شاته

د پښتونخوا پولیسو منلې، ځينې کسان چې وړاندې په افغانستان کې وو د سوات لرې پرتو غرونو ته راغلي

د خېبرپښونخوا د پوليسو په فېس بک پاڼه د ورکړی شوې خبرپاڼې ترمخه پوليسو ويلي، "مونږ د عامو خلکو په دې اندېښنه هم خبر يو چې د سوات حالات د کال 2008/09 وخت ته بيرته تلی شي کله چې وسله والو په سيمه کې د خپل شريعت د لارې واک کولو".

د پولیس د بیان ترڅنګ غیرقانوني وسله والې ډلې تحریک طالبان مطبوعاتو سره په شريک کړي خپل بيان کې ویلي، طالبانو کله هم خپلې علاقې په مکمله توګه نه وې پرېښودلي او د سوات نه تر وزیرستان پورې یې په څه نه څه شکل کې موجودګي په ځای ساتلې وه.

پوليسو ويلي، "د خېبرپښتونخوا پولیس خلکو ته باور ورکوي چې مونږ په حقيقت خبر يو چې د سوات ځینې کسان چې وړاندې په افغانستان کې اوسېدل اوس د سوات په لرې پرتو غرونو کې شتون لري".

"; //parse XFBML, because it is not nativelly working onload if (!fbParse()) { var c = 0, FBParseTimer = window.setInterval(function () { c++; if (fbParse()) clearInterval(FBParseTimer); if (c === 20) { //5s max thisSnippet.innerHTML = "Facebook API failed to initialize."; clearInterval(FBParseTimer); } }, 250); } } }; thisSnippet.className = "facebookSnippetProcessed"; if (d.readyState === "uninitialized" || d.readyState === "loading") window.addEventListener("load", render); else //liveblog, ajax render(); })(document);

پولیسو زياته کړې، "سوات د سېول انتظامیې په پوره قابو کې دی او امنيتي ادارې چمتو دي چې هر ډول حالاتو ته ځواب ورکړي".

په پوليس خبر پاڼه کې دا هم ويل شوي چې "قانون نافذونکې ادارې په مناسبه طريقه په ځای کړی شوي او د سيمې د خلکو د هيلو سره سم به په سوات کې د امن دپاره ټول ممکنه اقدامات کوي".

د خېبرپښتونخوا پولیسو دغه بيان په داسې حال کې ورکړی چې د جمعې په ورځ د سوات په بېلابيلو سيمو کې د امن غوښتنې دپاره احتجاجي مظاهرې وشوې.

احتجاج کوونکو ويلي په سوات کې د وسله والو د موجودګۍ ويډیوز مخې ته راغلي په خلکو کې ويره خوره شوې او د حکومت او رياست نه یې په سيمه کې د امن دپاره غوښتنې کړي دي.

په عېن حال کې د حکومت مخالفه ګوندونه او په ټولنيزو رسنیو په خېبرپښتونخوا کې د تحریک انصاف ګوند په حکومت او په ځانګړي ډول په وزیراعلا محمود خان نيوکې کيږي چې په پلارنۍ علاقه کې يې د وسله والو فعاليتونه ليدل شوي خو د صوبې حکومت او وزیراعلا پرې خاموشه دی.

په اتم اګست د سوات په مټه تحصيل کې د يو پوليس او پوځي افسر او سپاهي د وسله والو طالبانو په لاسو د يرغمال کېدو وډیوز په شوسل میډیا مخې ته راغلي وو.

په ټولنيزو رسنيو یوه ويډیو کې په مبينه توګه د سوات په غرونو کې طالبان د یو پوځي او پوليس افسر نه په داسې حال کې پوښتنې کوي چې لاسونه یې شاته تړل شوي دي.

بل لور ته لاقانونه ګرځول شوې تحریک طالبان مطبوعاتو سره په شريک کړي بيان کې ویلي، طالبان کله هم د خپلو علاقو نه په مکمله توګه نه دي وتلي، د وزیرستان نه د سوات پورې په څه نه څه شکل کې يې خپل وسله وال وجود په ځای ساتلی دی. او اوس د جعلي ويډیو د لارې په خلکو کې ويره خورول کيږي، خو په حقيقت کې په سوات کې وسله وال د لسو، دولسو کالو راهسې د تشکيل په توګه موجود دي.

ټي ټي پي ویلي، په ډاګه کول غواړي چې په دغو علاقو کې د دوی افرادي قوت سېوا کيږي، دا پروپېګنډا غلطه ده چې دوی راوستل کيږي او که د حقيقت خلاف د منفي پروپېګنډې په وجه په سوات کې اپرېشن يا عمليات کيږي نو دوی محتاط او په ځواب کولو ته تیار دي.

ټي ټي پي د قلنګ يا بهتې اخستو څخه لاتعلقي څرګنده کړې او ويلي يې دي دوی تل د مقصدي او بامعني مذاکراتو په حق کې پاتې شوي دي او د مذاکراتي عمل جاري ساتلو دپاره د صبر نه کار اخلي باوجود د دې چې د دوی ملګري نيول کيږي.

د پاکستان حکومت وايي د تېر کال د اکتوبر د میاشتې راهسې د لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان سره مذاکرات روان دي او په دغه لړ کې د ټي ټي پي د مشرانو سره د خبرو دپاره کابل ته جرګې لېږل شوي خو تراوسه پورې د دغو مذاکراتو کومه نتيجه مخې ته نه ده راغلې.

د روان کال د مې د مياشتې په لومړو کې تحریک طالبان پاکستان د ډز بندۍ اعلان کړی او دغه ډز بندي وروسته د پاکستان د حکومت سره د مذاکراتو په مهال د نامعلومه وخته پورې ډزغځول شوې ده.

خو په دې وخت کې بيا هم په وزیرستان او د خېبرپښتونخوا په بېلابيلو برخو کې د بدامنۍ پېښې شوي چې د زياترو زمه وارۍ يې چا نه دي منلي.

ټي ټي پي وايي بنيادې غوښتنې يې د قبايلي ضلعو پخوانی حيثيت بحالول او د تنظيمي ډهانچې سره خپلو سيمو ته واپسي ده.

د پاکستان د کورنيو چارو مرکزي وزیر رانا ثناالله تيره میاشت د ټي ټي پي سره د خبرو په اړه ويلي وو، "د تحریک طالبان پاکستان سره مذاکرات په خپله طريقه کيږي، خو د ټي ټي پي سره د مذاکراتو بنياد دا دی چې هغه به د ايين لاندې کيږي".

د رانا ثناالله په خبره "د ايین پرته به د ټي ټي پي سره هیڅ مذاکرات نه کيږي او نه به ورسره معاهده کيږي".

د شورو په ورځ په قومي اسمبلۍ کې د دفاع وزیر خواجه اصف ويلي، خلکو د وسله والو د شتون په اړه احتجاجونه کړي دي، او هغه نه وايي چې دا د خېبرپښتونخوا مسله ده دا قومي مسله ده خو زیاته کړې يې ده د ټي ټي پي سره مذاکرات روان دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​