شاته

امريکې د پاکستان د سېلاب ځپلو دپاره د نورو دوه ملينه ډالرو مرستو اعلان کړی

امریکې اعلان کړی چې پاکستان کې د سېلاب ځپلو د بشري مرستو په لړ کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې [يو اېن اېچ سي ار] دپاره دوه ملينه ډالره اعلانوي.

په اسلام اباد کې د امريکې سفارتخانې ويلي، په دغو مالي مرستو به د پاکستانيانو او افغان کډوالو ټولنې د بيا رغونې سره نور توکي ورکولی شي.

امریکې تراوسه پورې پاکستان کې د سېلاب ځپلو د مرستو دپاره پينځه کروړه 51لکه ډالره اعلان کړي چې پاکستانۍ 12.2 اربه روپۍ ترې جوړيږي.

امریکايي سفارتخانې پرون ويلي، د امریکا هوايي ځواک 15 الوتکې پاکستان ته رارسېدلي او د سېلاب ځپلو دپاره یې 630 مېټرک ټنه توکي راوړلي دي.

امریکې د اګست د مياشتې راهسې د پاکستان سره د سېلاب ځپلو د مرستو دپاره اعلانونه پېل کړي دي.

له دې وړاندې د امریکې د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن ويلي وو، "پاکستان د سختو سېلابونو سره مخ دی او امریکا ورسره په دې سخت وخت کې ولاړه ده".

پاکستان کې د افتونو په وخت د انتظام قومي ادارې [اېن ډي اېم اې] ترمخه د 14 جون راهسې په ملک کې د بارانونو او سېلابونو سره په بېلابيلو پېښو کې 1559 کسان مړه شوي او 12850 ژوبل شوي دي.

د اېن ډي اېم اې ترمخه په ملک کې بارانونو او سېلابونو 19لکه 79885 کورونه اغېزمن کړي چې پکې اووه لکه 87918 په مکمله توګه تباه شوي دي.

ويل شوي 12716 کلومیټره سړکونه او 374 پلونه هم اغېزمن شوي دي.

نهه لکه 73632 څاروي مړه شوي او په لکونو اېکړه د کر کروندې ځمکه اغېزمنه شوې ده.

د اېن ډي اېم اې ترمخه پاکستان کې 33 ملينه خلک بارانونو او سېلابونو اغېزمن کړي دي. د حکومتى شمېرو ترمخه د سيلاب نه هيواد ته د 30 اربه ډالرو زيان اوښتی دی.