شاته

الېکش کمېشن خبرداری کړی د قواعدو د ممکنه سرغړونو په سر په پښتونخوا کې ضمني انتخابات ځنډېدلی شي

د پاکستان الېکشن کمېشن د خېبرپښتونخوا چيف سيکرټري او اېډوکېټ جنرل ته ويلي، چې د صوبې وزیراعلا، وزيران، او مشيران پرله پسې د انتخابي قاعدو/ضابطه اخلاق سرغړونه کوي سرکاري مشينري او هيلي کاپټرې کاروي، او که صوبايي حکومت د الېکشن کمېشن مرسته نه کوي کمېشن به په ضمني انتخاباتو ځنډولو مجبوره وي.

د پاکستان الېکشن کمېشن په ټویټر خپور کړي بيان کې ویلي، په 19 ستمبر د چیف الېکشن کمشنر سکندر راجه سلطان په مشرۍ غونډه شوې چې پکې د الېکشن کمېشن چارواکو، چيف سيکرټري خېبرپښتونخوا، اېډوکېټ جنرل او د صوبې لوړ پوړو چارواکو ګډون کړی دی.

په غونډه کې "الېکشن کمېشن د وزیراعلا [خېبرپښتونخوا محمود خان]، وزیرانو او مشيرانو لخوا پرله پسې د قاعدې/ ضابطه اخلاق د سرغړونې او سرکاري مشينرۍ او هيلي کاپټر د استعمال سخت نوټس اخستی دی".

الېکشن کمېشن چيف سيکرټري او اېډوکېټ جنرل ته لارښوونه کړې چې "خپل حکومت ته اووايي چې د الېکشن کمېشن د قاعدې سرغړونه به په هيڅ صورت ونه زغمل شي".

ويل شوي "الېکشن کمېشن به ټول اييني او قانوني اختيارات کاروي، د ايين، قانون او قاعدې په سرغړونو ټولو ګوندونو، امېدوارانو او نورو زمه وارو پرضد به قانون په عمل کې راولي".

"الېکشن کمېشن په ډاګه کړې که صوبايي حکومت په الېکشن کې مرسته نه کوي نو الېکشن کمېشن به په صوبه کې په ضمني انتخاباتو ځنډولو مجبوره وي".

د پاکستان الېکشن کمېشن په 14 ستمبر اعلان کړی وو چې په 16 اکتوبر به د خېبرپښتونخوا د قومي اسمبلۍ د څلورو حلقو په ګډون په ملک کې په ټولو اته حلقو ضمني انتخابات کولی شي.

په يادو حلقو کې د خېبرپښتونخوا اېن اې 22 مردان 3، اېن اې 24 چارسده 2، اېن اې 31 پېښور5، اېن اې 45 کورمه 1 شامل دي.

د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان په خپله په دغو حلقو انتخاباتو ته ولاړ دی.

د الېکشن کمېشن په څرګندونو د تحریک انصاف او یا د خېبرپښتونخوا د حکومت دریځ په سمدستي ډول مخې ته نه و راغلی.

الېکشن کمېشن دا تازه نوټس په داسې وخت کې اخستی چې په 17 اګست عمران خان د خېبرپښتونخوا وزيراعلا محمود خان تر څنګ چارسدې ته په هيلي کاپټر کې تللی و.

عوامي نیشنل ګوند ويلي وو، "تحریک انصاف په پښتونخوا کې د ضمني انتخاباتو دپاره سرکاري وسایل په ناجايزه توګه کاروي، په سرکاري خزانه د انتخابي کمپاين دپاره جلسې کيږي او سرکاري هيلي کاپټر د يو رد شوي سړي سورلۍ جوړه کړی شوې ده".

د عوامي نيشنل ګوند مرکزي ویاند زاهد خان ويلي وو "الېکشن کمېشن نندارې کوي، ياد ګوند غوښتنه کوي چې نه يواځې انتخابي قاعدې دې عملي کړی شي بلکې د سرغړونه کوونکو پرضد دې کارروايي وشي".

د عوامي نيشنل ګوند د خېبرپښتونخوا مشر اېمل ولي خان د چارسدې نه په ضمني انتخاباتو کې امېدوار دی.

الېکشن کمېشن په 17 ستمبر د خېبرپښتونخوا د وزیراعلا او کابينې د غړو لخوا پرله پسې د سرغړوې نوټس اخستی او پرون يې غونډه رابللې وه.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​