شاته

د 'افغانستان د ملي مقاومت د جبهې' اصلي هدف څه دی؟ 

د محمد اشرف غني په مشرۍ د افغانستان د اسلامي جمهوریت په وروستیو ورځو کې چې د طالبانو ډله یو د بل پسې د افغانستان د ښارونو په نیولو بوخته وه، د طالبانو په وړاندې د مقاومت زمزمې ورو ورو اورېدل کېدې.

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵ د کابل له سقوط وروسته د افغانستان د پخواني حکومت یو شمېر دولتي چارواکي، او د پوځ منصبداران او سرتېري پنجشیر ته په شا شول، چې طالبانو لا تر هغه وخته نه و نیولی.

د مقاومت جبهه په عملي بڼه د طالبانو په واسطه د کابل له سقوط وروسته د احمد مسعود په مشرۍ په پنجشیر کې پوځی حضور اعلان کړ. د احمد مسعود پلار احمدشاه مسعود هم د طالبانو د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې د طالبانو ضد پاڅون د جبهې جګپوړی قوماندان و.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ او په ورته وخت کې د ملي مقاومت د جبهې چې اوس مهال د طالبانو پر ضد د وسله والو سیاسي مخالفانو څخه ده، درامنځته کیدو څخه نژدې یو کال پوره کیږي.

د افغانستان د ملي مقاومت جبهه د پوځي اړخه په پنجشیر ولایت، د اندراب په دریو ولسوالیو، د بغلان ولایت د خوست فرنګ ولسوالۍ او د تخار ولایت په ورسج ولسوالۍ کې فعاله ده.

د افغانستان په شمال کې د طالبانو ډلې او د ملي مقاومت جبهې ترمنځ نښتې روانې دي او دواړه ډلې ادعا کوي چې یو بل ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

خو اصلي پوښتنه دا ده چې دغه سیاسي وسله واله جبهه څه هدف لري؟‌

د دې جبهې ویاند صبغت الله احمدي وايي، د دوی د مبارزې موخه د "یو معتدل او غیر متمرکز اسلامي ولسپاله نظام رامنځته کول دي چې په کې د اتباعو او ښځو حقونو ته درناوی وشي. "

په ورته وخت کې سیاسي فعال او د ملي مقاومت جبهې ملاتړی هارون معترف، مقاومت یوه اړتیا بولي او په دې باور دی چې د دې سترې مبارزې بنسټ د احمدشاه مسعود او برهان الدین رباني له خوا ایښودل شوی و او اوس د طالبانو پر وړاندې د مقاومت دوهمه څپه دغه جبهه پرمخ بیایي.

د دغه سیاسي فعال په باور، د ملي مقاومت جبهې اصلي هدف د هغه خاورې څخه دفاع ده چې د یوې "فاشیستې او ترهګرې ډلې" لخوا اشغال شوې ده. معترف امریکا غږ ته وویل: "د مقاومت جبهې په یو کال کې اجازه نه ده ورکړې چې د کلتوري او ژبني تنوع لرونکی هیواد د یوې ترهګرې ډلې له خوا اداره شي."

هغه زیاته کړه: "د خاورې څخه دفاع، د اتباعو له اساسي حقونو څخه دفاع، د اساسي حقونو د تامین او د ولسي نظام د راګرځولو لپاره د ښځو او نارینو دفاع د مقاومت د جبهې له اساسي غوښتنو څخه دي، چې پر مساوات، ټولنیز عدالت او شفافو او ازادو ټاکنو ټینګار کوي او د کلتوري او سیاسي ارزښتونو ساتنه د ملي مقاومت د جبهې له بنسټیزو کرښو څخه ده."

خو د سیاسي چارو کارپوه کفایت الله محمدي په دې باور دی، چې د دې جبهې اهداف تر اوسه د مکتوب او منشور په بڼه نه شته، چې د دې جبهې د اهدافو په اړه قضاوت وشي.

هغه زیاته کړه چې د منشور او اساسنامې په نه شتون کې په ناچارۍ د دې جبهې د سیاسي دفتر د مسوولینو او ویاندویانو څرګندونو ته باید مراجعه وشي.

