شاته

ایف بي آی د ټرمپ د کور څخه په لوړه کچه محرم اسناد تر لاسه کړي

د متحده ایالاتو د فدرالي تحقیقاتو د ادارې اجنټانو د فلوریډا په ایالت کې د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د مارا لاګو په ماڼۍ کې د چاپې پر وخت داسې اسناد تر لاسه کړي چې "په لوړه کچه محرم" لیبل پرې وهل شوی و.


د محکمې لخوا په یو خپاره شوي سند کې راغلي چې د چاپې پر مهال د ایف بي آی اجنټانو د ښاغلي ټرمپ د کاله څخه ۱۱ سیټه محرم اسناد تر لاسه کړل.

د محکمې پدې سند کې په ځانګړې توګه ندي ویل شوي چې دا محرم اسناد چې د ایف بي آی اجنټانو تر لاسه کړي څه ډول معلومات پکې و او نه یې هم نور جزیات ورکړي خو دومره پکې ویل شوي چې ځیني تر لاسه شوي اسناد "محرم" او ځیني یې په "لوړه کچه محرم" دي.

سره لدې چې د چاپې پر مهال مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ ویلي چې د فدرالي تحقیقاتو د ادارې اجنټانو د فلوریډا په ایالت کې د هغه د اوسیدو په شخصي کور چاپه اچولې او دا کار یې د عدلي سیستم څخه ناوړه ګټه اخیستنه بللې. خو ښاغلي ټرمپ تازه ویلي کوم اسناد چې د ایف بي آی اجنټانو ته په لاس ورغلي ټول یې "محرم" دي او که ترې غوښتنه شوې وی، د عدلیې وزارت ته به یې سپارلي و.

ښاغلي ټرمپ په یوې اعلامیې کې چې د رښتیا ټولنیزې شبکې کې د واشنګټن پر وخت دوشنبه ناوخته خپره شوې ویلي، "دا زمونږ د ملت لپاره تیاره وختونه دي. د فلوریډا په پام بیچ کې زما د مارا لاګو ښایسته کور همدا اوس د چاپې لاندې دی او د ایف بي آی اجنټانو قبضه کړی."

مخکني جمهور رئیس دا چاپه د " سخت دریځو کیڼ اړخو دموکراتانو" لخوا برید بللی او ویلي "هغوي نه غواړي چې په ۲۰۲۴ کال کې د جمهوري ریاست لپاره کاندید شم".

ښاغلي ټرمپ همدارنګه ویلي چې د ایف بي آی اجنټانو یې "خوندي سندوقچه" هم لټولې او دا کار یې د "عدلي سیستم څخه "ناوړه ګټه اخیستل" او د وسلې په توګه کارول بللي.
سره لدې د متحده ایالاتو ملي آرشیف څو ځله د ښاغلي ټرمپ څخه غوښتي و چې دا اسناد دې ورته وسپاري، خو هغه دا کار نه و کړی.

د فدرالي محکمې قاضي بروس رینهارټ چې د ډونالډ ټرمپ په کور د ایف بي آی اجنټانو د چاپې اچولو امر یې هم لاسلیک کړی و جمعه اګست ۱۲ (زمري ۲۱) یې د لوی څارنوال مریک ګارلینډ په غوښتنې د هغو موادو لیست خپور کړی چې د ښاغلي ټرمپ د کاله څخه تر لاسه شوي و.

د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ وکیلانو د عدلیې وزارت ته ویلي و چې عامو خلکو ته ددې اسنادو د خپریدو په هکله ستونزه نلري.

ښاغلي ټرمپ په یو پیغام کې چې د ریښتیا په نامه په ټولنیزې شبکې کې خپور شوی ویلي، " نه یوازې دا چې زه د دې اسنادو د خپریدو سره مخالفت نکوم بلکې زه یو ګام وړاندې ځم او په عاجله توګه ددې اسنادو خپریدل غواړم".

د متحده ایالاتو ملي آرشیف د همدې روان ۲۰۲۲ کال د فبروري په میاشت کې وویل چې په فلوریډا کې د ښاغلي ټرمپ د جایداد څخه یې د اسنادو څخه ۱۲ ډک بکسونه تر لاسه کړل.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ددې اسنادو په هکله په یو راپور کې ویلي و چې د مالیې په هکله په لوړه کچه محرم اسناد هم پکې و چې ښاغلي ټرمپ په انتخاباتو کې د ماتې خوړلو څخه وروسته د ځان سره وړي و.

دغه اسناد او نور یاداښتونه چې ځیني یې د پخواني جمهور رئیس براک اوباما د دورې و د قانون له مخې باید د ښاغلي ټرمپ د واک پای ته رسیدو څخه وروسته سپارل شوي و خو د سپارل کیدو پر ځای دا اسناد په فلوریډا کې د ښاغلي ټرمپ د اوسیدو شخصي ځای ته واستول شول.


د دې اسنادو تر څنګ د سپینې ماڼۍ کار کوونکو په تشنابونو کې د پاڼو ځینې برخې وموندلې او داسې معلومیږي چې ښاغلي ټرمپ کوښښ کاوه ځیني اسناد له منځه یوسي.

د متحده ایالاتو د عدلې وزارت چې د جنوري په شپږمه د ټرمپ د پلویانو لخوا د کانګریس په ماڼۍ د برید په هکله تحقیقات کوي ویلي هیڅوک د قانون څخه پورته ندي.