شاته

افغانستان د آیرلنډ څخه دریمه شل اوریزه لوبه وګټله

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې جمعه اګست ۱۲ (زمري۲۱) د شلو شلو اورونو په دریمې نړیوالې لوبې کې د آیرلینډ لوبډلې ته د ۲۲ منډو په توپیر ماته ورکړه.

افغانستان پخپل نوبت کې ۱۸۹ منډې وکړلې خو د آیرلنډ لوبډلې د نهو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۶۷ منډې وکړلې او پدې سره افغانستان د لوبې ګټونکی شو.

د افغانستان لپاره تر ټولو ډیرې منډې رحمان الله ګربز وکړلې. هغه په ۳۵ توپونو ۵۳ منډې وکړلې او د لوبې غوره لوبغاړی هم وټاکل شو.

نجیب الله ځدراڼ ۴۲، حضرت الله ځاځي ۳۹ او ابراهیم ځدراڼ ۳۶ منډې وکړلې.

د توپ اچوونې په برخې کې بیا نوین الحق د سیالې لوبډلې ۳ او فضل حق فاروقي او مجیب الرحمان دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

د جمعې ورځې لوبه د روانو پنځو لوبو د لړۍ دریمه لوبه وه. آیرلنډ د سر دوه لوبې ګټلي او افغانستان باید پاتې دواړه لوبې وګټي چې لړۍ وګټي.

د دې لړۍ څلورمه لوبه دوشنبه د اګست په ۱۵مه او پنځمه او وروستۍ یې د چارشنبې په ورځ د اګست په ۱۷مه کیږي.

افغانستان د کرکټ د نړیوالې شورا د شلو شلو اورونو په درجه بندۍ کې لسم مقام لري خو آیرلنډ بیا په څوارلسم مقام کې دی.