شاته

رينا اميري: د ښوونځيو تړل کېدل په دين او کلتور پورې تړاو نه‌لري

د افغانستان د بشري حقونو، ښځو او نجونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې ویلي د نجونو د تعلیم د مخنیوي په خاطر د طالبانو «ظالمانه او تخریبي» سیاست د دوام لپاره هېڅ توجیه نه‌ده موجوده.

رینا امیري دغه څرګندونې یکشنبه وروسته له هغه وکړې چې په پکتيا کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو له‌خوا یو لاریون وشو.

د افغان ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د نجونو د زده کړو په اړه د طالبانو تګلاره د خواشیني وړ بللې او ویلي یې دي چې، دا کار د افغان نجونو خوبونه ماتوي او افغانستان لا پسې د فقر او نا امیدۍ خواته وړي.

مېرمن امیري دغه څرګندونې پرون یکشنبه په خپل ټویټر اکاونټ کې د هغې ویډیو په شریکولو سره کړي چې په‌کې د پکتیا نجونې زده کوونکې د لاریون پر مهال ښيي.

د پکتیا نجونو وروسته له هغه په مرکز ګردیز کې مظاهرې وکړې چې طالبانو یې د دوو اوونیو په مخه پرانیستل شوي څلور ښوونځي ور وتړل او دوی یې د درسونو دوام ته پرې‌نښودې.

د طالبانو له‌خوا د نجونو د مظاهرو مخنیوی او د ښوونځیو د بند ساتلو دوام په کور دننه هم له ګڼو غبرګونو سره مخ شو.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د طالبانو د دغه اقدام په غبرګون کې پر خپل ټویټر لیکلي: "په پکتيا کې د ښوونځيو د بيا پرانستلو لپاره د لوستو نجونو غږ زموږ د ټولو نجونو غږ او د افغان ملت غوښتنه ده."

ښاغلي کرزي له طالبانو وغوښتل چې د نجونو لپاره ښوونځي پرانیزي.

یو شمېر طالب چارواکو هم په خواله رسنیو د ښوونځیو د پرانیستلو غوښتنې کړي.

له هغې ډلې د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار فاروق اعظم په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې د نجونو په وړاندې د ښوونځیو دروازې باید ژر تر ژره پرانیستل شي، یو کال تېر شو شرعي لارې به هم د دې مسئلې لپاره په نظر کې نیول شوي شوي، د ښوونځیو بند پاتې کېدل د اسلامي امارت په ګټه نه‌ده.

د بدنې روزنې او المپيک رئیس نظرمحمد مطمین لیکلي، تر کومه به دا حال وي چې ښوونځي نه له یو مخ بندیږي او نه له یو مخ خلاصیږي.

هغه زیاته کړې د ښوونځيو د نجونو لاريون، د نجونو ژړاوې دا ټول اساسي او سم حل غواړي.

ارشيف
ارشيف

په کابل کې د طالبانو د حکومت د امنیې قوماندانۍ پخوانی ویاند مبین خان چې په جنرال مبین مشهور دی، په بېلابېلو ټوېټونو کې پر طالبانو نیوکه کړې او له هغوی یې غوښتي چې د ښوونځیو دروازې د نجونو پر مخ پرانیزي.

هغه ویلي چې د دغو څرګندونو په خاطر ورته ګواښونه هم شوي.

خو اخوا د طالبانو د پوهنې سرپرست وزیر نورالله منیر وايي چې، ګواکې خلک نه‌غواړي په لرو پرتو سیمو کې خپلې شپاړس کلنې نجونې ښوونځيو ته واستوي.

هغه په ارزګان کې د ازادي راډیو خبریال ته وویل: "که تاسو د ارزګان له بازار نه ووځئ د غرو په لمنو، کلیو کې له سپین ږیرو څخه پوښتنه وکړئ خپله تاسو ته در معلومېږي. که په جوماتونو کې پوښته وکړئ چې څو فیصده سپین ږيري اوڅو فصده خلک دې ته تیار دي چې خپلې ۱۶ کلنې لورګانې ښوونځي ته ولېږي، نو له ما بیا د دغې پوښتنې کولو ته ضرورت نه پېښېږي. مطلب موږ او تاسو افغاني ټولنه کې اوسېدلي یو او دلته د خلګو کلتور راته معلوم دی او دغه کلتور هغه څه دي چې ډېر وخت حکومتونو په خیال کې نه‌دی ساتلي. موږ په دې هکله کوښښ کوو چې داسې شرایط رامنځته کړو چې د خلکو اعتراض هم نه وي او تعیلم هم پر خلکو برابر شروع شي."

د نجونو ښوونځیو بندېدو په اړه د طالب چارواکي وضاحت
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:47 0:00

خو د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري په خپل ټویټر کې ویلي چې، د طالبانو دا پالیسي نه په کلتور پورې تړلې ده او نه په مذهب.

تر دې وړاندې نړیوالې ټولنې په مکرر ډول د طالبانو له حکومت څخه غوښتي چې ښځې او نجونې د زده کړې او کار له حقه بې برخې نه‌کړي.

خو د دې ډلې چارواکي وايي، چې ښوونځيو ته د نجونو د بېرته تګ لپاره شرایط برابر نه دي.

صفي الله ستانکزی