شاته

ايا طالبانو رښتيا هم د افغان مېرمنو لپاره امنيت راويستی؟

په ملګروملتو کې د ناروې استازې وايي چې، د طالبانو له واک ته رسېدو څه باندې یو کال وروسته لا هم د افغان ښځو وضعیت ناوړه دی.

مونا پول دا خبره په داسې حال کې وکړه چې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتو ځانګړي راپورتر په جینیوا کې د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا غونډې ته وویل چې، د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته افغانان د بشري حقونو په داسې یوه ناورین کې ایسار دي چې نړۍ یې د حل توان نه‌لري.

هغه د ښځو او نجونو د حقونو جدي سرغړونې، د مخالفانو او منتقدانو ځپل او د بیان د ازادۍ پر سر بندیز ته اشاره کړې ده.

عصمت څاروان په دې موضوع د ښځو د حقونو له یوې فعالې ښایسته ساپۍ سره مرکه کې او لومړی یې ورته ویلي، طالبان وايي ښځو ته یې امنیت راويستی دی، ستاسو نظر څه دی؟

د اغلې ښايسته ساپۍ مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:30 0:00