شاته

د کورونو د تلاشۍ لپاره طالبانو د تېر حکومت ښځينه پوليسې بېرته دندو ته ورغوښتي

طالب چارواکو یو شمېر مخکینۍ پولیسې بېرته دندو ته ور غوښتي څو د کور په کور تلاشیو په برخو کې ورسره همکاري وکړي.

هلمند هم یو له هغو ولایتونو دی چې شاوخوا ۱۵ ښځینه پولیسې بېرته امنیه قومندانۍ ته ورغوښتل شوي او دمګړۍ په کار بوختې دي.

طالبانو داسې وخت ښځینه پولیسې بېرته دندو ته ورغوښتي چې دوی په خپله د تېر نظام پر مهال د حکومتي چارواکو له لوري په دې تورنېدل چې ښځینه پولیسې هدف ګرځوي او له منځه یې وړي.

دا ښځې داسې وخت بېرته د پولیسو دنده مخته وړي چې په ټول هېواد کې د طالبانو په بیا واکمنېدو لسګونه زره ښځینه کارکوونکې د زیاتېدونکو محدودیتونو په خاطر په کورونو کښېنول شوي دي.

لښکرګاه کې د ښځينه پولیسو مشرې طلاګلې اسوشیتید پرېس سره خبرو کې ویلي چې، طالب چارواکو ترې غوښتي په پوره حجاب کې خپلې دندې مخته یوسي.

نوموړې ويلي: "موږ ته یې ویلي چې خپل عزت وساتئ. لکه زموږ عزت چې ساتئ. خپل حجاب وکړئ یعنې په حجاب کې ځئ او راځئ."

افغان ښځينه پوليسې - ارشيف
افغان ښځينه پوليسې - ارشيف

طلا ګله د شاوخوا پنځلسو ښځینه پولیسو مشري په غاړه لري چې، دوه میاشتې مخکې د طالبانو د امنیه قومندانۍ په غوښتنه دندو ته ورستنې شوي.

دوی پخوا د پولیسو په رسمي یونیفورم کې دندو ته تللې خو طالب چارواکو یوازې په اوږدو او سر تر پایه پټوجامو کې د کار اجازه ورکړې.

دغو ښځینه پولیسو داسې وخت دندو ته زړه ښه کړی چې ګڼې همکارانې یې پخوا په هدفي بریدونو کې وژل شوې وې.

"نه معلومېده چې څوک وو. ویشتلې یې، وژل یې. نه پوهېده چې خارجیانو له خوا وو که د طالبانو لخوا"

د لښکرګاه د پولیسو غړې قندي ګل اسوشیتید پرېس ته وايي همکارانې به یې هدف ګرځېدلې خو بریدګر به نه وو معلوم او نه به څوک نیول کېدل.

نوموړې ويلي: "نه معلومېده چې څوک وو. ویشتلې یې، وژل یې. نه پوهېده چې خارجیانو له خوا وو که د دوی( طالبانو) یا که له هغه خوا وو. خو کس به مړ شو او دښمن به یې نه نیول کېده."

یوازې په هلمند کې د مخکیني حکومت د شل کلنې واکمنۍ پر مهال ۱۲ ښځینه پولیسې په هدفي بریدونو کې وژل شوې دي.

پخوانیو چارواکو به تل طالبان تورنول چې په هدفي بریدونو کې دا ښځې په نښه کوي او له منځه یې وړي.

ښځينه پوليسه - ارشيف
ښځينه پوليسه - ارشيف

نګار ۲۰۱۳ کال کې د خپل کور مخته په لښکرګاه کې ووژل شوه.

د هغې زوی حامد خان د خپلې مور څو عکسونه په لاس کې نیولي او په ژړغوني غږ وايي چې، مور یې د سولې تږې وه خو دا ارمان یې په ژوند پوره نه شو.

نوموړی ويي: "تر پایه تر اخري شېبه چې دا مړه کېدله د سولې نارې یې وهلې ویل یې خدای پاک دې سوله راولي او خدای دې کراري راولي. ماویل ولې؟ ویل يې چې زه ډېره ستړې یمه."

تېر جمهوري نظام کې د ښځینه‌وو پولیسو په تشکیل باندې ډېر کار شوی وو او د اروپايي اتحاديې ترې ملاتړ کاوه.

شاوخوا څلور زره ښځینه پولیسې په دندو بوختې وې چې له ډلې یې ځينو په اروپايي او ګاونډیو هېوادونو کې د پولیسو لوړې زده کړې هم درلودې.

دمګړۍ په ولایتونو او مرکز کابل کې ډېرې محدود شمېر ښځې بېرته دندو ته ورستنې شوي چې هغه هم د کور په کور تلاشیو په دندو کې ګډون کوي.