شاته

لیکوال سلمان رشدي په نیویارک کې د چاړه په حمله کې زخمي شوی

منصف سلمان رشدي چې د نونسوه اتیایم په لسیزه کې د یو کتاب په سر د قتل دړکو سره مخامخ شوی و د جمعې په ورځ د امريکې په نیویارک ریاست کې یو تن په چاړه ووهلو او په زخمي حالت کې هسپتال ته منتقل کړی شو.

د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه رشدي د تقریر تیاری کولو چې یو تن سټېج ته وروختلو او داسې ښکاري چې په مرۍ ووهل شو.

رشدي په هېلې کاپټر کې هسپتال ته منتقل کړی شو خو د حالت په اړه يې په سمدستي ډول څه نه وو وېل شوي.
د رپورټ ترمخه حمله کونکی تن ګرفتار کړی شوی دی.

ای پي په خپل رپورټ کې وايي خبریال یې ولیدل چې د نیویارک شټاکوا انسټېټیوټ نومې ادارې په سټېج یو تن رشدي ته مخامخ ورغللو او لس یا پېنځسل ځله یې په چاړه او یا په سوکونو ووهلو. په رشدي حمله په داسې مهال وشوه چې هغه معارفي کېدلو. په حمله کې 75 کلن لیکوال فرش ته ورغورځېدو او یا ورغورځول شو.

د حملې په میدان کې په تېټر کې په سلګونو خلک ناست و چې ووېستل شوو.

د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه رشدي د تقریر تیاری کولو چې یو تن سټېج ته وروختلو او داسې ښکاري چې په مرۍ ووهل شو
د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه رشدي د تقریر تیاری کولو چې یو تن سټېج ته وروختلو او داسې ښکاري چې په مرۍ ووهل شو

r

ای پي په خپل رپورټ کې وايي د پروګرام په اورېدونکو کسانو کې رېباي (یهودي مذهبي مشر) چارلز سېونر هم شامل و او خبري ادارې ته یې وویل په رشدي حمله کونکي تن سټېج ته منډه او په رشدي یې حمله وکړه. هغه وویل اول خو نه معلومېدله چې څه روان دي خو بیا واضحه شوه چې په رشدي حمله وشوه، چې د عیني شاهد په قول قریباً 20 سېکېنډه یې دوام درلود.

ای پي وايي رشدي د رای د ازادۍ او د ازاد خیالۍد وکالت دپاره شهرت لري او د پي ايي اېنامریکا نومې د لیکوالانو تنظیم چې د رای د اظهار دفاع کوي صدر هم پاتې شوی دی.

پي ايي اېن امریکا د انګریزۍ د قلم یا پېن په څېر لیکل کېږي.

پېن امریکا په رشدي د حملې غندنه وکړه.

د ادارې مشرې سوزېن نوسل داسې کوم مثال نه لیدل کېږي چې د امریکې په خاوره په يو ادبي لیکوال د ګڼې ګوڼې په ځای کې حمله شوي وي.

مېرمن نوسل زیاته کړه چې د "تېرو څو لسیزو راهسې سلمان رشدي د هغه د الفاظو په سر په هدف شوی لیکن هغه نه په شا شوی او نه ودرېدلی دی."

ای پي وايي ډېر مسلمانان ګڼي چې په کال 1988 کې چاپ شوی د رشدي کتاب "The Satanic Verses " د اسلام سپکاوی کوي. د رپور‌ټ ترمخه د کتاب د شایع کېدو وروسته يې د دنیا په ګوټ ګوټ کې په ضد مظاهرې شوي وي او د هندوستان په ممبۍ ښار کې د کتاب ضد مظاهرو کې 12 کسان ووژل شوو.

ای پي وايي ایران په دغه ناول پابندي ولګوله او په 1989 کې د ایران روحاني رهنما ایت الله روح الله خمېني د رشدي د قتل فتوه جاري کړه.

ایران د رشدي د قتل په سر درې مېلینه ډالر انعام هم اعلان کړو.

ای پي وايي د مرګ دړکو او د هغه په سر د انعام وروسته رشدي خفیه ژوند شروع کړو او د برطانيي حکومت ورته محافظ ورکړو چې 24 ګنټې به د هغه سره و.

د رپورټ ترمخه رشدي نهه کاله وروسته د تنهای نه را ووتلو او په محتاط ډول یې په عامو ځایونو کې تقریرونه شروع کړل خو په مذهبي تندروۍ په جار تنقید یې برقرار ساتلی دی.

ای پي وايي د ډیر وخت راهسې د ایران حکومت د خمېني د فتوې نه ځان لېرې ساتلی دی خو د رشدي په ضد جذبات اوس هم موجود دي. د ېنډېکس ان سېنسرشپ نومې ادارې ترمخه چې د رای د ازادۍ د پرمختګ دپاره کار کوي، وايي په 2016 کې د رشدي په سر اعلان شوی انعام زیات کړی شوی دی چې ښښي د هغه په ضد فتوه اوس هم موجود ده.

په 2012 کې رشدي د "Joseph Anton" په عنوان کتاب کط د فتوې په اړه خپل یاداشت شایع کړي. د کتاب عنوان هغه قلمي نوم دی چې رشدي د خفیه ژوند تېرولو په مهال خپل کړی و.

ای پي وايي رشدي د مصنف په حېث شهرت په 1981 کې د ناول Midnight's Chidlren د شایع کېدو نه ترلاسه کړو. دغه کتاب بوکربرایز هم ګټلی دی. خو په نړیواله کچه هغه د The Satanic Verses دپاره شهرت لري.

ای پي وايي شټاکوا انسټېټیوشن د نیویارک ریاست په کیلواله علاقه کې دی او شهرت په دې لري چې د اړوي په موسم کې په مختلفو موضوعاتو د لېکچرو (تقریرونو) کوربتوب کوي. رپورټ وايي رشدي مخکې هم شټاکوا انسټېټیوشن کې وېنا کړې ده.


یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي