شاته

صدربایډن: طالبانو د بند نه د ازاد شوي امریکايي کورنۍ ته يې د هغه د ازادۍ "ښه خبر" ورکړو

د امریکې صدر جوبایډن وویل د افغانستان طالبانو د بند نه د ازاد شوي امریکايي کورنۍ ته يې د هغه د ازادۍ ښه خبر ورکړو.

د ګل، دوشنبې، په ورځ امریکې او طالبانو د یو بل یو یو قیدي ازاد کړو.

طالبانو امریکايي شهري مارک فرېرېکس او امریکې د طالبانو یو مشر بشر نورزی ازاد کړو.

د اېسوسي اېټېډپرېس خبري ادارې ترمخه، دواړو خواو د ګل، دوشنبې، په ورځ په کابل هوايي اډه د قیدیانو تبادله وکړه.

صدر جوبایډن په یو بیان کې وویل چې د فرېرېکس د کورنۍ سره يې خبرې وکړې او ورته يې د هغه د ازادۍ زېری ورکړو.
صدر بایډن وویل د فرېرېکس کورنۍ ته يې ویل چې هغه د ۳۱ میاشتو د بند وروسته د افغانستان نه کور ته په لاره دی.

۶۰ کلن فرېرېکس طالبانو په کابل کې نیولی و.

۶۰ کلن فرېرېکس طالبانو په کابل کې نیولی و
۶۰ کلن فرېرېکس طالبانو په کابل کې نیولی و

صدر بایډن وویل د امریکې د حکومت چارواکو او د ا تحادي ملکونو حکومتونو شکریه ادا کوي چې د فرېرېکس په ازادۍ کې يې مرسته کړې ده. هغه وویل فرېرېکس د ازادۍ دپاره په مذاکراتو کې ګرانې فېصلې کېدل وو چې هغه کړي دي.

نور زی په کال ۲۰۰۵ کې د امریکې په نیویارک ښار کې نیول شوی و او وروسته امریکې ته د نشۍ توکیو د قاچاق په الزام د قېد سزا ورکړی شوه.

د نورزي وکیل په قاچاق کې د نورزي د ککړتیا خبره رد کړي ده.

د طالبانو موقتي خارجه وزیر امیر خان متقي وویل طالبانو امریکايي شهري مارک فرېرېکس ازاد کړو.

د امریکې د سمندري پوځ دغه پخوانی عسکر چې د غیر پوځي کانټرېکټر په حېث یې کار کولو په ۲۰۲۰ کې طالبانو په افغانستان کې نیولی و.

د امریکې نیویارکر مجلې د سږ کال په شروع کې د فرېرېکس یو وډیو خپورکړی و چې هغه پکې د ازادۍ او د خپلې کورنۍ سره د یو ځای کېدلو غوښتنه کوله.

نور زی په کال ۲۰۰۵ کې د امریکې په نیویارک ښار کې نیول شوی و او وروسته امریکې ته د نشۍ توکیو د قاچاق په الزام د قېد سزا ورکړی شوه
نور زی په کال ۲۰۰۵ کې د امریکې په نیویارک ښار کې نیول شوی و او وروسته امریکې ته د نشۍ توکیو د قاچاق په الزام د قېد سزا ورکړی شوه

د ای پي ترمخه نورزي په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د امریکې په بند کې يې ولس کاله او شپږ میاشتې تېرې کړې. ای پي وايي نورزی د نشۍ توکو د یو لوی قاچاق بر په حېث هم پېژندل کېږي.

ای پي وايي د ځینو طالب چارواکو وېنا وه چې نورزی د امریکې په ګوانټانامو بی زندان کې بندي و خو د دې خبرې تصدیق نه شو کېدلی.

متقي د نورزي ترڅنګ په کابل کې خبري غونډې ته وېنا وکړه او ای پي وايي هغه د قیدیانو د تبادلې هرکلی وکړو او دا يې د امریکي سره په تعلقاتو کې د نوي دور شروعات وبلل.

د ای پي ترمخه متقي وویل دا د افغانستان او امریکې ترمنځ نوی باب کېدلی شی، دا د دواړو ملکونو ترمنځ خبرو دپاره نوي دروازه خلاصولی شي.

مقتي وویل د قیدیاتو تبادله دا خبره هم څرګندوي چې د خبرو دلارې ټولې مسلې حل کېدلی شي. هغه وویل د دواړو خواو ډلو شکریه ادا کوي چې د قیدیانو د تبادلې دپاره يې زیار کړی دی.

متقي د نورزي ترڅنګ په کابل کې خبري غونډې ته وېنا وکړه او ای پي وايي هغه د قیدیانو د تبادلې هرکلی وکړو او دا يې د امریکي سره په تعلقاتو کې د نوي دور شروعات وبلل
متقي د نورزي ترڅنګ په کابل کې خبري غونډې ته وېنا وکړه او ای پي وايي هغه د قیدیانو د تبادلې هرکلی وکړو او دا يې د امریکي سره په تعلقاتو کې د نوي دور شروعات وبلل

ای پي وايي تېر کال په کابل د بیا واک ترلاسه کولو راهسې طالبانو د فرېرېکس په بدل کې د نورزي د ازادۍ غوښتنه کوله خو واشنګټن په څرګنده ډول په دې اړه څه نه وېل.

طالبانو په سوشل ميډیا د ګل، دوشنبې، په ورځ د قیدیانو د تبادلې وډیوز خپاره کړل چې کابل ته د نورزي رسېدل ښښي او د مقتي په شمول د طالبانو لوړ رتبه چارواکي يې هرکلی کوي.

د کابل په خبري غونډه کې نورزي وویل شکریه ادا کوي چې بېرته د هغه په قول مجاهدین وروڼه ويني. هغه وویل امید کوي چې د قیدیانو د تبادلې په نتیجه کې به د امریکې او افغانستان ترمنځ امن قایم شي.


بلخوا، د وي او ای اشنا څانګې خبریال وايي په هلمند کې د طالبانو د کور په کور لټون په مهال دوه ښځي وژل شوي او یو شمېر نور کسان زخمیان شوي دي. ځايي سرچينې وايي دغه مېرمنې د اتوار، يکشنبې، په ورځ په لشکرګاه کې وژل شوي دي.

یادونه: د دې خبر معلومات اسلام اباد نه د وي او ای خبریال ایازګل او د ای پي خبري ادارې د رپورټونونه اخیستل شوي دي