځي. د تېر کال په مارچ میاشت کې هم د نیویارک په بفېلو سیمه کې یو تن په سپر مارکیټ کې دننه پر خلکو ډزې کړې وې چې10  تنه یې وژلي او درې نور یې ټپیان کړي وو. په وژل شويو او ژوبلو کې 11 تورپوستي او دوه سپین پوستي وو. په امریکا کې په وروستیو کلونو کې په سکولونو او لویو سټورونو کې ډله ییز بریدونه زیات شوي، چې له کبله یې خلک پر حکومت د وسلو د کنټرول د مخنیوي په برخه کې نیوکې کوي. د امریکې ځینو ایالتونو هڅه کړې چې په خپلو پولو کې د ټوپک کنټرول زیات کړي. صدر بایډن بایډن تېر کال د توپک د تشدد د مخنیوي قانوني مسوده لاسلیک کړه چې له مخې یې په امریکا کې د ځوانو توپک اخیستونکو بېکګراونډ یا پس منظر کتل کېږي.

27.08.2023 ډیوه

افغانستان ته په ماتې ورکولو پاکستان د آی سي سي د یو ورځنیو لوبو درجه بندۍ کې وړومبی مقام تر لاسه کړو

د کرکټ یو ورځنیو لوبو د لړۍ په وروستۍ لوبه کې هم پاکستان افغانستان ته په 59 منډو ماتې ورکړه او سېریز یې د صفر په مقابله کې په 3 لوبو وګټلو. د سریلانکا په کولمبو ښار کې په دریمه او وروستۍ یو ورځنۍ لوبه کې پاکستان افغانستان ته په ماتې ورکولو سره د آی سي سي د یو ورځنیو لوبو په درجه بندۍ کې لومړی مقام خپل کړی دی. د افغانستان ملي لوبډلې په ټاکلیو 50 اورونو کې لومړی بېټنګ وکړو اؤ د 8 لوبغاړو په سوځېدو یې268 منډې جوړې کړې. دپاکستان د 269 منډو د هدف په تعقیب کې افغان لوبډلې په 48.4 اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره 209 منډې جوړې کړې . د پاکستان وار [ایننګز]: د لوبې پچه د پاکستان د ملي لوبډلې کپتان بابر اعظم وګټله او د بیټنګ پرېکړه یې وکړه. د پاکستان له لوري محمد رضوان 67 او بابر اعظم 60 منډې وکړې. د دې تر څنګ اغا سلمان 37 ، محمد نواز 30 ، فخر زمان 27 ، امام الحق 13 ، سعود شکیل 9 ، شاداب خان 3 او فهیم اشرف 2 منډې جوړې کړې. د افغانستان له لوري ګلبدین نایب 2، فرید احمد 2، فضل حق فاروقي، مجیب الرحمن او راشد خان یوه یوه وېکټه واخیسته. د افغانستان منډې: افغان لوبډله د 269 منډو د هدف په تعقیب کې په 49م اوور کې په 209 منډو وسوځېده. دافغانستان له لوري مجیب الرحمان 64، شاهدالله 37 او ریاض حسن 34 منډې وکړې. ارشد خان او حشمت الله شهیدي 13 منډې وکړې، رحمان الله ګربز 5 منډې او محمد نبي 3منډې وکړې، ابراهیم ځدراڼ او ګلبدین یوه منډه هم جوړه نه کړی شوه. د پاکستان له لوري شاداب خان 3 لوبغاړي وسوځول، شاهین افریدي، فهیم اشرف او محمد نواز 2، 2 ویکټې واخستې. ددې دریو سیالیو د لړۍ دوه نورې لوبې هم پاکستان دافغانستان نه ګټلې وې خو د وروستۍ لوبې په ګټلو سره پاکستان يو ځل بيا دکرکټ د نړیوالې شورا د يو ورځنيو لوبو په درجه بندۍ کې اول مقام خپل کړی دی. د کرکټ نړیوالې شورا په یو ورځنیو لوبو کې پاکستان د 119 پواینټونو په لرلو سره لومړی، اسټرالیا د 118 پواینټونو په لرلو سره دویم او هند د 113 پواینټونو په لرلو سره دریم مقام په لاس کې لري. د افغانستان پر وړاندې د سیریز له پیل مخکې پاکستان د 116 پواینټونو په لرلو سره په دویم مقام کې و. د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې سږ کال له 11 یو ورځنیو لوبو څخه 8 ګټلي دي،

