BBC
 شاته

یاهو وپلورل شو

Image copyright Getty
Image caption یاهو تېره اونۍ اعلان وکړ، چې ۴۴۰ میلیونه تاوان یې کړی

څو کلونه وړاندې د انټرنیټ شرکت یاهو ته مایکروسافټ د ۴۴ میلیادره ډالرو بیه وړاندې کړې وه خو اوس د پنځو ملیاردو ډالرو په بدل کې وپلورل شو.

د امریکا انټرنیټ شرکت یاهو د پنځو میلیاردو ډالرو نغدو پېسو په بدل کې د دغه هېواد مخابراتي شرکت ویرېزون وپيره.

دغه شرکت ته مایکروسافټ په ۲۰۰۸ کال کې ۴۴ میلیارده بیه وړاندیز کړې وه.

ویرېزون پروسږ کال د ای او ایل په نامه یو بل مشهور انټرنیټي شرکت هم را ونیولی و. دغه شرکت په پام کې لري چې یاهو او اي او ایل سره یو ځای کړي.

په اوسني پلور کې د یاهو هغه ونډې شاملې نه دي، چې د چین علي بابا شرکت کې یې لري.

دغه بیه ۲۰۰۸ کې له هغې ۴۴ میلیاردو بیې ډېره ټيټه ده، چې مایکروسافټ د یاهو پېرولو لپاره وړاندیز کړې وه.

دغه راز د ډاټ کام اوج پر مهال یې ارزښت ۱۲۵ میلیارده ډالرو اټکل کېده.

ویرېزون وايي، یاهوهره میاشت له یو میلیارد ډېر فعال کاروونکي لري او موږ به یې په یوې نړیوالې موبایل خدمتونو کمپنۍ بدله کړو. د یاهو اجرايي مشره ماریشا ماییر وايي:

''یاهو هغه شرکت دی، چې نړۍ کې یې لوی بدلون راوست او موږ به له ویرېزون او اي او ایل سره ورته نور نوښتونه هم کوو. ''

د اي او ایل اجرايي مشر ټیم ارمسټرونګ وايي، د یاهو پېرلو دلیل د دغه شرکت له ټولو 'وړتیاوو ګټه پورته کول' او د مبایل په عصر کې د یوه مهم رول لوبول دي.

دوی به په ګډه د یاهو برېښنالیک او فلیکر په ګډون ۲۵ ډوله انټرنیټې خدمتونه وړاندې کوي.

۲۰۱۲م کال کې د اجرايي مشرې په توګه د مېرمن ماییر له ټاکل کېدو وروسته کمپنۍ تر یوه حده سوکه پرمختګ کړی.

تېره اونۍ کمپنۍ اعلان وکړ، چې ۴۴۰ میلیونه تاوان یې کړی او د 'ستراتيژیکو بدلونونو'په لړ کې یې په بورډ د پام وړ پرمختګ کړی.

د امریکا انټرنېټي شرکت یاهو به د همدغه هېواد مخابراتي شرکت ویرژن ته د نژدې پنځو ملیاردو ډالرو نغدو پېسو بدل کې وپلورل شي.

دغه شرکت پروسږ کال یو بل مشهور انټرنیټي شرکت ' اي او ایل ' هم رانیولی و. په اوسني پلور کې د یاهو هغه ونډې شاملې نه دي، چې د چین علي بابا شرکت کې یې لري.

دغه بیه ۲۰۰۸ کې له هغې ۴۴ میلیاردو بیې ډېره ټيټه ده، چې مایکروسافټ د یاهو پېرولو لپاره وړاندیز کړې وه.

دغه راز د ډاټ کام اوج پر مهال یې ارزښت ۱۲۵ میلیارده ډالرو اټکل کېده. ویرژن وايي، یاهوهره میاشت له یو میلیارد ډېر فعال کاروونکي لري او پر مټ به یې دوی په یوه مبایل رسنیزه ادره شي. د یاهو اجرايي مشره ماریشا ماییر وايي: یاهو هغه شرکت دی، چې نړۍ کې یې لوی بدلون راوست او موږ به له ویرژن او اي او ایل سره ورته نور نوښتونه هم کوو.

د اي او ایل اجرايي مشر ټیم ارمسټرونګ وايي، د یاهو پېرلو دلیل ' د دغه شرکت له ټولو وړتیاوو ګټه پورته کول' او په مبایل رسنیز ډګر کې د یوه مهم رول لوبول دي.

دوی به په ګډه د یاهو برېښنالیک او فلیکر په ګډون ۲۵ ډوله انټرنیټې خدمتونه وړاندې کوي. ۲۰۱۲ کال کې د اجرايي مشرې په توګه د مېرمن ماییر له ټاکل کېدو وروسته کمپنۍ تر یوه حده سوکه پرمختګ کړی.

تېره اونۍ کمپنۍ اعلان وکړ، چې ۴۴۰ میلیونه تاوان یې کړی، خو وايي د ' ستراتيژیکو بدیلونو موندلو ' لړ کې بورډ د پام وړ پرمختګ کړی.