شاته

امریکا او روسیه د باسکټبال د ستورې او د 'مرګ سوداګر' په تبادله خبري کوي

یو روسي دپلومات د شنبې په ورځ اګست ۱۳ (زمري ۲۲) وویل متحده ایالات او روسیه د وسلو د یو مشهور روسي قاچاق وړونکي او د باسکټبال د امریکایۍ ستورې په تبادله کیدو خبري کوي.

دا لومړی ځل دی چې روسیه وایي د المپیک په سیالیو کې د دوه ځله ګډون کونکې بریټني ګرینر د خوشي کیدو په بدل کې د ویکټور بوټ په تبادلې چې د "مرګ په سوداګر" مشهور دی، خبري کیږي.

د روسیې دولتي رسنۍ تاس د هغه هیواد د بهرنیو چارو په وزارت کې د شمالي امریکا د دیپارتمنت د مشر الکساندر داچیف په حواله لیکلي: «د تبادلې په یوې ډیرې حساسې موضوع د هغو چینلونو له لارې خبري روانې دي چې زموږ ولسمشرانو انتخاب کړي دي.»

دغه روسي چارواکي زیاته کړه، خاموشه دیپلوماسي روانه ده او نتیجه به هم ورکړي که واشنګټن متوجه واوسي او په پروپاګند کې ښکیل نشي.

ګرینر د روان میلادي کال په فبروري میاشت کې د مسکو په هوایي ډګر کې د الکترونیکي سګرټ او په ډیره لږ اندازه د چرسو له غوړیو سره ونیول شوه.

دغه ۳۱ کلنه امریکایي ورزشکاره چې د لنډ وخت لپاره د روسیې د باسکټبال په یوه ټیم کې د لوبیدو لپاره تللې وه، په اګست میاشت کې د یوې محکمې له خوا د نشه یي موادو د قاچاق په تور په نهه کاله بند محکومه شوه.

د وسلو روسی چاقاق وړونکی ویکټور بوټ په ۲۰۰۸ کال کې په ټایلنډ کې تر نیول کیدو وروسته امریکا ته ولیږدول شو او په ۲۰۱۲ کال کې د نړۍ په یو شمیر خونړیو جګړو کې په وسلو د اورپکو د سمبالولو په تور په ۲۵ کاله بند محکوم شو.

په ۲۰۰۵ میلادي کال کې د نیکولاس کج په لوبیدو د وسلو د قاچاق "Lord of War" فلم هم له هغه څخه الهام اخیستی و او د بریټانیا پخواني وزیر پیتر هین نوموړی جګړه ځپلي انګولا او لایبریا ته د وسلو د استولو له امله د "مرګ سوداګر" بللی و.

د ویکټور بوټ د خوشي‌ کیدو لپاره د روسیې هڅې

په ملګرو ملتونو کې د امریکا یو پخواني سفیر بل ریچاردسن چې په نورو هیوادونو کې یې د امریکایي اسیرانو د خوشي کیدو مذاکرات کړي، تیره اوونۍ وویل له روسیې سره د "دوه د دوه" په مقابل کې د تبادلې هڅو ته هیله من دی.

نوموړي د ABC ټلویزیون یو پروګرام ته وویل: «فکر کوم هغه به آزاده شي، فکر کوم هغه د پيښمانۍ لپاره پرځای ستراتیژي لري. د بندیانو تبادله به وشي او زه فکر کوم دوه د دوه په مقابل کې به وي، پاول ویلان به هم پکې وي.»

ویلان پخوانی امریکایي پوځي دی چې د ۲۰۲۰ میلادي کال په جون میاشت کې د جاسوسۍ په تور په ۱۶ کاله بند محکوم شو، هغه په خپله بې ګناهۍ ټینګار کړی دی.