شاته

د اتمانزو مشران وايي که حکومتي جرګې سره یې مذاکرات ناکامه شول بيا اسلام اباد ته لاريون کوي

شمالي وزیرستان ته د اتمانزو قامي جرګې سره د خبرو کولو د پاره حکومت په استازيتوب جوړه شوې جرګه میر علي ته ورغلې خو د اتمانزو مشران وايي که د حکومت سره يې په ورستیو کې د خبرو څو پړاونه شوي خو ناکامه شوي دې او که د اوسنۍ جرګې سره مذاکرات ناکامه کيږي بیا اسلام اباد ته احتجاجي لاريون کوي.

د شمالي وزیرستان اتمانزو مشران د تیرو 28 ورځو راهسې د ناامنۍ او هدفي وژنو پرضد د ضلعې په اته ځایونو کې په احتحاجي پرلت ناست دي چې ترمخه یې د ضلعې ټول کاروباري مرکزونه او د ګاډو د تګ راتګ لارې د احتجاج په توګه بندې کړې دي.

دا پرلت وروسته له هغې پېل شوی چې د جولایې په 14م د جمیت علما اسلام ډلې دوه ځایي مشران قاري سمیع الدین او مولانه نعمان د نامالومه کسانو په ډزو وژل شوي وو.

احتجاج کوونکي یوازې په سيمه کې د امن پر ځایې کولو غوښتنه کوي او وایي د ضرب عضب عملیاتو څخه راپدیخوا 480 کسان په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي.

شمالي وزیرستان کې موبایل او ټیلي فون انټرنیټ هم بند کړی شوي دي.

د حکومت په استازيتوب جوړې جرګې یو غړی او د ملي جمهوري ګوند فعال ننګیال بیټنی وایي د خبرو د پاره میر علي ته رسیدلي او عیدک سیمه کې روان د احتجاجي پرلت له مشرانو سره به ویني.

هغه وویل دا جرګه د اتمانزو په غوښتنه جوړه کړل شوې او په علاقه کې دا امن د پاره به حکومت نه پوخ ډاډ اخستل کیږي.

د زيارت/ پنج شنبې په ورځ د اتمانزو جرګې اعلان کړی وو چې دوی د بدامنۍ سره مخ دي په احتجاج ناست دي، نه شي کولی چې په 14 اګست د پاکستان د ازادۍ ورځ ونمانځي او اعلان يې کړی وو دغه ورځ به د تورې ورځې په توګه نمانځي.

دوی ويلي وو دغه پریکړه یې په ځایې ده او که دا مزاکرات ناکامه کیږي بیا اسلام اباد ته احتجاج کوي.

د اتمانزو جرګې یو مشر ملک ربنواز وایي د دوی یوه د امن غوښتنه ده چې پکې د دوی سر او مال محفوظ وي. هغه وایي ددوی ته دې پوخ ډاډ ورکړل شي احتجاج به ختم کړي.

شمالي وزیرستان د افغانستان خوست صوبې سره په ختیځ کې موقعیت لري او په کال 2014م کې د پاکستان پوځ دغلته د ترهګرو پرضد د ضرب عضب نومي عملیات کړي چې پکې دا سیمه د ترهګرو نه د پاکولو دعوې شوې خو تیره اوونۍ د شمالي وزیرستان د انتظامیه مشر شاهد علي خبرې غونډې ته ویلي د تیرو درې میاشتو نه پکې د ناامنۍ او د هدفي وژنو پېښې سیوا شوي دي.

نوموړي ویلي روان کال په شمالي وزيرستان کې په بېلابيلو پېښو کې ټول 42 امنيتي عسکر وژل شوي چې پکې 37 پوځيان دي.

او سږ کال په سيمه کې د هدفي وژنو 63 پېښې شوي چې پکې زياتره په ميرعلې کې مخې ته راغلي دي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.