27.08.2023 ډیوه

په بنګله دېش کې سږ کال تر یو لک زیات کسان ډېنګي تبې نیولي او تر اوسه 537 تنه ترې مړه شوي دي

په بنګله دېش کې د پشکال د بارانونو له کبله د ډېرې ابادۍ سیمې اغېزمنې شوې او د ډېنګي تبې ناروغان پکې ورځ په ورځ زیاتېږي، په روان کال کې د ډېنګي د ناروغانو شمېر تر پینځه سوه زیات شوی دی. په پاکستان کې هم هر کال ډېنګي تبه خپرېږي، په اسلام اباد کې د روغتیا د مرکزي ادارې د شمېرو له مخې د 2022م کا د جنورۍ له لومړۍ د ستمبر تر 27مې په دې هېواد کې د ډېنګي پېښې ریکارډ شوې او 62 کسان ترې مړه شوي وو. د روغتیا د نړیوالې ادارې د یو رپوټ له مخې د ډېنګي ناروغۍ زیاتې پېښې د مسلسلو ناڅاپي ګڼو بارانونو، د تودخې د زیاتوالي او زیات لندبل له کبله کېږي، ځکه چې وایي د داسې موسم په نتیجه کې په ټول بنګله دېش کې ماشې زیاتې شوې دي. د بنګله دېش د «نیو اېج» ورځپاڼې د خبر له مخې د جمعې له سهاره بیا د شنبې-خالي تر سهاره په څلرویشتو ګنټو کې نور نهه تنه مړه شوي چې وایي له دې سره سږ کال له ډېنګي ناروغۍ د مړو شویو کسانو شمېر 537 تنو ته ورسېد. د دې هېواد د روغتیا مرکزي اداره ډي جي ایچ ایس وایي، په تېرو دوو ورځو کې نور 1,960 کسان په دې ناروغۍ اخته شوي، چې وایي په هغوی کې 833 تنه د پایتخت ډاکه په روغتونونو کې او پاته په نورو ښارونو کې داخل کړی شوي‌ دي. ورځپاڼه د روغتیا د مرکزي ادارې په حواله وایي‌ چې سږ کال یې په هېواد کې د ډېنګې تبې یو لک 12,184 پېښې ریکارډ کړې دي، وایي په هغوی کې یو لک 3,411 تنه بیرته روغ شوي دي. څېړونکي او د عامې روغتیا ماهرین وایي په بنګله دېش کې د ډېنګي تبې د ناروغانو کره شمېر تر هغه څو چنده زیات دی چې حکومت یې له رسنیو سره شریکوي. د بنګله دېش د روغتیا اداره وایي د ډېنګي په ټولو مثبتو پېښو کې 42,317 ښځینه او 69,867 نارینه دي، وایي له دې ناروغۍ 310 ښځې او 227 نارینه مړه شوي دي. په بنګله دېش کې د ډېنګي ناروغي لومړی ځل درویشت کاله مخکې په 2000م کال کې خپره شوې وه، خو سږ کال تر ټولو مرګونې بلل شوې ده. په 2018م کال کې په دې هېواد کې له ډېنګي تبې 26 تنه، په 2019م کال کې 164، په 2021م کال کې 105 او په تېر 2022م کال کې ترې 281 کسان مړه شوي وو. د پشکال په موسم کې په بنګله دېش کې ډېنګي تبه بیا بیا خپرېږي، خو د سږ کال دا وبا زیاته شدیده وه، چې په ښاري او کلیوالو سیمو کې په برابره توګه زیات خلک پرې اخته شوي دي. طبي ماهرین وایي د ډېنګي تبې نخښې د عامې فلو په شان وي او اکثر خلک ترې جوړ شي خو کله کله ترې د انسان په بدن کې دننه وینه شروع شي،‌ غړي یې کار پرېږدي او ترې مړ شي. که څه هم ډېنګي څه ځانګړی علاج نه لري خو د دې ناروغۍ خلاف وېکسین شته. له بنګله دېش پرته په سایپرس او د لاتینې امریکې په بولیویا هېواد کې هم سږ کال د ډېنګي وبا خپره شوې ده.

