شاته

د طالبانو دويم ځلي واکمنۍ په باب د نړيوالو ورځپاڼو تبصرې

انډپنډنټ خپرونه:

د برېتانیا انډپنډنټ خپرونې د طالبانو د حکومت یو کلنۍ ته په اشارې لیکلي، د طالبانو د واکمنۍ کلیزه داسې څه نه دي چې په وحشت ورته وکتل شي او یا بې تفاوته وګڼل شي، ځکه افغانستان له برېتانیا سره بې اړیکې نه دی.

انډپنډنټ زیاتوي، په افغانستان کې د برېتانیا نفوذ د افغان-انګلیس دویمې جګړې یعنې ۱۸۷۸ تر ۱۸۸۰ کلونو وخت ته ورګرځي. دا هغه وخت و چې برېتانیا افغانستان اشغال او د برېتانوي هند برخه یې وګرځوله.

د خپرونې په لیکنه، برېتانوي ځواکونه د ۲۰۰۱ او ۲۰۱۴ کلونو ترمنځ موده کې هم په افغانستان کې د طالبانو او القاعده په ضد وجنګېدل او تېرو شلو کلونو کې برېتانیا د افغانانو د حقونو او ښځو ملاتړ کړی دی.

انډپنډنټ پوښتنه کړې چې ایا په دومره سادګۍ کېدلي شي چې د لوستو افغان مېرمنو یو نسل هېر شي؟ هغه نسل چې د زده کړو په هڅونه کې یې برېتانیا رول لوبولی دی.

خپرونې د افغان معترضو مېرمنو وروستیو مظاهرو او اعتراضونو ته په کتو لیکلي، ځواک او مېړانه د افغان مېرمنو په ریښه کې نغښتې ده.

لیکوال د افغانستان مشهوره شاعره رابعه بلخي او د افغان-انګلیس د دویمې جګړې اتله ملاله میوند د بېلګې په توګه یادې کړي او ویلي یي دي، همدغو تاریخي اتلانو افغان ښځو ته ځواک او مېړانه په میراث پریښې ده.

سانفرانسیسکو کرونیکل ورځپاڼه:

سانفرانسیسکو کرونیکل امریکایي ورځپاڼې هم د طالبانو د حکومت یو کلنۍ ته په اشارې لیکلي، طالبانو د دوشنبې په ورځ کابل کې د خپلې بریا جشن ولمانځه.

ورځپاڼې لیکلي، د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته د افغانستان اقتصاد ځپل شوی، خو له یوه کال وروسته افغانستان کې ډېر څیزونه بدل شوي دي.

دوی ویلي، اوس پخواني جنګیالي، یعنې طالبان د حکومتولۍ لپاره هڅه کوي، خو په نړیواله کچه لا منزوي یا ګوښې ته پاتې دي.

ورځپاڼې لیکلي، طالبانو د خپلو ژمنو خلاف دا دی کال وشو چې نجونې له شپږم ټولګي پورته ښونځیو نه بې برخې کړي او ښځې مجبوره شوي چې عام محضر کې سر تر پښو ځانونه پټ کړي.

سټار انډ سټرایبز:

سټار انډ سټرایبز چې تر ډېره پوځي مقالې خپروي لیکلي، د امریکا پوځیان چې له کابله د تخلیې په عملیاتو کې ښکېل و، لا هم وایي چې د دې تحول اغېز پرې پاتې دی.

د دغو عملیاتو پر مهال امریکا او د ناټو یو شمېر نورو شریکانو له ۱۲۰ زرو ډېر افغانان د کابل هوایي ډګر له لارې و ایستل او د امریکا په ګډون بېلابېلو هېوادونو کې ځای پر ځای شول.