شاته

طالبانو د خپلې کامیابۍ د کلیزې په ویاړ عمومي رخصتي اعلان کړه

واشنګټن - په افغانستان کې واکمنو طالبانو د ګل/دوشنبې ورځ [د اګسټ ۱۵مه] د خپلې کامیابۍ د یو کال پوره کېدو په ویاړ په قامي کچه رخصتي اعلان کړې ده. یو کال وړاندې په همدې ورځ، چې د افغانستانه د نېټو او امریکا ځواکونه په وتو و، کابل کې پخوانی نظام ونړېد او طالبانو یو ځل بیا په کابل قبضه ولګوله.

د طالبانو بیا واک ته رسېدل ډېر تېز و او د پخواني حکومت په وروستیو څو ورځو کې ورسره ډېره لږه مقابله وشوه چې په نتیجه کې یې طالبانو وکړی شول د ټولو نورو ولایتونو د نیولو وروستو، د اګسټ په ۱۵مه سرښار کابل ته هم ننوځي او واک اختیار ترلاسه کړي.

د طالبانو حکومت د اتوار/یکشنبې په ورځ په یو لنډ بیان کې وویل چې د اګسټ په ۱۵مه، "د امریکا او د هغه د متحدینو د اشغال پر وړاندې د افغانستان اسلامي امارت تر مشرۍ لاندې د افغانانو د برحقه جهاد د بریالیتوب لمړی تلین دی. په همدې اساس د افغانستان د اسلامي امارت د تقویم په اساس په ټول هېواد کې عمومي رخصتي ده."

د امریکا په مشرۍ بهرني ځواکونه د قریب شل کاله جګړې وروسته د افغانستان نه ووتل.

طالبانو وعده کړې وه چې د القاعده په شمول بهرني ترهګر به پرېنږدي چې د افغانستان خاوره د امریکا او اتحادیانو خلاف یې استعمال کړي. طالبانو دا وعده هم کړې وه چې د ټولو افغانانو، په شمول د ښځو، حقونه به ساتي او بیا به هغه سخته تګلاره نه عملي کوي کوم چې دوی د ۱۹۹۶ نه تر ۲۰۰۱ پورې پخپل پخواني حکومت کې پلې کړې وه.

مګر له هغه وخته چې طالبان بیا په افغانستان واکمن شوي دي، د دې سختدریځې ډلې حکومت چې صرف په کې نارینه شامل دي، د کار کولو او تعلیم په برخه کې د ښځو حقونه په ډېره پیمانه د پښو لاندې کړي او په مدني آزادیو یې محدودیتونه لګولي او وایي چې دا تګلارې یې د افغانانو د دود او دستور او د اسلامي شریعت مطابق دي.

په کابل کې د القاعده ډلې د مشر اېمن الظواهري وژل کېدل چې تېره میاشت د کابل ښار په منځ کې د یو امریکایي ډرون ښکار شو، د ترهګرۍ ضد ژمنو په برخه کې د طالبانو په وعدو پوښتنې راپورته کړي دي.

طالبانو د امریکا دا حمله وغندله، او ویې ویل چې هغوی په کابل کې د الظواهري د موجودیت نه خبر نه و. طالبانو وعده کړې چې په دې اړه به "سنجیده" او "هراړخیزه" تحقیقات وکړي.

د بشري حقونو او د ترهګرۍ اړوند فکرمندیو تر اوسه د دې مخه نیولې چې نړېواله ورورولي دې د طالبانو حکومت تسلیم کړي او د هغې ډلې نه دې اقتصادي پابندۍ اوچتې کړي.

مرستندویه تنظیمونه وایي، دغو پابندیو په افغانستان کې بشري بحران چې دمخه لا د جګړو او پر له پسې خشکسالیو له امله خراب و، نور هم پسې ژور کړی دی.

طالبان د خپلې تګلارې دفاع کوي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د خپلې ډلې د کامیابۍ یو کال پوره کېدو سره ویلي چې د دوی "نوپایه حکومت" په تېزۍ سره ملک ته امن راوستی او "د سولې، استحکام، او رفاه" لاره یي پیله کړې ده.

