شاته

دنرښځیانو دحقونو په قانوني مسوده مرکزي شریعت کورټ کې اوریدنه شوې ده

دپاکستان مرکزي شریعت کورټ د نرښځیانو د حقونو په اړه د کال 2018 د قانون په ضد د جماعت اسلامې د سینیټر مشتاق احمد د خواست اوریدنه کړې ده-

دغه اوریدنه چې د شریعت کورټ دقایم مقام مشر قاضي سید محمد انور په مشرۍ کښې د فیډرل شریعت فل کورټ کړې ده، د اوریدنې په مهال د جنس د حقونو یو نامتو فعال نایاب علي، عدالت ته ویلي چې د جنس د پیژندنې سره یې ژوند ته ګواښ څو چنده شوی دی-

هغه وویل په پېښور کې درې نرښځيان په دې وروستیو کې وژل شوي دي اؤ عدالت باید یو حکم صادر کړي چې د مقدمې تر پریکړې پورې دې د هر جنس په په اړه د هرډول اقدام مخه ونیول شي-

د جماعت اسلامي سینيټر مشتاق احمد د نرښځيانو د حقونو دقانوني مسودې 2018 په ضد وفاقي شرعي عدالت کې درخواست جمع کړی او دعوه يې کړې ده چې دا قانون د وراثت د اسلامي اصولو سره په تضاد کې دی-

د بشرې حقونو کارمنده فرزانه باري وایي دغه قانون نرښخیانو ته د حقونه ورکولو یو لاره ده.

هغه وایي "دا په کوم ټکي چې بحث کیږې د څه امکان هم نشته ولې چې نادرا د نرښخي پر شناختي کارډ کې ایکس لیکي چې د سره واده کولی نه شي- او بل چې د طبې معاینې غوښتنه ده نو دا د یو تن دشخصیت په ضد دی."

د سېنېټ د بشري حقونو کمېټۍ د ستمبر په پنځمه په خپله غونډه کې د نرښځیانو پر دغه قانون بحث کړی و.

د دۍ څخه وړاندۍ کال 2018 کې هم سینیټ ته وینا کې د جماعت اسلامې سینیټر مشتاق احمد پر دغه قانون اعتراضونه کړي وؤ او دعوه یې کړې وه چې دنرښځیانو د حقونو په اړه ددې قانون چې کال 2018 کې جوړشوی دی، غلط استعمال یې روان دی.

ښاغلي مشتاق احمد ویلي وؤ کیدای شي چې په راتلونکې وخت کې هم دجنس په اړه ددې قانون څخه ناسمه استفاده وشي-

هغه وړاندیز کړی چې که څوک نادرا کې د جنس دبدلون غوښتنه کوي نو لومړی باید طبي معاینه وکړي ځکه چې د یو کس د جنس پیژندنې صلاحیت باید د طبي بورډ سره وي نه چې د یو فرد سره-

د جماعت اسلامي سینيټر وويل، دغه قانوني مسوده اشخاصو ته د خپل جنس دپېژندګلوۍ د بدلولو حق ورکړی دی اؤ 30,000 خلکو نادرا ته د خپل جنس د بدلون لپاره درخواستونه کړي دي-

البته دهغه وخت د بشري حقونو وزیرې شیرین مزاري ددې قانوني مسودې ملاتړ کړی ؤ او دا یې د نرښخیانو د حقونو د پاره یو مهم ګام ګرځولی و خو د سینیټ د چیرمین له اړخه دغه بل د سینټ د بشري حقونو کمیټې ته لیږل شوی و-

د سرکارې خبرې ادارې ای پي پي سره خبرو کې د مذهبونو ترمنظم دهمغږۍ لپاره د وزیراعظم ځانګړي استازي حافظ محمد طاهر اشرفي د دوشنبې په ورځ ویلي چې دیادې قانوني مسودې په اړه ټول مذهبي تنظيمونه انديښنې لري او د موجوده ميكانيزم له مخې باید دا د نرښځیانو حقونو قانوني مسوده 2018 د بیاکتنې لپاره اسلامي نظریاتو کونسل ته واستول شي-

بل پلو ته د اسلامې نظریاتې کونسل چيرمېن ډاکټر قبله اياز په يو بيان کې ويلي دي چې په دې قانون د جنورۍ په 17مه نېټه د کونسل په غونډه کې بحث وشو او د نرښځيانو د ټولنې، نېشنل ډيټابېس او رجسټرېشن ادارې، مدني ټولنو او د شريعت پوهانو سره له تفصيلي سلا مشورو وروسته دې پایلې ته ورسیدو چې د قانون ډیری مادې غیرقانوني وې او همدارنګه د نرښځیانو د ټولنې د حقونو خوندي کولو لپاره کافي نه دي-

هغه وړانديز وکړو چې په قانون کې داسې هراړخيز بدلونونه راوستل ضروري دي چې پکې شرعي احکام، د اساسي قانون انعکاس او د نرښځيانو د ټولنې د اصلي ستونزو درک شامل وي.