27.08.2023 ډیوه

ملګري ملتونه: د داعش په ګډون افغانستان کې د 20 ترهګرو ډلو فعالیتونه سیمې او نړۍ ته چېلنج دی

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو د افغانستان او عراق په ګډون په نړۍ کې د داعش ډلې د فعالیتونو په اړه په یو بحث کې په افغانستان کې ددې ډلې د فعالیتونو او وړتیاوو پر زیاتېدو اندېښنه ښکاره کړې ده. د دې غونډې ګډونوالو د اګست پر 25مه په یوه غونډه کې ویلي، چې داعش نه یواځې افغانستان بلکې ټولې سیمې ته په یو خطر بدل شوی دی، خو طالبان وايي داعش ډله یې په افغانستان کې ځپلې ده. ملګرو ملتونو په روانه اګست میاشت کې په یو رپوټ کې اټکل کړی وو چې داعش اوس هم په افغانستان کې له څلورو تر شپږ زرو پورې جنګیالي او د هغوی د کورنیو غړي لري. د امنیت شورا غونډې ته د ترهګرۍ خلاف د ملګرو ملتونو د عمومي مشر مرستیال ولادیمیر وورونکوف نړیوال امن ته د داعش د ګواښونو په اړه اوولسم رپوټ وړاندې کړ. ښاغلي وورونکوف په عراق او افغانستان کې د داعش ډلې د بریدونو پر زیاتېدو اندېښنه ښکاره کړه او ویې ویل چې اوس په سیمه کې ددې ډلې د عملیاتو وړتیا زیاته شوې ده. ولادیمیر وورونکوف په افریقايي هیوادونو کې د داعش د فعالیتونو زیاتېدو په اړه هم خبرداری ورکړ او ویې ویل، "له افریقا وروسته په افغانستان کې وسلو او ګوله بارود ته د ترهګرو ډلو د لاسرسي ویره اوس په حقیقت بدلیږي". ښاغلي وورونکوف د رپوټونو په حواله وویل چې په افغانستان کې د داعش خراسان ډلې د عملیاتو وړتیاوې زیاتې شوې دي او وایي دا ډله پر طالبانو او نړیوالو هدفونو په بریدونو کې ډېره پیچلې شوې ده. د ملګرو ملتونو د عمومي مشر مرستیال وویل، له داعش خراسان سره سره په افغانستان کې شاوخوا 20 بېلابېلو ترهګرې ډلې او د هغوی فعالیت، د طالبانو د چارواکو ځپونکي اقدامات او ناوړه بشري حالت د سیمې او نړۍ لپاره د پام وړ چېلنجونه دي. غونډې ته د جنوبي امریکې د ایکواډور هېواد استازي پېرېز لوز په خپله وینا کې د جولای پر 30 د پښتونخوا په باجوړ او د اګست پر 13مه په ایران کې د داعش بریدونو ته اشاره وکړه او غوښتنه یې وکړه چې مالي سرچینو ته ددغې ډلې لاسرسي باید محدود شي. د ملګرو ملتونو په دې رپوټ کې تر ډېره په عراق کې او افریقايي هیوادونو کې ددغې ډلې د فعالیتونو په اړه خبرې وشوې. د روسي فېډرېشن استازې ماریا زابولوڅکایا په منځني ختیځ، افریقا او افغانستان کې د لوېدیځو هیوادونو فعالیتونه تخریبوونکي وبلل او په منځني ختیځ کې د داعش د را پورته کېدو ذمه وار یې وګڼل. میرمن زابولوڅکایا غونډې ته وویل: "د افغانستان اوسنی حالت هم د لوېدیځو هیوادونو له ترهګرۍ ضد مسایلو څخه د ګټو پورته کولو له امله دی چې غوښتل یې خپلې جیوپولیټیکل ګټې پکې خوندي کړي". غونډې ته د برتانیې استازي جیم کریسکي وویل، چې داعش هم په افغانستان کې دننه پر ملکي او نړیوالو هدفونو باندې د بریدونو وړتیا لري او هم له دې هېواده بهر بریدونه هڅوي. غونډې ته د البانیا استازې اریاني سپېسي وویل، په کار دی افغانستان د ترهګرو ډلو په خوندي پناه ځای د بدلېدو مخه ونیول شي او د طالبانو له حکومته یې وغوښتل، چې په دې برخه کې پر خپلو ژمنو عمل وکړي. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې ښکاره شویو اندېښنو ته په جواب کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د 20 ترهګرو ډلو د فعالیت، د وسلو د پراختیا او د داعش ډلې د عملیاتي وړتیاوو د زیاتوالي دعوې رد کړې دي.   مجاهد د خالي- شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې په افغانستان کې د داعش او نورو وسلوالو ډلو په اړه څرګندونې "بې بنسټه او پروپیګنډه" بللې او وایي حکومت یې په تېر یو کال کې د داعش فعالیتونو صفر ته نیژدې کړي‌ دي: "په تیرو دوو کلونو کې [د طالبانو] افغان امنیتي ځواکونو د ناقانونه وسلو او داعش پر ضد په سلهاوو مستقل عملیات کړي چې په پایله کې یې هم وسلې او مهمات نیول شوي او هم د داعش عملیاتي وړتیاوې له منځه وړل شوې دي". سره له دې چې طالبانو په افغانستان کې د داعش د بشپړ ځپلو دعوې کوي، خو دې ډلې په تېرو دوو کلونو کې د لسګونو هغو بریدونو ذمه وارۍ پر غاړه اخیستې دي، چې په نتیجه کې یې په سلګونو عام خلک، شیعه مسلمانان او د طالبانو د حکومت کسان وژل شوي دي.

