شاته

د ملګرو ملتونو کارپوهان: د افغانستان بشري وضعیت کې هیڅ بدلون نه لیدل کیږي

پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ د یو کال په پوره کېدو سره هم مهاله د ملګرو ملتونو کارپوهانو په دغه هیواد کې له بشري حقونو څخه د سرغړونو په زیاتېدو اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې په افغانستان کې اوس مهال د بشري حقونو د وضعیت د بدلون برخه کې هیڅ تغیر نه لیدل کیږي.

دغو کارپوهانو د جمعې په ورځ اګست ۱۲ (زمري ۲۱) په یوې اعلامیې کې ویلي چې طالبانو په تیر یو کال کې د بشري حقونو د ملاتړ په برخه کې پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.

دوی ویلي چې د ۲۰۲۱ کال تر اګست وروسته په افغانستان د طالبانو لخوا د بشري حقونو د نقض شاهدان دي.

په بیان کې راغلي: "بدبختانه داسې نښې نه لیدل کیږي چې وښيي د بشري حقونو په وضعیت کې دي بدلون راغلی وي. ورځني راپورونه د تاوتریخوالي بڼې ـ غیر قانوني وژنې، ورکېدل، خپل سر نیونې، شکنجه او د ماشومو نجونو اجباري ودونه... په ډاګه کوي."

دوی ویلي ډاډمن نه دي چې طالبان به د بشري حقونو خوندیتوب او احترام په برخه کې خپلې ژمنې پر ځای کړي. خو طالبانو دمخه ورته راپورونه رد کړي او ویلي دي چې دوی په ټول هیواد کې د بشري حقونو ټینګښت ته ژمن دي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو پخپله اعلامیه کې په افغانستان کې د نجونو پر مخ تر شپږم پورته ټولګیو خلاصولو باندې هم ټینګار کړی دی او ویلي دي چې طالبان باید د ښځو پر سفر، کار او سیاسي مشارکت کې د هغوی پر ګډون محدودیتونه لیري کړي.

یادو کارپوهانو همدارنګه ویلي چې د طالبانو د حکومت چارواکې دي د عفوې په اړه د خپل مشر فرمان هم عملي کړي.

پر افغانستان د طالبانو د یو کال په تېرېدو سره په دغه هیواد کې د نجونو پرمخ تر شپږم پورته ټولګي بند شوي چې په کور دننه او بهر یې پراخ غبرګونونه پارولي دي.

تازه د طالبانو حکومت د پوهنې وزیر ادعا کړې چې د افغانستان خلک او د طالبانو حکومت د نجونو له زده کړو سره مخالفت نلري، بلکې په خبره یې له کورونو څخه د نجونو له وتلو سره حساسیت لري.

بلخوا د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهی عن منکر وزیر محمد خالد حنفي ویلي چې د مېرمنو ټول شرعي حقوق به ورکړل شي.

هغه ویلي چې په تیرو ۲۰ کلونو کې د ښځو د حقوقو په اړه هیچا خپل غږ نه دی پورته کړی، د هغوی د میراث حق نه دی ورکرل شوی او هیڅ مهر یې نه دی ورکړل شوی.

خو د بشري حقونو د څار سازمان تېره اونۍ وویل، په تیر یو کال کې چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسیدلي، د میرمنو او بشري حقونو په برخې کې یې ډیرې کړې ژمنې ماتې کړي.

دې سازمان د اګست په ۱۱ (زمري۲۰) په راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست د ۱۵مې راهیسې طالبانو په میرمنو او نجونو جدي محدودیتونه وضع کړي، مطبوعات یې ځپلي، هغوي چې پدې ډلې انتقاد کوي او یا یې دا ډله خپل مخالفین بولي، پخپل سري توګه نیول شوي، شکنجه شوي او یا اعدام شویدي.