شاته

چارواکي: د نیویارک په خیچنو اوبو کې د پولیو وایرس موندل شوی

د امریکې په نیویارک ښار او ریاست کې د صحت مامورینو ویلي د ښار په خيچنو اوبو کې د پولیو وایرس موندل شوی دی چې ښښي د معزوره کونکي ناروتیا وایرس په مقامي په چاپېریال کې ګردش کوي.

تېره میاشت د نیویارک په راکلېنډ کاونټي کې کې یو تن د پولیو وایرس نه ځپل شوی موندل شوی و.

د جون او جولای په میاشتو کې د نیویارک د خیچنو اوبو په نمونو کې د پولیو وایرس موندل شوی دی.

د نیویارک د صحت کمشنرې ډاکټر مېري ټي بېسېټ د جمعې په ورځ په یو بیان کې وویل چې په نیویارک کې د پولیو وایرس موندل کېدل د خبردارۍ خو د حېرانتیا خبره نه ده او ماشومان او لوی د محفوظ ساتلو بهرینه او موثره لاره وېکسین اخیستل دي.

ماهرین وايي د پولیو مرض انسان په لاسو او پښو معزوره کولی شي او انسان ترې مړه کېدلی هم شي.

ماهرین وايي هغه خلک د پولیو وایرس د خطر سره تر ټولو زیات مخامخ وي چې وېکسین یې نه وي اخیستلی خو څوک چې وېکسین شوي وي نو تر د 99 فیصد پورې د دې مرض نه محفوظ وي.

د صحت چارواکو په غیر وېکسین شویو خلکو غږ کړی چې ځانونه دې او بچي دې وېکسین کړي.

د نیویارک ښار د صحت محکمه وایي د ښار د لوی عمر زیاتره اوسېدونکي په ماشوموالي کې وېکسین شوي دي.

د نیویارک د صحت محکمې ترمخه په مجموعي توګه د پېنځو کلونو او د دې نه د کم عمر 86 فیصد ماشومان وېکسین شوي دي خو د ښار په ځینو برخې لا وروسته دي.

په امریکا کې د مرضونو د مخنیوي اداره یو اېس سېڼټرز فار ډېزیزکنټرول اېنډ پریوېنشن وايي یو وخت و چې پولیو په امریکې کې تر ټولو ویرونکی مرض و او هرکال به په زرګونو خلک چې زیاتره به ماشومان وو دې ناروغۍ به معزوره کول.

په کال 1955 کې د پولیو ضد وېکسین تیار کړی شو چې دلارې یې د نونسوه شپېتم په لسیزه کې د پولیو سالانه کېسونه د سلو او د نونسوه اویایم په لسیزه کې د کال په سره د لسو نه هم کم شول.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای د رپورټ او ځینې معلومات د ای پي خبري نه هم اخیستل شوي دي