27.08.2023 ډیوه

میرعلي: ویشل شوؤ کاغذ پاڼو کې محسن داوړ او نورو مشرانو ته د مرګ ګواښونه شوي

 د شمالي وزیرستان په میر علي بازار کې یوه شب نامه یا کاغذ پاڼه ویشل شوې ده چې پکې د پاکستان د قامي پارلیمان پخواني غړي محسن داوړ، د شمالي وزیرستان د اتمانزو د قامي جرګې مشر ډاکټر ګل علم او څو نورو مشرانو ته ګواښونه شوي دي. ‎وروستي راپورټونه وايي رزمک سیمه کې د ډاکټر ګل علم ګاډي سره نیزدې چاودنه شوې خو هغه پکې بچ پاتې شوی دی. ‎پولیس د ډاکټر ګل علم د ګاډي ترڅنګ د چاودنې تایید کوي او د رزمک تاڼې چارواکي وايي دا د ماین چاودنه وه چې په اړه یې پلټنې پیل شوي دي. د اتمانزو جرګې د یوې میاشتې نه په سیمه کې احتجاجي مظاهرې پیل کړې چې پکې په سیمه کې د امنیت د ټینګښت غوښتنې کوي. سیمه ییزې انتظامیې جرګې سره خبرې پیل کړي او د انتظامیې مشر مرستیال کمشنر ریحان خټک ویلي د دوی غوښتنې اوریدل شوې دي. اتمانزي تور پورې کوي د ضرب عضب عملیاتو نه راپدیخوا نزدې 600 کسان په هدفي پېښو کې وژل شوي دي. خو پولیس وايي د علاقې حالات په قابو کې دي او په مقدمو کې د ښکېلو کسانو پرضد به کاروايي کیږي. امنیتي چارواکي وايي په میر علي او خوا شا سیمو کې کاغذ پاڼه ویشل شوې چې پکې د ملي جمهوري ګوند د مشر اؤ د قامي اسمبلۍ د پخواني غړي محسن داوړ په ګډون قامي مشرانو ته د مرګ ګواښونه شوي دي. په کاغذ پانه کې ویل شوي د پاکستان پوځ نوې منصوبه راوړې چې ترمخه یې د ځایي ولس او "مجاهدینو" تر منځ کرکه پیدا کول غواړي. په کاغذ پاڼه کې د محسن داوړ، ډاکټر ګل علم، ملک ګل صالح جان، ملک اقبال، ملک سید نواز، ملک روح الله، ملک بوستان، خالد مدثر، نسیم محمود، عبدالحمید، نصاب، یاسر او عصمت شاه نومونه لیکل شوي اؤ د هغوي د وژلو ګواښ شوی دی.

