شاته

د طالبانو حکومت جوړښت؛ ایا په طالبانو کې ډلې شته؟

پر طالبانو یوه نیوکه دا ده چې په تېر یو کال کې یې په خپل حکومت کې له طالب مشرانو پرته د نورو نظرونو لرونکو ته ځای نه‌دی ورکړی، خو دا هم ویل کېږي چې د طالبانو په حکومت کې راټول شوي طالبان هم خپلو کې یوه واحده ډله نه‌دي.

د طالبانو حکومت ویاندویان بیا دا ردوي او وايي، دوی ټول تر یو چتر او یو مشرتابه لاندې کار کوي او ترمنځ‌یې وېش او ډلې نه‌شته، خو یو شمېر څېړونکي باور لري چې د طالبانو حکومت په دوو مهمو ډلو وېشلی دی.

ځیني دا هم وايي چې په دې منځ کې د حقاني ډلې په حکومت کې تر نورو ډېرې څوکۍ خپلې کړې دي.

د طالبانو د حکومت جوړښت په اړه یو شمېر نظرونه په دې وېډیويي راپور کې کتلی شئ.