بلخي وي او اې ته په یوه مفصله مرکه کې وویل چې اړوند وزارتونه په هره ممکنه توګه کوشش کوي چې په موثره توګه د اقتصاد په برخه کې فوري داخلي مسئلې هوارې کړي، لکه د کرنسۍ مسئله، او د تجارت او ټرانزیټ فعالیتونو په زیاتولو باندې خلکو ته کار روزګار پیدا کول.

د طالبانو د خارجه وزارت ویاند په خپلو خبرو کې وویل: "اوس نو د بهرنیو ملکونو، په خصوص د امریکا وار دی چې د ټولو یو اړخیزه اقتصادي پابندیو په لېرې کولو سره چې بنکي نظام او اقتصادي سېکټر په ښه توګه کار وکړي، د افغانانو د درد په کراره کولو کې خپله ذمه واري ادا کړي."

بلخي بیا هم د واشنګټن نه وغوښتن چې د افغانستان د مرکزي بنک کنګل شوې خارجي زرمبادله چې زیاتره یې په امریکا کې ده، هغه دې آزاده کړي او په دې سره به کابل وکړی شي قامي اقتصاد مستحکم او په ملک کې بهرنۍ سرمایه کاري تشویق کړي.

د امریکا صدر جو بایډن په فرورۍ میاشت کې یو صدارتي حکم جاري کړ چې ویل یې د افغانستان د ۷ بلینه ډالرو نیمايي کنګل شوې پیسې دې د افغانو سره د بشري امداد رسولو په مقصد آزادې شي او پاته نور دې وساتل شي چې د ترهګرۍ په اړوند امریکایي عدالتونو کې چې د طالبانو خلاف مقدمې روانې دي، هلته ممکن د معاوضې په توګه ورکړی شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند په مسلمانو ملکونو او په ټوله نړۍ هم غږ وکړ چې که غواړي یو امن او مستحکمه افغانستان وګوري، نو د دوی حکومت دې تسلیم کړي.

هغه د نړېوالو دا تنقید رد کړ چې ګني طالبانو په ښځو محدودیتونه لګولي دي، او دعوه یې وکړه چې د دوی په حکومت کې مېډیا او یا مدني ازادۍ نه ټکول کیږي. بلخي وویل: "هماغسې چې مونږ د نورو په داخلي چارو کې مداخلت نه کوو، د نورو ریاستونو نه هم غواړو چې د افغانستان په داخلي چارو کې د لاسوهنې نه ډډه وکړي."

د بشري حقونو د حالاتو خرابېدل

ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نړېوالو ډلو په څو څو ځله خپلو رپوټونو کې ویلي چې د طالبانو د بیا واکمنه کېدو وروسته، په افغانستان کې هره ورځ او په دوامداره توګه له هر اړخه ښځو او جینکو ته حالات خراب کیږي.

د خالي/شنبې په ورځ، د طالبانو امنیتي ځواکونو د ښځینه مظاهره چیانو په وړاندې هوایي ډزې وکړې او هغه احتجاج کوونکې ښځې یې وټکولې کوم چې د تعلیم، کار او سیاسي فعالیت حقونه یې غوښتل. د طالبانو دا تشدد په هېواد او نړېواله کچه د بشري حقونو د فعالانو له اړخه وغندل شو.

طالبانو اکثره تنکۍ جینکۍ د ثانوي سکولونو نه منع کړي دي او په اکثره سرکاري ادارو کې یې هم د ښځو په کار پابندي لګولې ده. صرف د تعلیم، صحت او ځیني نورو وزارتونو کې یو شمېر ښځې کار ته دوام ورکوي.

طالبانو ښځو ته امر کړی دی چې په عام منظر کې دې مخونه پټ ساتي، او د ۷۲ مایلو نه زیات مزل کې یې ښځې د یوازې سفر کولو نه هم منعه کړي دي.

طالبانو واک ته د رسېدو نه پس د ټولو دپاره د عفوې اعلان وکړ، مګر منتقدین په دې باور ندي چې طالبان دې خپله دا وعده ساتلي اوسي. هغوی د ځینو پخوانیو چارواکو او عسکرو د هدفي وژنو او د عامو خلکو په وړاندې د طالبانو د تشدد یادونه کوي.