26.08.2023 ډیوه

د مقتدرو ښځو غورځنګ: نړیواله ټولنه باید افغانستان کې د ښځو د مرموزو وژنو مخه ونیسي

  د افغانستان د مقتدرو ښځو غورځنګ په نوم د افغان معترضو ښځو یو خوځښت په یوه اعلامیه کې په هدفي او مرموز ډول د ښځو د یو شمیر فعالانو په ګډون د افغان میرمنو وژلو باندې ژوره اندیښنه ښودلې او د نړیوالې ټولنې او د بشرۍ حقونو نړیوالو ادارو څخه یې غوښتي، چې طالبان دې د خپلو کړنو پر وړاندې حساب ورکولو ته اړ کړي. دغه غورځنګ د خالي یا شنبې په ورځ (اګست ۲۶ ) په یوه اعلامیه کې په طالبانو باندې تور لګولی، چې د ښځو پر وړاندې د نورو ډول ډول سرغړونو سربیره دا ډله په تیرو دوو کلنو کې د ښځو د حقونو او مدني فعالانو په هدفي وژلو کې هم لاس لري. د افغانستان د مقتدرو ښځو غورځنګ په دې اعلامیه کې ویلي: "د طالبانو په دوه کلنه واکمنۍ کې د دې سربیره، چې ښځې د ټولو سیاسي، ټولنیزو، فرهنګي، هنري او تفریحي فعالیتونو څخه په بشپړ ډول محرومي شوي د طالبانو له خوا د توهین، سپکاوي، شکنجې، وهلو ډبولو، زندان کې د اچولو، جنسي تیري او د مرموز او هدفي وژلو سره هم مخ دي". د افغانستان د مقتدرو ښځو غورځنګ په دې اعلامیه کې د ۱۴ هغو ښځینه فعالانو او د ښځو د حقونو مدافعانو د نومونو لیست هم خپور کړی، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په واک باندې د طالبانو د بیا قبضې وروسته په کابل او ځینو ولایتونو کې په امنیتي پیښو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په دې اعلامیه کې ویل شوي، چې که څه هم طالبانو ددغو وژنو مسوولیت د ناپیژاندو وسله والو په غاړه اچولي، خو په اعلامیه کې ټینګار شوی، چې ددغو وژنو او د لسګونو نورو دغسې وژنو مسوولیت د طالبانو د حکومت د امنیتي کسانو په غاړه دی. په دې اعلامیه کې حورا سادات په نوم د یوټیوب د یو چینل د چلوونکې وژل هم مرموز ګڼل شوي او ادعا شوې، چې طالبانو د کابل په کارته سخې سیمه کې د هغې جسد په پټه توګه خاورو ته سپارلی او لا یې هم قبر د طالبانو د امنیتي ساتوونکو له خوا ساتل کیږي. خو د طالبانو د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ رسنیو ته په استولې اعلامیه کې ویلي، چې د میرمن سادات د وژلو په اړه پلټنې راونې دي او تراوسه په دې تړاو د یوې ښځې په ګډون دوه تنه نیول شوي دي. د افغانستان مقتدرو ښځو غورځنګ په دې اعلامیه کې په افغانستان کې په تیرو دوو کلنو کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي د دفتر "یوناما" وروستي راپور ته هم اشاره کړې او په دغه موده کې له دوو سوو څخه د زیاتو د پخواني رژیم ملکي او امنیتي کارکوونکو په وژلو باندې خواشیني ښودلې ده. د افغانستان مقتدرو ښځو غورځنګ په دغه اعلامیه کې د نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو د نړیوالو ادارو څخه غوښتل شوي، د طالبانو د ډلې، چې په اعلامیه کې د فاشیستي او یو جنسیتي ډلې په توګه یاده شوې ددغو جنایاتو مخه ونیسي او پرینږدي، چې د افغانستان د خلکو په ځانګړي ډول د ښځو غږ چپ شي. همداشان په دې اعلامیه کې د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو د نړیوالو ادارو څخه د همکارۍ غوښتنه شوې، چې په هاګ کې د جرمونو د څار د نړیوالې محکمې له خوا د طالبانو د بشري ضد سرغړونو په اړه پلټنو ته په خپل کاري لومړیتوب کې ځای ورکړي او هم د طالبانو لپاره د بشري ضد کړنو څخه د لاس اخیستلو لپاره یوه نیټه وټاکي تر څو