محمدي څرګندوي چې افغانستان یو کړکېچ ځپلی هیواد دی او د دغه هېواد ټول مسایل د بحث او بیا کتنې وړ دي. دغه سیاسي کارپوه د ملي مقاومت جبهې له مشرتابه سره د طلوع نیوز خبرو ته په اشارې زیاتوي چې د دې جبهې مشرتابه یو وخت ویلي چې غواړي د افغانستان لپاره د سویس ماډل ته ورته نظام غواړي.

خو محمدي امریکا غږ ته وویل: "هغه څه چې د دې جبهې د رسنیزو دریځونو څخه نتیجه اخیستل کیدای شي دا ده چې د دې جبهې په وینا کې لا هم څو ډول والی موجود دی."

بلخوا د سیاسي چارو کارپوه آصف ننګ امریکا غږ ته په ځانګړې مرکه کې وویل چې مقاومت جبهه د جګړې او د مقاومتونو د څلورم نسل خلک دي او هغه ارمان چې پخوا وو اوس نشته.

ښاغلي ننګ زیاته کړه: «د مقاومت څلورم نسل څو امتحانونه ورکړي، ځکه دوی ته ډموکراسي په لاس کې ورغله، جمهوریت په لاس کې ورغی، دوی ولس او خپلو خلکو ته امتحان ورکړ. دوی پخواني‌ ارمانونه دومره لګد مال کړل چې اوس خلک د نویو ارمانونو لپاره اعتماد پرې نشي کولی. دوی د ارمانونو او فکر له بحران سره مواجه دي.»

له هغه وخته چې د طالبانو جنګي ځواکونو د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر کې د ملي مقاومت جبهه د پنجشیر له درې څخه وایستله، د طالبانو د مشرتابه مقاماتو د مقاومت ډلې معمولاً صرف په ټولنیزو شبکو کې د مخالفو تبلیغاتو په توګه کم اهمیته ګڼلې دي.

په وروستۍ مورد کې د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد د افغانستان له ملي ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي چې د تېر یو کال په اوږدو کې د امنیت تامین د دغه حکومت یوه له سترو لاسته راوړنو څخه ده او په دې هېواد کې وسله وال مقاومت نشته.

خو کارپوهان وايي چې اورپکي کلونه کلونه دوام کولی شي او هغه څه چې نن سبا کوچنۍ ډلې وي په اوږد مهال کې به په یو بشپړ او خونړي بغاوت بدل شي.

د جګړې د مطالعاتو په انسټیټیوټ کې د افغانستان د چارو څیړونکي پیټر ملز، چې په دې وروستیو کې یې د طالبانو ضد ډلو په اړه څیړنې خپرې کړې، امریکا غږ ته وویل: "د دې لپاره چې [دا ډلې] د طالبانو په رژیم باندې پرېکنده اغیز ولري، همغږي او زیات یووالي ته اړتیا لري."

د CNA په نامه د یو غیر انتفاعي او څیړنیز مرکز د ګواښونو او ننګونو د پروګرام مشر، جانټن شروډن، وايي چې د دې ډلو تامنځ د همغږۍ نشتوالی ددې سبب شوی چې ونه شي کړای د مقاومت په یو پراخ غورځنګ کې سره یو ځای شي. هغه وویل: "پدې صورت کې په ټولیز ډول د دوی د وړتیا کچه ټیټه پاته کیږي."

په ورته وخت کې د کارپوهانو په اند د طالبانو پر وړاندې د مقاومت د ډلو ترمنځ یوازې د همغږۍ نشتوالی دغه ډلې په کمزوري حالت کې نه دي راوستي، بلکې سیمهییز او نړیوال ملاتړي یې بله مسله ده چې د طالبانو پر وړاندې د مقاومت جبهه کمزورې ښيي.

خو د ۱۹۹۰ لسیزې برخلاف چې یوازې دریو هېوادونو پاکستان، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو طالبان په رسمیت پېژندلي وو د نړۍ نورو هېوادونو ملي مقاومت - د مجاهدینو اسلامي جکومت په رسمیت پېژانده؛ روسیې، ایران او هند ټولو د طالبانو پر وړاندې د ملي مقاومت جبهې ملاتړ کاوه. خو تر اوسه هیڅ هیواد په عامه توګه د مقاومت د دوهمې جبهې ملاتړ نه دی کړی.