شاته

د پاکستان د کورنيو چارو وزارت د اې ار وای ټيلي ويژن اېن او سي لغوه کړې

د پاکستان د کورنيو چارو وزارت د [اې ار وای /ARY] ټي ويلي اېن او سي يا د نه اعتراض سند لغوه کړی دی او د حکومتي اقدام په نواب کې چېنل ویلي د صحافت د ازادۍ دعوه دار حکومت د 4000 صحافيانو معاشي قتل کړی.

په 11م اګست د کورنیو چارو د وزارت په اعلاميه کې ويل شوي "اې ار وای کميونيکېشنر پرايوېټ لمټټډ نيوز ته جاری شوې اېن او سي لغوه کړی شوه او په دې به سمدستي عمل کيږي".

په اعلاميه کې ويل شوي "د ايجنسیانو د منفي رپوټونو په اساس به د اې ار وای اېن او سي د بل حکم پورې لغوه وي".

درې ورځې وړاندې د "فتنه" راپارونکو موادو د نشر کولو په الزام د اې ار وای نیوز ټېلې وژن نشریات ځنډول شوي،او پولیسو په کراچۍ کې د شورو، چهارشنبې، په ورځ د چېنل یو چارواکی ګرفتار کړی وو چې وروسته د عدالت په حکم هغه بيا خوشی کړی شوی وو.

د مطبوعاتو د انتظام حکومتي ادارې پاکستان الېکټرانک ميډیا رېګولېټري اتارټي یا پېمرا د ای ار وای نیوز نشریات د نامعلومې مودې پورې ځنډولي او په سټېشن یې د دروغو او د کرکې او د بغاوت نه ډک مواد د نشر کولو تور لګولی وو.

اې ار وای په خپله وېب پاڼه ويلي، حکومت د سياسي انتها وکړه، د ادارې نه یې د سپيناوي غوښتو بغېر اېن او سي لغوه کړې ده.

پېمرا د ګل، دوشنبې، په ورځ په پاکستان کې کېبل چلوونکو کمپنو ته امر وکړو چې د اې ار وای نیوز نشریات دې په سمدستي ډول د نامعلوم وخت پورې نه خپروي.

اې ار وای ته ورکړی شوي رسمي نوټس کې په چېنل الزام لګول شوی چې په مبینه توګه یې د دروغو، د کرکې او د بغاوت نه ډک مواد نشر کړي دي.

په دغه خط کې وېل شوي چې ای ار وای يا خو په اداریاتي کچه کمزوري فيصله کړې او یا يې قصداً خپل پلېټ فارم داسې خلکو ته وکړی و چې د خپلو مفاداتو دپاره دې د ریاستي ادارو خلاف کرکه او نفرت خپور کړي. پېمرا وویل ای ار وای د ګل، دوشنبې، په ورځ د پخواني وزیراعظم عمران خان د یو ترجمان داسې خبرې نشر کړي چې د پوځ په صفونو کې د بغاوت د راپارولو برابر وې.

د وي او ای د رپورټ ترمخه، ای ار وای نیوز ته ورکړی شي خط کې د چېنل په یو پروګرام کې د پخواني وزیراعظم عمران خان د یو مرستیال، شهباز ګېل، د شرکت ذکر شوی دی.

په خط کې وېل شوي چې د ای ار وای په پروګرام کې د شهباز ګېل خبرې د پاکستان د مسلح ځواکونو په صفونو کې د بغاوت راپارولو برابر وې.

په ټولنيزو رسنیو د اې ار وای د اېن او سي لغوه کولو ځینې صحافيانو غندلي دي.

پاکستان کې د خبريالانو اتحاديې پاکستان فېډرل يونين اف جرنلسټس د اې ار وای لايسنس ځنډولو فېصله د ايين، قانون او عدالتي حکمونو پرضد بللې او ويلي يې دي د چېنل بندولو وجه د خفيه ايجنسيانو منفي رپوټونه ګرځول وشوي په دغې اړه دې پي اېف يو جی خبر کړل شي.

د کراچۍ پرېس کلب د اې ار وای د اېن او سي لغوه کولو غندنه کړې ده.