دا ډله حساب ورکولو ته چمتو شي. همداشان د افغانستان مقتدرو ښځو غورځنګ د نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول ملګرو ملتونو امنیت شورا څخه غوښتنه کړې، چې له طالبانو سره دې د یوې تروریستي او یو جنسیتي ډلې په توګه تعامل وکړي او هیڅکله دې یې په رسمیت ونه پیژني. دا غورځنګ وايي، چې د طالبانو سره هر ډول تعامل او په رسمیت پیژندل به د تروریستانو د رسمیت پیژندلو په معنی وي. طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې افغانستان کې بیا واک ترلاسه کړی او د واک ترلاسه کولو سره سم یې ددغه هیواد په خلکو په ځانګړي ډول ښځو او نجونو باندې پراخه محدودیتونه لګولي دي. طالبانو په تیرو دوو کلنو کې د شپږم ټولګي څخه په پورته ټولګیو کې د نجونو په زده کړو بندیز لګولی او د ۲۰۲۲ کال په وروستۍ اونۍ کې یې ښځې او نجونې په پوهنتونونو کې له زده کړو منع کړې او هم یې په غیر دولتي موسسو کې د ښځو په کار بندیز لګولی دی. طالبانو له وړاندې روغتیا او پوهنې د سکټور پرته په نورو دولتي ادارو کې د ښځو په کار د خپلې واکمنۍ د پیل څخه بندیز لګولی دی. طالبانو د روان کال د اپریل په لومړیو کې د ملګروملتونو په ادارو کې هم د افغان میرمنو په کار بندیز ولګوه. طالبانو ددې سربیره د ژوند په مختلفو برخو کې د ښځو په کار او مشارکت باندې بندیزونه لګولي دي. د ملګر ملتونو د بشري حقونو شورا د طالبانو دا ډول کړنې د ښځو پر وړاندې یو سیستماتیک تبعیض بللی دی. نړیوالې ټولنې له طالبانو غوښتي که نړیوال مشروعیت غواړي نو باید د ښځو او نجونو پر وړاندې خپل چلند بدل کړي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیټ ویلي چې که څه هم طالبان په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ غواړي خو دغه ډله ددې څوکۍ تر لاسه کولو ته اوس هغومره نږدې نه دي لکه چې ورته یو یا دوه کاله پخوا نږدې وو. له امریکا غږ سره په مرکه کې بنیټ وویل، په ځانګړي ډول پر ښځو او نجونو باندې د طالبانو محدودیتونه ددې وضعیت لامل شوي دي. هغه وویل: "افغانستان یواځنی هیواد دی چې نجونو ته ښوونځیو او پوهنتونو ته د تللو اجازه نه ورکوي. یوازې د ښځو او نجونو پر وړاندې تعصب نه دی بلکې، د مذهبي او توکمیزو لږکیو او مدني ټولنې پر وړاندې هم تاو تریخوالی روان دی." د طالبانو د واکمنۍ د دوو کلونو پوره کېدو هم مهاله، د ملګرو ملتونو دغه استازي وویل چې په افغانستان کې "په ټوله کې د بشري حقونو څخه قدم په قدم او ډیرې جدي سرغړونې شویدي". بینیټ وايي، د طالبانو له لورې د عمومي بخښنې د اعلان سره سره، ملګرو ملتونو ته په افغانستان کې د تېر نظام د غړو په وړاندې د بدل اخیستنو راپورونه رسیږي. نوموړی وايي چې "پدې راپورونو کې د تېر نظام د مامورینو ورکېدل، بېځایه نېونې، وژنې او تعذیب شامل دي". د طالبانو حکومت په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ واک ترلاسه کړی دی خو تراوسه ددغې ډلې حکومت د هیڅ کوم هیواد یا نړیوال سازمان له خوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی. خو د روسیې او چین او اروپايي ټولنې د استازولۍ په ګډون د دغه هیواد ګاوندي او د سیمې یو شمیر هیوادونو په کابل کې خپل سفارتونه پرانیستي او هم د طالبانو دپلوماتان په روسیه، چین او د سیمې په یو شمیر هیوادونو کې د افغانستان په سفارتونو کې په کار بوخت دي. دا راپور د امریکا غږ له اشنا څانګې څخه راخېستل شوی.

