شاته

 جاسوسۍ د مخنیوي قانون د ممکنه خلاف ورزۍ په لړ کې د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ تحقیقات کېږي

د امریکې انصاف وزارت د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ په اړه د جاسوسۍ د مخنیوي د قانون د ممکنه خلاف ورزۍ او د نورو ممکنه جرمونو په لړ کې تحقیقات شروع کړي دي.

دغه تحقیقات په داسې حال کې دوام لري چې د دې هفتې په شروع کې تحقیقاتي ادارې اېف بي ای په فلورېډا ریاست کې د ټرمپ مارالاګو کور نه کلاسفایډ یا خفیه دستاویزات ترلاسه کړي دي.

د جمعې په ورځ د فلورېډا ریاست د سدرن ډسټرکټ عدالت د هغه وارنټ تفصیلات څرګند کړل چې د لاندې یې د اېف بي ای چارواکو په مارالاګو چاپه وهلي وه او دستاوېزات یې لاس ته کړي وو.

په وارنټ یا عدالتي اجازت نامه کې د دریو جرمونو ذکر شوی دی چې د ممکنه خلاف ورزۍ په لړ کې یې د انصاف وزات د ډانلډ ټرمپ تحقیقات کوي. په دغو جرمونو د اېسپېناج اېکټ یا د جاسوسۍ د مخنیوي قانون، د انصاف مخه نیول او د حکومتي دستاوېزاتو ته لاس رسولو کې غفلت شامل دي.

د دغو جرمونو په لړ کې لا په چا فرد جرم یا رسمي الزام نه دی لګول شوی.

په مارالاګو د چاپې په اړه چې کوم معلومات څرګند کړی شوي دي وايي د اېف بي ای چارواکو د دستاوېزاتو 20 صندوقونه ترلاسه کړي دي چې پکې داسې دستاوېزات هم وو چې ټاپ سیکرېټ یعني انتهايي خفیه، سيکرېټ، خفیه او کانفېډېنشل یا د رازدارۍ الفاظ پرې لیکل شوي وو. په ځینو دستاوېزاتو پوټېنشل پرېزيډېنشل ریکارډ یا ممکنه صدارتي ریکارډ هم لیکل شوي وو. ځینو ته د متفرق خفیه دستاوېزاتو نوم ورکړی شوی و.

د پخواني امریکايي صدر د کور نه چې اېف بي ای د ستاوېزاتو صندوقونه ترلاسه کړي پکې تصویران او په لاس لیکل شوي نوټس یا یاداشتونه هم شامل دي.

د وارنټ ترمخه په مارالاګو د چاپې په مهال د اېف بي ای چارواکو د ټرمپ دفتر او هغه ټول ځایونه او کوټې ولټولې چې ټرمپ او د هغه عمله ورته رسايي لري.

د امریکې تر ټولو لوی حکومتي وکیل (څارنوال) د ټرمپ په کور د چاپې منظوري په خپله ورکړې وه او د زیارت، پنجشنبې، په ورځ یې وویل چې د انصاف وزارت داسې فېصله په غیر سنجیده ډول نه کوي.

اېسپینېاج اېکټ

د امریکې د کال 1917 اېسپینېاج اېکټ یا د خفیه حکومتي دستاوېزاتو د تحفظ قانون معلومات ترلاسه کول، تصویران اخیستل او محفوظ کول، د قومي دفاع سره تړلي معلومات نقل کول په دې نېت چې دغه معلومات به امریکې ته د ضرر رسولو یا د بل ملک په ګته استعمال کړی شي، ممنوع کارونه دي.

د جاسوسي فعالیتونو د مخنیوي ترڅنګ دغه قانون د خفیه حکومتي دستاوېزاټو په غیر مناسب ډول اخیستل او سمبالول هم جرم ټاکلی دی.

د امریکې د استخباراتي ادارې پخوانی چارواکی پال ار پیلر چې اوس د جورج واشنګټن یونېورسټۍ څېړونکی دی وايي که په ډاڼلډ ټرمپ څه جرم ثابتېږي او که نا خو د امریکې قامي سلامتیا ته نقصان رسېدلی دی.

پیلر د وي او ای سره مرکه کې وویل د نورو ملکونو استخباراتي ادارې به ګوري چې د دې صورتحال نه څنګه ګټه اخیستلی شي.

هغه وویل که څه هم د ټرمپ د کور نه ترلاسه شوي دستاوېزات د اېف بي ای په قبضه کې دي خو داسې خلک چې دغو دستاوېزات ته لاس رسی لري غیر ملکي استخباراتي ادارې په کوښښ کوي چې رابطه ورسره وکړي او معلومات ترې واخلي.
خو ډانلډ ټرمپ څه قسمه پښېماني نه ده څرګنده کړې او د وي او ای رپورټ وايي هغه دا بې بنیاده الزام ګولی چې پخواني براک اوباما هم صدارت نه د تګ وروسته په خپل کور کې خفیه دستاوېزات اېښودي وو.

ټرمپ په یو بیان کې وویل " صدر براک حسین اوباما د دستاوېزاتو درې مېلین پاڼې، چې زیاتره کلاسفیاډ (خفیه) وې ساتلې وې."
ټرمپ دا پوښتنه هم وکړه چې براک اوباما کوم دستاوېزات د ځان سره ساتلي وو، څومره کې د اېټمي پروګرام سره تړلي وو؟
د امریکې د حکومتي دستاوېزاتو قومي محافظ خانې نېشنل ارکایوز په سمدستي ډول د ډانلډ ټرمپ بیان رد کړو او ویې وېل صدارت نه د اوباما د وتلو وروسته یې په قانوني طریقه د هغه صدارتي دستاوېزات ترلاسه کړل.

د ډانلډ ټرمپ په کور د اېف بي ای د غیرمعمولي چاپې په سر د هغه پلویانو د صدر جوبایډن په حکومت تنقید کړی او په دې لړ کې یې د احتساب او تحقیقاتو غوښتنه کړې ده.

یادونه: د دې خبر معلومات وایټ هاوس دپاره د وي او ای خبریالې پېټسي وېداکاس واره د رپورټ نه اخیستل شوي دي