شاته

د چارسدې بسراجه بي بي وايي د خاوند او بچو د کلونو په خوارۍ جوړ د دوو کوټو کور يې سېلاب تباه کړو

په چارسده کې دسوات دسیند په غاړه د اوسیدونکې بسراجې بي بي په کور مياشت وړاندې سېلاب راغلی خو دهغې کور کډې اوس هم خورې ورې پرتې دي.

بسراجه بي بي وايي د خاوند او بچو د کلونو په خوارۍ مزدورۍ یې دا د دوؤ کوټو کور جوړ کړی و او د کور د استعمال سامانونه په خوارو زارو اؤ زړه چاودون برابر کړي وو خو سيلاب ترې د کور ټول لوخي لرګي لوهو کړي اؤ تباه کړي دي.

دبسراجې بي بي دکور په څير په پاکستان د افتونو په وخت د نظم د ادارې اېن ډي ايم ای ترمخه په ملک کې بارانونو او سېلابونو 19لکه نه زيات کورونه اغېزمن کړي چې پکې نزدې اته لکه په مکمله توګه تباه شوي دي۔

د چارسدې د سوات د سيند پغاړه د اباد دې کلي ديرشو کورونو ته د څلورو نه تر شپږو فټو پورې اوبه ختلې وې، ودانيو ته يې زيان اړولی او کورونو کې موجود سامانونه دسیلاب اوبو لاهو کړي دي.

د کلي یو اوسيدونکی ربنواز وي او ای ډيوه ته وايي دا خلک د روزانه په حساب دياړي مزدوري کوي او اوس ددې کورونو د بيا ودانۍ مالي توان نه لري۔

په پاکستان کې سيلابونو خلکو ته د مالي تاوان سره سره ځاني زیانونه هم اړولي دي، نزدې شپاړس سوؤ تنانو پکې ژوند د لاسه ورکړی دی چې د دریوؤ سوو تعلق پکې د خېبر پښتونخوا سره دی.

د ياسين خان ماشوم واره او وريره هم باراني اوبو وړي وو،هغه ډيوه ته وايي د سېلاب راتلو سره د کلي نه بهر وتلي وؤ خو بيا په کنده کې راغلو اوبو ته یې اووه کلن وراره پريوتو او د هغه بچ کولو د پاره يې وريرې هم اوبو ته دانګلي وو خو دواړو ژوند د لاسه ورکړو۔

سېلاب ځپلي خلک وايي د دې افت اغېز به یې په ژوند تر ډيرې مودې وي، مالي او ځاني تاوانونو يې د راتلونکي د پاره ختمې کړې دي، بسراجه بي بي هغسې کور ابادول به بيا په کلونو وخت غواړي.

د پاکستان حکومت وايي سيلابونو 12716 کلومیټره سړکونه او 374 پلونه ،تعليمي ادارې،دصحت مرکزونه، هوټلونه او دوکانونه اغېزمن کړي چې د مجموعي تاوان اندازه يې ديرش بيلينه ډالره لګول شوې ده .

حکومت وايي هغه خلکو سره به مرستې کوي چې د سېلاب نه اغېزمن شوي دي.

د خېبر پښتونخوا حکومت دې سیلابونو کې په مکمله توګه د وران شوو کورونو مالکانو ته د څلور،څلو لکو او په جزوي توګه د زیانمنو شوؤ کورونو مالکانو ته ديو لک اؤ شپيتوؤ زرو روپو ورکولو اعلان کړی دی، خو سېلاب نه اغېزمن شوي خلک وايي د حکومت اعلان کړی امداد ډير کم دی او په ورانو کورونو يې خرچ ډير راځي

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی