شاته

کابل کې ښځینه محصلانو د طالبانو د ناوړه چلند له امله شکایت وکړ

د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون یو شمېر ښځینه محصلانې شکایت کوي چې د رنګه ټیکریو په سر کولو له امله د پوهنتون د دروازې مسوولو امنیتي کسانو او د طالبانو د ښځینه انظباطانو له لوري ورسره بد چلند شوی.

یوه نجلۍ د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون محصله ده.

هغه نن شنبه د سپټمبر په ۱۷مه د پوهنتون د دروازې امنیتي مسوولانو او انظباطانو له لوري د بد چلند امله شکایت کوي.

دا محصله چې نه غواړي په راپور کې یې نوم واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل: "نن موږ له بد وضعیت سره مخ شوو. موږ ټولې محصلینې سهار کله چې پوهنتون ته راننوتلو په دروازه کې د اسلامي امارت د ځواکونو له لوري سخت قیودات وضع او بد چلند وشو. دې عمل یې د ټولو نجونو روحیه کمزورې کړه او بالاخره د ټولو شدید غبرګون یې راوپاروه."

یو بله محصله چې هم نه غواړي د امنیتي ستونزه له امله په راپور کې نوم خپور شي وایي، د دروازې لپاره د طالبانو د مسوولانو تر څنګ نن یې پوهنتون ته دوه کسه ښځینه انظباطانو هم وراستولي چې له نجونو سره یې د چلند کیسه داسې بیانوي: "یوې انجلۍ چې تور ټیکري یې یوازې یو څه سپین ګلان درلودل، طالب ورته وویل چې دا ټیکری نور لرې کړه او پر سر یې نه کړې. دې انجلۍ ورته وویل چې زما اقتصادي وضع بده زه نور ټیکري نه سم اخیستلی همدا ټیکری مې کور کې درلود او پر سر مې کړ، ناڅاپه هغې انجلۍ چې طالبانو له ځان سره د تلاشۍ لپاره درولې وه هغه دا انجلۍ په څپېړه ووهله او ورته یې وویل چې که دې بیا د ټیکري رنګ تور نه وه نور دې نه پرېږدم چې پوهنتون ته ننوځې."

د کابل پوهنتون محصلانې
د کابل پوهنتون محصلانې

خو یوه بله محصله ادعا کوي دې دې لپاره چې په حجاب کې یې یو څو مرۍ وې له دې څخه یې د پوهنتون کارت اخیستی، بد چلند یې ورسره کړی او بیا یې پوهنتون ته پرېښې ده.
هغه زیاتوي: "هغې نجونې چې چپنو کې به یې مرۍ یا کوم ګل هم وه، هغوی به یې بې ابه کړې کارت به یې ورنه واخیست او بیا به یې پوهنتون ته پرېښودلې."

دا محصلانې وایي ورځ بلې ته پرې د قیوداتو وضع کېدو سره له کوره راوتلو او ان پوهنتون ته له تګه زړونه تور او سختو ننګونو سره مخ کړي دي.

دوی د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو او امر بالمعروف وزارت څخه د دې پېښې د رسېدنې غوښتونکي دي.

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه په دې اړه د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت نظر ولري، خو ویاند یې د راپور تر خپرېدو پوښتنې ځواب نه کړې.

خو د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف وزارت چې د حجاب په اړه د خپل مشرتابه د فرمان پلي کوونکې اداره ده، وایي د حجاب رنګ اجباري نه دی.

د امربالمعروف وزارت ویاند صادق عاکف مهاجر په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د حجاب په اړه کوم حکم چې راغلی، هغه د حجاب د تور ټیکري په اړه نه بلکې هر هغه څه چې ښځه په کې مستوره او محجوبه وي، هغه که چادري وي که دا تور عربي حجاب وي که ستر پوړنی «ټیکری» وي هغه هر رنګ وي، خو شرط دا نه ده."

خو مهاجر وایي که د پوهنتون له لوري کوم ځانګړی یونیفورم وضع شوی وي، دوی یې مسوولیت نه لري.

دغه راز د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه په دې اړه چې ولې د نجونو د حجاب رنګه والي باندې نیوکې شوي، د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د چارواکو نظر ولري، خو ونه توانېد.

د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د کابل پوهنتون په شان له دولتي پوهنتونونو دی چې په بېلابېلو برخو کې سلګونه محصلان لري، خو د دولتي پوهنتونونو لپاره هېڅ کله کوم ځانګړی یونیفورم نه ده اعلان کړل شوی.

افغان ښځې او نجونې وروسته له هغه له ننګونو سره مخ شوي چې له تېر یو کال راهیسې طالبانو له واکمنېدو سره د نورو محدودیتونو تر څنګ حجاب او ان مخ پټول یې پرې جبري کړي دي.

اړوند مطالب