شاته

د زده‌کوونکو نجونو کیسې؛ هدیه

سلامونه!

زه هدیه نومېږم، د نجونو د یوې لېسې د ۱۰م ټولګي زده‌کوونکې یم.

نږدې یو کال کېږي چې ښوونځي ته نه‌یم تللې، له هغه وروسته چې ښوونځي مو تړل شوي، له خپلو ټولګیوالو او ښوونکو سره هم اړیکه نه‌لرم، خو کور ته نږدې یو شمېر نجونې زده‌کوونکې کله کله وینم او د ښوونځي په باب ورسره د زړه خواله کوم.

هغوی هم ډېرې مأیوسه دي او نه‌پوهېږي چې د اووم ټولګي څخه د پورته نجونو ښوونځي به کله پيلېږي؟

له اتم ټولګي څخه وروسته زموږ درسونه ډېر ښه شوي و، ښوونکې مو ښځې وې، هغوی ډېر ښه تدریس کولای شو.

زموږ ساینسي مضمونونه ډېر ښه زده کېدل، د سهار له ۷نیمو بجو څخه د غرمې تر ۱۲نیمو بجو به په ښوونځي کې وو.

ښوونکو به کورنۍ وظیفه راکوله چې د شپې تر ناوخته به په هغې لګیا وو.

د سبا ورځې لوستونو ته به مو پوره تیاری نیوه، زموږ په ټولګي کې د شااوخوا ۱۰ نجونو ترمنځ سخت رقابت روان وو، کورنۍ مو زموږ راتلونکې ته ډېرې متوجې وې.

د کور کارونو کې مو ونډه لږه وه، د کور په برخه کې ډېر کارونه مې مور او مشرې خور په غاړه اخیستي وو.

اوس چې زموږ د ښوونځي رخصتۍ ډېرې اوږدې شوې دي، نو د پخوا په شان د کتاب په لوستلو کې خوند نه‌دی پاتې شوی، پخوا مې چې راتلونکې ته کومې هیلې په زړه کې درلودې، اوس مې په راتلونکي هېڅ باور نه‌دی پاتې شوی.

خپلو ټولګیوالو، نورو نجونو او هغو ښځو ته چې وظیفې يې دلاسه ورکړي، ټولو ته ځورېږم.

په دې هیله یم چې یوه ورځ بیا زموږ د ښوونځي د درسي ساعت زنګ په کړنګېدو شي، هیلې مو بېرته وغوړېږي او د خپل ځان، پلار او مور دا هیله به پوره کړم چې ډاکتره شم او د ناروغانو درملنه وکړم.

په درناوي،

هدیه

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:01 0:00