شاته

د ملګرو ملتونو مشر په طالبانو غږ کړی چې د جینکو په تعلیم بندیزونه دې لېرې کړي

د متحده قامونو سېکرټري جنرل انتونیو ګټرېش د تعلیم په موضوع یو غونډې ته خپله وینا کې یو وارې بیا په طالبانو غږ کړی افغانستان کې دې د جینکو په تعلیم بندېزونه په فوري توګه ختم کړي.

د ګل، دوشنبې، په ورځ په نیویارک ښار کې د تعلیم په موضوع د ټرانسفارمنګ ایجوکبشن سمټ په نامه غونډې ته ګټرېش وویل د 2021 د اګست د میاشتې راهیسې چې طالبان په افغانستان واکمن شوي د یو میلین نه زیاتې جینکۍ د ثانوي زدکړو نه بې برخې پاتې دي او طالبان د نړی سره خپلې ژمنې باید پوره کړي او بندیزونه لېرې کړي-

د ملګرو ملتونو د عمومي عونډې د سر مشریزه ویناګانو نه یوه ورځ وړاندې دغې غونډې ته د 130 هېوادونو حکومتي استاذو، تعلیمي ماهرانو او فعالانو هم ویناګانې وکړې-

د خیبر پښتونخوا سوات نوبېل جایزه ګټونکې ملاله یوسفزۍ غونډې ته وویل "اووه کاله وړاندې یې د ملګرو ملتونو د دې پلیټ فارم نه د جینکو د تعلیم د پاره غږ پورته کړی وو او هیله مې وه چې د یوې داسې کم عمره جینی غږ به واورېدلی شي چې د اقام متحده پیامبره ده او د تعلیم په سر په ډزو ویشتل شوې ده."

ملاله یوسفزۍ
ملاله یوسفزۍ

ملاله وویل بوږنونکې خبره دا ده چې د نړی لخوا تر کال 2030 پورې د هر ماشوم سکول ته بوتللو هدف په نیمه لاره کې پاتې دی او نړۍ دا وخت د تعلیمي ایمرجنسی سره مخامخ ده- هغې وغوښتل نړی باید د جینکو د تعلیم د حق د پاره خپلې ژمنې پوره کړي-

غونډې ته د افغان روبوټیک ټیم غړی سومایا فاروقي وویل"طالبان په ورو ورو د افغانستان په پرمختګ او کردار کې د جینکو وجود ختموي او حال دا دی چې په تېر یو کال کې په زرګونو جینکی د تعلیم د حق محرومه واده شوې- هغې وویل باید نړی د جینکو د تعلیم په خپلې ژمنې پوره کړي."

غونډې ته د تعلیم فعالانو وویل چې کرونا وبا په ګرده نړۍ کې د ماشومانو تعلیم په بده توګه اغېزمنه کړی باید د نړی مشران تعلیمي نظام او تعلیمي بجټ بېرته په ځای کړي، په خصوصي پام کې یې وساتي چې د کرونا وبا له وجې متاثره شوی دی.