26.08.2023 ډیوه

بنو کې په پولیس تاڼه بمي برید کې درې عسکر ژوبل شوي، جنوبي وزیرستان کې د دریو کسانو مړي موندل شوي

د خېبر پښتونخوا په جنوبي ضلعه بنو کې په یوه پوليس تاڼه د لاس بم بريد شوی چې پکې درې پولیس عسکر ژوبل شوي دي. په قبایلي ضلعه بر جنوبي وزیرستان کې هم درې ناپیژندلي مړي موندل شوي چې په ګولیو سره ویشتل شوي دي. د بنو ضلعې پولیس وايي نامالومه موټر سايکل سورو د بنو ښار په بسیا خېل سیمه کې په پولیس تاڼه د لاسي بم برید کړی او چاودنه کې درې پوليس عسکر ژوبل شوي دي. د بنو پولیس ویاند خانزالا وايي ژوبل پوليس عسکر د بنو خلیفه ګل نواز سېول روغتون ته وړل شوی دي. د روغتون چاوراکي د دوی حالت د خطرې نه بهر ښیي. د بنو پولیس مشر سید افتخار شاه ويلي، د پېښې ځای ته سمدستي سره د نفرۍ رسیدلی د هغه ځای څخه شواهد راټول کړی شوي او د لاسي بم ويشتونکو د لټون عمليات پېل شوي دي. تحریک طالبان پاکستان ددې برید ذمه داري منلې ده. ‎همدا راز د افغانستان د پولې ترڅنګ د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلعه بر جنوبي وزیرستان کې د دریو ګسانو مړي موندل شوي چې په ګولیو ویشتل شوي دي. په سمدستي توګه د وژل شوو کسانو پیژندګلو نه ده شوې او له طبعي معاینې وروسته ځايي خلکو خاورو ته سپارلي دي. ‎پولیس د دې پیښې پخلی کوي او وايي دا مړي د بر جنوبي وزیرستان د تیارزه تحصیل په شولام سیمه کې په داسې حال موندل شوي چې په ګولیو ویشتل شوي دي. د تیارزه تاڼې چارواکو ډیوه ته وویل دوي ته اطلاع تر لاسه شوې چې د تاڼې حدودو کې د دریو کسانو مړي غورځول شوي دي. ‎د هغوی په وینا د وژل شوؤ کسانو پیژندګلو نه ده څرګنده شوې چې څوک دي؟ د علاقې خلک وايي دوی د انساني همدردۍ په اساس دغه درې واړه مړي خاورو ته سپارلي دي. هغوي وایي د وژل شوؤ کسانو په بدنونو د تشدد نښې وې چې ګمان کیږي دوی په بند کې له ساتلو وروسته وژل شوي دي ‎د ضلعې د پولیسو د مشر نیاز محمد د دفتر چارواکو ډیوه ته وویل د دغو کسانو د وژل کيدو لامل نه دی مالوم شوی او پولیس پلټنې پيل کړې دي. په دې وروستیو کې د خېبرپښتونخوا د نورو سيمو په څیر په قبایلي ضلعه جنوبي وزیرستان کې هم د ناامنۍ پیښې سیوا شوې دي. د چهارشنبې په ورځ د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرل عاصم منير د جنوبي وزیرستان د سفر په مهال ویلي وؤ، ترهګر، د هغوي سهولت کاران او راپارونکي به نه پريښودل کيږي. جنوبي وزیرستان ته د پوځي سر لښکر د سفر نه یوه ورځ وړاندې تحریک طالبان پاکستان د جنوبي وزیرستان شیروانکۍ سیمه کې د پاکستان په پوځ برید کړی ؤ چې د ملک د موقتي وزیراعظم انوارالحق کاکړ په وینا په دې برید کې د پاکستان د پوځ لس عسکر وژل شوي وؤ . برید او نښته کې د څلورو وسله والو د وژلو دعوه هم مخې ته راغلې وه. د دغه پېښې نه یوه ورځ وړاندې شوال سیمه کې په یوه چاودنه کې 11 ځايي خواريکښ وژل شوي وو. ځايي خلک وايي د مودو نه د ناامنۍ د ختمولو اعلانونه کیږي چې پکې د عملیاتو پرمهال د وسله والو پرضد جهازونه ټانکونه او توپې کارول شوي خو تر اوسه په دې ناامنۍ قابو نه ده موندل شوې

26.08.2023 ډیوه

د صحت نړيواله اداره: پاکستان کې د پوليو د مخنيوي په وړاندې مشکلات اوس هم موجود دي

د پوليو د مخنيوي دپاره د صحت د نړيوالې ادارې د بېړنۍ کمېټۍ په غونډه کې ويل شوي، پاکستان کې اوس هم د پوليو د مخنيوي په وړاندې چېلنجونه موجود دي اوپه افغانستان کې کوم جټکه د زیات تګ راتګ له امله پاکستان کې د پوليو د مخنيوي پروګرام دپاره خطره سېوا کوي.

26.08.2023 ډیوه

د توشه خانه قضيه کې عمران خان ته سزا اورونکي جج ويلي کورنۍ يې د ګواښونو سره مخ ده

د اسلام اباد اډيشنل سيشن جج همايون دلاور اسلام اباد هايکورټ ته خط ليکلی او ويلي يې دي، د توشه خانه قضيه کې چې یې د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان ضد فېصله اورولې، د قضيې په مهال او فېصلې اورولو وروسته یې کورنۍ ته ګواښونه شوي.

26.08.2023 ډیوه

د مردان عبدالولي خان پوهنتون د افغان جينکو زده کوونکو دپاره سکالرشيپونه اعلان کړي

د خېبرپښتونخوا په مردان کې عبدالولي خان پوهنتون د افغان جينکو زده کوونکو يا محصيلينو دپاره په ډګري پروګرام کې سکالرشيپونه يا بورسونه اعلان کړي دي، د پوهنتون مشر [وي سي] وايي، "افغان جينکۍ زده کوونکې په خپل وطن کې زده کړو ته رسايي نه لري زمونږ زمه واري ده چې رسايي ورکړو".

26.08.2023 ډیوه

د ایراني وزیراعظم خلاف د سي ايي ای په ملاتړ بغاوت او د ایران او امریکې تعلقات

د مصدق خلاف د بغاوت په اړه رانا نومې 24 کلنې ایرانۍ مېرمن ای پي ته وویل ممکنه ده چې امریکې د مصدق خلاف بغاوت د پخواني شوروي اتحاد د ویرې له امله راوپارو لکه چې څوک د یو ناخوښې ګاونډي نه خان د خلاصولو دپاره د زلزلې خواهش کوي

26.08.2023 ډیوه

کرېملېن: د روس حکومت د وېګنر ګروپ د مشر په مرګ کې لاس نه لري

صدر بایډن د شورو، چهارشنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل د پرېګوژېن مرګ د هغه دپاره د حېرانتیا خبره نه ده. "په روس کې ډیر څه داسې نه کېږي چې پوټن یې په شا نه وي."

26.08.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more